• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مکتبۍ نجلۍ ته لیک

شفیقه خپلواک

افغان لیکواله، شاعره او ټولنیزه فعاله

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

امر ثاني ته منتظرې مکتبۍ! نن زر ورځې شوې چې ښوونځي ته نه یې تللې. زر ورځې بلا عمر دی. زر سهاره راویښه شوې خو د مکتب بکسه دې تیاره نه کړه. زر شپې ویده شوې خو د سباني درس تیاری دې ونه نیو، کورنۍ دنده دېونه کړه او مهال ویش دې جوړ نه کړ.

زرو ورځو کې دې څنګه ژوند وکړ؟ ژوند دې وکړ؟ که دې زما غوندې یوازې ساه واخیستله او وخت دې تېر کړ.

دا زر ورځې به دې په څومره پوښتنو نازنین ذهن خوړلی وي. ممکن هره ورځ به خدای پوښتې چې ولې یې نجلۍ پیدا یې؟ ممکن هره ورځ به خلک پوښتې چې نجلۍ پیدا کیدل دې خپل انتخاب نه و، نو ولې دې پرې ځوروي؟ ولې یې له ژوند کولو راګرځولې یې؟

رڼې پرښتې! څومره به دې زړه وچ درد کوي چې په لمن دې داغونه ږدي. اه! تکې سپینې کوترې! ستا یې په تورو داغونو څه؟ خو ته دې کوچنی زړه مه ځوروه.

دا داغونه چې هره ورځ یې تازه ږدي دا ستا نه دي، دا خو د کارغانو ذات دی. زه پوهېږم! ستا سترګې باید کتابونو ستړې کړې وای، اوښکو نه. اصلا اوښکې تویوې؟ ژړلی شې؟ که ته هم زما غوندې کرخته شوې یې. هېڅ نه احساسوې. نه ژاړې، نه خاندې، اصلا هېڅ!

څومره ډېر به دې خپل ټولګی یادېږي. په توره تخته د ریاضي سخته معادله حل کړې. د تباشیر ګرد دې د تور یونفورم په لستوڼو لکه د واورې پشم پریوځي. د استادې به افرین پسې‎په ډېر دې زړه خوږېږي. د ازموېنې په شپه به دې سترګو ته کېږي. له نورو نجونو سره د زده کړې سیالي، او شرط وهل چې که هر چا ډېرې نومرې واخیستلې دوه ژاولې به اضافه اخلي. د کتابچې څنډو کې اوس هم ګلان رسموې؟ رنګه خط کشي یې کوې؟

څومره ډېرې به دې خپلې ملګرې یادېږي. څومره ډېر به غواړې د مکتب په ټال کې بیا وزانګې. له یوه درسي ساعت نه غلې وتښتې، استاده دې ګېره کړي او په دهلیز کې درپسې منډې وکړي.

د مکتب د انګړه ګلان بوی کړې. یو دانه پټ وشکوې، په کوڅۍ کې یې کېږدې. باغوان سرمعلمې ته شکایت وکړي، هغه دې یوه څپېړه ووهي. ګل دې له سره ولوېږي. سترګې دې سرې شي، خو بېرته ژر ګل راپورته کړې او د ډله همځولو منځ کې ورکه شې.

هوايي زاڼې! زنده دله زاڼې! څومره به دې خپل سیل یادېږي. خپله ډله. خپل بهیر. اصلا ته بغیر له هغوی څوک یې؟ نږدې ملګرې دې څه نومېده؟ فاطمه؟ مژګان؟ مرسل؟ زرغونه؟ نوم دې په یاد دی؟ خندا دې یادېږي؟ د سترګو ځلا خو به دې هېره نه وي‌ چې ستا په لیدو به په ولولو شوه.

اوس یې احوال لرې چې څومره لیرې درنه تللې؟ په وطن ده که مهاجره؟ چېرې بې هویته، سرګردانه نوې ژبه زده کوي، یا نوي ټولګي کې شاملېږي. یا هم واده ده؟ که یې زړه و که نه و، څه به یې کړي و. لور خو تل د پلار په کور نه کیني کنه.

یوه ورځ خو به ځي، بالاخره لور ده او د پردي‌ کور ده. زه پوهېږم قربان! موږ ته مکتب ډېر ښه و.

موږ څو کاله نورې هم د پلار او مور تر څنګ پاتې کیدلی شوای. موږ پلمه کولی شوای چې مه مو بیلوئ، زموږ خو لا درس پاتې. خو اوس به څه کوې؟ تر کومه؟ څوک دې د زړه غږ اوري؟ څوک دې د سترګو په درد پوهېږي؟ څوک دې بایله احساسوي؟ که یوازې ته یې وینې چې دا قمار دې ټول بایللی. په وچ میدان، تنها ولاړه یې. او چورت وهې تر کومه به په دې لړزاندو پښو ودرېږې. څوک به لاس درکړي؟ څوک به وي چې څراغ به راوړي. ممکن څراغ راوړي، خو زموږ هدیرې ته. ته راته څه وایې؟ همدا چې تیاره مړه یې! اه لیونۍ! دا مرګ دې نو څوک مني؟ د هیلو مرګ دې نو څه مرګ دی؟ اصلا تا کله حق درلود هیلې ژوندۍ وساتې؟ خوبونه ووینې؟ د روح ځنازه به دې څوک احساسوي، اصلا ستا ارواح مهمه نه ده که وي که نه وي.

ستا یوازې وجود مهم دی. دوی ته ستا ټول ارزښت ستا وجود دی. په هغه به بیا سرونه ماتوي چې د پلار په هدیره کې خښ شي که د میړه. اصلا ستا خو خپله د قبر یو لویشت ځمکه هم نه شته. زه هم لیونۍ یم څه وایم، ځمکه په سر وهې، تا خو اصلا د ځان سیاله نه ګڼي. ته دوی ته هېڅوک یې!

څومره ډېره به دې د پلار بېوسي زړه درخوري. دی چې د مکتب بندې دروازې ته ګوري څومره ډېر به ځان کمزوری احساسوي، چې هېڅ هم نه شې کولی. خو دا کمزورتیا به ستا په زړه لکه ګولۍ لګېږي، موږ ښايي د هر چا کمزوري وزغملی شو، خو د پلرونو نه شو. کله تاته یا ستا ورور وايي دا هېڅ نورماله خبره نه ده.

دا ګناه ده! جرم دی! بې انصافي ده! مور دې څنګه؟ په اولو ورځو کې چې په کور شوې حتما به یې ژړلي وي. په هغې خبره به یې یقین شوی وي چې د مور بخت له لوره نه ځي. ممکن ویریدلې وي چې ته هم د دې غوندې بېسواده شوې. خو اوس چې زر ورځې شوې د کور نیمايي‌ کارونه ورسره کوې، د کورنۍ دندې او امتحان غم دې نه وي اوس هم درته ځورېږي؟ کله، کله درسره ژاړي، که هغه هم دا غم په چوپتیا کې تېروي.

حتما به دې ورور چې سهار مکتب ته ځي زړه به یې مړاوی وي. ته یې چې بکسه تیاروې، دی به ځان کمزوری احساسوي. د ورور مټې خو خور وي. حتا که یې دوی نه مني هم نه، خو همداسې ده. لکه زموږ قوت چې دوی دي. تا به د ورځې څو وارې زمزمه کوله:

ما بې وروره مه کړې

ورور مې ماسره جوړه

شرنګ مې د بنګړو

100%

خو اوس چې د ښوونځي شرنګ بند دی، او ورور دې بې جوړې روان وي په زړه دې کومې لړې تېرېږي؟ ورور دې هم غلی وي، که کله، کله درسره فریاد کوي؟ کله خپل کتابونه درته غوړوي؟ او څه چې یې مکتب کې نوي زده کړي وي د شپې یې تاته تکراروي؟ که ستړی وي.

که یې ملګري میلمانه وي؟ که ګیم کوي؟ که هغه هم لکه مور دې، لکه پلار دې غلی وي، دا ویر په زړه کې پټ تېروي. د کلي د جومات ملا مو کله یاده کړه چې د مکتب تړل د خدای له امر نه سرغړونه ده؟ یا مو د کلي خان یاده کړې چې زما نیم ولس ولې تیارو ته ټیل وهل شوی؟ څوک دي چې ستا نابودي ویني، او درسره په ویر دي؟ څوک دي چې ستا زوال ته ژاړي؟ څوک دي‌ چې ته نړېږې د دوی زړه درد کوي؟ څوک دي چې ستا د هیلو ځنازې په اوږو وړي؟ څوک دي چې ستا د درد نارې یې په خولو دي؟

زر ورځې نه دي، زر شپې دي. زر تکې تورې شپې، او ته یوازې په خالي میدان ولاړه. د زړه ټوټې! له ځانه خپله غېږه راتاو کړه. موږ چېغې نه شو وهلی، که موږ له درده فریاد وکړو بیا د دوی «امنیت» ته تاوان پیښېږي. د دوی «سوله» ړنګېږي. دوی به بیا لکه د ګور چینجي یو بل سره خوري.

دوی د یو بل وینو ته تږي ناست دي خو په منځ کې به لکه تل موږ تر پښو لاندې شو. موږ د یوې چېغې حق هم نه لرو. ښايي‌ وپوښتې چې ولې؟ اخر ولې؟ ځکه چې موږ ښځې یوو. زموږ غږ حرام دی. زموږ غږ ناموس دی. زموږ غږ غیرت دی. ښايي لکه زرګونه نور کلونه د تاریخ هم هېرې شو. یوه پاڼه به هم په موږ ونه لیکل شي. د یوې نوم به هم یاد نه شي. ممکن یوه جمله چېرې ولیکي چې یوه زمانه وه او نجونو حق نه درلود مکتب ته ولاړې شي.

هغه هم که نیکمرغه وو. مګر همداسې نه ده؟ ته ولې په غوسه شوې؟ ستا سترګې ولې سرې شوې؟ ته غواړې ماته څه ووایې، چې همداسې نه ده. زه په غلطه یم. ته غواړې ماته ووایې چې خپل تقدیر بدلوې؟ ته غواړې ماته ووایې چې ځان له سره تعریفوې؟ ته انصاف غواړې؟ خو نه وینې دا ځنیځرونه، زه، ته، زموږ ملګرې، زموږ میندې، موږ ټولې په ځنیځرو تړلې یوو. یوازې موږ نه یوو، دوی هم ټول په ځنځیرو تړلي.

مکتبۍ! خو که ته رښتیا تقدیر بدلوې، خوبونه ووینه! که تا په دې زرو شپو کې خوبونه نه وي لیدلي، تا نور هم دا ځنیځرونه قوي کړي. خوب ووینه چې له رڼې سپوږمۍ دې غېږه تاو وي. خوب ووینه چې په سپینه چپنه کې په مهربانو سترګو د ناروغې سر ته ولاړه یې. خوب ووینه چې د ښوونځي زنګ شرنګوې. خوب ووینه چې نارنجي الوتکه له وریځو پورته جګوې. خوب ووینه چې ټوله محکمه یوازې ستا د یوه حکم په انتظار وي.

100%

خوب ووینه چې دا پاشلي خلک د رڼا پر لور رهبري کوې. که یې زر ورځې نورې هم په زرو شپو درته بدلې کړې، زر خوبونه ووینه. انسان چې خوب ویني شپه یې رڼا وي، لار نه ورکوي. انسان چې خوب ویني د درېدو او مخکې تللو دلیل لري. خوب ووینه، یو وار بیا به د مکتب په ټال کې زانګې او ملګرې به دې ټالۍ درکوي. ډېر ګلان، ډېر کتابونه، ډېر رنګونه، ډېره رڼا په خوب ووینه. دوی ستا له خوبونو ډارېږي. ځکه یې ستا د خوبونه دنیا (مکتبونه ) بند دي. خوبونه هویت درکوي، خوبونه غږ درکوي، خوبونه جرات درکوي، خوبونه ژوند درکوي او دوی ټول له همدې ډارېږي.

له همدې یې ویره ده چې یوه ورځ به دې غږ ژوندی وي له دوی به د ټولو داغونو، ټولو ظلمونو او نارواوو پوښتنې کوې. دوی دې ستا دنیا ړنګوي خو ته خوبونه وینه. حتا که ذره، ذره شوې په هره ذره دې جلا خوبونه وینه. بیا به یې وګورې چې د ځنیځرونو یوه، یوه کړۍ څرنګ ورستېږي او خپله به وشړېږي.

دوی به ځان کې ورک شي، لکه ایرې، سپکې ایرې چې مازې شمال یې پناه کړي. خدای چې خیال درکړی بې هېڅه نه دی، د همدې ورځې لپاره دی چې دوی دې وزر وتړي، په قفس کې دې بندي کړي ته په خیال او خوب کې والوځوې.

مکتبۍ نجلۍ! وار به نه خطا کوې. زړه به نه لړوزې. لمر به حتما راخېږي، او ته به د وطن له غرونو لوړه الوځې. خوبونه وینه، ځکه یوه ورځ به حتما ستا ټول لیدلي خوبونه رښتیا کېږي. او دا ټول غلي خلک به ستا لپاره نارې کوي. ستا درد به په چېغو ژاړي. ته به یوازې نه یې، ته به د دوی سرلارې یې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د سویډن کمېټه: د زده کړو بندیز د افغانستان نیمایي برخه له ظرفیت او استعداد څخه بې برخې کوي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۵۶ GMT+۱

د نجونو د ښوونځیو د بندیدو له زر ورځو پوره کېدو سره هممهاله، د افغانستان لپاره د سویدن کمېټه وایي هره ورځ د نجونو پر زدکړو بندیز د افغانستان نیمایي برخه له ظرفیت او استعداد څخه محروموي. دغه کمېټه وايي، د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو زدکړه د هر چا لپاره ډېره مهمه ده.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې پرون پر اېکس ټولنیزې شبکې د یوه یادښت په خپرولو سره په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو د بندیز د دوام په اړه اندیښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د جنسیتي نابرابرۍ او تعلیمي فرصتونو ته د نه لاسرسي لامل شوي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې د بشري حقونو او تعلیمي ادارو د طالبانو د دغه بندیز په اړه له بېلابېلو لارو غبرګونونه ښودلي دي.

خو د طالبانو ډلې د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړلو باندې په ټینګار سره، ښوونې او روزنې ته د ښځو او نجونو د لاسرسي په برخه کې د لا زیاتو محدودیتونو د لګولو لېوالتیا ښودلې ده.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په دغه هېواد کې د نجونو پر زده کړو د بندیز له دوام څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و، چې میلیونونه نجونې دې ته چمتو نه دي چې خپلې هیلې له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر: میلیونونه افغان نجونې خپلې هیلې پرېښودل نه غواړي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر وايي، میلیونونه افغان نجونې دې ته چمتو نه دي چې خپلې موخې پریږدي. ریچارډ بینیټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغان میرمنو او نجونو سره د دغو ښځو او نجونو د هوډ په څیر ټینګ ودریږي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر همداراز ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د نجونو د زدکړې له حقه باید دفاع وشي.

هغه دا هم ومنله، چې زدکړه د انسان حق دی او موږ د دوی (طالبانو) انتظار نه شو کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د زرګونو ورځو لپاره پر زدکړو د بندیز په اړه ګڼو چارواکو او نړیوالو سازمانونو غبرګون ښودلی او د افغان نجونو پر زدکړو بندیز یې غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۴ مه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د زرو ورځو راهسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زدکړو اجازه نه ورکولو له امله درې میلیارده د ښوونځیو ساعتونه ضایع شوي دي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړو بندیز د ښځو د تعلیم له حقه ښکاره سرغړونه ده.

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري وايي، طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز لګولو سره "د افغانستان راتلونکې ویجاړه کړې ده".

له بلې خوا د پوهنې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون د افغان نجونو د زدکړې له حقه انکار یو ناوړه عمل او د ماشومانو د حقونو له کنوانسیون څخه سرغړونه وبلله.

له طالبانو سره د نړۍ زر ورځې تعامل چې د نجونو ښوونځي یې هم تړلي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۰۰ GMT+۱
•
مصور زادفر

له هغه سهاره زر ورځې تېریږي، چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو زدکوونکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښوونځیو ته ولاړې، خو دروازې د دوی پر مخ تړلې وې او په ژړا خپلو کورونو ته ستنې شوې. د شمېرو له مخې، طالبانو نېږدې یو نیم میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې کړې دي.

دغو نجونو درې میلیاره درسي ساعتونه په کور کې تېر کړی دي او د هرې ورځې په تېرېدو یې د خپلو هیلو له منځه تلل ولیدل او نېږدې یو نیم میلیارده هیلې د له منځه تلو په حال کې دي.
طالبان لا هم هڅه کوي، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هغه هېواد وي، چې د نجونو تعلیم پکې "تر بلې خبرتیا پورې" منع دی.
ډېری افغانان اندېښنه لري، چې د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل به عادي شي.

100%

د نجونو د ښوونځیو په بیا پرانېستلو کې د نړیوالې ټولنې کمزورتیا
د ۱۴۰۰ کال د زمري له ٢٤مې نېټې تر اوسه د هېوادونو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو سازمانونو استازو له طالب چارواکو سره په لسګونو غونډې کړې او په ډېریو مواردو کې يې د ښوونځيو د بيا پرانېستلو غوښتنه کړې ده، خو دغو غوښتنو تر اوسه کومه پایله نه درلوده.
طالبانو د نجونو د ښوونځو دروازه داسې بنده کړې ده، چې د نړیوالې ټولنې هرې هڅې نتیجه نه ده ورکړې.
ډیری هیوادونه له طالبانو سره د یو څه تعامل په لټه کې دي، چې ظاهرا یې موخه د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسول دي او پر طالبانو فشار راوړي، څو د بشري حقونو سرغړونې په ځانګړې توګه د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی کم کړي.
د طالبانو د منتقدینو په باور، که څه هم له دې ډلې سره محدودو اړیکو یوازې د هغوی په عادي کولو کې مرسته کړې، خو د ښځو او نجونو په وړاندې د دې ډلې سیاستونه بدل شوي نه دي.
سره له دې چې طالبانو د نجونو د زدکړو او نورو مسایلو په اړه د محدودیتونو د لرې کولو په برخه کې کوم نرمښت نه دی ښودلی او برعکس یې لا پسې سخت کړی هم دی، خو ملګرو ملتونو او د سیمې ځینو هېوادونو له دې ډلې سره خپل تعامل زیات کړی هم دی.
د روسیې، چین او ایران په څېر هېوادونه چې تل د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په غونډو کې له طالبانو سره ښه ښه تګلاره لري، د طالبانو د سیاستونو په اړه خپل دریځونه په ډېر احتیاط او محافظه کارۍ سره څرګندوي.

داسې ښکاري، چې دغو هېوادونو په نا لیکلې توګه د طالبانو دا دریځ منلی چې د نجونو د زدکړو مسله د دوی کورنۍ مسله ده.
ددغو هېوادونو ډېری ټینکار له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر زیاتوالي، د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو، په افغانستان کې له رامنځته شویو ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې او د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو پر خلاصون دی.
لویدیځوالو هم د اوس لپاره د نجونو پر زدکړو د بندیزونو له امله یوازې د بیانیو په خپرولو اکتفاء کړې ده.
که څه هم امریکایي چارواکي وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو د ساتلو په برخه کې پاملرنه کوي، خو داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د واشنګټن یوازینۍ اندېښنې پر امنیتي مسایلو او د خپل هېواد پر ګټو متمرکزې دي.
ملګري ملتونه

100%


ملګري ملتونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نړۍوالو سازمانونو له فعالو ادارو څخه دی.
پر دې سربېره، په افغانستان کې د دغه سازمان د استازو حضور او کابل ته ددوی تګ و راتګ او له طالب چارواکو سره کتل هم د پام وړ دی.
له بلې خوا د نجونو د ښوونځیو د تړلو په ګډون د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د ښځینه فعالانو اعتراضونه تر ډېره په تړلو ځایونو کې دوام لري.
د ښځو اعتراضي خوځښتونه په خپلو ډېریو بیانیو کې له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې څخه غواړي، چې دغه ډله تحریم او د هغوی پر سفرونو بندیزونه ولګوي او دغه راز نړۍوالو ناستو کې د دوی د ګډون مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې سعودي عربستان ته د حج د مراسمو لپاره د سراج الدین حقاني په ګډون د طالبانو د څلورو جګپوړو چارواکو د سفر بندیزونه لغوه کړل.
ښاغلی حقاني په خپل لومړني رسمي سفر کې متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
په دې وروستیو کې ملګري ملتونه په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو لپاره د درېیمې غونډې پلانونه جوړوي.
ښځينه فعالانې ټينګار کوي؛ په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي دي او د ښځو پر کار او نورو لسګونو مواردو یې بندیزونه لګولي دي، د دوحې په ناسته کې ددې ډلې ګډون به یوازې د طالبانو د مشروعیت د ترلاسه کولو لامل شي.
له دې سره، ملګري ملتونه بیا د دوحې په راتلونکې ناسته کې د طالبانو پر حضور هم ټینګار کوي او له طالب چارواکو سره په دې اړه سلا مشورې کوي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نجونو د زده کړې د منع کېدو موضوع په نړۍوالو ناستو کې خپل رنګ له لاسه ورکوي او ځای یې له دې ډلې سره د تعامل او په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو له ګواښونو سره مبارزې ته ورکوي.
اخوا طالبانو بیا تل ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو بندېدل موقتي دی او د شریعت پر اساس به نجونې یو ځل بیا ښوونځیو ته ستنې شي.
طالبان په داسې حال کې دغه خبرې مطرح کوي، چې په دې وروستیو کې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وویل، چې د نجونو د زده کړو موضوع په دې ډلې پورې اړه لري او د طالبانو حکومت د نړۍوالې ټولنې په فرمایش عمل نه کوي.

100%

مسلمانه ټولنه
ګڼو هېوادونو چې اکثريت نفوس یې مسلمانان دي، د طالبانو له خوا د نجونو د زدهکړو منع کېدل غندلي دي او دا کار يې د اسلام د لارښوونو خلاف بللی دی.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان چې د مسلمانو هېوادونو تر ټولو لوی نړیوال سازمان دی، تېره میاشت یې په یوه پرېکړه لیک کې د افغان ښځو او نجونو له حقونو په تېره بیا د زدکړو او کار له حق څخه په ملاتړ ټینګار وکړ.
دغه سازمان وویل، چې د بشردوستانه کړنلارې په چوکاټ به له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي.
له دې سره، د طالبانو یوه پلاوي د روان کال په غویي میاشت کې هم ددې سازمان په پنځلسمه ناسته کې برخه اخیستې وه.
د نجونو د زدکړو د منع کولو پایلې
د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو منع کېدل د جبران وړ نه دي.
د بشري حقونو د سازمان په خبره، د نجونو د ښوونځیو دا ډول دوامداره بند پاتې کېدل په کم عمر کې د نجونو د ودونو او د کورنیو تاوتریخوالو لامل کیږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده کړو بندیز به په افغانستان کې د کم عمره ودونو ۲۵ سلنه زیاتوالي لامل شي.
پر دې سربېره، په افغانستان کې له زده کړو بې برخې شوې نجونې د طالبانو تر څار لاندې او د دیني نصاب پر بنسټ دیني مدرسو ته د زده کړو د دوام په موخه ځي.
سره له دې چې دغه ښوونځي "خطرناک او د افراطیت او ترهګرۍ د ترویج" په نوم یادیږي، خو ځینې کورنۍ هڅه کوي، چې دغو مرکزونو ته خپل ماشومان واستوي، ترڅو یې خپل ماشومان له لیک او لوست سره تړلي وساتي.

100%

د افغانستان د نجونو د یوه بل نسل د هیلو له منځه تلل
په تېرو درېو لسیزو کې دا دویم ځل دی، چې طالبان په خپل ټول توان سره د افغان نجونو ښوونځي ته د تګ مخه نیسي.
طالبان چې لومړی ځل هم د افغانستان په ۹۰ سلنه خاوره کې واک ته ورسېدل د نجونو د زده کړو مخه یې ونیوله.
په ۲۰۰۱ کال کې چې طالبان له ماتې سره مخ شول او د افغانستان لپاره یو بل پیل شو، د طالبانو له تګلارو څخه نه جبرانېدونکې اغېزې د سلګونو ښځو او نجونو پر سر پاتې شوې.
دوی په دې موده کې خپلو هیلو له رسېدو څخه پاتې شوې او له وخته مخکې او اجباري ودونو سره مخامخ شوې، چې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو سره بیا هم خپلو نیمګړو هیلو ته و نه رسېدل.
په هغه وخت کې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پایله دا وه، چې د ښځو یو نسل له زده کړو بې برخې پاتې شي، چې اوس همدا نسل د خپلو لوڼو د ورته راتلونکي له وېرې سره مخامخ دي.

100%


د طالبانو اوسنی حکومت چې د درې کلنۍ په درشل کې دی، د پوهنې په برخه کې یوازې ښځې او نجونې نه دي محدودې کړې.
طالبانو د دې ډلې مشر ته منسوب یو لړ حکمونه پلي کړي، چې د بشري حقونو ډیری فعالین او کارپوهان په دې باور دي، چې دا د "جنسيتي تبعیض" یوه بیلګه ده.

د یوه پاکستاني بنسټ څېړنه: طالبان د افغانستان د پرمختګ له وېرې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۲۲ GMT+۱

د دیني چارو د نړۍوالې څېړنې شورا په یوه څېړنه کې لیکلي، چې کندهاري طالبان د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د حقاني شبکې او د پکتیکا طالبانو پرتله سخت دریځه او محافظه کاره چلند کوي. د دغه پاکستاني بنسټ په وینا، طالبان د افغانستان د پرمختګ له وېرې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي.

دا څېړنه د «طالبانو پېژندګلوي: نظر او ستراتیژي» نومېږي او په تېر یوه کال کې یې د طالبانو تګلارې او نظرونه څېړلي دي.
د دې څېړنې لیکوالانو افغانستان ته سفر کړی او په کندهار کې د دغې ډلې له والي او ملا هبت الله د سلاکار ملا شیرین، څېړونکو او د مدني ټولنو د غړو په ګډون یې له لسګونو طالب چارواکو سره مرکې کړې دي.
د دغو څېړونکو د راپور یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته هم ورکړل شوې ده.
د دیني چارو په اړه د نړۍوالې څېړنې د دغې شورا لیکوالان په دې باور دي، چې کندهاري طالبان د نجونو له زده‌کړې سره مخالف دي؛ ځکه دوی وېره لري چې په عامه ځایونو کې د ښځو د اوسېدو اجازه به "افغانستان د عصري کېدو او پرمختګ پر لور وخوځوي."
په دې څېړنه کې ویل شوي کندهاري طالبان په دې باور دي، چې «ښځو ته امتیاز ورکول د دیموکراسۍ او اسلامي شریعت ترمنځ سرحدونه له منځه وړي.»
دغه څېړنه وايي: «په لوی کندهار کې چې دودیزه او مذهبي اېډیالوژي په کې حاکمه ده، د اختلاف وړ واړه غږونه د لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو د وېرې له امله ډېر ژر غلي کېږي.»

طالبان سره متحد نه دي

د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا لیکلي، چې طالبان یو څو اړخیزه تحریک دی او په دې ډله کې سیمه‌ییز وېش له ورایه څرګند دی.
همدارنګه د طالبانو د ډلې د اېډیالوژۍ په اړه د دوی چلند هم سره توپیر لري.
په راپور کې ویل شوي، چې طالبان په درېیو برخو وېشل شوي دي: افراطي، معتدل، قومي او سیمه‌ییز؛ لکه د کندهار او پکتیا د طالبانو ترمنځ شخړه او په پای کې په جنګي او سیاسي ډلو وېشل شوي.
که څه هم په طالبانو کې دننه د مخالفت اوازې اورېدل کېږي؛ خو دغه پاکستاني څېړنیزه اداره په دې باور ده، چې پر دې ډلې د طالبانو د مشر کنټرول «باثباته او له ننګونو سره نه دی مخ شوی.»

کلیوال او ښاري طالب


د دغه پاکستاني بنسټ لیکوالان په دې باور دي، چې د کندهاري طالبانو مشران په کلیو کې اوسېدل او د حقاني شبکې مشران د پاکستان په ښارونو کې اوسېدل او دې کار د ښځو د زده‌کړې او د باندې نړۍ سره د طالبانو د اړیکو په ګډون نورو برخو کې پر هغوی اغېزې کړې دي.
دغه بنسټ وايي، چې د جګړې پر مهال کندهاري طالبان د پاکستان په لرې پرتو سيمو لکه چمن، قلعه عبدالله، قلعه سيف الله، کچلاک او د کوټې ښار په څنډو کې اوسېدل او يو شمېر يې په غرونو کې اوسېدل، چې له عصري او ښاري ژوند لکه د ښځو د تعلیم سره بلد نه وو.
په دې څېړنه کې ویل شوي، چې د پکتیکا طالبان چې په عمده توګه په کابل، خوست، پکتیا او پکتیکا او د لوګر په ځینو برخو کې ژوند کوي، د پاکستان په ښارونو لکه اسلام اباد، بنو، پېښور او دېره اسماعیل خان کې د ژوند کولو تجربې لري. د ښځو د تعلیم په څېر مسلو ته نسبتا ښکاره او څرګند نظر لري.
په دې څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې د پکتیا طالبانو د القاعده، تحریک طالبان پاکستان له بهرنیو وسله‌والو سره د نږدې اړیکو او په ښارونو کې د اوسېدو له کبله یوه نسبتاً معتدله ډله ګڼل کېږي، چې له نړۍ سره د اړیکو ساتلو پلوي کوي.
د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا په دې څېړنه کې لیکلي، چې د کندهاري طالبانو په ډله کې دیني عالمان او جهادي قومندانان شامل دي چې په کندهار، هلمند، فراه، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې ژوند کوي.
د دې څېړنې د متن له مخې، کندهار د دغې ډلې د واک مرکز دی او د کندهار طالبان د طالبانو په حکومت کې د پام وړ نفوذ او واک لري.

هبت الله ته نږدې کړۍ


د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا د طالبانو د ډلې مشر هبت الله اخندزاده ته د نږدې کسانو په اړه معلومات خپاره کړي دي.
د دې څېړنې پر بنسټ، د امربالمعروف وزیر خالد حنفي، د علومو اکاډمۍ رئیس فریدالدین محمود، د بلخ والي یوسف وفا، د کندهار والي ملا شیرین، د عدلیې وزیر عبدالحکیم حقاني، د عدلیې وزیر نور محمد ثاقب د حج او اوقافو وزیر او د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده له نږدې سلاکارانو څخه دي.
د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا وايي، دغه کسان د طالبانو مشر ته په مهمو مسایلو په تېره بیا د شرعي او بهرنیو چارو په اړه مشورې ورکوي.

پنځه زره کسیزه ځانمرګي قطعه


د دې څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي، چې ملا هبت الله اخندزاده د خپلو ځانمرګو ځواکونو لپاره یوه پنځه زره کسیزه قطعه جوړه کړې ده.
دا شورا لیکي: «د طالبانو مشر د هغو کسانو لپاره ډېر درناوی لري، چې په خپله خوښه د ځانمرګو له قطعې سره یوځای کېږي.»
د امریکا او د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد د جګړې له پای ته رسېدو سره، سره د طالبانو ځانمرګي ځواکونه لا هم فعال دي.
په راپور کې لیکل شوي، چې د طالبانو مشر د وژل شویو جنګیالیو د کورنیو ملاتړ له نږدې څاري او هغوی یې د شهیدانو او معلولینو وزارت تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د دې کار موخه نه یوازې د دغو کورنیو وضعیت ته پاملرنه؛ بلکې د طالبانو په ډله کې د وفادارۍ ریښې پیاوړې کول هم دي.

پر امنیتي بنسټونو د طالبانو انحصار او ولکه


په دې څېړنه کې ویل شوي، چې طالبان یوازې خپلو غړو او خپلوانو ته په امنیتي بنسټونو کې اجازه ورکوي.
طالب جنګیالیو ته ویل شوي، چې د وخت په تېرېدو سره به په پوځ او پولیسو کې استخدام شي.
په څېړنه کې ویل شوي، چې د طالبانو په پوځ او پولیسو کې د هغو کسانو د شاملېدو چانس ډېر کم دی چې د طالبانو غړي نه وي.

د دوحې د دفتر بې اعتباره کېدل


په دې څېړنه کې ویل شوي، چې یو شمېر طالبان په دوحه کې د سیاسي دفتر غړو ته د شک په سترګه ګوري او دغه بې باوري د طالبانو د قوماندانانو او د دوحې د دفتر د غړو ترمنځ چې په تېرو څو کلونو کې د بهرنيو چارواکو سره په سیاسي مذاکراتو او تعاملاتو بوخت دي، د واټن لامل شوی دی.
دغه بنسټ د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ته نږدې د یوه شنونکي په حواله لیکلي، د طالبانو قوماندانان او جنګیالي داسې احساس کوي چې د دوحې د دفتر غړي ارام او لوکس ژوند کوي.
دغه راز له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو هم دوی ته ډېر کرېډېټ ورکړل شوی دی.
په داسي حال کې چې طالب قوماندانان فکر کوي، چې له افغانستانه د امریکا په وتلو کې اصلي رول دوی لوبولی دی.
ظاهراً داسې ښکاري، چې د سیمې هېوادونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته لېواله دي؛ خو د دیني چارو د نړۍوالې څېړنیزې شورا په وینا، حقیقت دا دی چې دغه هېوادونه هم په دې برخه کې او له طالبانو سره په اړیکو کې له احتیاطه کار اخلي.
د دې څېړنې له مخې، د نړۍوالې ټولنې انتخاب له طالبانو سره غیر رسمي تعامل دی.
دا تعامل په عمده توګه افغانستان ته د بشردوستانه مرستو رسولو په موخه ترسره کېږي.

د سلفیانو ځپل


په دې څېړنه کې ویل شوي، چې طالبانو له سلفیانو سره سخت چلند کړی دی.
دا ډله په هیڅ توګه سلفیان نه زغمي او د داعش په ملاتړ یې تورن کړي دي.
دا ځپل تر دې حده رسېدلي، چې د سلفیانو فعالیتونه په جوماتونو، مدرسو او غونډو کې هم بند شوي دي.
د دغه څېړنې لیکوالان په دې باور دي، چې پر سلفیانو فشار د داعش سره یوځای کېدو ته لاره هواروي.
په دې څېړنه کې د ازبک ملیشو د ځپلو یادونه هم شوې ده.
د طالبانو یوه قوماندان ویلي، چې طالبانو په ننګرهار او کونړ کې د ښځو په ګډون د ازبکستان د اسلامي تحریک ۳۰۰ غړي وژلي دي.
د ازبکستان اسلامي غورځنګ د ازبکستان لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي، هغه هېواد چې غواړي افغان طالبان قانع کړي چې د سوداګرۍ او سیاسي اړیکو په پراخولو سره ازبک ملیشې وځپي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې داعش له ځپلو کېدو سره، سره د طالبانو واکمنۍ ته جدي ګواښ دی.

د غیر پښتنو شته‌والی سمبولیکه بڼه لري


د پاکستان د یوي موسسي د دې څېړنې پر بنسټ، كه څه هم طالبانو د تاجك، هزاره او ازبك له ډلې څخه ځيني كسان په دولتي پوستونو ګومارلي؛ خو د هغوى شته‌والی سمبوليكه بڼه لري.
د بامیان په څېر په غیر پښتنو ولایتونو کې د واک جوړښت هم د پښتنو طالبانو په لاس کې دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان مري

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي؛ هره ورځ په ټول افغانستان کې ۲۴ مېندې او ۱۶۷ کوچنیان د مېندوارۍ او زیږون پورې اړوند د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې که د مرستو بودیجه کمه شي، دا شمېره به نوره هم زیاته شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د جدي ګواښونو سره د مبارزې لپاره اضافي ۳۵۲ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۵ کاله پوري بايد ټوله ۴۲۳ ميليونه ډالره بوديجه بشپړه کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه د بودیجې د سخت کمښت له امله تړل شوي دي.

د دغه سازمان په وینا؛ د روغتیایي مرکزونو تړل کیدل د څه باندې درې میلیونو خلکو روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي په برخه کې ویجاړونکي اغیزې لري، چې په دې کې له پنځو کلونو څخه د کم عمر له ۶۰۰ زره څخه ډېر ماشومان او څه باندې ۲۴۰ زره مېندواره او شیدې ورکونکي مېرمنې شاملې دي.

دا مهال په ټول افغانستان کې ۳۱۰روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

افغان وګړي د ساري ناروغیو، وچکالۍ او وروستیو سېلابونو له امله د خوړو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.

له دې جملې يې ښځې او ماشومان ډېرو زیان منونکو دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان همدا ډول خبرداری ورکړی، چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز به په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا پسې خراب کړي.