د پاکستان کابینې د وسلوالو پرضد د عزم استحکام په نوم عملیات تایید کړل

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې په پښتونخوا او پلوچستان کې د وسلوالو پرضد د عزم استحکام په نامه د عملیاتو پیلول تایید کړل. خو پرون د پاکستان په پارلمان کې د اپوزسیون مشرانو د دې عملیاتو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې د تېر په څېر به یوازې ولس ور سره زیانمن شي.