• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان طالبانو غورځنګ وايي، یوه بله وسلواله ډله ور سره یو ځای شوه

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۰۴ GMT+۱

د پاکستان طالبانو غورځنګ وايي، د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې یوه وسلواله ډله د پاکستان د حکومت پرضد له دوی سره یو ځای شوه. دا غورځنګ نن په یوه اعلامیه کې له نورو وسلوالو ډلو هم غواړي چې په پاکستان کې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له دوی سره یو ځای شي.

په دېره اسماعیل خان کې له ټي ټي پي سره د دې ډلې یوځایېدل پاکستاني ځواکونو ته لا ستونزې ډېرولی شي چې لا د مخه پرې پرلپسې بریدونه کېږي.

تېرو دوو کلونو کې پاکستان کې د وسلوالو بریدونو ډېرېدو سره دېره اسماعیل خان یوه داسې سیمه بلل کېږي چې پر پاکستاني ځواکونو ډېر بریدونه پکې کېږي.

د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې د امریکا په برید کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ د مشر حکیم الله مسید تر وژل کېدو وروسته د دې غورځنګ قومندانان په مختلفو دلو ووېشل شول.

خو د نور ولي مسید په مشرۍ بیا ځینې ور سره یو ځای شول او په پاکستان کې د دوی د بریدونو په ډېرېدو سره د دې ډلو یوځایېدل لا هم زیاتېږي.

د ځینې شمېرو له مخې په تېرو دریو کلونو کې له ټي ټي پي سره تر پنځوسو ډلې یو ځای شوې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

د ټلیفوني زنګ پر مهال به د جبري نکاح په اړه د هبت‌الله فرمان اورول کېږي

۴

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۵

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

•
•
•

نور کیسې

د چمن پرلتوالو د علماو یوه پلاوي په اسلام اباد کې له طالب سفیر سره کتلي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۳۰ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د چمن پرلتوالو د علماو او مشرانو يو ګډ پلاوي په اسلام اباد کې د طالبانو له سفير سره کتلي او د ډېورنډ فرضي کرښې د ستونزو د حل په اړه یې خبرې کړي دي.

سردار احمد شکېب ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې به د ترانزيت او سوداګرۍ پر مخ خلاصي کړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان سفارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د چمن پرلتوالو په استازيتوب د مولوي محمد قاسم په مشري د علماوو او مشرانو يوه پلاوي په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره د چمن او ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د خلګو د ستونزو، دوه اړخيزې سوداګرۍ، تګ راتګ او نورو مسايلو خبري کړي دي.

خبر پاڼه کې راغلي، چې یاد پلاوي چمن کې روان ناسم وضعت او نورو ننګونو د حل په موخه د دواړو هېوادونو د غوره اقداماتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي شکېب ورغلي پلاوي سره ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به حل کړي. خو دا چې څنګه او کله به دا ستونزې حل کیږي معلومه نه ده.

څه باندې اته میاشتې کیږي چې په چمن کې پرلت وهونکو د سپین بولدک- چمن پر دروازه د پاکستان د حکومت له خوا د پاسپورټ په جبري کولو غبرګون کې پرلت وهلی دی.

په دې موده کې د پرلت کوونکو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځلې نښتې ترسره شوي چې په ترڅ کې یې پرلتوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او خبرونه یې هم خپاره شوي دي.

پرلتوالو ویلي تر هغه به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي؛ تر څو، چې د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه وي منلي.

شننه؛ افغانستان او پاکستان د سوریې و عراق په نقش کې

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

منځنی ختیځ د خپلې پرېمانه اینرژيتیکې زېرمې بلهاري دی. د دویمې نړیوالې جګړې تر پایته رسېدا روسته، منځنی ختیځ د څو ستراتيژيکو او مهمو مسئلو لپاره مهم ګڼل کېده؛ له شوروي سره سړه جګړه پیلېدونکې وه او منځنی ختیځ شوروي ته څېرمه د لویدیځ د پوځي ماشین ځای په ځای کولو ته ځان چمتو کاوه.

بله مسئله تیلو او ګازو ته د صنعتي غرب بېپایه تنده وه، چې لا یې پر اټومي برېښنا تکیه د نن په شان ډاډمنه نه وه. د ترانزیت لارې په تېره بیا د سویس کانال د لویو صنعتي دیوانو تر اغېز لاندې باید پاتې وای.

د منځني ختیځ په ملتپالو، اسلامپالو او دودیزو ټولنو کې د سوسیالیستي چپ تفکر زړي په چټکۍ سره مخ په پیاوړي کېدو وو، یمن، لیبیا، فلسطین ورښوییدلي وو او د افریقا په شمال او ګڼو نورو هېوادونو کې کیڼ اړخي بلاک ته ورښویېدل لکه د سرې اور پراخېده.

100%

د عثماني خلافت په غیاب کې اسلامي نړۍ د ګډ محور له تشې سره مخامخ وه. اسراییلو پر فلسطین بلوسلي وو او دې کیسې عربان سره وویشل. د اسراییلو او فلسطین شخړې د یوه زاولن زخم په توګه سر راپورته کړ او د ایران تر اسلامي انقلاب روسته د ایران و عراق جګړه ونښته. عربي ملتپالنې یوځای، سوسیالیستو بعثي ګوندونو بلځای او اخوان‌المسلین بل ځای سر راپورته کاوه.

امریکا او د ناټو ټلوالې له دې خړو اوبو څخه څو رنګه کبان ښکارول، لومړی یې په دې شخړو کې د وسلو پلورلو بازار ګرم و، دویمد عربي هېوادونو په اسلامپالو کې یې د شوروي د بېدینه او ماتریالیستي ایډیولوژۍ په ضد وسلوال راپورته کول، چې بیا روسته ان تر نن پورې د نړۍ په لوی امنیتي سرخوږي بدل شول او درېیم د تیلو او ګازو له سخاوتمندو چینو څخه یې خپله صنعتي او ترانسپورتي تنده خړوبوله.

په دې کش و ګیر کې شوروي پر افغانستان راوترپل او لویدیزوالو د عرب و عجم وسله‌والې جهادي ډلې افغانستان ته راولېږلې. پاکستان دا جګړه په ټېکه واخیسته او د یوې ځواکمنې ایډیولوژیکې ټلوالې د جوړېدو لپاره یې شاوخوا شپېته زره مدرسې، معهدونه او پوځي – نظریاتي کمپونه پرانیستل. پیسې و وسلې پرېمانه وې او وینه د افغانانو تویېده.

د شوروي تر ړنګېدو روسته سړه جګړه پای ته ورسېده، خو توده جګړه په نویو نومونو او بڼو بیا پیل شوه. منځنی ختیځ او افغانستان لا هم مهم وو.

پاکستان له هغو اورپکو ډلو څخه، چې د شوروي ضد جګړې پرمهال یې د لویدیځ په امکاناتو پنځولي وو، د خپلو سیمه‌ییزو سیالانو هیندوستان و افغانستان په ضد ګټه اخیسته او د ترهګرۍ په سوداګرۍ بوخت و، چې د سپتامبر د یولسمې ټکه راوشکېده او لویدیځ د لویې لوبې بل پړاو د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې تر نامه لاندې پیل کړ.پر افغانستان سربېره دا ځل عراق هم اور واخیست او ورپسې د عربو اورنی سپرلی راوغوړېد، د القاعده او لسګونو نورو اورپکو ډلو ترڅنګ د داعش په نامه توره بلا هم راوپنځول شوه، چې په معاصر تاریخ کې یې د انسانوژنې تر ټولو بېرحمه نندارې وړاندې کړې.

100%

سوریه د دې پړاو د لومړۍ کرښې قرباني شوه. په سوریه کې درې اړخه سره ښکېل وو؛ بشار اسد او نړیوال پلویان یې، د سوریې بشار ضد ملی ځواکونه او تش په نامه اسلامي ډلې، چې په سر کې یې داعش راتله. متمدنه او تاریخي سوریه لوټې لوټې شوه او د اسلامي تمدن یوه بډای مرکز له خاورو او وینو سره په سینه پرېوت. عراق و سوریه د ایران، روس، امریکا، ناټو، تورکیې او نورو سیمه ییزو هېوادونو د نیابتي جګړو په ډګرونو واوښتل.

کوردان، ایزیدیان او نورلږ‌ه‌کیان د دغو نیابتي جګړو لمبو ونغړل، روسته کیسه تر یمن و سعودي ورسېده، حوثیانو یمن سره تبۍ کړ او د یوکراین له جګړې سره دا کیسه تر اروپا او د روسیې تر لمنو ورسېده.

د پاچا خان پینځه څلویښت کاله پخوانۍ خبره ریښتیا شوه، چې افغانانو ته یې ویل: جګړه د روس او امریکا ده، تاسو بېځایه ځان مه په کې سټ کوئ. له داسې ځغلنده مخینې نه مو موخه دا وه، چې افغانستان، پښتونخوا او د پاکستان ځینې برخې نن سبا کټ مټ د عراق و سوریې په شان په ګڼ اړخیزو نیابتي مخامختیاوو سره مخامخ دي او وېره شته، چې د لویې لوبې یو بل پړاو راپیل شي.

قبایلي سیمې په تېره وزیرستانونه د کردستان د اقلیم په شان د دغه پړاو د باروتو په ګودام اړول کیږي، پرکابل واکمن اوس د بشار اسد په نقش کې راڅرګندیږي، توربیرغي مخ په پیاوړتیا دي او د القاعدې مشر خپلو ټولو پلویانو ته غږ کړی، چې افغانستان ته راټول شي.

روسان د افغانستان و پاکستان بدلونونه داسې څاري لکه د دوی خپله کورنۍ شخړه چې وي، چین د خپلو ترانزیتي کوریدورونو زرین خوب په اوبو لاهو شوی بولي او منځنۍ اسیا له ویرې داسې رپیږي، لکه د چینار پاڼې. ایران له فلسطینه رانیولې تر کورمې و ګیلګیت و بلتستان پورې ښکېل دی او په سیمه کې د نویو وسله‌والو ډلو نوي نومونه او هویتونهلکه د پسرلني باران په شېبو کې مرخیړي له زمکې راوځي.

وزیرستانونو ته ظاهراً ډېر پام نشته،خو د بلا ځاله بیا هماغلته جوړیږي. د پښتنو په پراخه سیمه کې یوه جبري تیاره خپریږي. د دغې تیارې لومړی زړی او هسته د نجونو له ښوونځيو او پوهې سره دوښمني ده. د افغان نجونو د پوهنیزې محرومۍ پوره زر ورځې ووتې، خو «امرثاني» لا د نړیوالو استخباراتو په زمکخونو کې ویده پاتې دی.

تصادفي نه ده، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو له ښوونځیو تړلو روسته په قبایلي سیموکې هم د نجونو ښوونځي یو یو پر بمونو الوځول کیږي، ته به وايې د کفر او امریکا او روس تر ټولو لویې هډې په دې ښوونځیو کې دي. پاکستان چې دا لوبه مدیریت کوله اوس داسې ښکاري، چې دغه دیو له بوتل څخه راوتلی او پاکستان هم خوږوي. په تېره یوه هفته کې په دېره اسماعیل خان کې وسله‌والو طالبانو بانک لوټ کړ، په ټانک کې د ګڼو مړیو جسدونه وموندل شول، د شمالي وزیرستان په میرعلي کې په موټر کې سپاره ګوډ (ښه) تالیبان ژوندي ژوندي وسیزل شول، شمالي وزیرستان کې د جاسوسۍ په تور هره ورځ څو څو کسان وژل کیږي.

په کورمه کې د سرک جوړونې ماشینري د اور د لمبو خوراک شوهاو د پولیسو خو یې سټې وایستلې. پاکستاني ادارې هڅه کوي، د امنیت دایره تر پنجاب او سند پورې رامحدوده وساتي ځکه خو لا کیسه یوازې د پښتنو په سیمه کې روانه ده او سند وپنجاب خوندي دي.

پنجابي و عرب و اوزبیک و چیچین و چینايي سینکیانګیان خو لا څه کوې، چې د برما له روهینګیا څخه مفتي ابوذر البرمي هم وزیرستان ته رارسېدلی او ښه غټه ډله یې جوړه کړې ده، نوموړی په پښتو، دري، اردو، اوزبیکي، عربي او انګریزي روان غږیږي.

د چیني ایغورانو عبدالحق تورکستاني بېرته راپیدا شوی او د القاعدې د جنوبي اسیا (القاعده برصغیر) مشر اسامه محمود هم د اورپکو په راټولولو بوخت دی. د القاعدې پخوانی قوماندان منیب جټ اوس د ځايي تالیبانو مطبوعاتي ویاند دی، محلي ستودیوګانې، مطبعې، راډیوګانې او نورې تبلیغاتي وسیلې ښې په درز لګیا دي او د عمري، فاتح او بدري لښکرو د پیاوړتیا ترانې غږوي. له لسو پینځلسو کلونو راهیسې ډیورند کرښې ته څېرمه د ځینو سیمو لویې خاورینې غونډۍ تشېدلې او خلک نه پوهېدل، چې څه روان دي؟ دلته یوازې پوځي ټرکونه تلل راتلل او عام خلک یې له څوکیلومترۍ څخه هم تېرېدلای نه شول.

روسان و چینایان ښه پوهیږي، چې څه روان دي. په تهران کې د دوی ناکامې ناستې ته چندان اعتنا ونه شوه، ځکه خو ټول ښايي په دویم انتخاب فکر وکړي او هغه په سیمه کې پر ترهګرو ډلو د اغېز او نفوذ زیاتول دي. دا ډلې چې هرچا په قیمته بیه واخیستې، هغه د سیالۍ بریالی دی، ځکه یو خو به یې خپله له زهرو خوندي پاتې شي او په رادویم ګام کې به یې د خپل قسم خوړلي دوښمن یا سیال په وړاندې وکاروي. دا تجربه روسانو په سوریه او عراق کې وکړه. په یوه منډه له رنګارنګ وسلو سره ورغلل او داعش یې تارومار کړ، دوی بچ پاتې شول او عراق و سوریې و کوردانو یې تاوان پرې کړ.

ګونګوسې دي، چې پاکستان یوځل بیا تالیب‌ضد ډلو ډلګیو ته په خپله خاوره کې دانه اچولې ده. هیندوکوش او پامیرونه د اور په محور بدلیدونکي دي. د ګیلګیت و بلتستان و کشمیر څخه رانیولې تر چترال، کونړ، ننګرهار و هاخوا بدخشان و پنجشیر پورې. پاکستان به بیا یوه جګړه په ټېکه واخلي، دا هېواد وږی شوی دی او پرته د جګړو له ټيکې څخه بله اقتصادي لاره چاره نه لري. اور د تاجیکستان له لمنې څخه روسانو ته ورپراخېدلای شي. بدخشانونه مهم دي.

د دې اور بټۍ دا ځل لکه د عراق و سوریې غوندې د افغانستان و پاکستان و منځنۍ اسیا تر څنډو پورې ټوله جغرافیا رانغاړي. پر سیمه واکمن وسله وال لا په رسمیت پېژندل شوي نه دي، د دوی تر سیوري لاندې راټولیدونکي وسله وال اورپکي ګڼ دي او په اسانه هویتونه بدلولای شي، پخواني تنظیمي جګړه ماران هم له خپلو قومي – ژبنیو عقدو او کرکو سره راپارېدلي دي. لاهم په سیمه کې ډوډۍ او کار نه‌شته، خو مرمۍ او باروت څومره چې غواړې شته او دغه « شته و نه‌شته» خپلې ماناوې لري.

د خواشینۍ خبره دا ده، چې که هرڅه پېښيږي، قربانیان به یې بېوزلي او اوږدو بدمرغیو ځپلي افغانان وي. خدای دې دا ولس وساتي. خو کاشکې دغومره تاریخي تجربو راویښ کړي وای او د یوه ملت په حیث د دې هرڅه په وړاندې درېدلي وای. که څوک حللاره غواړي، نو همدا د ولس ګډه ویښتیا، روښانتیا او د ملي بدلون لپاره یو منظم او شعوري پاڅون دی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د پاکستان پوځ پښتونخوا، بلوچستان او سند کې د ۱۸۱ وسلوالو د وژلو ادعا کوي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۱

د پاکستان راډيو د دغه هېواد د پوځ له قوله ليکلي، چې په نژدې دوو مياشتو او لسو ورځو کې یې په ۷ زرو عملياتو کې په پښتونخوا، بلوچيستان او سند کې ۱۸۱ وسله وال وژلي. د پاکستان پوځ وايي، دغه عمليات یې د اپريل میاشتي له اولې نېتې د جون تر ۱۰ کړي دي.

پاکستان راډيو د چهار شنبې په ورځ په خپل خبر کې ليکلي، چې په پښتونخوا کې تر ډېره عملیات له ډیورنډ کرښې سره شوي دي.

پاکستاني ځواکونو زیاته کړې د استخباراتي معلوماتو له مخي یې په باجوړ، دير او چترال کې یې پر ډیورنډ کرښه د ور اوښتو لپاره د وسله والو مخالفينو په تېره د پاکستان تحريک طالبانو د نفوذ هڅې شنډې کړې دي.

د پاکستان پوځي او امنیتي ادارې وايي، دغه هېواد ته له ډیورنډ کرښې وسلوال ور اوړي او بریدونه کوي، خو پر افغانستان واکمن طالبان او ټي ټي پي د اسلام اباد دا تورونه ردوي.

مکرون: د‌ پارلماني ټاکنو پایلې چې هر ډول وي، استعفا نه ورکوم

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۴ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د سه شنبې په ورځ د ( غبرګولي په ۲۲مه) ټینګار وکړ، چې د دغه هېواد د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې چې هر څه وي هغه به له خپلې دندې استعفا ونه کړي.

د مکرون ګوند "ریناسیس" د اروپا پارلماني ټاکنو کې د ښي اړخي ګوند "ملي ټولنې" په وړاندې په لوی توپیر سره سیالي له لاسه ورکړه.

له دې سختې ماتې وروسته، (د جون په ۲۰مه) مکرون د فرانسې پارلمان منحل کړ او د ټاکنو د ژر ترسره کېدو امر یې وکړ.
څېړونکو دغه ګام په فرانسه کې یوه سیاسي زلزله بللې او ویلي یې دي، چې له وخته وړاندې تاکنې به د دغه هېواد ښي اړخو ته د کلونو له شاته پاتې کېدو وروسته د سیاسي واک د ترلاسه کولو حقیقي چانس برابر کړي.
مکرون (د غبرګولي په ۲۲مه نېټه) له فیګارو ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، د ولسمشرۍ او نورو بنسټونو دریځ د ټاکنو د لومړنیو پایلو په پام کې نیولو پرته روښانه دی او « دا د ملي ټولنې ګوند نه دی، چې اساسي قانون ولیکي.»
په فرانسه کې د پارلماني ټاکنو لومړی پړاو (د چنګاښ په ۱۰مه) او دویم پړاو به (د چنګاښ په ۱۷مه) ترسره شي.
د پاریس ښاروال اېدالګو د المپیک لوبو په څنډه کې د پارلمان د منحلولو لپاره د مکرون پرېکړه "ډېره اندېښمنوونکې" وبلله. ځکه (د زمري میاشتې له ۵مې او ۲۱مې نېټو) ترمنځ په پاریس کې د المپیک لوبې ترسره کېږي.

نوموړی وايي، دا سیاسي ناندرۍ به د المپیک پر لوبو منفي اغېزې واچوي.
د فرانسې په سیاسي صحنه کې په یو بل پرمختګ کې، د محافظه کاره "جمهوریت غوښتونکي" ګوند مشر اېرېک سیوټي (د غبرګولي په ۲۲مه نېټه) د ملي ټولنې ګوند سره د اېتلاف غوښتنه وکړه.
سیوټي وویل: موږ ورته خبره د ملي ټولنې ګوند وایو «نو راځئ چې د خیالي اپوزیسیون جوړولو مخه ونیسو. دا هغه څه دي چې زموږ اکثریت رایه ورکوونکي یې غواړي. دوی موږ ته وايي؛ چې په ګډه سره موافقې ته ورسېږو.»
د لسیزو راهیسې، فرانسوي ګوندونه د ښي اړخي ګوند د واک ترلاسه کولو څخه د مخنیوي لپاره سره یوځای شوي؛ خو د سیوټي وروستۍ څرګندونې د دې اتحاد پای ته رسېدو ته اشاره کوي؛ که څه هم د هغه څرګندونې د فرانسې د محافظه کار ګوند له لوري له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.
د "جمهوریت غوښتونکي" ګوند یو شمېر فرانسوي وکیلانو د سیوټي پر عمل نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې ګوند به پرېږدي.
د "جمهوري غوښتونکو" ګوند د فرانسې د پخوانیو ولسمشرانو چارلس دی ګول او ژاک شېراک میراث دی.
د پاریس د ونډو بازار د اروپا د پارلمان د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته په چټکۍ سره ولوېد او په اروپا کې د ونډو نور بازارونو شاخصونه هم راغورځېدلي دي.
پانګه اچوونکي په ځانګړې توګه د ښي اړخو ډلو د واک ترلاسه کولو وروسته د شرکتونو ملي کولو په اړه اندېښمن دي.
۲۸ کلن فرانسوی سیاست‌وال جورډن باردلا د ملي ټولنیز ګوند مشر دی او مارین لو پېن د فرانسې په پارلمان کې د دغه ګوند د استازو غړې ده.

پاکستاني رسنۍ: د یو کال په جریان کې په پاکستان کې د خرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۱

یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال د سروې له مخې په پاکستان کې د یوه کال په لړ کې د خرو شمېر زیات شوی دی.

د هغې اقتصادي سروې له مخې، چې په دغه هېواد کې ترسره شوې، په یوه کال کې د خرو په شمېر کې یو لک زیاتوالی راغلی دی.

د سروې له مخې؛ د خرو شمېر ۵۹ سوه زرو ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې په وړم عیسوي کال کې د خرو شمېر ۵۸ سوه زره او په ۲۰۲۱ کال کې د خرو شمېر ۵۷ سوه زره و.

د اقتصادي سروې له مخې؛ په دوو کلونو کې د خرو په شمېر کې دوه سوه زره زياتوالى راغلى دى.

خو په پاکستان کې د اسونو شمېر ۴ لکو ته رسیږي او د اسونو شمېر کې زیاتوالی نه دی راغلی.

بل خوا د دغې سروې له مخې؛ په يو کال کې د اوښانو شمېر هم نه دی زيات شوی، په داسې حال کې چې د وزو شمېر په يو کال کې دوه میلیونه او ۲ لکو ته او د پسونو شمېر ۴۰ لکو ته زيات شوی دی.

تر دې مخکې رویټرز په یوه تحقیقاتي راپور کې لیکلي وو، چې د خرو د پوستکي څخه اخېستل شوي کلاجن چې دودیز درمل ترې جوړیږي او په چین کې ورته تقاضا لا ډېره شوې، په افریقا کې د خرو د لویې وژنې لامل شوی دی.

دغه څېړنیز راپور کې د چین د دولتي رسنیو په حواله لیکل شوي و، چې د خره د پوستکي د هر ۵۰۰ ګرامو بیه ۴۲۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

کلاجن د یو پروټین نوم دی، چې د بېلابېلو موجوداتو غمبرو کې پېدا کیږي.

کلاجن د مخ او بدن د ښکلا او ځوان ساتلو اړینه سرچینه ده.

چین د خره د پوستکي کلاجن څخه یو ډول دودیز درمل جوړوي چې د 'ای جیایو' په نوم یادیږي.