په پښتونخوا کې پر ځنګل وهلو او د چارتراشو پر لېږد بنديز ولګول شو

د پښتونخوا د ځنګلونو ادارې وزير په همدې صوبه کې د ځنګلونو پر پرې کولو او د چارتراشو پر لېږد په بشپړ ډول بنديز ولګاوه. فضل حکیم وایي، چې د ځنګلونو بې قانونه پرې کول د منلو نه دي.

د پښتونخوا د ځنګلونو ادارې وزير په همدې صوبه کې د ځنګلونو پر پرې کولو او د چارتراشو پر لېږد په بشپړ ډول بنديز ولګاوه. فضل حکیم وایي، چې د ځنګلونو بې قانونه پرې کول د منلو نه دي.
د جيونيوز د خبر له مخي ښاغلي حکيم ويلي، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره یې څارونکې ټيمونه جوړ کړي دي.
نوموړي ويلي، چې سیاحت او ځنګلونه سره تړلي دي او باید په پښتونخوا کې د منظم چاپيريال لپاره «ريکارډ بوټي» ولګول شي.
د هغه په خبره، چې د ځنګلونو پرې کول چاپيريال ته سخت زیان اړوي او دا د اقلیم د بدلون او د نړۍ د تودوخي لامل ګرځي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد پارلمان ته ویلي، چې حکومت یې مجبور و، چې له ای ایم ایف سره په ګډه ملي بودیجه جوړه کړي. پاکستان تازه له ای ایم ایف څخه پور اخیستی او حکومت یې باید د ای ایم ایف اصول پر ځای کړي.
له دې وړاندې د حکومت اپوزسیون ویلي وو، چې د پاکستان بودیجه د پاکستان د اقتصاد ضد څېرو او ادارو له خوا جوړه شوې ده.
په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند سکرتر جنرال عمر ايوب ویلي و، چې د پاکستان ملي بودیجه د پاکستان د اقتصاد ضد څېرو له خوا جوړه شوې ده.
نوموړي د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، په هغه هېواد کې چې قانون حاکم نه وي، پانګوال پانګونه نه کوي.
د بودیجې په اړه عمر ایوب وویل، چې د پاکستان د نوي کال بودیجه یو ناقانونه سند دی، چې ملي شورا ته وړاندې شو.
هغه زیاته کړه، چې کله بودیجه وړاندې کیږي نو د مالیې بیل په شمول ټول اسناد دلته وړاندې کیږي.
د اپوزیسیون مشر پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په تېرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو کمه پانګونه د اوسني حکومت په دوره کې کې شوې ده.
عمر ایوب وویل، چې حکومت په هره احصایه کې درغلي کوي، په هېواد کې بې روزګاري او انفلاسیون خورا زیات شوی او عاید کم شوی دی.
بل خوا شهباز شریف د قومي اسمبلۍ په غونډه کې ویلي، چې د پاکستان روان بد اقتصادي وضعیت ته په کتو دوی مجبور شوي، چې له ای ایم ایف څخه پور واخلي او د هغوی ټول اصول ومني.
د پاکستان حکومت پارلمان ته د ۸۵ ټریلیون خسارې سره ۱۸۸ ټریلیونه او ۸۷ بېلیونه پاکستانۍ کلدارې بودیجه وړاندې کړې ده.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د روغتیا ادارې د ماشومانو د پولیو د یوې پېښې د ثبتولو خبر ورکړی دی. دې ادارې د سې شنبې په ورځ وویل، دا په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو شپږمه پېښه ده.
د جيو نيوز د خبر له مخې؛ د بلوچستان د روغتيا ادارې ويلي، چې د بلوچستان په عبدالله قلعه سيمه کې يو ۱۸ مياشتنی ماشوم په پوليو اخته شوی دی.
د پاکستان د روغتیا د ملي ادارې د راپور له مخې؛ په تېره یوه میاشت کې د پولیو د درېیو پېښو ثبتېدل په دغه هېواد کې د پولیو په تشخیص او مخنیوي کې د دوی پاتې کېدا ښيي.
افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه په دې نه دي توانېدلي څو پولیو له منځه یوسي.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې په پښتونخوا او پلوچستان کې د وسلوالو پرضد د عزم استحکام په نامه د عملیاتو پیلول تایید کړل. خو پرون د پاکستان په پارلمان کې د اپوزسیون مشرانو د دې عملیاتو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې د تېر په څېر به یوازې ولس ور سره زیانمن شي.
د جیو نیوز د خبر په بنسټ د اپوزیسیون مشرانو له نیوکو سره د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې نن د دې عملیاتو پیلول تایید کړل.
پخپله شهباز شریف نن د کابینې غونډې ته ویلي، چې د عزم استحکام د عملیاتو په تړاو نیوکې کیږي، خو دا عملیات د تېرو عملیاتو په څېر نه دي، بلکې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به کیږي او د دغو عملیاتو پرمهال به هېڅ څوک نه بې کوره کیږي.
په همدې حال کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په لاهور کې د خبریالانو یو غونډې ته ویلي، چې د عملیاتو مالي لکښت په برخه کې به څلور صوبې مرسته کوي.
خواجه اصف خبریالانو ته په ډاکه کړې چې «دا عملیات د سیاسي موخو لپاره نه کیږي بلکې ترهګري ختمول غواړو او د عملیاتو په اړه راپورته شویو پوښتونو او تشویشونو ته ځواب وایو.»
د پاکستان دفاع وزیر وايي د وسلوالو د له منځه وړلو لپاره یې له افغان طالبانو سره هم خبرې درلودې، خو ګټه یې ونه کړه: «زه خپله د خبرو اترو لپاره لاړم کابل ته لاړم او ژمنه یې وکړه چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې به له پاکستان سره مرسته کوي خو دی ادعا کوي چې تروسه پورې افغانستان خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. »
پاکستان تل ادعا کوي چې پاکستاني وسلوالې ډلې د دوی پرضد د افغانستان خاوره کاروي خو د پاکستاني چارواکو دا ادعا افغان طالبانو تل رد کړې ده.
د افغان طالبانو بیا ځلي واک ته رسېدو سره ډيورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو حضور پراخ شوی دی او بریدونه یې څو برابره زیات شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر او ددې هېواد د دفاع وزیر د عزم استحکام عملیاتو په اړه ډېر نور جزیات نه دي ورکړي او نه یې هم ددې عملیاتو د پیلولو نېټه ښودلې.

د تحریک انصاف ګوند او د پاکستان د پارلمان غړی اسد قیصر د اپوزسیون په نماینده ګۍ وايي، چې دوی د پوځ له خوا د تازه عملیاتو مخالف دي او دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي، چې په پښتونخوا کې بیا جنګ پیل کړي. هغه وايي، چې د عملیات له افغانستان سره د جنګ په معنا دي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ د پاکستان په پارلمان کې حکومت او د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وویل: "تاسو چې کومه طریقه خپله کړې او له افغانستان سره د دښمنۍ یو بل دور شروع کوئ، موږ ته قبوله نه ده".
د اسد قیصر په خبره؛ که چېرې هر څوک د دوی په سیمه کې بیا جګړه پیلوي دوی به د خپل ملت تر شا دریږي او په شریکه به یې مخالفت کوي.
هغه وویل: "که د هر چا دا فکر وي په خدای قسم چې اول به زموږ په جسدونو تېریږي او بیا به جګړه پیلوي، موږ څه بنګړي نه دي په لاس کړي".
نوموړي پر ملا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزي غږ کړی، چې کولي شي له افغانستان سره رامنځته شوې ستونزه په اسانۍ او خبرو حل کړي.
د پاکستان پوځ تازه د عزم په نوم د خپلو مخالفو ډلو د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي، چې له مخې یې په سرحدي سیمو کې خپل مخالفین ځپي.
دغه چاره د تحریک انصاف ګوند سربېره د پاکستان د ګڼو سیاسي ګوندونو او اشخاصو له منفي غبرګون سره مخ شوې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوله ساتو او وسله والو تر منځ جګړه پای ته رسېدلې ده. د ډان د خبر له مخې، دا نښتې د شنبې په ماښام د خیبر پښتونخوا په درېو سرحدي سیمو کې پیل شوې وې.
تر اوسه د پاکستان پوځ د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د جنګاښ په څلورمه نېټه د ځايي خلکو په حواله خبر ورکړ، چې په دې ورځ په دیر ولسوالۍ کې د ډزو تبادله نه ده شوې.
د دغه راپور له مخې، له دوه ورځنۍ جګړې وروسته وسلوال"په افغانستان کې خپلو خوندي ځایونو ته په شا شوي دي."
ډان لیکي، چې په دې نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر یې نه دی معلومه.
پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی، چې مشرانو، سیمه ییزو سیاستوالو او روڼ اندو د دوشنبې په ورځ یوه جرګه راوبلله چې په سیمه کې د امن او نظم د ساتلو لپاره د دایمي حل په اړه خبرې وکړي.
