• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په مالستان کې ښوونځی، کلینیک او بازار تړلي او خلک یې د دُرو وهلو نندارې ته بېولي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۱

د غزني مالستان ولسوالۍ څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، چې طالبانو د شنبې په ورځ د ښوونځي، کلینک او بازار دروازې تړلې او خلک یې د دوو تورنو کسانو د دُرو وهلو نندارې ته بيولي. د ځايي خلکو په خبره؛ طالبانو د مالستان په بازار کې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ تایید کړې وه، چې د غزني په مالستان ولسوالۍ کې یې په عام محضر کې «یو کس» په دُرو وهلی دی.

سترې محکمې دغه تورن کس ته د پنځلس کاله تنفیذي بند سزا هم اورولې ده.

د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) ځايي خلکو افغانستان انټرنشنل ته د دغو دوو کسانو د دُرو وهلو په اړه نور جزيیات ورکړي.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو سيمه ييز خلک د وسلو په زور د تورونو کسانو د وهولو ځای ته د نندارې لپاره بوتلل.

ویل کیږي، چې د طالبانو قاضي دغو کسانو ته د سزا ورکولو پر مهال د غزني د مالستان ولسوالۍ خلکو ته خبرداری ورکړ، چې ښځې له «حجاب او شرعي محرم پرته» د ګرځېدو اجازه نه لري.

سیمه ییزې سرچینې دا هم وايي، چې طالبانو په سېمه کې سخت څار کاوه او د پېښې د نندارچیانو ټلیفونونه یې هم ټول کړل څو د تورنو کسانو د وهلو پر مهال دعکس او ویډيو اخیستلو مخه ونيسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست خبريالانو ته: «ږېرې پرېږدئ او لنګوټي وتړئ»

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۵۳ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف رياست رییس خبريالانو او د رسنیو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې «ږيرې پرېږدئ او لنګوټي وتړئ.» عبدالحي عمري خبريالانو ته د پېغور په ډول ويلي، چې رسنۍ او خبريالان د اخلاقي فساد سرچينه دي او باید ځانونه اصلاح کړي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، چې د طالبانو امربالمعروف رياست تېره ورځ د رسنیو له مسوولینو او خبريالانو سره په ليدنه کې يو ځل بیا ګواښ کړی، چې ځانونه پر شریعت برابر او د دوی اصول مراعت کړي.

د سرچېنو په خبره، د طالبانو د امربالمعروف ریاست رییس عبدالحي عمري په تکراري او جدي ډول د رسنیو له مسوولینو غوښتي، چې«د ښځو غږ مطلق بند او باید په هيڅ خپرونه کې خپور نه شي.»

عبدالحي عمري د رسنيو مسوولینو او خبريالانو ته په جدي توګه ويلي: «لنګوټي وتړئ، ږېرې پرېږدئ او ځانونه اصلاح کړئ.»

په کندهار کې خبريالان د امربالمعروف رياست ته غوښتل شوي وو او دغې ادارې ته تر داخلېدو مخکې امنيتي کسانو يو ساعت ټکنده لمر ته د انتظار په بهانه هم درولي وو.

بل لوري بیا نن دوشنبه په کندهار کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د ولایت مقام او استخباراتو استازو د خبريالانو او رسنيو له مسولينو سره د ستونزو اورېدو او حل په موخه ناسته کړې.

په ناسته کې د کندهار خبريالانو د امربالمعروف ریاست له لوري له خبريالانو سره د ناسم چلند، معلوماتو ته د پر وخت لاس رسي، د راپور جوړولو پر مهال د امنيتي ادارو همکارۍ او ورته نورې غوښتني شريکې کړې.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ټولې ستونزي به د حل په موخه له مرکزي ادارې سره شریکې شي.

درې ورځي وړاندي هم د کندهار د طالبانو امنيه قومندانۍ د رسنیو مسولينو ته له خبرتيا پرته د یو شمېر خبريالانو پر دفترونو او رسنيو چاپې وهلې وې او قومندانۍ ته يې وړي وو، خو تر څو ساعته بند وروسته یې خبريالان بېرته خوشي کړي او دا یې سوء تفاهم بللی وو.

د طالبانو استخباراتو په ډېرو ولایتونو کې له خبريالانو ورته غوښتنې کړې او په شفاهي ډول يې ورته ويلي، که د دوی له اصولو خلاف، منفي او انتقادي موضوعاتو ته انعکاس ورکړي د دوی له غبرګون سره به مخ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو پر ستونزو راپورونه چمتو کړي.
د یادولو ده، چې د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

د کابل ښار اتمې حوزې اړوند د رحمان مېنې لېسې ښځینه ښوونکو کاربندیز کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۲۹ GMT+۱

له کابله سرچینې وايي، چې د دغه ښار د اتمې حوزې اړوند د «رحمان مېنې د نجونو عالي لېسې» ښځینه ښوونکو د ښځینه دولتي کارکوونکو د معاشونو کموالي په اعتراض کې کاربندیز کړی دی. دغه ښوونکې وايي، په پنځه زره افغانۍ چې ۷۰ ډالره کیږي د ژوند لګښتونه نه شي پوره کولی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د رحمان مېنې د نجونو د عالي لېسې ښځینه ښوونکو د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۱مه) له خپلو زده‌کوونکو غوښتي چې خپلو کورونه ته ولاړ شي او په دې ښوونځي کې درس نه وو.

دوه ورځې وړاندې هم په کابل کې د څلورو روغتونونو د کابل صحت طفل، ستوماتولوژي، شیخ زاهد او وزیر اکبرخان روغتونونو ښځینه کارکوونکو هم د پنځه زره افغانیو معاش د اعلان په غبرګون کاربندیز کړی وو.

دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د طالبانو د چارو ادارې خپلې مالي برخې ته په یوه استولي مکتوب کې لیکلي و، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو میاشتنی معاش پنځه زره افغانۍ ټاکلی دی.

طالبان: له زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال چې کورنۍ هم په کې شاملې دي تېره ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستانه کړل شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۴۱۸ تنه افغان کډوال له ایرانه راستانه کړل شول.

دغه وزارت وايي، یاد کډوال چې کورنۍ او مجرد کسان په کې شامل دي یو شمېر یې په خپله خوښه او یو نور یې په زور راستانه کړل شوي دي.

طالبان ویلي؛ چې ۶۷۴ تنه اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر او د خوړو نړېوال سازمان ته ورپيژندلي.

له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د الجزیرې خبري شبکې راپور خپور کړی، چې پاکستان په پام کې لري چې افغانستان ته د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د اختلافي پلان دویم پړاو پیل کړي.

ټاکل شوې، چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو د جون په ۳۰مهپیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.

د هواپوهنې اداره: د افغانستان په ځینو سیمو کې د چټکو بادونو، سیلیو او دوړو اټکل شوی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې نن دوشنبه د (چنګاښ ۱۱مه او ۱۲مه ) د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د چټکو بادونو، سیلیو او دوړو اټکل کړی. ‏د دغې ادارې په وینا، چې نن او سبا به د سالنګ په ګډون شمالي، شمال ختيځ، لوېديځ، سوېل او مرکزي ولايتونو کې چټک بادونه ولګیږي.

یادې ادارې د دغو بادونو چټکتیا په یو ساعت کې له ۶۰ تر ۹۵ کیلومټرو پورې اټکل کړې ده.

د اونۍ په سر کې هم د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې خبرداری ورکړی و، اټکل کیږي چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د چټکو سیلیو، خاورو او دوړو سره بادونه ولګیږي چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه له (۵۰ تر ۸۰) کیلومټرو پورې ورسېږي.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیي پېښو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

د خوړو نړېوال پروګرام: روان کال کې مو له ۲۴ زرو زیاتو بېوزله افغان کورنیو سره مرستې کړې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۰۹ GMT+۱

د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان څانګه وايي، په روان ۲۰۲۴ کال کې یې له ۲۴ زرو زیاتو بېوزله کورنیو سره په افغانستان کې مرستې کړې دي. دغه پروګرام وايي، له تېرو شپږو لسیزو راهیسې د دغه هیواد له بېوېلو کورنیو سره مرستې کوي.

د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان څانګې نن دوشنبه د (چنګاښ ۱۱مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې، په روان ۲۰۲۴ کال کې یې له ۲۴ زرو څخه زیاتو بېوزله کورنیو سره په افغانستان کې مرستې کړې دي.

تر دې وړاندې هم د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له بېوزلو کورنیو او د طبعیي پېښو پر مهال د بیړنو مرستو خبرونه ورکړي وو.

د ډبلیو ایف پي مسوولان وايي، چې له تېرو شپږو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د لومړنیو خوراکي او نورو توکو مرستې کوي چې د بېوزلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې یې پوره کړې.

د خوړو نړېوال پروګرام چارواکي وايي، سږ کال یې تر اوسه پورې، په ټول افغانستان کې له ۲۴۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره د طبیعي پېښو پر مهال چې ډیر اغیزمن شوي وو خپلې مرستې روانې ساتلې.

دغه پروګرام د هغو افغان کورنیو سره مرستې کوي چې کورنی مالي حالت يې کمزوری او یا د طبعیي پېښو له امله اغېزمن شوي او بې کوره شوي وي.