• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د غزې ښار پر یو ګاونډ له برید وروسته فلسطینیانو ته امر کړی چې سویل ته ولاړ شي

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۵۸ GMT+۱

اسراییل د پنجشنبې په ورځ د غزې ښار پر ګاونډ برید وکړ او فلسطینیانو ته یې امر وکړ، چې د سویل پر لور ولاړ شي؛ ځکه چې پوځ د رفح ښار په سویلي برخو بریدونه کوي او دا هلته د حماس وسله والو پر وړاندې د عملیاتو وروستی پړاو دی.

د غزې په ښار کې د شیجایه سیمې اوسېدونکو ویلي، چې دوی د ماسپښین په لومړیو کې د ټانکونو د را نږدې کېدو او ډزو له امله حیران شوي، بې پیلوټه الوتکو هم پر ښار د شپې مهارل بریدونه کړي.

د غزې ښار یو اوسيدونکي محمد جمال چې ۲۵ کلن دی رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «داسې ښکاري چې جګړه بیا پیلیږي، د بمباریو لړۍ زموږ په سیمه کې څو کورونه نړولي او ودانۍ یې ولړزولې».

د پنجشنبې په ورځ د فلسطین ملکي اضطراري خدماتو وویل، چې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې تر اوسه په شیجایه کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.

ویل شوي، چې د لا زیاتو تلفاتو وېره شته چې ښايي تر نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې وي.

د رویټرز له خوا تر لاسه شوي انځورونه ښیې، چې ښځې، نارینه او ماشومان د کڅوړو او خوراکي توکو سره د اسراییل له برید وروسته په کوڅو کې مڼډې وهي.

ځینې کسان د تیښتې پر مهال خپل ټپي شوي عزیزان هم له ځانه سره لیږدوي.

یوه سړي چې یو زخمي هلک یې په غیږ کې نیولی و، وویل: "دا (اسراییلي) اشغالګر موږ په نښه کوي، لکه څنګه چې تاسو لیدلی شئ. تاسو کولی شئ دلته ماشومان وګورئ، ماشومان په نښه کوي."

د اسراییل د پوځ یوه ویاند ویلي، چې دوی په شیجایه کې د تلفاتو په اړه څرګندونې نه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین ولسمشر بروکسل ته د درېیو امنیتي تړونونو د لاسلیکولو لپاره اروپا ته تللی

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي بروکسل ته د درېیو امنیتي تړونونو د لاسلیکولو لپاره سفر کړی، چې یو یې د اوکراین او اروپايي ټولنې تر منځ دی.

هغه د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۷مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د اروپايي ټولنې له مشرانو او د دې اتحاديې د غړو هېوادونو له مشرانو سره ګوري او د دغه سفر په ترڅ کې به د اروپایي ټولنې په شمول درې امنیتي تړونونه لاسلیک کړي.

ښاغلي زېلنسکي وویل: «د لومړي ځل لپاره دا تړون د ټولو ۲۷ غړو هېوادونو ژمنې تضمینوي، چې د هر ډول داخلي بدلونونو په پام کې له نیولو پرته اوکراین ته د پام وړ ملاتړ چمتو کوي.»

د اوکراین ولسمشر دا تړون په اروپا کې د «سولې او سوکالۍ» پر لور یو ګام بللی دی.

بلجیم ته د زېلنسکي سفر په اروپایي اتحادیې کې د کییف د غړیتوب رسمي خبرو اترو پیل او په اوکراین باندې د روسیې د ترغل له پیل څخه دوه کاله ووسته ترسره کیږي.

زېلنسکي پر خپلې اېکس پاڼه د یو بل امنیتي تړون یادونه هم کړې او لیکلي یې دي، چې د استونیا له لومړۍ وزیرې کاجا کالاس سره یې د امنیتي همکاریو او اوږد مهاله ملاتړ تړون لاسلیک کړ.

د میز ښي خوا ته د استونیا له لومړۍ وزیرې کاجا کالاس او چپ خوا ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي
100%
د میز ښي خوا ته د استونیا له لومړۍ وزیرې کاجا کالاس او چپ خوا ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

زېلنسکي د یاد تړون په اړه ویلي، چې دغه تړون د وسلو او پوځي تجهیزاتو، روزنې، د معلوماتي تېکنالوژۍ او نورو فعالیتونو په ځانګړې توګه د دفاعي صنعت په برخه کې همکاري کوي.

ولادیمیر زېلنسکي پر اېکس په یوه بل لیک کې چې د لېتوانیا له ولسمشر ګيتاناس نوسيدا سره یې د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې لیتوانیا هر کال له اوکراین سره امنیتي او سیاسي ملاتړ کوي.

ښې خوا د لیتوانیا ولسمشر ګيتاناس نوسيدا او چپ خوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي
100%
ښې خوا د لیتوانیا ولسمشر ګيتاناس نوسيدا او چپ خوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

اوکراين تر اوسه پورې د امريکا، فرانسې، جرمني، برېتانيا او جاپان په ګډون ١٧ ورته دوه اړخيز امنيتي تړونونه لاسليک کړي دي.

د عدت دوسیه کې د عمران خان او بشرا بي بي د سزا ځنډولو غوښتنې رد شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د اسلام اباد محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د عدت په وخت د نکاح دوسیه کې د سزا ځنډولو غوښتنې رد کړې. د محکمې له دې پرېکړې سره دواړو ته د ۷ـ۷ کاله بند سزا بیا پر ځای شوه، خو دوی په نورو محکمو کې د بیا کتنې یا استیناف غوښتنه کولی شي.

د بشرا خان پخواني مېړه خاور مانیکا د تېر کال د نومبر پر ۲۵ محکمه کې عریضه وکړه چې له ده د بېلېدو وروسته د عدت موده پوره نه وه چې مېرمن خان له عمران خان سره واده وکړ.

د اسلام اباد محکمې یوه قاضي قدرت الله د دې دوسیې په تړاو د تېرې پرورۍ پر دریمه پرېکړه کې عمران خان او بشرا بي بي په اوه اوه کاله بند او پنځه پنځه لکه روپیو جرمانې محکوم کړل.

په مقابل کې د عمران خان وکیلانو د دې سزا ځنډولو لپاره غوښتنې وکړې.

خو د محکمې د نننۍ لس مخیزې پرېکړې اورولو کې قاضي محمد افضل مجوکا وویل، دې دوسیه کې د سزا ځنډولو لپاره کوم کره دلیلونه نه دي وړاندې شوي.

د محکمې پرېکړه کې ویل شوي چې د دوی د حکم خلاف عمران خان او بشرا بي بي د بیا کتنې غوښتنې به هم په دغه عدالت کې چلېږي او د اسلام اباد ستره محکمه به د جولای تر ۱۲ پرېکړه کوي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مهم مشر او قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر عمر ایوب د محکمې د نننۍ پرېکړې په غندلو سره وايي چې په ستره محکمه کې به یې ډېره ژر چلنج کړي.

د هغه په خبره، د قانون او انصاف غوښتنه دا وه چې دې دوسیه کې سزا ختمه شي، خو دا دوسیه سیاسي شوې او د سیاسي مشرانو پرضد ترې د وسلې په توګه کار اخیستل کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر د ستونزو د حل لپاره اپوزیسیون ته د خبرو بلنه ور کړه

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر بیا له اپوزیسیون وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره له حکومت سره خبرو ته کېني او خپل هېواد د پرمختګ پر لار برابر کړي. د شهباز شریف په مشرۍ حکومت سره د اپوزیسون د اختلاف نوې مسله عزم استحام عملیات دي، چې پوځ یې پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو پرضد پلانول غواړي.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې وړمه ورځ په خپله غونډه کې د دې عملیاتو پیلول تایید کړل.

شهباز شریف هغه ورځ د کابینې غونډې ته ویلي، چې د عزم استحکام د عملیاتو په تړاو نیوکې کیږي، خو دا عملیات د تېرو عملیاتو په څېر نه دي، بلکې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به کیږي او د دغو عملیاتو پرمهال به هېڅ څوک نه بې کوره کیږي.

خو د کابینې تر تایید یوه ورځ مخکې د پاکستان په پارلمان کې د اپوزسیون مشرانو د دې عملیاتو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې د تېر په څېر به یوازې ولس ور سره زیانمن شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام «ف» ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پرون هم پارلمان کې ویلي، چې د پاکستان پوځ د چین په خوښه او غوښتنه دا عملیات کوي، چې بدې پایلې به ولري.

د فضل الرحمان په خبره، له ګاونډیانو سره ستونزه په خشن برخورد نه شي حلېدی او اړتیا ده، چې پوځ له سیاسته لاس واخلي او سیاسي ګوندونه پرېږدي، چې د پاکستان سیاست وکړي.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزې ملکي دفاعي اداره وايي، چې د غزې په شمالي ښار بیت لاهیا کې د اسراییل له بمبارۍ وروسته د ویجاړۍ کچه « له تصوره لرې او د تمې خلاف ده.»

د الجزیرې د راپور له مخې؛ په ښار کې د ابو عواد په کور له بمبارۍ وروسته لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

دغه کور شاو خوا ۴۰ کسانو ته پناه ورکړې وه. همدا راز عامه زېربناوې او شاو خوا کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین وایي، چې متحده ایالات د اسراییل او لبنان پر پوله د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره «د بېړني ډېپلوماټیک تړون په لټه کې دي.»

پرون ورځ د فلسطیني ډلې وویل، چې د غزې په شمال کې د شاطي کډوالو په کمپ کې د اسراییل په هوايي برید کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.

د اکټوبر له اومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په جګړه کې لږ تر لږه ۳۷ زره او ۷۱۸ کسان وژل شوي او ۸۶ زره او ۳۷۷ نور ټپیان شوي دي.

د حماس تر مشرۍ پر اسراییل بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۱۳۹ تنو ته رسېدلی، چې لسګونه کسان یرغمل دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دویم سفر ته اجازه ورکړه

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، چې حقاني ته د «امنیت او پخلاینې په سرمشریزه» کې د ګډون لپاره د سرطان له لومړۍ څخه تر ۵مې پورې معافیت ورکړل شوی دی. طالبانو او متحده عربي اماراتو د حقاني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، ابوظبۍ ته د حقاني د سفر موخه "د سیمه ییز امنیت، ثبات او پخلاینې په اړه په غونډو کې ګډون" دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سراج الدین حقاني او درېیو نورو طالب چارواکو ته اجازه ورکړې وه، چې د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

دا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دویم سفر دی.

دغه سفر د امریکا له خوا انتقادونه راپارولي، چې په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور یې د حقاني د نیولو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي وو، چې د طالبانو پر وړاندې نړۍوال بندیزونه عملي کړي او د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې څخه معافیت تر لاسه کړي.