د کرېکټ نړۍوال جام؛ افغانستان خپله پنځمه لوبه د ۴۷ منډو په توپیر هند ته وبایلله

د کرېکټ په نړۍوال شل اوریز جام کې افغانستان خپله پنځه لوبه د هندوستان لوبډلې ته د ۴۷ منډو په توپیر او د نهو لوبغاړو په سوځېدو وبایلله.

د کرېکټ په نړۍوال شل اوریز جام کې افغانستان خپله پنځه لوبه د هندوستان لوبډلې ته د ۴۷ منډو په توپیر او د نهو لوبغاړو په سوځېدو وبایلله.
په پیل کې پچه د هند لوبډلې وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
هندۍ کرکټ لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د روانې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې او افغان لوبغاړو ته یې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان او فضل الحق فاروقي بهترینه توپ اچونه وکړه او هر یوه درې سیال لوبغاړي له ډګره بهر کړل؛ دغه راز نوین الحق هم یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د افغانستان د توپوهنې په پاڼې کې افغان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو او نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډې جوړې کړې او لوبه د هندوستان د لوبډلې په ګټه تمامه شوه.
په نړۍوال شل اوریز جام کې دا د افغانستان پنځمه لوبه وه، چې په ټولو پنځو لوبو کې یې درې ګټلي او دوه یې بایللي دي.


د خیبر پښتونخوا صوبايي سترې محکمې په یوې ځانګړې قضیه کې حکومت ته حکم کړی، چې په دغه صوبه کې مېشت افغان هنرمندان دې نه ځوروي او په زوره دې بېرته افغانستان ته نه ستنوي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې نن پنجشنبه د پېښور په صوبايي سترې محکمې کې د افغان هنرمندانو د سیاسي پناه غوښتنې قضیه اورېدل شوې ده.
په دغه قضیه کې که څه هم د افغان هنرمندانو د سیاسي پناه غوښتنې پر ورکړې او نه ورکړې کوم ځانګړی تصمیم نه دی نیول شوی؛ خو قاضي اعجاز انور ټولو اجراییه ادارو ته حکم کړی، چې افغان هنرمندان دې په خیبر پښتونخوا کې نه ځوروي او دوی دې په جبري ډول بېرته افغانستان ته نه ستنوي.
په یاده محکمه کې یو شمېر افغان هنرمندانو هم ګډون کړی و، چې د صوبايي سترې محکمې قاضي ترې پوښتنې وکړې.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل دغې ډلې پر موسیقۍ بندیز ولګاوه او لوی اکثریت افغان هنرمندان مجبور شول چې له افغانستان څخه ووځي.
ګڼ هنرمندان او سندرغاړي پاکستان، ایران، غربي هېوادونو او یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

ملګري ملتونه د نړۍوالو زبرځواکونو په کنټرول کې هغه سازمان دی، چې د نړۍ په هېڅ کړکېچ کې یې ځانګړی او رغنده رول نه دی لوبولی.
د منځني ختیځ له کړکېچه رانیولې تر اوکراین جګړې او بیا د غزې تر خونړۍ جګړې ملګري ملتونه یوازې او یوازې د غندنو او غونډو خبرونه خپاره کړي او که لوی تصمیم نیول شوی یوازې د امریکا په ګډون یو شمېر زبرځواکو اړخونو نیولی دی.
د افغانستان د روان کړکېچ په تړاو د ملګرو ملتونو پخوانۍ او راتلونکې غونډې یوازې د هماغه بې معنا غونډو تسلسل دی، چې د افغانستان، اوکراین او غزې په باب نیول شوي دي.
که څه هم په مطبوعاتو کې د ملګرو ملتونو لپاره په دومره لوی کچ تبلیغات روان دي، چې افغانان فکر کوي په دوحه کې د ملګرو ملتونو غونډه سرنوشت سازه او د افغانستان په تړاو کېدونکې پرېکړې عملي کېدونکې دي؛ خو داسې نه ده.
د مدنې ټولنې برخه اخیستنه:
ملګري ملتونه او دخیل کوچني سازمانونه د دوحې په غونډه کې د مدنې ټولنې د استازو پر ګډون ټینګار کوي او یو ماشومانه استدلال کوي، چې که د افغانستان د مدني ټولنې غړي په دغه غونډه کې له طالبانو سره ګډون وکړي، ښايي د افغانستان د کړکېچ حل را وباسي؛ خو داسې نه ده، د افغانستان کړکېچ د څو خارج مېشتو مدني ټولنې د استازو په موجودیت او خبرو نه حلیږي؛ بلکې د افغانستان مساله له دې ډېره لویه او کړکېچنه ده.
د افغانستان ستونزه یوازې د مدني ازادیو نه ده؛ بلکې د افغانستان ستونزه سیاسي، جیوپولیټیکه او په اوږد مهال کې د افغانانو تر منځ د یوې ټولنیزې سولې نه موجودیت دی.
هغه پښتانه متل کوي: دا لار ترکستان ته تللې ده.
نو پس ملګري ملتونه چې د کومو مدني ټولنې په استازو پسې ګرځي؛ دوی د افغانستان د مسالې حل نه شي کېدی او نه هم د افغانستان مساله دومره کوچنۍ ده، چې د مدني ټولنې دوه درې استازي دې په یوازې ځان حل کړی شي.
سوله:
په افغانستان کې دوه لوی کړکېچونه موجود دي؛ لومړی دا چې د افغانستان یو کثیرالملیتي سیاسي قشر له سیاست او په واک کې له ګډونه بې برخې شوی او دویم دا چې د افغانانو تر منځ ټولنیزه سوله نه ده رامنځته شوې.
لومړی: ټولنیزه سوله
د طالبانو دوام د افغانستان د خلکو تر منځ ټولنیزه سوله او ثبات لا له منځه وړي، خپل منځي تربګنۍ لا زیاتيږي، د اقشارو تر منځ خصومت لا پراختیا مومي او د نېږدې ۲۸ بېلابېلو اقشارو حق یوازې ملایان خوري؛ دا د ټولنیزې بې ثباتۍ ښکاره نښې دي، چې دوام یې افغانستان لا کړکېچن کولی شي.
ملګري ملتونه د دې پر ځای چې د افغانانو تر منځ د ټولنیزې سولې پر رامنځته کېدا فکر وکړي، په افغانستان کې هم د نړۍ د نورو کړکېچونو ناکامې تجربې تکراروي، چې دا چاره یوازې او یوازې د وخت تېري او د رسنیو د یوه راپور تر سرحده ارزي.
دویم: سیاسي سوله
دا مهال د افغانستان د مشروع جمهوري نظام د ولسمشر په ګډون لوی اکثریت سیاستوال جلا وطنه دي او دوی هم په افغانستان کې د ټولو سیاسي احزابو پر فعالیت بندیز لګولی دی.
د افغانستان یو شمېر اقوام بیا په واک کې له ګډونه بې برخې دي، د قدرت د انتقال هېڅ تعریف شوې پروسه نه ده معلومه او هره شېبه د دې امکان شته، چې د طالبانو تر منځ پر واک داخلي اختلاف د دې باعث شي، چې افغانستان یو ځل بیا د داخلي جګړو پر مرکز بدل شي.
د طالبانو تر منځ سیاسي سوله د قوانینو او اصولو پر تعریف رامنځته کېدی شي او د غیرطالب او طالبانو تر منځ بیا دا سوله په یوه ملي او افغاني ډیالوګ رامنځته کېدلی شي.
بین الافغاني ډیالوګ:
که فکر کیږي، چې د افغانستان مساله د بهرنیو تر فشار او څار لاندې په خبرو د حل وړ ده؛ خو په یوې لویې تېروتنې کې یو، ځکه بهرني قدرتونه هېڅکله د افغانستان د خلکو تر منځ سیاسي او ټولنیزه سوله او ثبات نه شي رامنځته کولی؛ یوازینۍ لاره یې د افغاني اړخونو ترمنځ خپلمنځي ډیالوګ دی.
تاریخ ته په کتو په تېرو ۳۸ کلونو کې په افغانستان کې د سولې اوه پروسې جوړې شوي او ټولې نیمګړې پای ته رسېدلي؛ خو د دې ټولو تر منځ چې یو څه مشترک وو، هغه بهرنی فشار او په ټولو پروسو کې له عاجلې کار اخیستل وو.
د دغو مذاکراتو ټولې پرېکړې یوازې په کاغذونو کې پاتې شوې؛ خو د عمل جامه هېڅ لوري ور وانه غوستله همدا ده، چې د بهرنیو تر فشار لاندې مذاکرات او بیا د دوحې په څېر د ملګرو ملتونو مذاکرات چې د ټول افغانستان د نماینده ګۍ هیله یوازې د څو مدني فعالانو څخه لري پایله نه لري.
د دې پر ځای چې په بهرنیو یو ځل بیا اتکا وشي او پخوانۍ ناکامې تجربې تکرار شي، یوازینۍ لاره د ټولو افغاني لورو تر منځ بین الافغاني مذاکرات دي، چې مطلق له بهرنیو لاسوهنو خلاصه او پر ثمره وي.
پرته له مطلق افغاني ډیالوګه د افغانستان کړکېچ لا پیاوړی کیږي او دا کړکېچ سیمې او نړۍ ته له نویمو کلونو په مراتبو خطرناک او ګواښوونکی دی.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې د جمعیت اسلامي ګوند د یوې څانګې مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر صلاح الدین رباني له ایراني چارواکو سره د لیدو لپاره تهران ته تللی دی.
دا د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ایران ته د ښاغلي رباني لومړنی سفر دی.
سرچينې دا هم ويلي، چې ايران د جمعيت اسلامي د غړو ترمنځ د یوه واحد صف د رامنځته کولو هڅې پيل کړې دي.
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند دغه ګوند د بنسټګر او مشر برهان الدین رباني تر وژل کېدو وروسته په بېلابېلو څانګو ووېشل شو.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې ایران د روانې میاشتې په ۱۹ مه نېټه د چین، روسیې او پاکستان له استازو سره د سیمه ییزو اړیکو د غونډې کوربه و.
طالبانو د تهران په غونډه کې ګډون ونه کړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي وو، چې د تهران له بلنې سره - سره به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.
په دې وروستیو کې طالبانو په مشهد کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجابر انصار له دندې ګوښه کړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې وویل، چې د نوي قونسل تر معرفي کېدو پورې به د سفارت یو ډېپلوماټ په مشهد کې د قونسلګرۍ مسوول وي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن ویتنام ته د سفر په ترڅ کې وویل، چې غواړي د اسیا - ارام یا اسیا پیسفیک سیمه کې "د اعتماد وړ امنیتي جوړښت" را منځته کړي. هغه دا څرګندونې له شمالي کوریا ورورسته ویتنام ته د سفر پر مهال کړې. د نوموړي دغه سفرونه، لودیځ ته د زور ښودل بلل شوي دي.
له شمالي کوریا سره د دوه اړخیز دفاعي تړون له لاسلیک یوه ورځ وروسته، له پوتین په ویتنام کې د ۲۱ توپونو په ویشتلو سره په پوځي مراسمو کې هرکلی وشو.
نوموړ د دې دوو هیوادونو د کمونیست مشرانو له خوا په غېږ کې ونیول شو او یوه یې په زړه پورې ستاینه وکړه.
د پوتین سفر د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو له انتقادونه سره مخ شوی دی او اعتراض یې کړی چې هغه ته باید داسې فرصت ورنکړل شي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې دفاع وکړي.
روسیې او ویتنام د انرژۍ په ګډون د بیلابیلو موضوعګانو په اړه تړونونه لاسلیک کړي چې د اسیا لپاره د مسکو لومړیتوب په ګوته کوي.
دغه تړونونه وروسته له هغه لاسلیک کیږي چې لویدیځ د اوکراین د جګړې له امله پر مسکو بندیزونه لګولي دي.
د روسیې رسنیو د پوتین له قوله ویلي: «موږ له ویتنام سره د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریو ژورولو ته ژمن یو، چې د روسیې د بهرنۍ پالیسۍ له لومړیتوبونو څخه دی.»
نوموړي ویلي: "موږ چمتو یو چې د اقتصادي، ساینسي او تخنیکي، دفاعي، امنیتي او بشردوستانه اړیکو په ګډون په پراخو موضوعاتو کې فعال ګډ کار ته دوام ورکړو."
د روسیې تاس خبري اژانس د هغه په حواله ویلي، چې دواړه هیوادونه په سیمه کې د "د اعتماد وړ امنیتي جوړښت" په جوړولو کې علاقه لري چې د ځواک نه کارونې او په سوله ایزه توګه د شخړو هوارولو ته لار پرانیځي.
په هانوي کې لاسلیک شوي ۱۱ تړونونه په شمالي کوریا کې لاسلیک شوو تړونونو سره په ورته کچه نه وو خو بیا هم تاریخي بلل کیږي.
خو د پوتین تود هرکلي د هغه لپاره یوه لاسته راوړنه بلل کیږي.
د جرمونو نړیوالې محکمې په اوکراین کې د جنګي جرمونو د کولو په تور د پوتین د نیولو حکم صادر کړی، خو نوموړي دغه تورونه رد کړي دي.
روسیه او ویتنام د جرمونو نړیوالې محکمې غړي نه دي.
د استرالیا د دفاعي ځواک په اکاډمۍ کې پروفیسور کارلیل تایر وویل، چې په هانوي کې د پوتین تود هرکلۍ، د روسیې د وروستیو ناکامیو په وړاندې د پوتین د مبارزې نښه ده.
په سویس کې د اوکراین اړوند کنفرانس نه وروسته پر روسیې د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه هم تصویب شوي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ سفیر ملا عبدالسلام ضعیت د چا له یادلو پرته وایي، که څوک دنیا ونه پېژني تعامل هم نشی ور سره کولی. نوموړی زیاتوي که څوک ماضي ته دقت ونه کړي، مستقبل هم نه شي جوړولی او که تېروتنه ونه مني، اصلاح هم نشي را وستلی.
ښاغلي ضعیت دا خبرې نن په خپل اېکس کې لیکلې دي او زیاتوي چې که څوک حق ونه من حقیقت ته هم نه رسېږي.
عبدالسلام ضعیف څو ورځې مخکې هم ویلي و، د امیر استبداد او مطلقه واکمني د اسلامي ټولنو د زوال یو اصلي لامل دی.
د ښاغلي ضعیف په خبره، هر «امیر»، چې د مطلق قدرت واکمن شي، د وخت په تیریدو سره به په «مطلق استبداد» بدل شي.
ښايي د نوموړي دا خبرې د طالبانو له غبرګون سره مخ شوې وي، ځکه یې نن په خپلو خبرو کې د طالبانو یا بل چا له مخاطبولو پرته ویلي چې خبرې او نظرونه یې د اسلامي نظام د استحام لپاره دي او څوک دې ترې ناوړه اخیستون یا برداشت نه کوي.
نوموړی وايي اسلامي نظام له ډېرو کلونو د افغانانو هیله ده او په دې برخه کې ککرۍ خاورې شوې دي، خو دا نظام په نظامي قوت، سیاسي مهارت، پیاوړي اقتصاد او ملي ملاتړ ته اړتیا لري.
عبدالسلام ضعیف د طالبانو تېره واکمنۍ کې د اسلام اباد لپاره د دې ډلې سفیر و، خو د امریکا په یرغل پسې پاکستان نوموړی امریکا ته وسپاره.
ښاغلی ضعیف څو کلونه په ګونتنامو کې بندي و او تر خلاصېدو وروسته یې د زندان په هکله لیکلي کتاب کې د امریکا په ځای له پاکستان نه ډېر سر ټکولی دی.