د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې د لارموندنې مبارکي ورکړې

د افغانستان دواړو پخوانیو ولسمشرانو د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان د بریا او نړۍوال جام ته د افغان لوبډلې د ورتګ مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان دواړو پخوانیو ولسمشرانو د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان د بریا او نړۍوال جام ته د افغان لوبډلې د ورتګ مبارکي ورکړې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په اېکس پاڼه لیکلي:« د شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره د افغان اتلانو د پام وړ لاسته راوړنې د ستایلو وړ دي.»نوموړي د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړو ته ویلي:« ستاسو زحمت زموږ د ملت لپاره ستر تاریخي وياړ دی. په راتلونکي پړاو کې ستاسو د لا د نورو بریالیتوبونو په هیله.»ورته مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په اېکس پاڼه لیکلي:« د بنګله دېشه د لوبې په ګټلو سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرېکټ نړۍوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته لار وموندله. د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د دې بریا په اړه د زړه له کومې ټولو هېوادوالو په تېره بیا د کرېکټ ملي لوبډلې ګرانو لوبغاړو ته مبارکي وایم او د دوي د لا ډېرو کامیابیو هیله کوم.»دا رنګه نن په خوست، جلال اباد او د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه زره خلک په ټکنده غرمه کې چې په ډېرو دغو ښارونو کې د تودوخې درجه تر څلوېښتو درجو لوړه وه واټونو او لارو کوڅو ته راوتي وو او د خپلې ملي لوبډلې د دغه بریالیتوب نمانځنه یې کوله.

که څه هم چې د طالبانو په واکمنۍ کې په هر ډول ساز او سرود سخت بندیز لګېدلی؛ خو دغو افغانانو بې ډوله نڅاوې کولې او چک چکې یې هم وهلې.
که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دغې تاریخي بریا مبارکي نه ده ورکړې؛ خو په اسلام اباد کې د دغې ډلې د پخوانۍ واکمنۍ پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضغیف په خپله اېکس پاڼه د دغه بریالیتوب مبارکي ویلې ده.