شهباز شریف د اقتصاد د ښه کیدو لپاره له خصوصي سکټور سره د مرستې ژمنه وكړه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په ورخ په اسلام اباد کې د نړۍوال مشورتي شرکت له يو پلاوي سره په خبرو کې وويل، چې د خصوصي سکټور سره د مرستې په برخه کې ژمن دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په ورخ په اسلام اباد کې د نړۍوال مشورتي شرکت له يو پلاوي سره په خبرو کې وويل، چې د خصوصي سکټور سره د مرستې په برخه کې ژمن دی.
هغه ټینګار وکړ چې په پاکستان په ټولو برخو په ځانګړې توګه د معدنونو او انرژۍ په برخو کې د پانګونې پراخ امکانات شته دی.
ښاغلي شریف وویل، خصوصي سکتور د اقتصادي ودې په برخه کې اساسي رول لري.
ښاغلي شهباز په دې ناسته کې اړوند چارواکو ته د نامتو شرکتونو سره د مشورې کولو لارښوونه هم وکړه.
د نړۍوال مشورتي شرکت پلاوي هم په پاکستان کې د بهرنۍ پانګونې د لا پراختیا لپاره وړاندیزونه ورکړل.


د هند د بهارتیه جنتا پارټۍ یا بي جي پي رهبر نریندرا مودي او د هغه دوه اویا کسیزې کابینې د جون د میاشتې په لسمه نيټه په پرله پسې توګه په دریم ځل د هند صدراعظم په توګه سوګند پورته کړ.
مودي د هند په سیاسي تاریخ کې دویم کس دی چې په پرله پسې توګه په دریم ځل د پارلمان په انتخاباتو کې د چوکیو د اکثریت په ګټلو سره د خپل هیواد د صدراعظم د جوړیدو افتخار ور ګټي.
د دې نه وړاندې هند ته د انګلیس له استعمار د ازادۍ ګټلو د مبارزې او د کانګرس ګوند ستر مشر جواهر لال نهرو هم په ۱۹۶۲ کال کې دریم ځل د هند صدراعظم منتخب شوی و.
خو د سیاسي ايدیالوجۍ او کړنلارې له مخې نهرو او مودی غټ توپیرونه لري، نهرو یو مترقي، روڼ اندی دموکرات وو چې خپل هیواد ته د استقلال ګټلو نه پس یې هلته یو سیکولار پارلماني جمهوریت تشکیل کړ او نریندرا مودي یو افراطي مذهبي سیاستمدار دی ، چې په خپل هیواد کې یې ژور سیاسي انقطاب یا درز منځ ته راوستی دی.

هند په جغرافیايي توګه د پراختیا په وجه نیمه قاره بلل کیږي او په نزدې کلونو کې د نفوسو په شمیر کې د چین نه د وړاندې کیدو له امله د نړۍ پرنفوس ترین هیواد هم منل کیږي، چې د نفوسو شمیره یې ۱.۴ میلیارده ده.
په دغه نفوس کې د رای ورکوونکو تعداد ۹۶۸میلیونه دی، نو دا طبعي خبره وه چې په دومره لوی هیواد کې او د دومره ډیرو رای ورکوونکو ټول ټاکنې په یوه ورځ او یا په یوه اونۍ کې نه شوې کیدی.
دغه ټول ټاکنې په اوو مراحلو کې تر سره شوې چې شپږ اونۍ یې ونیوې. دا پروسه د اپریل میاشتې په نولسمه نیټه پیل شوه او د جون د میاشتې په وړومبۍ نیټه پاې ته ورسیده.
د ټول ټاکنو نتیجې د جون په څلورمه نیټه اعلان شوې، دا خبره د یادونې ده چې د هندو مذهب د ملتپالې ایډیالوجۍ په اساس ولاړ ګوند بھارتیه جنتا پارټي یا د بھارت ولسي ګوند د کال ۲۰۱۴ او د کال ۲۰۱۹ د ټول ټاکنو په دروند اکثریت سره د ګټلو په وجه د تیرو لسو کالو نه واکمن ګوند دی.
د نوموړي ګوند او د هغه د رهبر نریندرا مودي د ظاهري پراخ نفوذ او سیاسي ځواک په وجه توقع دا وه چې په پرله پسې توګه په دریم ځل به هم دوی په اسانه په دغو ټول ټاکنو کې بریالي شي، خو چې د جون په څلورمه نیټه د ټول ټاکنو نتیجې رابرسیره شولې نو د توقع برعکس د نریندرامودي ګوند په پارلمان کې دومره چوکۍ و نه ګټلې چې یوازې د خپل ګوند د غړو په زور حکومت جوړ کړي.

د هند د پارلمان د لوک سبھا یا ولسي جرګې ټولې چوکۍ ۵۴۳ دي او په دې چوکیو کې په ټول ټاکنو کې د ۲۷۲ چوکیو لاس ته راوړونکی ګوند واک ګټي.
د مودي ګوند ایله ۲۴۰ چوکۍ ګټلی وې نو ځکه هغه مجبور شو چې د یو څو نورو سیاسي ګوندونو سره په ګډه یو ایتلافي حکومت جوړ کړي، تر څو په پارلمان کې د ۲۷۲ او د دې نه د زیاتو چوکیو اکثریت ولري.
لکه چې وړاندې ذکر وشو د نریندرا مودي ګوند د هندو مذهبي هویت د ایډیالوجۍ په اساس سیاست کوي او د نفوذ ساحه یې زیاتره د شمالي هند په هندي ژبې ویونکو ایالتونو کې ده.
دغه ګوند ادعا کوي چې په تیرو زرو کلونو کې د شمال نه راتلونکو مسلمان فاتحینو، په خاصه توګه ګورګاني امپراتورۍ په خپله واکمنۍ کې په هندوانو ظلم کړی دی.
د هغوی مذهبي هویت یې زیانمن کړی، د هغوی معبدونه یې تخریب کړي او د هغوی په ځای یې د مسلمانانو مسجدونه جوړ کړي دي.
د هندوانو د تمدن احیا د بي جي پي د برنامې اساسي برخه ده.
دا ګوند هند ته د استقلال ګټونکي کانګرس او د هغه په رهبرانو یعنې مهاتما ګاندي او جواهر لال نهرو او نورو رهبرانو په دې اساس انتقاد کوي چې دوی د هندوانو د هویت او تمدن د احیا لپاره هیڅ کار نه دی کړی.
بي جي پي په دغو شعارونو د ۲۰۱۴ او د ۲۰۱۹ کلونو ټاکنې په ګڼ اکثریت سره وګټلې، خو په ۲۰۲۴ کې داسې ونه شول.

شنونکي وايي چې د مودي د ګوند تضعیف سیاسي او اقتصادي وجوهات لري.
دغه ګوند د هند سیکولار او دموکراتیک اساسي قانون څخه د انحراف لار غوره کړې وه.
د دوی حکومت د مذهبي لږکیو او په خاصه توګه د مسلمانانو، چې د هند د نفوسو ۱۴ فیصدي تشکیلوي، په ضد د ژور تعصب، تنګ نظرۍ او تبعیض نه کار اخست، چې نه یوازی د هند مسلمانان ترې زړه چاودي وو خو په دموکراسۍ او په قانون باوري هندوانو زړونه هم پرې بد وو.
دې سره د نورو مذهبي لږکیو لکه عیسایانو، بودایانو او د سیکانو سره هم د بي جي پي د حکومت برخورد منصفانه او انساني نه و.
د بي جي پي په حکومت کې د دکتاتورۍ نښې راښکاره شوې وې، مخالفو ګوندونو سره زښت چلن کیده او د میډیا ازادي محدوده شوې وه.
د نریندرا مودي د حکومت په لسو کلونو کی اقتصادي پرمختګ شوی، نوي صنعتونه او خارجي سرمایه ګزارۍ هند ته راغلې دي، خو د هغې ګټه څه درمیانه اقشارو ته لاړه ده، مګر زیاتره فایده یې غټو سرمایه دارو ته رسیدلې ده.
د ژوند د اساسي اړتیا د موادو نرخونه لوړ دي، بې کاري هم زیاته شوې ده، د خلکو اکثریت په فقر کې ژوند کوي، نو ځکه د بي جي پي د محبوبیت سطح راټيټه شوې ده.
سیاسي شنونکي دا هم وايي چې د نریندرا مودي په دریم حکومت کې به په خارجي سیاست کې کوم درامتیک تغیر ونه لیدل شي.
د چین او پاکستان سره د هند د اړیکو ترینګلتیا به ادامه وکړي، امریکا، اسراییل او د خلیج عربي هیوادونو سره به د هند اړیکې لاپسې ټینګې شي، د چینايي نفوذ د مخ نیوي لپاره د امریکا، استرالیا، جاپان او هند څلور اړخیز اتحاد QUAD فعالیت به پراختیا ومومي.
هند د افغانستان سره اړیکو کې تاریخي دلچسپي لري، هند به په احتیاط سره د طالبانو د امارت سره خپل ارتباطات وپالي، البته د هند له لوري به د دغو ارتباتاطو ضعف او یا مضبوط والی د پاکستان او طالبانو تر منځه د اړیکو څرنګوالي پورې هم تړلی وي.
د هند د سیاسي اوضاعو ځینې څارونکي په دې اند دي چې نریندرا مودي د تیرو لسو کلونو د حکومت په دوره کې د شخصیت په کیش او د قدرت په تمرکز روږدی شوی دی.
اوس به هغه ته د ایتلافي حکومت چلول ګران وي، ځکه چې هغه باید د خپلو متحدینو نظر ته هم غوږ ونیسي، نو داسې امکان شته چې د مودي زیاته پاملرنه به داخلي چارو ته وي.
خو بیا نور شننونکي وايي چې د هند دولتي نظام یوه قوي او مجربه بیروکراسي لري، نو ځکه به دغه دولتي ماشین خارجي چارو ته هم پوره پام وکړي، د دغږټولو نظرونو واقیعیت به په نزدې راتلونکي کې معلوم شي .
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د اسلام اباد ستره محکمه وايي، د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې په عدت کې د واده دوسیې فیصله دې په یوه میاشت کې وشي. پر ښاغلي خان او د هغه پر مېرمن بشرا خان تور دی، چې له پخواني مېړه تر طلاق وروسته یې د عدت په وخت کې واده سره کړی دی.
خو عمران خان او مېرمن یې دا تور ردوي او وايي، چې تر عدت بشپړېدو وروسته یې واده سره کړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ د اسلام اباد ستره محکمه کې نن قاضي ګل حسن اورنګزېب په عدت کې د نکاح کولو قضیې اړوند د دواړو لورو خبرې واورېدې.
په دې اورېدنه کې د عمران خان وکیل اکرم راجه د خپلو دلیلونو په ویلو سره دا غوښتنه وکړه، چې دا دوسیه بلې محکمې ته ونه سپارل شي.
د محکمې قاضي د بشرا خان د پخواني مېړه خاور مانیکا د وکیل د خبرو تر اورېدو وروسته پرېکړه وکړه، چې دا دوسیه باید په یو میاشت کې فیصله کړل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د اسانتیا برابرولو لپاره له طالب چارواکو سره خبرې کوي. ممتاز زهرا بلوڅ زیاتوي چې دې خبرو کې سوداګریزو ګاډو، موټروانانو او د دوی اړوند مرستندویانو ته له دواړو لورو اسانتیاوې برابرول شامل دي.
مېرمن بلوڅ نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته دا هم وویل چې د پاکستان حکومت له طالبانو سره د سوداګرۍ دمیکانیزم پر ټولو برخو خبرې کوي، خو په دې تړاو یې نور څه ونه ویل.
د پاکستاني چارواکو له څرګندونو سره هممهاله په سپین بولدک او انګور اډه کې د ډویورنډ کرښې پورې غاړه خلکو د پرلت تر شپږو میاشتو ډېر وخت کېږي.
دوی له افغانستان سره د تګ را تګ او سوداګرۍ لپاره د اسلام اباد د ویزې د پرېکړې خلاف دي، خو د پاکستان مرکزي او صوبايي چارواکي یې دا غوښتنه نه مني.
هممهاله د پاکستان حکومت له هغو افغان موټروانانو هم ویزې غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد کوي.

د پاکستان طالبانو غورځنګ وايي، د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې یوه وسلواله ډله د پاکستان د حکومت پرضد له دوی سره یو ځای شوه. دا غورځنګ نن په یوه اعلامیه کې له نورو وسلوالو ډلو هم غواړي چې په پاکستان کې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له دوی سره یو ځای شي.
په دېره اسماعیل خان کې له ټي ټي پي سره د دې ډلې یوځایېدل پاکستاني ځواکونو ته لا ستونزې ډېرولی شي چې لا د مخه پرې پرلپسې بریدونه کېږي.
تېرو دوو کلونو کې پاکستان کې د وسلوالو بریدونو ډېرېدو سره دېره اسماعیل خان یوه داسې سیمه بلل کېږي چې پر پاکستاني ځواکونو ډېر بریدونه پکې کېږي.
د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې د امریکا په برید کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ د مشر حکیم الله مسید تر وژل کېدو وروسته د دې غورځنګ قومندانان په مختلفو دلو ووېشل شول.
خو د نور ولي مسید په مشرۍ بیا ځینې ور سره یو ځای شول او په پاکستان کې د دوی د بریدونو په ډېرېدو سره د دې ډلو یوځایېدل لا هم زیاتېږي.
د ځینې شمېرو له مخې په تېرو دریو کلونو کې له ټي ټي پي سره تر پنځوسو ډلې یو ځای شوې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د چمن پرلتوالو د علماو او مشرانو يو ګډ پلاوي په اسلام اباد کې د طالبانو له سفير سره کتلي او د ډېورنډ فرضي کرښې د ستونزو د حل په اړه یې خبرې کړي دي.
سردار احمد شکېب ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې به د ترانزيت او سوداګرۍ پر مخ خلاصي کړي.
په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان سفارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د چمن پرلتوالو په استازيتوب د مولوي محمد قاسم په مشري د علماوو او مشرانو يوه پلاوي په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره د چمن او ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د خلګو د ستونزو، دوه اړخيزې سوداګرۍ، تګ راتګ او نورو مسايلو خبري کړي دي.
خبر پاڼه کې راغلي، چې یاد پلاوي چمن کې روان ناسم وضعت او نورو ننګونو د حل په موخه د دواړو هېوادونو د غوره اقداماتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي شکېب ورغلي پلاوي سره ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به حل کړي. خو دا چې څنګه او کله به دا ستونزې حل کیږي معلومه نه ده.
څه باندې اته میاشتې کیږي چې په چمن کې پرلت وهونکو د سپین بولدک- چمن پر دروازه د پاکستان د حکومت له خوا د پاسپورټ په جبري کولو غبرګون کې پرلت وهلی دی.
په دې موده کې د پرلت کوونکو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځلې نښتې ترسره شوي چې په ترڅ کې یې پرلتوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او خبرونه یې هم خپاره شوي دي.
پرلتوالو ویلي تر هغه به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي؛ تر څو، چې د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه وي منلي.