• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په سوات کې ځايي خلکو یو کس قران کریم ته د سپکاوي په تور وژلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۲۳ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د سوات په مدین سیمه کې یو پنجابی سیلاني د ځايي خلکو له خوا قران کریم ته د سپکاوي په تور د پولیسو په پوستې کې وژل شوی او بیا یې سوځولی دی.

د سیمې اوسېدونکو په ټولنیزو رسنیو کې د یاد شخص د وژلو او سوځولو لنډې ویډیوګانې هم خپرې کړې او ویلي یې دي، چې یاد شخص له سیالکوټ څخه دغې سمې ته تللی و، چې لومړی یې د مشتعل په بازار کې قران کریم ته سپکاوی کړی او د پولیسو له خوا نیول شوی و.

سوات نیوز ویلي، چې د یاد شخص له نیول کېدو وروسته د یادې سیمې په جوماتونو کې اعلانونه شوي او د سیمې خلک د پولیسو پر قوماندانۍ ور ننوتي.

په راپور کې راغلي، چې خلکو لومړی یاد شخص په پوستې کې وژلی او بیا یې د جسد په ګډون د پولیسو پوستې او موټرو ته اور اچولی دی.

راپور زیاتوي، چې پولیس له پوستې څخه تښتېدلي او پوسته یې ځايي خلکو ته پرېښې ده.

ویل کیږي، چې یاد شخص سوات ته د چکر لپاره تللی و، چې له یادې پېښې سره مخ شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا صوبايي سترې محکمې حکم کړی، چې حکومت دې افغان هنرمندان بېرته په زوره نه ستنوي

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا صوبايي سترې محکمې په یوې ځانګړې قضیه کې حکومت ته حکم کړی، چې په دغه صوبه کې مېشت افغان هنرمندان دې نه ځوروي او په زوره دې بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې نن پنجشنبه د پېښور په صوبايي سترې محکمې کې د افغان هنرمندانو د سیاسي پناه غوښتنې قضیه اورېدل شوې ده.

په دغه قضیه کې که څه هم د افغان هنرمندانو د سیاسي پناه غوښتنې پر ورکړې او نه ورکړې کوم ځانګړی تصمیم نه دی نیول شوی؛ خو قاضي اعجاز انور ټولو اجراییه ادارو ته حکم کړی، چې افغان هنرمندان دې په خیبر پښتونخوا کې نه ځوروي او دوی دې په جبري ډول بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

په یاده محکمه کې یو شمېر افغان هنرمندانو هم ګډون کړی و، چې د صوبايي سترې محکمې قاضي ترې پوښتنې وکړې.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل دغې ډلې پر موسیقۍ بندیز ولګاوه او لوی اکثریت افغان هنرمندان مجبور شول چې له افغانستان څخه ووځي.

ګڼ هنرمندان او سندرغاړي پاکستان، ایران، غربي هېوادونو او یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي: د ټي ټي پي پرمختللو وسلو ته لاسرسی اندېښمنوونکی دی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وايي، چې اسلام اباد د پاکستان تحریک طالبان د پرمختللو وسلو په تر لاسه کولو اندېښمن دی. هغه وویل، چې د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې د خپلو خوندي ځایونو څخه په استفادې په پاکستان کې وژونکي بریدونه کوي.

منير اکرم دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په څلورم کنفرانس کې د کوچنیو او سپکو وسلو په برخه کې د دغه سازمان د عمل پلان د تر سره کولو لپاره وکړې.

په ۲۰۰۱ کې د ملګرو ملتونو د عمل پروګرام د وړو او سپکو وسلو د ناقانونه سوداګرۍ سره د مبارزې لپاره یو چوکاټ چمتو کړ.

د پاکستان استازي په دې ناسته کې وويل، چې ترهګر او مجرمین دغه وسلې نه توليدوي بلکې له ناقانونه بازارونو او يا له هغو ادارو څخه ترلاسه کوي، چې د يوې سيمې او هېواد د بې ثباته کولو په لټه کې دي.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او د پخواني افغان پوځ جنګي تجهیزات د افغانستان په ځینو برخو کې پېرل او پلورل کېږي او پاکستان ته قاچاق کېږي.

اکرم زیاته کړه، چې په دې اړه څېړنه اړینه ده، چې ترهګرې ډلې او جنایتکاره سازمانونه څنګه پرمختللې وسلې ترلاسه کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې ټول هېوادونه او ملګري ملتونه باید د دغو وسلو د غیر قانوني سوداګرۍ، لېږد او انتقال د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي، چې د پاکستان تحریک طالبانو ته پناه ورکوي؛ خو طالبان دا تورونه ردوي.

پاکستاني چارواکو ویلي، که طالبان د ټي ټي پي د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام ونه کړي، دوی به په خپله اقدام وکړي. پاکستان په وار وار په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.

په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر په یوه مقاله کې لیکلي، چې له طالبانو سره د پاکستان اړیکې د تصور خلاف خرابي دي.

د پاکستان پټلۍ وزارت وايي، چې چین د اورګاډو لپاره ۸۲۰ ډبې ور کوي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د پاکستان ریل پټلۍ وزارت وايي، چې چین د دغه هېواد د اورګاډي ټرانسپورټ د پیاوړتیا لپاره راتلونکی مالي کال ۸۲۰ ډبې یا واګونونه ور کوي. د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین دې ملاتړ سره به د پاکستان پټلۍ لا نوې او ډېره په نړۍوالو معیارونو برابره شي.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې؛ دا ۸۲۰ ډبې یا واګونونه د راتلونکي مالي کال تر پایه اسلام اباد ته سپارل کېږی.

پاکستان کې مالي کال له یو جون تر بل جون پورې وي او دا ډبې به هم نږدې یو نیم کال کې پاکستان ته وسپارل شي.

د پاکستان پټلۍ اداره تر ډېره په خپلو چارو کې ناکامه بلل کېږي او لامل یې هم د اورګاډي سپرلۍ ته د معیاري خدمتونه نه برابرول په ګوته کېږي.

د دې ادارې چارواکي هیله من دي، چې د چین دې نوې مرستې سره به د دوی خدمتونو کې ښه والی راشي او عاید به یې ور سره ښه شي.

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کې مخ پټو وسله والو یو خبریال په ډزو وژلی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کې تېره ورځ ناوخته د خیبرنیوز خبریال او د لنډي کوتل پریس کلب مخکینی مشر خلیل جبران د مخ پټو وسله والو په مخامخ ډزو وژل شوی. پولیس وايي، هغه خپل کورته نږدې له موټره ښکته کړل شوی او وژل شوی.

د خیبرپښتونخوا د لنډي کوتل ولسوالۍ د پولیسو مشر سلیم عباس منلې چې دغه پېښه د سه شنبه په ورځ د (غبرګولي ۲۹مه) ناوخته شوې چې له امله یې دغه خبریال وژل شوی او یو مدافع وکیل په دغه پېښه کې ټپي شوی دی.
پولیس وايي، خبریال جبران خلیل د اختر په رختصتیو کې خپل کورته څېرمه وسله والو له موټره ښکته کړی او ډزې یې پرې کړي چې دی وژل شوی او ورسره یو مدافع وکیل ټپي شوی چې نږدې روغتون ته لیږدول شوی.
د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
په دغه پېښه د خیبرپښتونخوا او او اسلام اباد خبریالانو اندېښنه ښودلې او له پولیسو یې غوښتي چې د دغې پېښې عاملان ونیسي.


ويل کیږي، لنډي کوتل کې دغه ځايي خبریال دا مهال له یادې سیمې څخه د خیبرنیوز ټلویزیون خبریال و او تر دې مخکې د لنډي کوتل پریس کلب مشر هم پاتې شوی و.
پولیسو ویلي، وسله وال له برید وروسته له سیمې تښتېدلي او د دوی پلټنه پسې روانه ده.
ویل کیږي ځايي خبریال خلیل جبران ته تر دې وړاندې هم د وسله والو له خوا ګواښونه شوي وو
په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې هدفي او مرموزې وژنې ډیرې شوې او د دغو دواړو صوبو خلک اندېښمن دي چې ورځ تر بلې یې سیمې نا امنه کیږي او حکومت یې په مهارولو کې پاتې راغلی.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند ټپي شوی غړی مړ شو

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۳۷ GMT+۱

پاکستاني چارواکو تایید کړه، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مشر غړی مولانا میرزا جان د سې شنبې په ورځ مړ شو.

تېره اونۍ په شمالي وزيرستان کې د دغه ګوند د رهبر مولانا فضل الرحمان پر کاروان د نامعلومو کسانو له خوا بريد وشو، چې له امله يې د هغه درې مرستیالان ووژل شول او د دغه ګوند مشر ټپي شوی و.

پاکستاني رسنيو د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ٢٩مه) راپور ورکړى، چې مولانا مرزا جان د تېرې پنجشنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کې د يوې مرمۍ له امله ټپي شو او له هغه راهيسې په روغتون کې تر درملنې لاندې و.

دا په داسې حال کې ده، چې تحریک طالبان پاکستان د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ.