د طالبانو له واکمنېدو سره له یو نیم میلیون ډېر افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي

د ملګرو ملتونو پراختیايی پروګرام وایي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې څه باندې ۱،۶ میلیونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي. دغې ادارې د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د راپور په خپرولو سره ویلي، چې له دې کډوالو ډېری بې قانونه د افغانستان شاوخوا هېوادونو ته له پولو ور تېر شوي.