• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له سل ډیر افغان کډوال له پاکستانه په زور راستانه کړل شول

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه په جبري ډول افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو راستانه شوي چې ۱۲ تنه په کې بندیان وو. د پاکستان حکومت وايي، دغه لړۍ به روانه ساتي.

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ درېیمه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۱۶۹ افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو د پاکستان حکومت له لوري په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د کډوالو وزارت د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت له قوله لیکلي، چې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۳ تنو رسیږي له همدې لارې هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت وایي،‌ په زور راستنو شویو تازه کډوالو کې ۱۲ تنه هغه افغانان هم شامل دي چې د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې بندیان وو.

همدارنګه د کډوالو وزارت د تورخم د سرحدي امری‍ت له قوله لیکلي، چې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴ تنه وو، د تورخم له لارې راستنې شوې.

طالبان وايي، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د روانې جون میاشتې تر ۲۱ مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغانانو شمیر شپږ لکه او ۲۰ زره او ۹۸۱ تنو رسېدلی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

جرمني رسنۍ: په تېرو دوو کلونو کې تر ۵۰۰ ډېر له ګواښ سره مخ افغانان جرمني ته لېږدول شوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۰۱ GMT+۱

جرمني رسنیو ویلي، چې د دغه پروګرام له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۵۳۰ له ګواښ سره مخ افغانان جرمني ته لېږدول شوي. ویل کیږي چې دغه پروګرام په ۱۴۰۱ کال کې پیل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د دغه پروګرام له لارې د منل شویو افغانانو شمېر د زیاتو امنیتي پلټنو له امله کم شوی دی.

جرمني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د ویاند له خولې لیکلي، جرمني پلان لري چې له خطر سره د مخ افغانانو د منلو له پروګرام سره په میاشت کې ۱۰۰۰ افغانان دغه هېواد ته ولېږدوي.

د همدې راپورونو له مخې، دغه پروګرام د ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې په میاشت کې پیل شو او د تېر کال په تله میاشت کې یوازې ۱۳ افغانان د دغه هېواد د کورنیو چارو په وزارت ثبت شوي.

له ګواښ سره مخ د افغانانو د منلو په پروګرام کې هغه کسان شامل دي چې د طالبانو له خوا د شکنجې او ځورولو له خطر سره مخامخ دي، او یا د پخوانیو دندو لکه عدالت غوښتنې، زده کړو او یا سیاست له امله د طالبانو له لوري له لوړ خطر سره مخ دي.

جرمني ته له ګواښ سره مخ د افغانانو د منلو خبرې په داسې حال کې راپورته شوې چې په دغه هېواد کې د جرمونو په تور د یو شمېر افغان کډوالو د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر په دې وروستیو کې وویل: «موږ د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره سخت کار کوو چې خطرناک اسلامپال او توندلاري جنایتکاران افغانستان ته بیرته واستوو.»

دغه څرګندونې د جرمني په ځينو ښارونو کې د افغان کډوالو له خوا د دغه هېواد پر وګړو او پوليسو تر بريدونو وروسته وشوې.

طالبان: کابل کې مو په ۳۲۵ جریبه لاندې شوې ځمکه جوړ شوي کورنه وران کړل

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۱

د طالبانو مالیې وزارت وايي، د دغه وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري د کابل بګرامیو ولسوالۍ د نساجۍ فابریکې ته مخامخ په «۳۲۵ جریبه لاندې شوې» ځمکې جوړ شوي کورونه یې نړولي او ځمکه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده. طالبان وايي، دغه ځمکه د ځينو زورواکو له لوري نیول شوې وه.

د طالبانو مالیې وزارت تېره ورځ ناوخته د (چنګاښ دویمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ اړوند د نساجي فابریکې مخامخ یې هغه کورونه نړولي چې د دوی خبره په «۳۲۵ جریبه لاندې شوې ځمکې په ناقانونه ډول جوړ شوي وو.»

طالبانو د چا له نوم اخیستو پرته لیکلي چې دغه ځمکه د ځينو زورواکو له لوري لاندې شوې وه او بیا خلکو پرې کورونه جوړ کړي وو، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ځمکه د زورواکو له لوري خلکو ته څنګه په واک کې ورکړل شوې وه.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په افغانستان کې داسې کومه خپلواک اداره نشته چې د طالبانو له لوري ترسره شوې او کېدوونکي چارې و ارزوي.

دوه اوونۍ وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د کابل ښار د میرویس، سید جمال الدین او ځاځي ښارګوټو د هستوګنې ځمکې تر راګرځولو وروسته تثبیتې شوې او څښتنان یې کولای شي د ودانیو جوړولو چارې پرې پیل کړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت اړوند د لاندې شویو ځمکو د راګرځولو کمیسیون د روان کال د غوايي په میاشت کې ویلي و، چې په یو نیم کال کې یې څه باندې دوه نیم میلیونه جریبه لاندې شوې ځمکې بېرته ترلاسه کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دغه ډلې د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره یو کمیسیون جوړ کړی.

طالبان وايي؛ دوی مسووليت لري، چې دغه ځمکې تصفيه او د ځمکو سیسټم تنظیم کړي.

نیکاراګوا په یوه بې ساري ګام کې د افغانستان لپاره په بهر کې سفیر وټاکه

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۵۶ GMT+۱

نیکاراګوا له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو لپاره په یوه بې ساري ګام کې افغانستان ته په بهر کې سفیر وټاکه. د نیکاراګوا چارواکو ویلي، چې په چین کې د دغه هېواد سفیر مایکل کمپبل به له بیجینګ څخه په کابل کې د دغه هېواد د سفارت چارې پر مخ وړي.

دا لومړی ځل دی چې نیکاراګوا د افغانستان لپاره په بهر کې سفیر ټاکلی. نیکاراګوا چې په مرکزي امریکا کې موقعیت لري، تر دې مخکې له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لرلې.

د نیکاراګوا مرستیال ولسمشر روزاریو موریو وویل، «موږ د اسلامي امارت (طالبانو) او د افغانستان له خلکو څخه د هغه فرصت ستاینه کوو چې زموږ ملګري مایکل کمپبل ته یې ورکړ.»

د طالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو نږدې درې کاله وروسته تر اوسه پورې هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي. د نیکاراګوا حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو ته اشاره نه ده کړې.

په چین کې د نیکاراګوا سفیر په تېرو میاشتو کې په بیجینګ کې له طالب ډیپلوماټانو سره کتلي وو. طالبانو ویلي چې د نیکاراګوا سفیر په افغانستان کې د سېلابونو د زیانونو له امله طالبانو ته د دغه هېواد د ولسمشر د خواخوږۍ پیغام ورساوه.

افغانستان د ۲۱ منډو په توپیر اسټرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۱۰ GMT+۱

افغانستان په لومړي ځل د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه. تردې وړاندې افغانستان په هیڅ لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې نه وه ورکړې. د افغانستان او سټرالیا لوبډلو تر منځ د نړېوال جام د اته غوره پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان پیلیز توپ وهونکو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د ښې ملګرتیا په مټ اسټرالیا لوبډلې ته ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.

د اسټرالیا لوبډلې له لورې د افغانستان د ورکړل شوي هدف د پوره کېدو لپاره میکسویل ۵۹ منډې جوړې کړې او پاتې نور لوبغاړي یې د ډیرو کمو منډو جوړولو وروسته وسوځیدل.

په دغې لوبه کې ګلبدین نایب د څلورو اورو په لوبولو سره د اسټرالیا څلور، نوین الحق درې، راشد خان او محمد نبي یو یو لوبغاړي وسوځول، او د اسټرالیا لوبډله یې پرینښودله چې د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.

د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې د لومړۍ ځل دی چې افغان لوبډله د اسټرالیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو توانیږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته اسټرالیا څو ځله په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بندیدو او د ښځو د حقونو د نه مراعتولو په پلمه له افغان لوبډلې سره لوبې کول لغوه کړي و.

د اسټرالیا د دغه کار په اعتراض کې هم افغان لوبغاړو د اسټرالیا هېواد په کورنۍ لیګونو کې له لوبیدو څخه ډډه وکړه.

جواد ظریف: امریکا له افغانستانه د وتلو لپاره له طالبانو سوالګري وکړه

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۰۲ GMT+۱

د ایران بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف په اېکس ټولنیزه پاڼه په یوه بحث کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې له شل کلن شتون وروسته د وتلو لپاره، له طالبانو سوالګري وکړه. د ایران بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي، د عراق او افغانستان په ګډون د امریکا ډیری محاسبې ناسمې دي.

ښاغلي ظریف د شنبې ورځې په ماښام د (چنګاښ دویمه) د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په اړه په اېکس پاڼه بحث کې، په سیمه کې د امریکا د ناسمو کړنو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ظریف وویل؛ چې د اوکراین په اړه د امریکا محاسبه سمه وه ځکه چې د ده په وینا واشنګټن وکولای شول چې روسیه په اوکراین کې بوخته کړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر احمدضیا سراج له ان هیډ ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ چې ایران له افغانستان څخه د امریکا د وتلو بهیر د ګړندي کولو لپاره له طالبانو څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخیست.

د ان هیډ ویبپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د امریکا له خوا د قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته، ایران په مشهد کې د طالبانو دفتر پرانیست.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر په دې مرکه کې ویلي چې تهران غوښتل په دې کار سره له امریکا غچ واخلي.

په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته ایران د بن په غونډه کې مهم رول ولوباوه.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد په خپل کتاب کې لیکلي؛ چې جواد ظریف په هغه وخت کې په افغانستان کې د حکومت او نوي سیاسي نظم په جوړولو کې له امریکا سره همکاري وکړه.

ښاغلي ظریف په دې وروستیو کې وویل چې ایران د بن په غونډه کې خپلې ټولې غوښتنې پوره کړې.