
د افغانستان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د انګلستان په لندن ښار کې د « میټرو بلینډ سپورت» د منډو په نړۍوالو سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه وګټل. نوري د ۲۰۰ او ۸۰۰ مترو په واټن کې له نورو ګډونوالو څخه مخکې شو او لومړی مقام یې وګاټه.
په دې سیالیو کې شاوخوا ۱۰۰نابینا او په سترګو کمزورو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
ولي محمد نوري د منډو په ٢۲ سياليو کې ګډون کړى او په ډېرو کې يې مډالونه ګټلي دي.
نوري تر اوسه د منډو وهلو په درېیو سیالیو کې ګډون کړی او دوه د سرو او یو د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.
دغه لوبغاړي څوارلس کاله مخکې په افغانستان کې په یوې بمي چاودنې کې په سترګو ړوند شوی دی.


اروپايي ټولنې اعلان وکړ، چې افغانستان ته یې د طبي توکو او تجهیزاتو په ګډون ۹۸ ټنه بشري مرستې استولې دي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) وویل، چې دغه مرستې خوارځواکو ماشومانو او سېلاب ځپلو ته ځانګړې شوې دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافايلا یودیچه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:«نن د اروپايي ټولنې د بشردوستانه هوايي دهلیز له لارې ۹۸ ټنه حیاتي طبي وسایل افغانستان ته راورسېدل.»
د اروپايي ټولنې د بحران د مديريت کمېسیون غړي یانس لنارچیچ وويل، چې په مرکز او شمال کې خلک لا هم له سېلابونو څخه د ځان ساتنې او راوتلو په حال کې دي.
د ښاغلي لنارچیچ د معلوماتو له مخې؛ اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ۳۶ الوتنو له لارې افغانستان ته ۱۵۷۰ ټنه بشري مرستې استولې دي.
د روان کال د غبرګولي په میاشت کې اروپايي ټولنې ویلي وو، چې په افغانستان کې له بشري ناورین سره د مبارزې او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره به ۱۴۶ میلیونه یورو مرسته وکړي.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چې په متحده عربي اماراتو کې د برېښنايي تذکزو د وېش پيلېدو لپاره څانګه فعالوي او د همدې لپاره یې یوه ډله هم ولېږله. دغه اداره زياتوي، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سره د هوکړې له مخې په ځينو نور هېوادونو کې هم ورته څانګې فعالوي.
د طالبانو تر واک لاندي د احصايي او معلوماتو ادارې نن یکشنبه په يوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دغه څانګه به د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په ښار کې ډېر ژر پرانيستل شي.
خبرپاڼه د دې ادارې د مشر فقير محمد زيار له قوله زياتوي، چې دوی به په نږدې راتلونکي کې په ایران او ځینو نورو هېوادونو کې هم د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې فعاله کړي.
طالبانو په ۱۴۰۲ کال د مرغومي په مياشت کې په کابل کې د بهرمېشتو افغانانو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پرانيسته.
طالبانو هغه وخت ويلي وو، چې په بهر کې د برېښنايي تدکرو وېش به د احصایې او معلوماتو ادارې په همکارۍ ترسره کوي.
د طالبانو تر واک لاندي د احصايي او معلوماتو ادارې د رسمي شمېرو له مخې؛ د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر له پيل څخه بیا د روان کال تر لومړۍ مياشت پوري يې ۱۲ ميليونه او ۹۰۰ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو مشر د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت د کابل په هوایي ډګر کې د ۱۳ تنو امریکايي سرتېرو وژل کېدل، د امریکا په تاریخ کې د یو تور داغ په نوم یاد کړ.
مایکل مکال وویل: «دغه داغ به راتلونکو نسلونو ته پاتې وي او دغه پېښه د جو بایډن د سترګو وړاندې تېره شوې ده.»
هغه دغه څرګندونې د جوبایډن د وروستیو خبرو په غبرګون کې کړې دي.
جوبایډن د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۷مه) په یوه ټاکنیزه مناظره کې وویل چې: «زه په اوسنۍ پېړۍ کې یواځینی ولسمشر یم، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې هیڅ یو [امریکایي] سرتېری د نړۍ په هیڅ ګوټ کې نه دی وژل شوی.»
دغه څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر له غبرګون سره مخامخې شوې.
مایکل مکال د بایډن دغه ادعا «دروغ» وبلله او زیاته یې کړه: «دغې جملې زه خواشینی کړم، زه پوهېږم چې دې جملې زموږ د پخوانیو سرتېرو کرکه راوپاروله، د امریکا د خلکو او د امریکايي سرتېرو د کورنیو کرکه یې راوپاروله.»
مکال د هغو ۱۳ تنو امریکایي سرتېرو یادونه وکړه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه نېټه د داعش ډلې د یو ځانمرګي برید له امله د کابل په هوايي ډګر کې ووژل شول.
دغه امریکايي چارواکي د هغو «زرګونو داعشیانو» د تېښتې په اړه هم وویل، چې د بګرام له هوايي ډګره وتښتېدل او د کابل په هوايي ډګر کې یې برید وکړ.
هغه زیاته کړه: «خدای به پوهېږي، چې دا مهال هغوی چېرته دي او لا به هم د امریکا امنیت ته څنګه ګواښ پېښوي.»
مکال، بایډن ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په اړه وویل: «دا په تېره یوه لسیزه کې د امریکايي ځواکونو لپاره په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.»
مکال په روښانه توګه وویل: «هغه ته [بایډن ته] شرم په کار دی، هغه دې د دغو څرګندونو په اړه لږ وشرمېږي، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د امریکايي سرتېرو پر وړاندې بې پروايي کړې ده.»
د مکال تر څنګ د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په خپله ټاکنیزه مبارزه کې وویل: «د بایډن په مدیریت کې د ځواکونو وتنه د امریکا د تاریخ تر ټولو شرمونکې ورځ وه.»
ټرمپ له بایډنه وپوښتل هغه کسان یې چې له افغانستانه د «شرموونکې» وتنې په چاره کې ښکېل وو له دندو لرې کړي که نه؟
د افغانستان په تېر حکومت کې د ښځو چارو وزارت مرستیالې نبیله مصلح د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو بلنه رد کړې ده.
اغلې مصلح پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي: "د اصلي غوڼډې په څنډه کې جوړوې شوې ناسته کې ګډون به یوازې د یوې غونډې په کچه وي چې زه به پکې ګډون ونه کړم."
هغې وویل، چې ښځې باید د مذاکراتو په خبرو اترو او په دوحه کې په اصلي غونډه کې حضور ولري، نه د غوڼډې په څنډه کې په جوړو شوو فرعي ناستو کې.
تر دې مخکې د بشري حقونو فعالې زبیده اکبر هم ویلي و چې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دې غونډې ته به نه ځي.
د بشري حقونو يو شمېر مدافعانو د دوحې په درېيمه غونډه کې د ښځو او مدني ټولنو د نه ګډون له امله د دغې غوڼډې سره د پریکون غوښتنه کړې ده.
د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی رینا امیري وايي، چې په وروستیو اوونیو کې یې د ښځو او بشري حقونو د فعالانو پراخې اندېښنې او وړاندیزونه اورېدلې، له ملګرو ملتونو او ۲۰ څخه ډیرو هیوادونو سره یې شریکې کړي دي.
رینا امیري پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي، چې دغه اندیښنې په د دوحې په درېیمه غونډه کې هم شریکې کړي.
مېرمن امیري د شنبې په ورځ په ورځ ویلي، چې د دوحې په غونډه کې او تر هغه وروسته به په دغو غونډو کې د ښځو او د مدني ټولنې د فعالانو د ګډون لپاره د هر اړخیز چوکاټ د جوړولو لپاره خپلو مشورو ته دوام ورکړي..
اغلې امیري د ښځو ځينې اندېښنو ته هم اشاره کړې ده. هغې ويلي، چې د ښځو او د بشري حقونو د فعالانو يوه غوښتنه دا ده چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه کې بايد د ښځو په ګډون بېلابېل افغانان ګډون وکړي، څو د افغانانو ملاتړ له دغو پریکړو سره وي.
د هغې په وينا، د بشري حقونو د دغو فعالانو بله غوښتنه دا ده، چې د ښځو او نجونو حقونو ته بايد لومړيتوب ورکړل شي. هغې ټینګار کړی چې افغانانو او په ځانګړې توګه ښځو ته باید په خبرو اترو کې د ګډون حق ورکړل شي څو له ځانه دفاع وکړي.
د ښځو او بشري حقونو د مدافع شبکو بله غوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار ته دوام ورکړي چې ژر تر ژره هغه فرمانونه لغوه کړي چې تعلیم، کار او په ټولنه کې د ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي.
هغه وايي ، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات د ښځو له شتون پرته نه شي راتلای.