• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سلمان خان پلار: سلمان خان ډېر ساده دی په اسانۍ سره مینه کوي خو له واده کولو ډاریږي

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۱۳ GMT+۱

د هندي سینما د وتلي ستوري سلمان خان پلار سلیم خان وايي، چې زوی یې ډېر ساده مزاجه دی او ډېر ژر مینه کوي؛ خو له واده ډاریږي چې "انتخاب کړې مېرمن به یې د مور په څېر ټوله کورنۍ سمبال کړي او که نه".

د سلمان خان د واده په تړاو د هغه مینوال ګڼې پوښتنې لري؛ خو له ډېرې مودې وروسته د هغه پلار له یوه هندي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې سلمان له نجونو سره ژر اړیکه ټینګوي.

هغه زیاته کړې: " دی غواړي په خپلې راتلونکې مېرمنې کې هغه جوهر وګوري کوم چې د سلمان خان په مور کې شته".

د هغه په خبره، چې سلمان خان غواړي د خپل ژوند ملګرې داسې څوک وټاکي، چې کورنۍ او خپلو اولادونو ته وخت ورکړي؛ خو د داسې چا پېدا کول وخت غواړي.

له دې وړاندې سلمان خان په یوه مرکه کې ویلي وو، چې له داسې چا سره به واده کوي، چې هغه یې لومړۍ او وروستۍ مېرمن شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

امریکا د سپاه پاسداران او دفاع وزارت اړوندو کسانو او بنسټونو باندې بندیزونه ولګول

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۵۴ GMT+۱

امریکا د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۵ مه) د ایران پوځي ځواکونو ته د ميلیاردونو ډالرو په انتقال کې د لاس لرلو په تور پر څه باندې پنځوسو کسانو او سازمانونو بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت په یوې اعلاميه کې ويلي، چې دغو کسانو او بنسټونو د «سایه بانکدارۍ شبکه» جوړه کړې، چې د سپاه پاسداران او د ایران د دفاع او د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزارتونو له خوا کارول کېده.

د ایران د حکومت دغه دوه پوځي بنسټونه د امریکا د بندیزونو په لېست کې دي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، چې دې بانکي شبکې د سپاه پاسداران او دفاع وزارت نړۍوال مالي سیسټم ته د لاسرسي زمینه برابره کړې او د هغو ملیاردونو ډالرو په انتقال کې یې مرسته کړې چې دغو دوو بنسټونو له ۲۰۲۰ کال راهیسې د تېلو او پټرو کیمیکل محصولاتو له خرڅلاو ترلاسه کړي و.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا، سپاه پاسداران او دفاع وزارت خپل عایدات د ایران د صرافیو او د بهرني شرکتونو د پوښښ له لارې په سیمه کې د یمن د حوثیانو په ګډون د اسلامي جمهوریت د نیابتي ډلو مالي ملاتړ او وسلو لپاره مصرفول.

د ۱۴۰۲ کال (د لړم ۱۰ مه) د ایران مشر علی خامنه يي اسراییل ته د تېلو او خوراکي توکو د صادراتو پر بندولو ټینګار وکړ او له اسلامي حکومتونو څخه یې وغوښتل، چې له اسراییل سره اقتصادی ملګرتیا ونه کړی.

د خامنه يي له څرګندونو وروسته حوثيانو په سور سمندرګي، د باب المندب تنګي او د عدن په خلیج کې پر نړۍوالو بېړیو بریدونه پیل کړل، چې په سیمه کې یې د تګ راتګ امنیت له خطر سره مخامخ کړ.

واشنګټن د غبرګولي په ۲۱ نېټه د يمن حوثيانو ته د تېلو او نورو توکو په غيري قانوني لېږد کې د رول له امله پر ۱۰ کسانو، شرکتونو او کښتيو بنديزونه ولګول.

غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې د حماس د مشر هنیه د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د فلسطیني ډلې او د انکلیو د ملکي دفاع ادارې وایي، چې د غزې په شمال کې د شاطي کډوالو په کمپ کې د اسراییل په هوايي برید کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.

حماس د سې شنبې په ورځ د هنیه په کورنۍ باندې د برید او د وژل شویو کسانو د شمېر په تاییدولو سره وویل، چې د غزې په تړانګه کې د فلسطین د خلکو په وړاندې د "ویجاړه ونکې" جګړې د دوام مسووله د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن اداره ده.

هغه وویل، چې متحده ایالات اسراییل ته «سیاسي او پوځي پوښښ ورکوي» او د ویجاړونکو موخو لپاره وخت ورکوي.

د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود بسال د اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې په شاتي کې د سې شنبې سهارني برید د هانيه کور په نښه کړ.

بسال وویل، چې د هوایي برید په پایله کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د خور زهر په شمول ۱۰ تنه شیهدان شوي دي. هغه زیاته کړه، چې احتمال شته چې یو شمېر جسدونه تر خاور لاندې وي خو موږ یې د وېستلو لپاره د اړتیا تجهیزات نه لرو.

بسال وویل، د ملکي دفاع کارکوونکو مړي د غزې په ښار کې د الاحلي روغتون ته انتقال کړل، په برید کې د څو تنو ټپیانو راپور هم ورکړل شوی دی.

حماس په یوه بیان کې "په نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غږ کړی چې د دې روانو وحشتناکو جنایتونو په وړاندې خپل مسولیتونه په غاړه واخلي او د بې ګناه ملکي وګړو د ساتنې لپاره دې بیړني اقدام وکړي.

د روسیې او اوکراین د سولې مذاکراتو ته د ډونالډ ټرمپ سلاکارانو طرحه جوړه کړې ده

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۳۱ GMT+۱

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوو مشهورو سلاکارانو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره داسې پلان وړاندې کړی، چې د امريکا د راتلونکو ټاکنو تر ګټلو وروسته به عملي شي.

دا پلان به له اوکراین سره د واشنګټن د مرستو چمتو کول د دې هېواد د موافقې پورې مشروط وي،چې له روسیې سره د سولې خبرې پیل کړي.

رویټرز خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۵ مه) په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي، چې د دغه پلان په چوکاټ کې به امریکا روسیې ته هم خبرداری ورکړي، چې که دغه هېواد د سولې له خبرو سره مخالفت وکړي واشنګټن به کییف ته نورې وسلې ورکړي.

دا طرحه د کیت کيلاف او فریډ فیلټز له خوا چمتو شوې ده.

دا دواړه د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د ملي امنیت د عالي شورا له مشرانو څخه وو.

روسیې د ۱۴۰۰ کال (د کب ۵ مه) د اوکراین پر وړاندې خپل پوځي عملیات پیل کړل او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ مرګونې نښتې روانې دي.

تر دې مخکې د غبرګولي په ۱۳مه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ټرمپ د احتمالي پرېکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړه، چې که چیرې هغه د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې وګټي په کیيف باندې به «د سولې ناوړه پلان» تحمیل کړي.

زلنسکي زیاته کړه، چې د ټرمپ دا ډول اقدام به هغه یو «بايلونکی ولسمشر» کړي او د «نړۍوال لوبغاړي» په توګه به د امریکا رول پای ته ورسوي.

رویټرز د خپل خبر په دوام لیکلي، چې د ټرمپ د سلاکارانو پلان به د کییف او مسکو ترمنځ اوربند د «جګړې د ډګر د حاکمو کرښو» پر بنسټ رامنځته شي.

د فلیټز په وینا دا پلان ټرمپ ته وړاندې شوی او هغه په ​​دې اړه مثبت نظر څرګند کړی دی.

په ورته وخت کې فلیټز زیاته کړه: «زه دا ادعا نه کوم، چې ټرمپ د پلان «له هرې توري» سره موافق دی.»

د رویټرز په وینا دا پلان د اوکراین د شخړې په اړه د واشنګټن په دریځ کې د پام وړ بدلون معنی لري، چې د امریکا د اروپايي متحدینو او حتی د جمهوري غوښتونکو ګوند ځینې غړي به یې مخالفت وکړي.

د امریکا ټاکنې؛ د ولسمشرۍ دوه مخکښ نوماندان جو بايډن او ډونالډ ټرمپ ټاکنیزه مناظره کوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۳۶ GMT+۱

د امريکا ولسمشرۍ ته د ډېموکراټ ګوند نوماند جو بايډن او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاين پر مهال د جون په ۲۷مه په ټاکنیزه مناظره کوي.

يو شمېر رسنيو نن دوشنبه خبر ورکړ، چې د ۲۰۲۴ کال د امريکا ولسمشرۍ چوکۍ ته د دې دواړو نوماندانو ترمنځ مناظره به د سي اين اين ټلویزيون له لوري د ۹۰ دقيقو لپاره مخ ته يوړول شي.

دواړو نوماندانو په دې مناظره کې د ګډون لپاره چمتوالی ښودلی دی.

جوبايډن او ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دوه ځلي په مناظرو کې د بحث لپاره سره مخ شوي وو.

د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال په نومبر مياشت کې تر سره شي او دواړه نوماندان به د ګټلو لپاره خپل کمپاينونه مخ ته وړي.

په امريکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د نوماندانو تر منځ مناظرې له کلونو راهيسي تر سره کيږي.

په امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره لومړۍ مناظره په ۱۹۶۰ کال کې د ريچارډ نيکسون او جان ايف کينيډي ترمنځ تر سره شوې وه.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ هند اسټرالیا ته د ۲۴ منډو په توپیر ماته ورکړه

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۲۴ GMT+۱

د کرېکټ د نړۍوال شل اوریز جام په سیالیو کې د هند ملي لوبډلې د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او اسټرالیا دغې ماتې نیمه پای لوبې ته د افغانستان لاره پېدا کول اسانه کړل.

د شل اوریز نړۍوال جام د اتو غوره لوبډلو تر منځ په سیالیو کې هند له اسټرالیا سره مخامخ شوه، چې په پیل کې یې توپوهنه وکړه.

په لومړۍ پاڼۍ کې هند د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په دویمې پاڼۍ کې د اسټرالیا لوبډلې ونه شول کولی، چې د ټولو اورونو په لوبولو سره ټاکلی هدف پوره کړي او یادې لوبډلې د ۲۴ منډو په توپیر له هند څخه ماتې وخوړه.

د اسټراليا نننۍ ماته د افغان لوبډلې په ګټه تمامه شوه او که چېرې سبا افغان لوبډله د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړي؛ نو نيمه پايلوبې ته به لاره پېدا کړي.