• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا ضعیف: که څوک دنیا ونه پېژني تعامل هم نشي ور سره کولی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۴۲ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ سفیر ملا عبدالسلام ضعیت د چا له یادلو پرته وایي، که څوک دنیا ونه پېژني تعامل هم نشی ور سره کولی. نوموړی زیاتوي که څوک ماضي ته دقت ونه کړي، مستقبل هم نه شي جوړولی او که تېروتنه ونه مني، اصلاح هم نشي را وستلی.

ښاغلي ضعیت دا خبرې نن په خپل اېکس کې لیکلې دي او زیاتوي چې که څوک حق ونه من حقیقت ته هم نه رسېږي.

عبدالسلام ضعیف څو ورځې مخکې هم ویلي و، د امیر استبداد او مطلقه واکمني د اسلامي ټولنو د زوال یو اصلي لامل دی.

د ښاغلي ضعیف په خبره، هر «امیر»، چې د مطلق قدرت واکمن شي، د وخت په تیریدو سره به په «مطلق استبداد» بدل شي.

ښايي د نوموړي دا خبرې د طالبانو له غبرګون سره مخ شوې وي، ځکه یې نن په خپلو خبرو کې د طالبانو یا بل چا له مخاطبولو پرته ویلي چې خبرې او نظرونه یې د اسلامي نظام د استحام لپاره دي او څوک دې ترې ناوړه اخیستون یا برداشت نه کوي.

نوموړی وايي اسلامي نظام له ډېرو کلونو د افغانانو هیله ده او په دې برخه کې ککرۍ خاورې شوې دي، خو دا نظام په نظامي قوت، سیاسي مهارت، پیاوړي اقتصاد او ملي ملاتړ ته اړتیا لري.

عبدالسلام ضعیف د طالبانو تېره واکمنۍ کې د اسلام اباد لپاره د دې ډلې سفیر و، خو د امریکا په یرغل پسې پاکستان نوموړی امریکا ته وسپاره.

ښاغلی ضعیف څو کلونه په ګونتنامو کې بندي و او تر خلاصېدو وروسته یې د زندان په هکله لیکلي کتاب کې د امریکا په ځای له پاکستان نه ډېر سر ټکولی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

Tweet unavailable

•
•
•

نور کیسې

راتلونکې اونۍ په ویانا کې د طالبانو د سیاسي مخالفینو غونډه جوړیږي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د طالبانو ضد سیاسي خوځښتونو او شخصیتونو یوه ډله د سرطان په څلورمه د ویانا په ښار کې د «سیاسي یووالي او د ازادو افغانانو تر منځ د روښانه او ګډ لید د رامنځته کولو» په هدف غونډه کوي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې به د مقاومت جبهې، ازادۍ جبهې، جمعیت ګوند، حرکت او د اسلامي وحدت ګوندونه ګډون وکړي.

د افغانستان انټرنیشنل د معلوماتو پر بنسټ؛ د دغې غونډې تنظیموونکي تمه لري، چې په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې به شاوخوا ۷۰ کسان ګډون وکړي.

په تېرو غونډو کې هم د سیاسي او نظامي جریانونو تر څنګ د تېر حکومت غړي، د پوهنتونونو استادان، مدني فعالان او د رسنیو استازي هم رابلل شوي دي.

د ګډونوالو په لومړني نوملړ کې د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رنګین دادفر سپنتا، د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس رحمت الله نبیل او د بشر حقونو د پخوانۍ رییسې سیما سمر نومونه شامل دي.

دا لا څرګنده نه ده، چې دې غونډې ته به له نورو افغان سیاسي ګوندونو او پوځي خوځښتونو څخه څوک راځي.

د ویانا وروستۍ غونډه په ۱۴۰۲ کال کې د اتریش په پلازمېنه کې جوړه شوې وه.

د روغتیا نړۍوال سازمان: په تېرو پنځو میاشتو کې ۲۵ افغانان د کولرا له امله مړه شوي دي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۰۴ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د ۱۴۰۲ کال د مرغومي له میاشتې څخه تر ۱۴۰۳ کال د غبرګولي مياشتي تر ۶مې نېټې پورې د وبا یا کولرا ناروغۍ ۴۶ زره ۷۵۸ پېښې ثبت شوي دي.

دغه سازمان وايي، چې په دې موده کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د چهار شنبې په ورځ په څو هېوادونو کې د کولرا ناروغۍ په اړه یو نوی راپور خپور کړ.

دغه سازمان وايي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د نړۍ د ۲۴ هېوادونو په پنځو سېمو کې د وبا يا کولرا ۱۹۴ زره ۸۹۷ پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې یو زره ۹۳۲ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

په دې راپور کې راغلي، چې د کولرا تر ټولو زیاتې پېښې په ختیځې مدیترانې کې ثبت شوي دي.

د کولرا پېښې په افریقا، امریکا، سویل ختیځ اسیا او اروپا کې هم لیدل شوي.

د نړۍوال روغتیايي سازمان په وینا؛ د خولې له لارې د کولرا واکسینونو ذخیرې خالي شوې. ۱۶ هېوادونو د تېر کال د مرغومې مياشتې څخه بیا د غبرګولي مياشتې پورې د کولرا واکسين د ۹۲ ميليونه ډوزونو غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال د واکسين ډزونو د توليد شويو دوه برابره دي.

د دغه سازمان له خوا په خپاره شوي نوملړ کې راغلي، چې د کولرا ډېرې پېښې په ترتیب سره په افغانستان، زامبيا، زمبابوې، پاکستان او کانګو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې د نفوسو زیاتوالي، طبیعي پېښو او د اقلیم بدلون هغه لاملونه دي، چې د کولرا په خپرېدو يې اغېز کړی دی.

دغه سازمان د ګډو غبرګونونو لپاره د هېوادونو پر همغږۍ ټینګار کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي: د ټي ټي پي پرمختللو وسلو ته لاسرسی اندېښمنوونکی دی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وايي، چې اسلام اباد د پاکستان تحریک طالبان د پرمختللو وسلو په تر لاسه کولو اندېښمن دی. هغه وویل، چې د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې د خپلو خوندي ځایونو څخه په استفادې په پاکستان کې وژونکي بریدونه کوي.

منير اکرم دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په څلورم کنفرانس کې د کوچنیو او سپکو وسلو په برخه کې د دغه سازمان د عمل پلان د تر سره کولو لپاره وکړې.

په ۲۰۰۱ کې د ملګرو ملتونو د عمل پروګرام د وړو او سپکو وسلو د ناقانونه سوداګرۍ سره د مبارزې لپاره یو چوکاټ چمتو کړ.

د پاکستان استازي په دې ناسته کې وويل، چې ترهګر او مجرمین دغه وسلې نه توليدوي بلکې له ناقانونه بازارونو او يا له هغو ادارو څخه ترلاسه کوي، چې د يوې سيمې او هېواد د بې ثباته کولو په لټه کې دي.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او د پخواني افغان پوځ جنګي تجهیزات د افغانستان په ځینو برخو کې پېرل او پلورل کېږي او پاکستان ته قاچاق کېږي.

اکرم زیاته کړه، چې په دې اړه څېړنه اړینه ده، چې ترهګرې ډلې او جنایتکاره سازمانونه څنګه پرمختللې وسلې ترلاسه کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې ټول هېوادونه او ملګري ملتونه باید د دغو وسلو د غیر قانوني سوداګرۍ، لېږد او انتقال د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي، چې د پاکستان تحریک طالبانو ته پناه ورکوي؛ خو طالبان دا تورونه ردوي.

پاکستاني چارواکو ویلي، که طالبان د ټي ټي پي د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام ونه کړي، دوی به په خپله اقدام وکړي. پاکستان په وار وار په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.

په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر په یوه مقاله کې لیکلي، چې له طالبانو سره د پاکستان اړیکې د تصور خلاف خرابي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیره: هڅه کوو چې خطرناک اسلامپاله افغانان افغانستان ته واستوو

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۱

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکي د «مجرمو» افغانانو د اېستلو لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر وویل: «مونږ سخت کار کوو چې ډاډ تر لاسه کړو چې یو ځل بیا خطرناک اسلامپاله جنایتکاران افغانستان ته واستوو.»

د جرمني رسنیو د راپور له مخې؛ د ایالتونو د کورنیو چارو وزیران او د جرمني فېډرالي حکومت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) د «جنایتکاره» افغان کډوالو د اېستلو پر څرنګوالي خبرې وکړي.

نانسي فایزر ټینګار وکړ، چې له بېلابېلو هېوادونو سره د دغو کسانو د شړلو په اړه پټې خبرې اترې هم روانې دي.

هغې دا پرېکړه د جرمني امنیتي ګټو ته لومړیتوب بللې ده.

تر دې مخکې شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د جرمني چارواکو له ازبکستان سره د مجرمو افغانانو د اېستلو په اړه خبرې کړې دي.

په دې وروستیو کې د جرمني په ځینو ښارونو کې یو شمېر افغانانو د دغه هېواد پر اتباعو او پولیسو د چاقو بریدونه کړي دي.

د جرمني پولیسو د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) ویلي و، چې په لویدیځ برلین کې یې د یورو ۲۰۲۴ فوټبال سیالیو د پرانستې لوبې پر مهال یو افغان وروسته له هغه په ډزو وویشت چې خپل یو هېوادوال یې وواژه.

د جرمني پوليسو د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) وویل، چې يو ١٩ کلن افغان ځوان يې د فرانکفورت په ښار کې پر يوې ٤١ کلنې جرمنۍ ښځې د چاقو د بريد په تور نيولى دى.

همدغه راز د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) یو ٢٥ کلن ځوان سليمان عطایي په مانهايم ښار کې داسلام دمقدسينو په يوې غونډې په بريد کې يو پوليس وژلى او پينځه ملکي کسان يې ژوبل کړي و.

د خوړو نړۍوال پروګرام: له پاکستان ځینې ستانه شوي کډوال په افغانستان کې سېلاب بې ځایه کړل

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۱

د خوړو نړۍوال سازمان د افغانستان څانګه وايي، چې له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شوي ځینې کډوال د تېرو میاشتو له سېلاب او ورښت له امله بیا له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

دا اداره وايي، چې د پاکستان حکومت د تېر کال له اکتوبر را هیسې تر پنځو لکو ډېر افغان کډوال ستنولو ته اړ کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن خپل اېکس کې د یوې ویډیو خپرولو سره ویلي، چې په ستنو شویو کډوالو کې ځینې بیا د وروستي ورښت له امله بې ځایه شوي دي.

په دې ویډیو کې یوه ستنه شوې افغانه وایي، چې نږدې اته میاشتې مخکې له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شول؛ خو دلته هم په امن پاتې نه شول او اقلیمي بدلون بې ځایه کړل: «سېلاب راغی، همسایه غږ وکړ، موږ ووتلو، سېلاب مو ټول کور یوړو، هېڅ را ته پاتې نه شول.»

نوموړې وايي، چې اوس د سېلاب له امله بیا کډوال شوي دي.

په افغانستان کې سېلابونو تېرو دوو میاشتو کې تر نورو ولایتونو بغلان، غور او هرات ډېر وځپل.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې دغو سېلابونو تېره میاشت لږ تر لږه ۳۴۷ تنه وژلي او له ۱۰ زرو څخه زیات کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د دې ادارې د تېرې اونۍ د راپور له مخې؛ دا ځپل شوي کسان هر ډول مرستې او پاملرنې ته اړتیا لري.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړه.

پاکستاني رسنیو تېره اونۍ وویل، چې د روانې جون میاشتې تر ۱۱ تر شپږ لکو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.