• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لومړي وزیر “د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې د غښتلتیا" عملیاتو ته اجازه ورکړې

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شريف "د عظم استحقاق” په نوم د عملیاتو په منظورولو سره، د ترهګرۍ په وړاندې "د ملي مبارزې” اعلان کړی.

نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د "ملي عملي پلان” په اړه په یوې جلسه کې کړي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې دغه پریکړه، د پاکستان د ټولو ایالتونو او سیمه ییزو چارواکو سره له مشورو وروسته شوې ده. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې دغه هیواد کې د ترهګرۍ د پای ته رسولو لپاره ملي اراده شتون لري او همدې امله د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د غښتلتیا دغه پریکړه د ټول هیواد په سطح شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی چې دغه هیواد د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوې هراړخیزې او غښتلې ستراتیژۍ ته اړتیا لري چې باید د بشپړ ملي اجماع او د نظام په کچه د همغږي پر بنسټ جوړه شي.

ښاغلي شریف ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزۍ په برخه کې د دغه هیواد د پوځ د هڅو باید د ټولو ادارو له خوا ملاتړ وشي. په همدې حال کې باید د ترهګرۍ اړوند قضايي قضیې هم په جدي توګه تعقیب شي.

نوموړي ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې غښتلي کولو سره به اقتصادي وضعیت هم په ښه کیدو شي او د خلکو اندیښنې به راکمې شي. هغه ویلي، چې پاکستان کې باید داسې یوه فضا رامنځ ته شي، چې د افراطي تمایلاتو مخه ونیسي.

پاکستان په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن دی. دغه هیواد په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور پرمهال، له طالبانو د پوځي ملاتړ ترڅنګ، د دغې ډلې مشرانو ته په پاکستان کې امن ځایونه برابر کړي و او ترهګرۍ سره د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د مبارزې په ناکامولو کې یې د پام وړ رول لروده. پاکستان کې د ترهګرۍ په پراخیدو سره داسې ښکاري، چې دغه هیواد اوس په هغه اور سوزي چې خپله یې لګولی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا غرختونکې ثمر خان د اروپا تر ټولو لوړې څوکې ته وخته

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د پښتونخوا د دیر غرختونکي ثمر خان په بریالیتوب سره د البروس په نوم د اروپا تر ټولو لوړې څوکې ته وخته. ثمرخان لومړنۍ پښتنه ده چې په روسیه کې د ۵۶۴۲ مترو په لوړوالي دغې څوکې ته خېږي.

ثمر خان خپل انسټاګرام کې هم لیکلي چې دغې څوکې ته ختل یې ارمان و.

د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې په پښتونخوا کې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ ثمر خان دا د پام وړ کارنامې ترسره کړې او په دې څوکه کې یې د پاکستان بیرغ په فخر سره پورته کړ.

ثمر خان د افریقا په کلیمانجارو کې د نړۍ پر دریم لوی کنګل د باسیکل ځغلولو له مخې هم لومړۍ ښځینه لوبغاړې ده

هغې په ۲۰۲۱ کې د ریډ بل هومر په نوم د واورې بورډینګ مسایقه کې هم لومړی مقام ترلاسه کړ.

پاکستان تحریک انصاف: د پاکستان ملي بودیجه د پاکستان د اقتصاد ضد څېرو له خوا جوړه شوې ده

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۱

په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند سکرتر جنرال عمر ايوب ویلي، چې د پاکستان ملي بودیجه د پاکستان د اقتصاد ضد څېرو له خوا جوړه شوې ده.

نوموړي د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، په هغه هېواد کې چې قانون حاکم نه وي، پانګوال پانګونه نه کوي.
د بودیجې په اړه عمر ایوب وویل، چې د پاکستان د نوي کال بودیجه یو ناقانونه سند دی، چې ملي شورا ته وړاندې شو.

هغه زیاته کړه، چې کله بودیجه وړاندې کیږي نو د مالیې بیل په شمول ټول اسناد دلته وړاندې کیږي.
‎د اپوزیسیون مشر پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په تېرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو کمه پانګونه د اوسني حکومت په دورهې کې شوې ده.
عمر ایوب وویل، چې حکومت په هره احصایه کې درغلي کوي، په هېواد کې بې روزګاري او انفلاسیون خورا زیات شوی او عاید کم شوی دی.
ښاغلي ایوب شهباز شریف ته په اشارې سره وویل، چې د فساد په قضیو کې ښکېل کسان به څنګه فساد ختم کړي؟

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت ملي شورا ته د نوي کال بودیجه د تایید یا رد لپاره وړاندې کړې ده.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې ځايي خلکو یو کس قران کریم ته د سپکاوي په تور وژلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۲۳ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د سوات په مدین سیمه کې یو پنجابی سیلاني د ځايي خلکو له خوا قران کریم ته د سپکاوي په تور د پولیسو په پوستې کې وژل شوی او بیا یې سوځولی دی.

د سیمې اوسېدونکو په ټولنیزو رسنیو کې د یاد شخص د وژلو او سوځولو لنډې ویډیوګانې هم خپرې کړې او ویلي یې دي، چې یاد شخص له سیالکوټ څخه دغې سمې ته تللی و، چې لومړی یې د مشتعل په بازار کې قران کریم ته سپکاوی کړی او د پولیسو له خوا نیول شوی و.

سوات نیوز ویلي، چې د یاد شخص له نیول کېدو وروسته د یادې سیمې په جوماتونو کې اعلانونه شوي او د سیمې خلک د پولیسو پر قوماندانۍ ور ننوتي.

په راپور کې راغلي، چې خلکو لومړی یاد شخص په پوستې کې وژلی او بیا یې د جسد په ګډون د پولیسو پوستې او موټرو ته اور اچولی دی.

راپور زیاتوي، چې پولیس له پوستې څخه تښتېدلي او پوسته یې ځايي خلکو ته پرېښې ده.

ویل کیږي، چې یاد شخص سوات ته د چکر لپاره تللی و، چې له یادې پېښې سره مخ شو.

د پښتونخوا صوبايي سترې محکمې حکم کړی، چې حکومت دې افغان هنرمندان بېرته په زوره نه ستنوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا صوبايي سترې محکمې په یوې ځانګړې قضیه کې حکومت ته حکم کړی، چې په دغه صوبه کې مېشت افغان هنرمندان دې نه ځوروي او په زوره دې بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې نن پنجشنبه د پېښور په صوبايي سترې محکمې کې د افغان هنرمندانو د سیاسي پناه غوښتنې قضیه اورېدل شوې ده.

په دغه قضیه کې که څه هم د افغان هنرمندانو د سیاسي پناه غوښتنې پر ورکړې او نه ورکړې کوم ځانګړی تصمیم نه دی نیول شوی؛ خو قاضي اعجاز انور ټولو اجراییه ادارو ته حکم کړی، چې افغان هنرمندان دې په خیبر پښتونخوا کې نه ځوروي او دوی دې په جبري ډول بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

په یاده محکمه کې یو شمېر افغان هنرمندانو هم ګډون کړی و، چې د صوبايي سترې محکمې قاضي ترې پوښتنې وکړې.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل دغې ډلې پر موسیقۍ بندیز ولګاوه او لوی اکثریت افغان هنرمندان مجبور شول چې له افغانستان څخه ووځي.

ګڼ هنرمندان او سندرغاړي پاکستان، ایران، غربي هېوادونو او یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي: د ټي ټي پي پرمختللو وسلو ته لاسرسی اندېښمنوونکی دی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وايي، چې اسلام اباد د پاکستان تحریک طالبان د پرمختللو وسلو په تر لاسه کولو اندېښمن دی. هغه وویل، چې د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې د خپلو خوندي ځایونو څخه په استفادې په پاکستان کې وژونکي بریدونه کوي.

منير اکرم دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په څلورم کنفرانس کې د کوچنیو او سپکو وسلو په برخه کې د دغه سازمان د عمل پلان د تر سره کولو لپاره وکړې.

په ۲۰۰۱ کې د ملګرو ملتونو د عمل پروګرام د وړو او سپکو وسلو د ناقانونه سوداګرۍ سره د مبارزې لپاره یو چوکاټ چمتو کړ.

د پاکستان استازي په دې ناسته کې وويل، چې ترهګر او مجرمین دغه وسلې نه توليدوي بلکې له ناقانونه بازارونو او يا له هغو ادارو څخه ترلاسه کوي، چې د يوې سيمې او هېواد د بې ثباته کولو په لټه کې دي.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او د پخواني افغان پوځ جنګي تجهیزات د افغانستان په ځینو برخو کې پېرل او پلورل کېږي او پاکستان ته قاچاق کېږي.

اکرم زیاته کړه، چې په دې اړه څېړنه اړینه ده، چې ترهګرې ډلې او جنایتکاره سازمانونه څنګه پرمختللې وسلې ترلاسه کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې ټول هېوادونه او ملګري ملتونه باید د دغو وسلو د غیر قانوني سوداګرۍ، لېږد او انتقال د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي، چې د پاکستان تحریک طالبانو ته پناه ورکوي؛ خو طالبان دا تورونه ردوي.

پاکستاني چارواکو ویلي، که طالبان د ټي ټي پي د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام ونه کړي، دوی به په خپله اقدام وکړي. پاکستان په وار وار په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.

په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر په یوه مقاله کې لیکلي، چې له طالبانو سره د پاکستان اړیکې د تصور خلاف خرابي دي.