• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ نړۍوال جام؛ هند اسټرالیا ته د ۲۴ منډو په توپیر ماته ورکړه

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۲۴ GMT+۱

د کرېکټ د نړۍوال شل اوریز جام په سیالیو کې د هند ملي لوبډلې د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او اسټرالیا دغې ماتې نیمه پای لوبې ته د افغانستان لاره پېدا کول اسانه کړل.

د شل اوریز نړۍوال جام د اتو غوره لوبډلو تر منځ په سیالیو کې هند له اسټرالیا سره مخامخ شوه، چې په پیل کې یې توپوهنه وکړه.

په لومړۍ پاڼۍ کې هند د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په دویمې پاڼۍ کې د اسټرالیا لوبډلې ونه شول کولی، چې د ټولو اورونو په لوبولو سره ټاکلی هدف پوره کړي او یادې لوبډلې د ۲۴ منډو په توپیر له هند څخه ماتې وخوړه.

د اسټراليا نننۍ ماته د افغان لوبډلې په ګټه تمامه شوه او که چېرې سبا افغان لوبډله د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړي؛ نو نيمه پايلوبې ته به لاره پېدا کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ډېپلوماتیکې سرچینې: د جي ۷ هېوادونه د دوحې د درېیمې ناستې د جوړښت او اجنډا خلاف دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۲۲ GMT+۱

یو شمېر ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې جي اوو هېوادونو له ډلې امریکا، برېتانیا او یو شمېر نور هېوادونه د دوحې د درېیمې دورې ناستې د جوړښت او اجنډا خلاف دي.

د سرچينې په وينا؛ شونې ده چې په دې غونډه کې د امريکا په ګډون د ځينو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون ونه کړي.

دغو سرچینو د دوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي ته وویل، چې د جي اووه هېوادونو غړي په افغانستان کې د یوناما د مشرې رزا اوتنبایوا له کړنو راضي نه دي.

په دغه ګروپ کې امریکا، برېتانیا، فرانسه، جرمني، جاپان، کاناډا او ایټالیا شامل دي.

د نړۍ اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوحې په غونډو کې دې افغانې مېرمنې او د مدني ټولنې غړي شامل کړي؛ خو دغه فعالان په راتلونکې غونډه کې ګډون نه کوي.

ځینو ډېپلوماتانو وویل، چې کاناډا او فرانسه د نورو هېوادونو په پرتله "قوي دریځ" لري.

سرچینې وايي، د امریکا په ګډون ځینې هېوادونه د یوناما د مشرې رزا اوتنبایوا د فعالیتونو په اړه "خوشبینه نه دي".

د دوی په وینا؛ اغلې اوتنبایوا شاید "په خپل دریځ کې روسیې ته نږدې وي."

د لوېدیځو هېوادونو اختلاف یوازې د دوحې د درېیمې ناستې پر ترکیب او اجنډا پورې محدود نه دی، بلکې دوی غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي او له ملګرو ملتونو یې په دې اړه د تعقیب غوښتنه کړې ده.

طالبان د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکلو مخالف دي؛ خو د جي اووه ډلې د غړو په ګډون لوېدیځ هېوادونه په دې باور دي، چې د افغانستان روان کړکېچ ته د حل لاره موندل له ځانګړي استازي پرته امکان نه لري.

ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې لوېدیځ ډېپلوماتان به د دوحې په درېیمه غونډه کې د دویم پړاو په څېر په لوړه کچه ګډون ونه کړي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو تایید کړې وه، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش به د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون ونه کړي.

ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش له افغانستانه " ستړی" دی.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا؛ د دوحې درېیمه غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې مېرمن روزماري ډي کارلو تر څارنې لاندې جوړه شي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ او رینا امیري د ګډون پلان نه لري. د افغانستان انټرنشنل له خوا د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې؛ د ملګرو ملتونو همغږی کوونکی سینیرلی اوغلو چې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي پوست لپاره احتمالي نوماند ګڼل کېده، "د اوس لپاره غوښتنه رد کړې ده."

ښاغلي اوغلو وویل، چې دی د دې دندې اخیستلو ته لېواله نه دی.

د جنوبي کوریا په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې په پېښه کې ۲۲ کاګران مړه شوي دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د جنوبي کوریا چارواکو اعلان کړی، چې د جنوبي کوریا په پلازمینه سئول کې د بېټرۍ جوړولو په یوه فابریکه کې د یوې زورورې چاودنې له امله ۲۲ تنه کارګران مړه شوي دي. د جنوبي کوریا د اور وژنې مشر ویلي، چې چاودنه د دوشنبې په ورځ شوې او د اور ډېره برخه خاموشه شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د جنګاښ ۴مه) د اور وژنې د مشر کیم جین یونګ په حواله راپور ورکړ، چې په وژل شویو کې ۱۸ چینایي او یو د لاو کارګر شامل دی.

هغه زياته کړه، چې د نورو کارکوونکو هويت تر اوسه نه دى په ډاګه شوى.

د دغه رپوټ له مخې؛ اورلګېدنه په ځايي وخت د سهار په لس نیمو بجو هغه مهال رامنځته شوه چې په یوه ګودام کې چې شاوخوا ۳۵ زره بېټرۍ بار وې وچاودېدې.

د جنوبي کوریا چارواکي وايي، چې د چاودنې لامل لا هم معلوم نه دی او د علت د معلومولو لپاره یې پلټنې روانې دي.

کرېکټ نړېوال شل اوریز جام؛ سوېلي افریقا وېسټ اینډیز مات او نیمه پایلوبې ته یې لاره وموندله

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د سوېلي افریقا لوبډلې په شل اوریز نړېوال جام کې د اته غوره پړاو سیالیو کې ویسټ اینډیز ته د درېیو ویکېټو په توپیر ماتې ورکړه او د دغه جام نیمه پایلوبې ته یې لاره وموندله.

د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ نړېوال شل اوریز جام د اته غوره پړاو سیالیو کې په دویم ګروپ کې نن دوشنبه د وېسټ اینډیز او سوېلي افریقا لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته شوې.

د لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او وېست اینډیز ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د وېسټ اینډیز لوبډلې په شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان او د راسټون چیز ۵۲، کایل مایرز ۳۵ او انډریرسل ۱۵ منډو په مټ یې۱۳۵ منډې جوړې کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې سوېلي افریقا د یاد د هدف پوره کولو پرمهال د لوبې په درېیم اور کې د باران د ورښت له امله لوبه وځندول شوه.

لوبه له څو ساعتو ځنډ وروسته د (DLS) میتود له مخې ۱۷ اورونو ته راکمه شوه، او سوېلي افریقا ته په ۱۷ اورونو کې ۱۲۳ منډو هدف ورکړل شو.

سوېلي افریقا دغه هدف د لوبې په ۱۶،۱ اور کې پوره کړ او لوبه یې د دریو ویکېټو په توپیر له وېسټ اینډیز څخه وګټله.

په دې سره سوېلي افریقا د اته غوره لوبډلو په پړاو کې په دویم ګروپ کې دویمه لوبدله شوه چې نیمه پایلوبې ته ووته.

په همدې ګروپ کې نن سهار انګلېنډ امریکا ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لاره وموندله.

نن د ورځې په ورستیو کې د غوره اته پړاو سیالیو په لومړي ګروپ کې هند او اسټرالیا لوبه ترسره کوي.

د دغه پړاو وروستۍ لوبه سبا سه شنبه د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

په غزه کې د ملګرو ملتونو پر روزنیز مرکز د اسراییل په برید کې اته فلسطینیان وژل شوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۱۱ GMT+۱

رویټرز د عیني شاهدانو په حواله راپور ورکړی چې د غزې ښار د زده‌کړو په یوه مرکز کې چې د اړو کسانو لپاره د مرستو وېشلو ځای و، د اسراییلي ځواکونو په برید کې اته فلسطینیان وژل شوي دي. په همدې حال کې اسراییلي ټانکونه د غزې تړانګې په سوېل رفح ښار کې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.

د رویټرز په وینا، د زده‌کړو هغه مرکز چې د یکشنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو لخوا برید پرې شوی و د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د فلسطیني ځوانانو د زده‌کړو لپاره فعالیت کوي، خو اوس د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستو وېش په مرکز بدل شوی دی.

رویټرز د یوه عیني شاهد له قوله ویلي، چې د برید پر مهال یو شمېر کډوال د مرستې او نور د اوبو راوړلو لپاره راغلي وو.

دغه خبري اژانس د خپل عکس اخیستونکی له قوله هم لیکلي چې د برید په ځای کې یې یوه بشپړه ویجاړه ودانۍ لیدلې او وايي، د کوڅې په څنګ کې یو شمېر مړي په کمپلو کې پراته وو.

د اسراییل پوځ ویلي، چې دغه ځای د حماس او اسلامي جهاد وسله والو کارولی او له برید مخکې ورته له وړاندې خبرداري ورکړل شوي وو.

امریکايي چارواکي: له شمالي کوریا سره د روسیې دفاعي تړون له چین سره د کړکېچ لامل کېدای شي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د امریکا د پوځ لوی درستیز د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ درېیمه) وویل، چې له شمالي کوریا سره د روسیې دوه اړخیز دفاعي تړون له چین سره په اړیکو کې کړکېچ رامنځته کولای شي. چارلس براون د تړون په اړه د امریکا اندېښنې هم ومنلې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې روسیه ښايي شمالي کوریا ته وسلې واستوي چې د هغه په وینا، دا اوکراین ته د لوېدیځ لخوا د وسلو ورکولو ځواب دی.

امریکايي چارواکي په دې باور دي چې شمالي کوریا له روسیې څخه د جنګي الوتکو، توغندیو، زغره والو ګاډو، د بالستیک توغندیو د تولید تجهیزات یا توکي او نورې پرمختللې تکنالوژۍ ترلاسه کولو ته لیواله دي.

دغه تړون چې د چهارشنبې په ورځ د پوتین او شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون لخوا لاسلیک شو، دواړه خواوې ژمنې کوي چې د یو بل پر وړاندې د وسله وال تیري پر مهال به یو بل ته سملاسي پوځي مرستې چمتو کوي.

پوتین ویلي دي چې مسکو د شمالي کوریا سره د همکارۍ تمه لري چې د لوېدیځ په وړاندې د مخنیوي عمل وکړي، خو په اوکراین کې د شمالي کوریا د پوځیانو کارولو ته اړتیا نشته.

د امریکا متحده ایالات او اوکراین وايي چې شمالي کوریا مخکې له دې روسیې ته د پام وړ توپچي مرمۍ او بالستیک توغندي ورکړي، خو روسیه او شمالي کوریا دا تورونه ردوي.