• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچينې: طالبانو د کندهار عیدګاه جومات په شاوخوا سیمو کې تلاشي پیل کړې ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۱

له کندهار څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچینو ويلي، چې له تېرې یوې اونۍ راهيسې طالبانو د عیدګاه جامع جومات په شاوخوا سیمو کې پلټنې پیل کړي دي. په تېرو اخترونو کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم د کندهار په لويه عیدګاه جومات کې د اختر لمونځونه کړي دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچينو ويلي، چې د کندهار ښار د نهمي حوزې اړوند د لوی عیدګاه جومات شاوخوا ټولې لارې تر سختو امنيتي تابیاوو لاندې دي او په ځينو کورونو کې لا هم تلاشۍ روانې دي.

سرچینه زیاتوي، چې طالبان د کورونو پلټنه د امنيت د خونديتوب په موخه تر سره کوي.

زرګونه هېوادوال په دې لوی عیدګاه جومات کې د لوی اختر لمونځ ادا کوي.

سږکال د کندهار په ښار او ولسواليو کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره طالبانو ۱۵ ځايونه مشخص کړي دي.

د طالبانو امنيتي ادارو لا مخکې د همدې جوماتونو د امنيت نیولو خبر ورکړی وو.

په کندهار کې د طالبانو والي هم په خپله امنيتي غونډه کې د اختر په شپو او ورځو کې د نویو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکړی.

بل لوري بيا کندهار ښاريان هم د اختر په شپو او ورځو کې د سختو امنيتي تابیاوو خبره کوي او وايي، چې د نورو ورځو په پرتله تلاشۍ زياتې شوې دي.

کندهار ښاریان وايي، چې طالبان اوس په بازارانو او کوڅو کې پر موټر سایکلونو هم ګزمې کوي.

څو ورځي مخکې په دغه ولایت کې د طالبانو والي له خپلو امنيتي ادارو سره په امنيتي غونډه کې له هغوی څخه غوښتي، چې تلاشي او ګزمې زیاتې او خپل ځواکونه فعال وساتي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت هم پرون په ټول هېواد کې د سختو امنيتي تابیاوو د نیولو خبر ورکړی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: موږ په درېیو میاشتو کې له ۱۰ میلیونو ډېرو افغانانو سره مرسته کړې ده

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی وايي، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې له ۱۰،۹ میلیونو افغانانو سره مرسته کړې ده. اوچا لیکلي، چې له ۹،۹ میلیونو خلکو سره یې د خوړو او له یو میلیون نورو سره د پوهنې، روغتیا او سرپناه په برخو کې مرسته کړې ده.

د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷ مه) د اېکس په یوه یادښت کې لیکلي، چې که څه هم د ۹،۹ میلیونو وګړو ۸۷ سلنه خوراکي توکي ترلاسه کړي، خو د افغانانو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی.

دغه سازمان ویلي، که څه هم د ۲۰۲۳ کال له بودجې څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې ۲۲۱.۸ میلیونه ډالر انتقال شوي، خو د مارچ په میاشت کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د اړتیا وړ ۳،۱ میلیارده ډالرو یوازې اوه سلنه یې ترلاسه کړي او نور ۲.۸۵ میلیارده ډالر له بودیجې پرته پاتې دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ۹،۲ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه دفتر د شمېرو له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي، چې ۴۸ سلنه وګړي یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۳.۴ میلیونه وګړي د چاودېدونکو توکو په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي.

د یوناما مرستیال او په کابل کې د چین سفیر د دوحې د دریمې ناستې په اړه خبرې وکړې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۰۲ GMT+۱

د دوحې د درېيمې غونډې په درشل کې په افغانستان کې د چين سفير ژاو شينګ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال مارکوس پوتزل سره يې وکتل. ښاغلي شينګ وويل، چې په دې ليدنه کې له افغانستان سره د همکاريو د پياوړتيا په اړه خبرې وشوې.

په افغانستان کې د چین سفیر د یکشنبې په ورځ «د غبرګولي په ۲۷ مه» په اېکس کې په یوه یادښت کې لیکلي: «زه ډېر خوښ یم، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارکوس پوتزل سره د دوحې د درېیمې ناستې په اړه لیدنه وکړه د افغانستان لپاره د چین او ملګرو ملتونو ترمنځ همکاري پیاوړې کولو خبر شوي."

په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ تر دې مخکې د دوحې د درېیمې ناستې په اړه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به د دې ډلې استازي ګډون وکړي.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه به د افغانستان په تړاو جوړه شي. په راتلونکې غونډه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ټینګې کړې او د افغانستان د کانونو په برخه کې یې له طالبانو سره څو تړونونه لاسلیک کړي دي.

په پاکستان کې د حکمتیار ګوند اسلامي حزب غړو د طالبانو د اعلان خلاف په یکشنبه اختر ونمانځه

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۵۲ GMT+۱

په اسلامي حزب پورې تړلې د شهادت ورځپانې د ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي، چې د لوی اختر لمونځ یې د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۷مه د پاکستان د حزب اسلامي په جامع جومات کې ادا کړ. ورته مهال، طالبانو او د پاکستان حکومت نن یکشنبه عرفات او د دوشنبې ورځ د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې.

شهادت ورځپاڼې پر اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې د حزب اسلامي افغانستان په جامع جومات کې "زرګونو کسانو" د اختر لمونځ ادا کړ.

په ویډیو کې ګڼ شمېر کسان لیدل کېږي چې د اختر لمونځ ادا کوي.

شهادت ورځپاڼې د جومات د کره ځای په اړه څه نه دي ویلي خو ځینو سرچینو ویلي، چې یاد جومات د پيښور ښار په شمشتو کمپ کې دی.

طالبانو د سعودي عربستان خلاف د یکشنبې ورځ عرفات او دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د طالبانو دغې پرېکړې ته په خواله رسنیو کې ځينو سياستوالو او هېوادوالو سخت غبرګونونه ښودلي دي.

طالبانو په داسې حال کې دوشنبه د لوی اختر ورځ اعلان کړې، چې د دغې ډلې یو شمېر لوړپوړي چارواکي د حج فریضې د ادا کولو لپاره په سعودي عربستان کې دي، او د یکشنبې په ورځ یې اختر ونماځه

طالبان: د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوو

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۱۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون کولو پرېکړه شوې او په یاده غونډه کې د طالبانو له لوري د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ به هم ژر اعلان کړي. مجاهد وايي، په دغې غونډه کې ګډون د افغانستان په ګټه دی نو ځکه پکې د ګډون کولو پرېکړه شوې.

طلوع نیوز د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۷مه) د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد یو ویډیویي کلیپ خپور کړی چې نوموړي پکې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبان ګډون تایید کړی.

نوموړی وايي په یاده غونډه کې د ګډون په موخه د طالبانو په استازولۍ د ورتلوونکي پلاوي جوړښت او نوملړ به هم ډير ژر اعلان کړي.

مجاهد وايي، د دوحې په درېیمه ناسته کې د دغې ډلې ګډون د افغانستان په ګټه دی، نو ځکه په یاده ناسته کې د ګډون کولو پریکړه شوې ده.

طالبانو تر دې وړاندې د دوحې په دویمه ناسته کې له ګډون کولو ډډه کړې وه او لومړۍ ناستې ته بیا دغه ډله له سره ور بلل شوې نه وه.

مجاهد وايي: «له افغانستان سره د بشري مرستو موضوع او د سوداګرو لپاره په افغانستان کې د پانګونې د زمینې برابرول مهم او بنسټیز موضوعات دي چې دوی یې په پام کې لري.»

همدارنګه نوموړی زیاتوي، داسې نور موضوعات هم شته چې په دې ناسته کې به بحث پرې وشي خو په ټوله کې دغه ناسته د افغانستان په ګټه ده.

د دوحې درېیمه ناسته به د جون په ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د کډوالۍ نړېوال سازمان: یوه اوونۍ کې تر ۷۲ زرو ډېر کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه شوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د کډوالۍ نړېوال سازمان وايي، د روانې جون میاشتې له دویمې تر اتمې نېټې پورې ۷۲ زره ۵۲۲ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي. دغه سازمان وايي، په همدې موده کې بیا نږدې ۵۰ زره افغانان ایران او پاکستان ته تللي هم دي.

د کډوالۍ نړېوال سازمان د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د روانې جون میاشتې له دویمې څخه تر اتمې نیټې پورې له پاکستان او ایران څخه ۷۲۵۲۲ افغانان راستانه شوي دي.

همدارنګه د کډوالۍ نړېوال سازمان وايي، چې په همدې موده کې ۴۰۹۲۹ تنه افغانان له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او ایران هېوادونو له لوري له تېر کال راهیسې په دوامداره توګه په زور افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل کیږي.

که څه د کډوالو نړېوالو سازمانونو او ملاتړو ادارو په وار وار له پاکستانه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو لړی ودروي خو څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړی ګړندۍ کوي او د پاکستان په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه به هم له سره کتنه وکړي.