• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزې ملکي دفاعي اداره وايي، چې د غزې په شمالي ښار بیت لاهیا کې د اسراییل له بمبارۍ وروسته د ویجاړۍ کچه « له تصوره لرې او د تمې خلاف ده.»

د الجزیرې د راپور له مخې؛ په ښار کې د ابو عواد په کور له بمبارۍ وروسته لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

دغه کور شاو خوا ۴۰ کسانو ته پناه ورکړې وه. همدا راز عامه زېربناوې او شاو خوا کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین وایي، چې متحده ایالات د اسراییل او لبنان پر پوله د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره «د بېړني ډېپلوماټیک تړون په لټه کې دي.»

پرون ورځ د فلسطیني ډلې وویل، چې د غزې په شمال کې د شاطي کډوالو په کمپ کې د اسراییل په هوايي برید کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.

د اکټوبر له اومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په جګړه کې لږ تر لږه ۳۷ زره او ۷۱۸ کسان وژل شوي او ۸۶ زره او ۳۷۷ نور ټپیان شوي دي.

د حماس تر مشرۍ پر اسراییل بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۱۳۹ تنو ته رسېدلی، چې لسګونه کسان یرغمل دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دویم سفر ته اجازه ورکړه

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، چې حقاني ته د «امنیت او پخلاینې په سرمشریزه» کې د ګډون لپاره د سرطان له لومړۍ څخه تر ۵مې پورې معافیت ورکړل شوی دی. طالبانو او متحده عربي اماراتو د حقاني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، ابوظبۍ ته د حقاني د سفر موخه "د سیمه ییز امنیت، ثبات او پخلاینې په اړه په غونډو کې ګډون" دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سراج الدین حقاني او درېیو نورو طالب چارواکو ته اجازه ورکړې وه، چې د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

دا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دویم سفر دی.

دغه سفر د امریکا له خوا انتقادونه راپارولي، چې په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور یې د حقاني د نیولو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي وو، چې د طالبانو پر وړاندې نړۍوال بندیزونه عملي کړي او د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې څخه معافیت تر لاسه کړي.

د اوکراین او روسیې کړکېچ؛ روسیې او اوکراین ۹۰ تنه جنګي اسیران تبادله کړل

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۸ GMT+۱

روسیې او اوکراین په خپله ۲۸ میاشتنۍ جګړه کې د دواړو خواو ۹۰ جنګي بندیان په وروستۍ دوره کې تبادله کړل. متحده عربي امارات د منځګړي په توګه د بندیانو د تبادلې څارنه کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو تبادله هغه مهال وشوه، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې (ای سي سي) د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) په اوکراین کې پر ملکي اهدافو د برید په تور د روسیې د پخواني دفاع وزیر او د پوځ د لوی درستیز د نیولو امر صادر کړ.

محکمې سرګي شویګو او مخکښ روسي جنرال ویلري ګیراسیموف په «جنګي او د بشریت ضد جرمونو» تورن کړي دي.

روسي بندیان چې بېرته راستانه شوي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي ویلي، چې ډېری خوشي شوي روسي سرتېري شخصي سرتېري او سربازان دي.

هغه ټینګار وکړ: «دا تبادله د ټولو بندیانو کور ته د ستنېدو په بهیر کې یو بل ګام دی.»

د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) زېلینسکي د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک د لومړۍ کرښې سیمې څخه لیدنه وکړه.

د روسیې د حکومت په خبره؛ هغه بندیان چې د سې شنبې په ورځ بېرته راستانه شوي «په بند کې د مرګ له خطر سره مخ وو.»

له تبادلې وروسته خوشې شوي روسي بندیان د طبي معایناتو لپاره مسکو ته واستول شول.

اوکرايني بنديان چي بېرته ستانه شوي

اوکراین ویلي؛ هغه سرتېري یې بېرته ستانه شوي، چې په ۱۴۰۱ کال کې یې د ازوستال د فولادو د کارخانې د درې میاشتنۍ محاصرې په ترڅ کې دفاع کړې وه.

زېلینسکي په یوه ویډیو وینا کې ټینګار وکړ، چې «موږ به پاتې نور هم په ورته ډول بېرته راستانه کړو.»

هغه وویل: «موږ د ټولو اوکرایني بندیانو په اړه د حقیقت په لټه کې یو. هر څوک چېرته دی، د دوی حالت څه دی او د دوی بیرته ستنېدو لپاره څه ته اړتیا ده.»

په مسکو او کییف کې چارواکو د متحده عربي اماراتو څخه د بندیانو د تبادلې د اسانتیا برابرولو په برخه کې مننه کړې ده.

ډېر ژر به دوه لوی ستوري د ځمکې تر څنګ تېر شي خو ځمکې ته خطر نه شته

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۲۲:۳۷ GMT+۱

د ستور پېژندنې ادارې وايي، چې ډېر ژر به د ځمکې تر څنګ دوه لوی ستوري تېر شي، چې ځمکې ته هېڅ کوم خطر نه پېښوي. دا د خپل ډول یوه نادره پېښه ده، چې یو ستوری یې نېږدې لس ورځې وړاندې کشف شوی دی.

د امریکا د ستور پېژندنې ادارې ویلي؛ ایم کی ۲۰۲۴ لوی ستوری چې له ځمکې لوی او تازه کشف شوی دی د ځمکې له څنګه تېریږي خو د خطر هېڅ امکان نه لري.

دویم ستوری چې یو ایل ۲۱ (1L21)نومیږي له ځمکې لوی او د تېرېدو پر مهال ځمکې ته کوم خطر نه پېښوي.

د ستور پېژندنې د ادارې د وړاندوینې له مخې؛ دا دوه ستوري به له یو بل څخه د ۴۲ ساعتونو په توپیر له ځمکې تېر شي.

د سلمان خان پلار: سلمان خان ډېر ساده دی په اسانۍ سره مینه کوي خو له واده کولو ډاریږي

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۱۳ GMT+۱

د هندي سینما د وتلي ستوري سلمان خان پلار سلیم خان وايي، چې زوی یې ډېر ساده مزاجه دی او ډېر ژر مینه کوي؛ خو له واده ډاریږي چې "انتخاب کړې مېرمن به یې د مور په څېر ټوله کورنۍ سمبال کړي او که نه".

د سلمان خان د واده په تړاو د هغه مینوال ګڼې پوښتنې لري؛ خو له ډېرې مودې وروسته د هغه پلار له یوه هندي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې سلمان له نجونو سره ژر اړیکه ټینګوي.

هغه زیاته کړې: " دی غواړي په خپلې راتلونکې مېرمنې کې هغه جوهر وګوري کوم چې د سلمان خان په مور کې شته".

د هغه په خبره، چې سلمان خان غواړي د خپل ژوند ملګرې داسې څوک وټاکي، چې کورنۍ او خپلو اولادونو ته وخت ورکړي؛ خو د داسې چا پېدا کول وخت غواړي.

له دې وړاندې سلمان خان په یوه مرکه کې ویلي وو، چې له داسې چا سره به واده کوي، چې هغه یې لومړۍ او وروستۍ مېرمن شي.

امریکا د سپاه پاسداران او دفاع وزارت اړوندو کسانو او بنسټونو باندې بندیزونه ولګول

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۵۴ GMT+۱

امریکا د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۵ مه) د ایران پوځي ځواکونو ته د ميلیاردونو ډالرو په انتقال کې د لاس لرلو په تور پر څه باندې پنځوسو کسانو او سازمانونو بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت په یوې اعلاميه کې ويلي، چې دغو کسانو او بنسټونو د «سایه بانکدارۍ شبکه» جوړه کړې، چې د سپاه پاسداران او د ایران د دفاع او د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزارتونو له خوا کارول کېده.

د ایران د حکومت دغه دوه پوځي بنسټونه د امریکا د بندیزونو په لېست کې دي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، چې دې بانکي شبکې د سپاه پاسداران او دفاع وزارت نړۍوال مالي سیسټم ته د لاسرسي زمینه برابره کړې او د هغو ملیاردونو ډالرو په انتقال کې یې مرسته کړې چې دغو دوو بنسټونو له ۲۰۲۰ کال راهیسې د تېلو او پټرو کیمیکل محصولاتو له خرڅلاو ترلاسه کړي و.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا، سپاه پاسداران او دفاع وزارت خپل عایدات د ایران د صرافیو او د بهرني شرکتونو د پوښښ له لارې په سیمه کې د یمن د حوثیانو په ګډون د اسلامي جمهوریت د نیابتي ډلو مالي ملاتړ او وسلو لپاره مصرفول.

د ۱۴۰۲ کال (د لړم ۱۰ مه) د ایران مشر علی خامنه يي اسراییل ته د تېلو او خوراکي توکو د صادراتو پر بندولو ټینګار وکړ او له اسلامي حکومتونو څخه یې وغوښتل، چې له اسراییل سره اقتصادی ملګرتیا ونه کړی.

د خامنه يي له څرګندونو وروسته حوثيانو په سور سمندرګي، د باب المندب تنګي او د عدن په خلیج کې پر نړۍوالو بېړیو بریدونه پیل کړل، چې په سیمه کې یې د تګ راتګ امنیت له خطر سره مخامخ کړ.

واشنګټن د غبرګولي په ۲۱ نېټه د يمن حوثيانو ته د تېلو او نورو توکو په غيري قانوني لېږد کې د رول له امله پر ۱۰ کسانو، شرکتونو او کښتيو بنديزونه ولګول.