شننه؛ افغانستان او پاکستان د سوریې و عراق په نقش کې

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

منځنی ختیځ د خپلې پرېمانه اینرژيتیکې زېرمې بلهاري دی. د دویمې نړیوالې جګړې تر پایته رسېدا روسته، منځنی ختیځ د څو ستراتيژيکو او مهمو مسئلو لپاره مهم ګڼل کېده؛ له شوروي سره سړه جګړه پیلېدونکې وه او منځنی ختیځ شوروي ته څېرمه د لویدیځ د پوځي ماشین ځای په ځای کولو ته ځان چمتو کاوه.

بله مسئله تیلو او ګازو ته د صنعتي غرب بېپایه تنده وه، چې لا یې پر اټومي برېښنا تکیه د نن په شان ډاډمنه نه وه. د ترانزیت لارې په تېره بیا د سویس کانال د لویو صنعتي دیوانو تر اغېز لاندې باید پاتې وای.

د منځني ختیځ په ملتپالو، اسلامپالو او دودیزو ټولنو کې د سوسیالیستي چپ تفکر زړي په چټکۍ سره مخ په پیاوړي کېدو وو، یمن، لیبیا، فلسطین ورښوییدلي وو او د افریقا په شمال او ګڼو نورو هېوادونو کې کیڼ اړخي بلاک ته ورښویېدل لکه د سرې اور پراخېده.

د عثماني خلافت په غیاب کې اسلامي نړۍ د ګډ محور له تشې سره مخامخ وه. اسراییلو پر فلسطین بلوسلي وو او دې کیسې عربان سره وویشل. د اسراییلو او فلسطین شخړې د یوه زاولن زخم په توګه سر راپورته کړ او د ایران تر اسلامي انقلاب روسته د ایران و عراق جګړه ونښته. عربي ملتپالنې یوځای، سوسیالیستو بعثي ګوندونو بلځای او اخوان‌المسلین بل ځای سر راپورته کاوه.

امریکا او د ناټو ټلوالې له دې خړو اوبو څخه څو رنګه کبان ښکارول، لومړی یې په دې شخړو کې د وسلو پلورلو بازار ګرم و، دویمد عربي هېوادونو په اسلامپالو کې یې د شوروي د بېدینه او ماتریالیستي ایډیولوژۍ په ضد وسلوال راپورته کول، چې بیا روسته ان تر نن پورې د نړۍ په لوی امنیتي سرخوږي بدل شول او درېیم د تیلو او ګازو له سخاوتمندو چینو څخه یې خپله صنعتي او ترانسپورتي تنده خړوبوله.

په دې کش و ګیر کې شوروي پر افغانستان راوترپل او لویدیزوالو د عرب و عجم وسله‌والې جهادي ډلې افغانستان ته راولېږلې. پاکستان دا جګړه په ټېکه واخیسته او د یوې ځواکمنې ایډیولوژیکې ټلوالې د جوړېدو لپاره یې شاوخوا شپېته زره مدرسې، معهدونه او پوځي – نظریاتي کمپونه پرانیستل. پیسې و وسلې پرېمانه وې او وینه د افغانانو تویېده.

د شوروي تر ړنګېدو روسته سړه جګړه پای ته ورسېده، خو توده جګړه په نویو نومونو او بڼو بیا پیل شوه. منځنی ختیځ او افغانستان لا هم مهم وو.

پاکستان له هغو اورپکو ډلو څخه، چې د شوروي ضد جګړې پرمهال یې د لویدیځ په امکاناتو پنځولي وو، د خپلو سیمه‌ییزو سیالانو هیندوستان و افغانستان په ضد ګټه اخیسته او د ترهګرۍ په سوداګرۍ بوخت و، چې د سپتامبر د یولسمې ټکه راوشکېده او لویدیځ د لویې لوبې بل پړاو د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې تر نامه لاندې پیل کړ.پر افغانستان سربېره دا ځل عراق هم اور واخیست او ورپسې د عربو اورنی سپرلی راوغوړېد، د القاعده او لسګونو نورو اورپکو ډلو ترڅنګ د داعش په نامه توره بلا هم راوپنځول شوه، چې په معاصر تاریخ کې یې د انسانوژنې تر ټولو بېرحمه نندارې وړاندې کړې.

سوریه د دې پړاو د لومړۍ کرښې قرباني شوه. په سوریه کې درې اړخه سره ښکېل وو؛ بشار اسد او نړیوال پلویان یې، د سوریې بشار ضد ملی ځواکونه او تش په نامه اسلامي ډلې، چې په سر کې یې داعش راتله. متمدنه او تاریخي سوریه لوټې لوټې شوه او د اسلامي تمدن یوه بډای مرکز له خاورو او وینو سره په سینه پرېوت. عراق و سوریه د ایران، روس، امریکا، ناټو، تورکیې او نورو سیمه ییزو هېوادونو د نیابتي جګړو په ډګرونو واوښتل.

کوردان، ایزیدیان او نورلږ‌ه‌کیان د دغو نیابتي جګړو لمبو ونغړل، روسته کیسه تر یمن و سعودي ورسېده، حوثیانو یمن سره تبۍ کړ او د یوکراین له جګړې سره دا کیسه تر اروپا او د روسیې تر لمنو ورسېده.

د پاچا خان پینځه څلویښت کاله پخوانۍ خبره ریښتیا شوه، چې افغانانو ته یې ویل: جګړه د روس او امریکا ده، تاسو بېځایه ځان مه په کې سټ کوئ. له داسې ځغلنده مخینې نه مو موخه دا وه، چې افغانستان، پښتونخوا او د پاکستان ځینې برخې نن سبا کټ مټ د عراق و سوریې په شان په ګڼ اړخیزو نیابتي مخامختیاوو سره مخامخ دي او وېره شته، چې د لویې لوبې یو بل پړاو راپیل شي.

قبایلي سیمې په تېره وزیرستانونه د کردستان د اقلیم په شان د دغه پړاو د باروتو په ګودام اړول کیږي، پرکابل واکمن اوس د بشار اسد په نقش کې راڅرګندیږي، توربیرغي مخ په پیاوړتیا دي او د القاعدې مشر خپلو ټولو پلویانو ته غږ کړی، چې افغانستان ته راټول شي.

روسان د افغانستان و پاکستان بدلونونه داسې څاري لکه د دوی خپله کورنۍ شخړه چې وي، چین د خپلو ترانزیتي کوریدورونو زرین خوب په اوبو لاهو شوی بولي او منځنۍ اسیا له ویرې داسې رپیږي، لکه د چینار پاڼې. ایران له فلسطینه رانیولې تر کورمې و ګیلګیت و بلتستان پورې ښکېل دی او په سیمه کې د نویو وسله‌والو ډلو نوي نومونه او هویتونهلکه د پسرلني باران په شېبو کې مرخیړي له زمکې راوځي.

وزیرستانونو ته ظاهراً ډېر پام نشته،خو د بلا ځاله بیا هماغلته جوړیږي. د پښتنو په پراخه سیمه کې یوه جبري تیاره خپریږي. د دغې تیارې لومړی زړی او هسته د نجونو له ښوونځيو او پوهې سره دوښمني ده. د افغان نجونو د پوهنیزې محرومۍ پوره زر ورځې ووتې، خو «امرثاني» لا د نړیوالو استخباراتو په زمکخونو کې ویده پاتې دی.

تصادفي نه ده، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو له ښوونځیو تړلو روسته په قبایلي سیموکې هم د نجونو ښوونځي یو یو پر بمونو الوځول کیږي، ته به وايې د کفر او امریکا او روس تر ټولو لویې هډې په دې ښوونځیو کې دي. پاکستان چې دا لوبه مدیریت کوله اوس داسې ښکاري، چې دغه دیو له بوتل څخه راوتلی او پاکستان هم خوږوي. په تېره یوه هفته کې په دېره اسماعیل خان کې وسله‌والو طالبانو بانک لوټ کړ، په ټانک کې د ګڼو مړیو جسدونه وموندل شول، د شمالي وزیرستان په میرعلي کې په موټر کې سپاره ګوډ (ښه) تالیبان ژوندي ژوندي وسیزل شول، شمالي وزیرستان کې د جاسوسۍ په تور هره ورځ څو څو کسان وژل کیږي.

په کورمه کې د سرک جوړونې ماشینري د اور د لمبو خوراک شوهاو د پولیسو خو یې سټې وایستلې. پاکستاني ادارې هڅه کوي، د امنیت دایره تر پنجاب او سند پورې رامحدوده وساتي ځکه خو لا کیسه یوازې د پښتنو په سیمه کې روانه ده او سند وپنجاب خوندي دي.

پنجابي و عرب و اوزبیک و چیچین و چینايي سینکیانګیان خو لا څه کوې، چې د برما له روهینګیا څخه مفتي ابوذر البرمي هم وزیرستان ته رارسېدلی او ښه غټه ډله یې جوړه کړې ده، نوموړی په پښتو، دري، اردو، اوزبیکي، عربي او انګریزي روان غږیږي.

د چیني ایغورانو عبدالحق تورکستاني بېرته راپیدا شوی او د القاعدې د جنوبي اسیا (القاعده برصغیر) مشر اسامه محمود هم د اورپکو په راټولولو بوخت دی. د القاعدې پخوانی قوماندان منیب جټ اوس د ځايي تالیبانو مطبوعاتي ویاند دی، محلي ستودیوګانې، مطبعې، راډیوګانې او نورې تبلیغاتي وسیلې ښې په درز لګیا دي او د عمري، فاتح او بدري لښکرو د پیاوړتیا ترانې غږوي. له لسو پینځلسو کلونو راهیسې ډیورند کرښې ته څېرمه د ځینو سیمو لویې خاورینې غونډۍ تشېدلې او خلک نه پوهېدل، چې څه روان دي؟ دلته یوازې پوځي ټرکونه تلل راتلل او عام خلک یې له څوکیلومترۍ څخه هم تېرېدلای نه شول.

روسان و چینایان ښه پوهیږي، چې څه روان دي. په تهران کې د دوی ناکامې ناستې ته چندان اعتنا ونه شوه، ځکه خو ټول ښايي په دویم انتخاب فکر وکړي او هغه په سیمه کې پر ترهګرو ډلو د اغېز او نفوذ زیاتول دي. دا ډلې چې هرچا په قیمته بیه واخیستې، هغه د سیالۍ بریالی دی، ځکه یو خو به یې خپله له زهرو خوندي پاتې شي او په رادویم ګام کې به یې د خپل قسم خوړلي دوښمن یا سیال په وړاندې وکاروي. دا تجربه روسانو په سوریه او عراق کې وکړه. په یوه منډه له رنګارنګ وسلو سره ورغلل او داعش یې تارومار کړ، دوی بچ پاتې شول او عراق و سوریې و کوردانو یې تاوان پرې کړ.

ګونګوسې دي، چې پاکستان یوځل بیا تالیب‌ضد ډلو ډلګیو ته په خپله خاوره کې دانه اچولې ده. هیندوکوش او پامیرونه د اور په محور بدلیدونکي دي. د ګیلګیت و بلتستان و کشمیر څخه رانیولې تر چترال، کونړ، ننګرهار و هاخوا بدخشان و پنجشیر پورې. پاکستان به بیا یوه جګړه په ټېکه واخلي، دا هېواد وږی شوی دی او پرته د جګړو له ټيکې څخه بله اقتصادي لاره چاره نه لري. اور د تاجیکستان له لمنې څخه روسانو ته ورپراخېدلای شي. بدخشانونه مهم دي.

د دې اور بټۍ دا ځل لکه د عراق و سوریې غوندې د افغانستان و پاکستان و منځنۍ اسیا تر څنډو پورې ټوله جغرافیا رانغاړي. پر سیمه واکمن وسله وال لا په رسمیت پېژندل شوي نه دي، د دوی تر سیوري لاندې راټولیدونکي وسله وال اورپکي ګڼ دي او په اسانه هویتونه بدلولای شي، پخواني تنظیمي جګړه ماران هم له خپلو قومي – ژبنیو عقدو او کرکو سره راپارېدلي دي. لاهم په سیمه کې ډوډۍ او کار نه‌شته، خو مرمۍ او باروت څومره چې غواړې شته او دغه « شته و نه‌شته» خپلې ماناوې لري.

د خواشینۍ خبره دا ده، چې که هرڅه پېښيږي، قربانیان به یې بېوزلي او اوږدو بدمرغیو ځپلي افغانان وي. خدای دې دا ولس وساتي. خو کاشکې دغومره تاریخي تجربو راویښ کړي وای او د یوه ملت په حیث د دې هرڅه په وړاندې درېدلي وای. که څوک حللاره غواړي، نو همدا د ولس ګډه ویښتیا، روښانتیا او د ملي بدلون لپاره یو منظم او شعوري پاڅون دی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.