• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنځو پاکستاني لوبغاړو د کاناډا ګلوبل شل اوره سياليو کې د لوبېدو تړونونه لاسلیک کړل

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۲۱ GMT+۱

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې پنځو لوبغاړو د کاناډا په ګلوبل ۲۰ اوره سياليو کې د ګډون لپاره د بېلابېلو لوبډلو سره تړونونه لاسلیک کړه. پاکستاني رسنۍ وایي، چې د ملي لوبډلې تېز توپ اچونکی شاهين اپريدی به د کاناډا ټورنټو لوبډلي سره لوبيږي.

ال روانډر افتخار احمد، د مسیسا بنګال ټايګز لوبډلې اخيستی او تېز توپ اچونکی محمد عامر، ويکټ ساتونکی او پوتوپوهنکی محمد رضوان او کپتان بابراعظم به د وينګورنايټز لوبډلې سره تړونونه کړي دي.

د کاناډا ګلوبل شل اوره سيالۍ په ۲۰۱۸ کال د کرېکټ د نړيوالۍ شورا تر تصويب وروسته د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

له هغه راهیسې دا لوبې هر کال په جون او جولای کې کېږي.

د دې سيالیو په هره لوبډله کې ۴ بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: پاکستاني طالبان له سرحدي سیمو د افغانستان نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱

سرچینې وايي طالبان غواړي د پاکستان د تحريک طالبان غړي له سرحدي سيمو د افغانستان نورو ولايتونو ته ولېږدوي. له تېر کال راهیسې نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د لېږد خبره کېږي، خو د طالبانو حکومت بیا بیا دا راپورونه او په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون ردوي.

خو نن بیا امنيتي او ديپلوماتيکو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغان طالبانو، پاکستان او چین تر منځ له څو میاشتو خبرو وروسته دا پرېکړه شوې.

د سرچینو په وینا، په افغانستان کې طالبان هڅه کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو په ځانګړې توګه له خوست ولایت څخه د افغانستان نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

په همدې حال کې، د پاکستان تحریک طالبان د خپلو جنګیالیو د لېږدولو په اړه د طالبانو په پریکړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرې لاهم روانې دي.

دا پرېکړه په پاکستان کې له وروستیو بریدونو او د پښتونخوا په بشام کې پر چینايي وګړو له بریدونو وروسته کېږي.

د پښتونخوا په بشام سيمه کې د چينايي انجنيرانو پر موټر تر بريد وروسته چې په ترڅ کې يې د پنځو چينايي وګړو په ګډون شپږ کسان ووژل شول، د چين په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو د بريدونو د مخنيوي هڅې زياتې شوې.

په تیرو دریو کلونو کې کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، د پاکستان حکومت په وار وار دغه ډله تورنه کړه، چې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي.

راپورونه دا هم په ډاګه کوي چې د ټي ټي پي لوړ پوړي غړي او د دې ډلې یو لوی شمیر جنګیالي په افغانستان کې شته. خو طالبانو په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.

اوس داسې ښکاري، چې افغان طالبان چمتو دي، چې د ډیورنډ کرښې سره پرتو ولایتونو کې پاکستاني طالب جنګیالي نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

که څه هم دا نه ده معلومه چې دغه جنګیالي به کومو ولایتونو ته لېږدول کیږي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبان په پام کې لري، دغه کسان د افغانستان شمالي او لویدیځو ولایتونو ته ولیږدوي.

تر دې مخکې د ۱۴۰۲ کال د ثور په میاشت کې یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د ترکیې اناتولي خبري اژانس ته ویلي و، چې اسلام اباد له پولې څخه د پاکستاني طالبانو د لېږدولو لپاره د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره موافقې ته رسېدلی دی.

هغه مهال د اناتولیا خبري اژانس راپور ورکړی و، چې پاکستان د دغه لېږد مالي لګښت په غاړه اخیستی و.

طالبانو هغه مهال هم دا خبره رد کړې وه، خو د تازه خبر په هکله یې لا څه نه دي ویلي.

د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر وايي، د «ترهګرۍ» تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړه کوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر شهباز شریف وايي، په دغه هېواد کې د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړې ته دوام ورکوي. اصف علي زرداري او شهباز شریف د پښتونخوا په کورمه کې د چاودنې له امله د ۵ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو په غبرګون کې نن دا خبره کړې ده.

د پاکستان حکومت مني، چې بېګا ناوخته په کورمه کې د ځواکونو پر ګزمه د چاودنې له امله پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف غبرګون ښودلی دی او دغه برید یې غندلی دی.

اصف علي زرداري په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترهګرو د له منځه وړلو پورې به په دغه هیواد کې عملیات روان وي.

زرداري د وژل شويو پاکستاني عسکرو له کورنیو سره غمرازي ښودلې ده.

په وروستیو کې په پښتونخوا او پلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو وسلوال بریدونه څو برابره زیات شوي دي.

پښتونخوا کې د ورځږ په تېریدو سره د ترهګرو فعالیتونه مخ په زیاتېدو دي.

پاکستاني نظامیان دا ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر وړاندې کاروي، هغه څه چې تل د افغان طالبانو لخوا رد شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر “د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې د غښتلتیا" عملیاتو ته اجازه ورکړې

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۵۰ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شريف "د عظم استحقاق” په نوم د عملیاتو په منظورولو سره، د ترهګرۍ په وړاندې "د ملي مبارزې” اعلان کړی.

نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د "ملي عملي پلان” په اړه په یوې جلسه کې کړي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې دغه پریکړه، د پاکستان د ټولو ایالتونو او سیمه ییزو چارواکو سره له مشورو وروسته شوې ده. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې دغه هیواد کې د ترهګرۍ د پای ته رسولو لپاره ملي اراده شتون لري او همدې امله د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د غښتلتیا دغه پریکړه د ټول هیواد په سطح شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی چې دغه هیواد د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوې هراړخیزې او غښتلې ستراتیژۍ ته اړتیا لري چې باید د بشپړ ملي اجماع او د نظام په کچه د همغږي پر بنسټ جوړه شي.

ښاغلي شریف ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزۍ په برخه کې د دغه هیواد د پوځ د هڅو باید د ټولو ادارو له خوا ملاتړ وشي. په همدې حال کې باید د ترهګرۍ اړوند قضايي قضیې هم په جدي توګه تعقیب شي.

نوموړي ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې غښتلي کولو سره به اقتصادي وضعیت هم په ښه کیدو شي او د خلکو اندیښنې به راکمې شي. هغه ویلي، چې پاکستان کې باید داسې یوه فضا رامنځ ته شي، چې د افراطي تمایلاتو مخه ونیسي.

پاکستان په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن دی. دغه هیواد په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور پرمهال، له طالبانو د پوځي ملاتړ ترڅنګ، د دغې ډلې مشرانو ته په پاکستان کې امن ځایونه برابر کړي و او ترهګرۍ سره د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د مبارزې په ناکامولو کې یې د پام وړ رول لروده. پاکستان کې د ترهګرۍ په پراخیدو سره داسې ښکاري، چې دغه هیواد اوس په هغه اور سوزي چې خپله یې لګولی و.

د پښتونخوا غرختونکې ثمر خان د اروپا تر ټولو لوړې څوکې ته وخته

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د پښتونخوا د دیر غرختونکي ثمر خان په بریالیتوب سره د البروس په نوم د اروپا تر ټولو لوړې څوکې ته وخته. ثمرخان لومړنۍ پښتنه ده چې په روسیه کې د ۵۶۴۲ مترو په لوړوالي دغې څوکې ته خېږي.

ثمر خان خپل انسټاګرام کې هم لیکلي چې دغې څوکې ته ختل یې ارمان و.

د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې په پښتونخوا کې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ ثمر خان دا د پام وړ کارنامې ترسره کړې او په دې څوکه کې یې د پاکستان بیرغ په فخر سره پورته کړ.

ثمر خان د افریقا په کلیمانجارو کې د نړۍ پر دریم لوی کنګل د باسیکل ځغلولو له مخې هم لومړۍ ښځینه لوبغاړې ده

هغې په ۲۰۲۱ کې د ریډ بل هومر په نوم د واورې بورډینګ مسایقه کې هم لومړی مقام ترلاسه کړ.

پاکستان تحریک انصاف: د پاکستان ملي بودیجه د پاکستان د اقتصاد ضد څېرو له خوا جوړه شوې ده

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۲۸ GMT+۱

په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند سکرتر جنرال عمر ايوب ویلي، چې د پاکستان ملي بودیجه د پاکستان د اقتصاد ضد څېرو له خوا جوړه شوې ده.

نوموړي د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، په هغه هېواد کې چې قانون حاکم نه وي، پانګوال پانګونه نه کوي.
د بودیجې په اړه عمر ایوب وویل، چې د پاکستان د نوي کال بودیجه یو ناقانونه سند دی، چې ملي شورا ته وړاندې شو.

هغه زیاته کړه، چې کله بودیجه وړاندې کیږي نو د مالیې بیل په شمول ټول اسناد دلته وړاندې کیږي.
‎د اپوزیسیون مشر پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په تېرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو کمه پانګونه د اوسني حکومت په دورهې کې شوې ده.
عمر ایوب وویل، چې حکومت په هره احصایه کې درغلي کوي، په هېواد کې بې روزګاري او انفلاسیون خورا زیات شوی او عاید کم شوی دی.
ښاغلي ایوب شهباز شریف ته په اشارې سره وویل، چې د فساد په قضیو کې ښکېل کسان به څنګه فساد ختم کړي؟

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت ملي شورا ته د نوي کال بودیجه د تایید یا رد لپاره وړاندې کړې ده.