• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جنوبي کوریا په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې په پېښه کې ۲۲ کاګران مړه شوي دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د جنوبي کوریا چارواکو اعلان کړی، چې د جنوبي کوریا په پلازمینه سئول کې د بېټرۍ جوړولو په یوه فابریکه کې د یوې زورورې چاودنې له امله ۲۲ تنه کارګران مړه شوي دي. د جنوبي کوریا د اور وژنې مشر ویلي، چې چاودنه د دوشنبې په ورځ شوې او د اور ډېره برخه خاموشه شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د جنګاښ ۴مه) د اور وژنې د مشر کیم جین یونګ په حواله راپور ورکړ، چې په وژل شویو کې ۱۸ چینایي او یو د لاو کارګر شامل دی.

هغه زياته کړه، چې د نورو کارکوونکو هويت تر اوسه نه دى په ډاګه شوى.

د دغه رپوټ له مخې؛ اورلګېدنه په ځايي وخت د سهار په لس نیمو بجو هغه مهال رامنځته شوه چې په یوه ګودام کې چې شاوخوا ۳۵ زره بېټرۍ بار وې وچاودېدې.

د جنوبي کوریا چارواکي وايي، چې د چاودنې لامل لا هم معلوم نه دی او د علت د معلومولو لپاره یې پلټنې روانې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د ملګرو ملتونو پر روزنیز مرکز د اسراییل په برید کې اته فلسطینیان وژل شوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۱۱ GMT+۱

رویټرز د عیني شاهدانو په حواله راپور ورکړی چې د غزې ښار د زده‌کړو په یوه مرکز کې چې د اړو کسانو لپاره د مرستو وېشلو ځای و، د اسراییلي ځواکونو په برید کې اته فلسطینیان وژل شوي دي. په همدې حال کې اسراییلي ټانکونه د غزې تړانګې په سوېل رفح ښار کې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.

د رویټرز په وینا، د زده‌کړو هغه مرکز چې د یکشنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو لخوا برید پرې شوی و د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د فلسطیني ځوانانو د زده‌کړو لپاره فعالیت کوي، خو اوس د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستو وېش په مرکز بدل شوی دی.

رویټرز د یوه عیني شاهد له قوله ویلي، چې د برید پر مهال یو شمېر کډوال د مرستې او نور د اوبو راوړلو لپاره راغلي وو.

دغه خبري اژانس د خپل عکس اخیستونکی له قوله هم لیکلي چې د برید په ځای کې یې یوه بشپړه ویجاړه ودانۍ لیدلې او وايي، د کوڅې په څنګ کې یو شمېر مړي په کمپلو کې پراته وو.

د اسراییل پوځ ویلي، چې دغه ځای د حماس او اسلامي جهاد وسله والو کارولی او له برید مخکې ورته له وړاندې خبرداري ورکړل شوي وو.

امریکايي چارواکي: له شمالي کوریا سره د روسیې دفاعي تړون له چین سره د کړکېچ لامل کېدای شي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د امریکا د پوځ لوی درستیز د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ درېیمه) وویل، چې له شمالي کوریا سره د روسیې دوه اړخیز دفاعي تړون له چین سره په اړیکو کې کړکېچ رامنځته کولای شي. چارلس براون د تړون په اړه د امریکا اندېښنې هم ومنلې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې روسیه ښايي شمالي کوریا ته وسلې واستوي چې د هغه په وینا، دا اوکراین ته د لوېدیځ لخوا د وسلو ورکولو ځواب دی.

امریکايي چارواکي په دې باور دي چې شمالي کوریا له روسیې څخه د جنګي الوتکو، توغندیو، زغره والو ګاډو، د بالستیک توغندیو د تولید تجهیزات یا توکي او نورې پرمختللې تکنالوژۍ ترلاسه کولو ته لیواله دي.

دغه تړون چې د چهارشنبې په ورځ د پوتین او شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون لخوا لاسلیک شو، دواړه خواوې ژمنې کوي چې د یو بل پر وړاندې د وسله وال تیري پر مهال به یو بل ته سملاسي پوځي مرستې چمتو کوي.

پوتین ویلي دي چې مسکو د شمالي کوریا سره د همکارۍ تمه لري چې د لوېدیځ په وړاندې د مخنیوي عمل وکړي، خو په اوکراین کې د شمالي کوریا د پوځیانو کارولو ته اړتیا نشته.

د امریکا متحده ایالات او اوکراین وايي چې شمالي کوریا مخکې له دې روسیې ته د پام وړ توپچي مرمۍ او بالستیک توغندي ورکړي، خو روسیه او شمالي کوریا دا تورونه ردوي.

عیني شاهدان: د غزې د مرستو پر یو مرکز د اسراییل هوايي برید اته تنه وژلي دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۹ GMT+۱

فلسطیني عیني شاهدانو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ رفح ښار ته څېرمه پر یو روزنیز مرکز، چې د مرستو د وېش لپاره ترې کار اخیستل کېده، د اسراییل په هوايي برید کې اته فلسطینیان وژل شوي دي. دا پیښه په داسې مهال شوې، چې د اسراییل ټانکونه رفح ښار ته د ننوتلو په حال کې وو.‌

عیني شاهدانو وویل، چې برید د یو روزنیز مرکز ځینې برخې په نښه کړي، چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې له خوا د مرستو د وېش لپاره کارول کېده.

یو عیني شاهد محمد تفیش وویل: "ځینې خلک د کوپون اخیستو لپاره راغلي وو او نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي وو او دلته یې پناه اخیستې وه، ځینو یې له بمبې اوبه ډکولې، نورو یې کوپونونه اخیستي وو، چې ناڅاپه مو د یو څه د غورځېدو غږ واورېده او چاودنه وشوه.”

د رویټرز خبري اژانس عکاس یوه ودانۍ لیدلې چې په بشپړ ډول ړنګه شوې او جسدونه یې د سړک تر څنګ په کمپلو کې پوښل شوي لیدلي دي.

تفیش وویل: «مونږ شهیدان د نړېدلې ودانۍ څخه را ایستل، په دوی کې یو هغه کس و، چې دلته یې دوکان درلود او نور هغه کسان وو، چې کوپون یې اخیستی و او بېرته د خپلو سیمو په لور تلل. شاوخوا څلور یا پنځه شهیدان او لس ټپیان دي. د خدای شکر دی چې د ټپیانو حالت ښه دی."

د اسراییل پوځ د پیښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د عامه اړیکو مشر جولیټ توما وویل، چې دغه اداره د نورو معلوماتو له وړاندې کولو د مخه د دغه برید په اړه د لا ډېرو جزییاتو په راټولو بوخته ده.

هغه وویل: "د جګړې له پیل راهیسې، زمونږ شاوخوا ۱۹۰ ودانۍ په نښه شوي دي. دا په غزه کې زموږ د ودانیو لویه برخه ده."

نوموړي وویل، چې په دغه جګړه کې د یادې ادارې ۱۹۳ کارکوونکي وژل شوي دي.

په خارکیف کې د روسیې په بریدونو کې یو تن وژل شوی او لس نور ټپیان دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۱

د اوکراین په ختیځ خارکیف ښار کې د یکشنبې په ورځ د روسیې په بریدونو کې یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان شوي دي.

یو اوکراینې امنیتي چارواکی پر ټلیګرام وايي: “اشغالګرو د خارکیف پر ملکي تاسیساتو بریدونه کړي دي او داسې ښکاري چې دا بریدونه د ګلیډ ډوله بمونو پر مټ ترسره شوي چې د ویجاړۍ ځواک یې خورا ډېر دی."

روسیې د اوکراین په ختیځ کې پر خارکیف ښار د خپل ۲۸ میاشتنې اشغال په لړ کې په پرلپسې توګه بمباري کړې ده.

روسي ځواکونه اوس مهال د ښار له څنډو څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لېرې دي او د می په میاشت کې یې د اوکراین ځینې سیمې لاندې کړي هم دي.

د خارکیف والي وايي، چې په دغه ښار د روسیې په دوو هوايي بریدونو کې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي،‌ چې دوه په کې ماشومان دي.

هغه زیاته کړه، چې د دوو ټپیانو حالت "د اندېښنې" وړ دی.

ایرانی چارواکی: تر څو چې افغانستان بې وزله او محروم وي، د نشه یی توکو کښت به روان وي

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د ایران د پوله ساتو قوماندان احمد علي ګودرزی وايي، تر څو چې افغانستان بې وزله، بې ثباته او محروم وي، ایران ته د نشه يي توکو له امله متوجه ګواښ به دوامداره وي. ښاغلي ګودرزی ویلي، چې په سرحدي سیمو کې د مخدره موادو قاچاق په ایران کې د مخدره موادو مصرف زیات کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوله ساتو ځواکونو قوماندان زیاته کړې، چې له نشه يي موادو سره مبارزه یوازې د افغانستان، پاکستان او ایران په درې اړخیزو همکاریو پورې تړلې نه ده، بلکې د نړۍوالو ارادې ته هم اړتیا ده.

د ایران دولتي خبری اژانس «ایرنا» د سرطان د میاشتې په درېیمه نېټه د دغه ایرانی چارواکي له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې د نشه يي موادو په وړاندې د مبارزې لپاره د نړۍ د هېوادونو مرستې ته اړتیا ده.

په دې وروستیو کې په ایران کې د خراسان رضوي د سرحدي ګارد قوماندان د افغانستان پولې ته څېرمه د تایباد په سرحدي کنډک کې د ۱۹۸ کیلو ګرامه نشه یي توکو د کشف خبر ورکړ.

ايران په داسې حال کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي، چې طالبان ادعا کوي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او توليد صفر ته رسېدلى دى.

د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر مشر اسکندر مومني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اتنبایوا غوښتي، چې په دغه هېواد کې نشه يي توکي یو جدي ګواښ وګڼي.