• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو د نومونو له څرګندولو ډډه وکړه

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۵۰ GMT+۱

ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو د نومونو له څرګندولو ډډه وکړه. دغه غونډه د تړلو دروازو تر شا پیل شوه، او د دوحې څخه د افغانستان انټرنشنل خبریالانو راپور ورکړ چې په غونډه کې دریو افغان فعالانو په مخامخ ډول او پنځو په انلاین ډول ګډون کړی دی.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې زهره بهمن او زهره صبا د ښځو او خصوصي سکټور په استازیتوب ګډون کړی دی.

دغه غونډه نن سهار په يوه هوټل کې چې د دوحې د اصلي غونډې له ځاى څخه شاوخوا درې کيلومتره په لرې واټن کې دى، جوړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان ښځې چې د ملګرو ملتونو له لوري دغې غونډې ته وربلل شوې وې خو هغوی د اعتراض په توګه په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو بلنه رد کړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو له خوا ښوونکو ته د تنخا ځنډېدو د نجونو د ابتدايه ښوونځیو د بندېدو وېره پیدا کړې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۱

په خوست او ننګرهار کې د نجونو د ابتدایه ښوونځیو ځینې ښوونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د پوهنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې تر امرثاني یې مو معاشونه ځنډېدلي دي. د طالبانو دې پرېکړې سره وېره پیدا شوې چې ممکن په دې پلمه د نجونو لومړني ښوونځي هم وتړي.

د طالبانو پوهنې وزارت منسوب مکتوب کې هم ویل شوي چې د ښځینه ښوونکو تنخا دې د سیسټم تر جوړېدو وځنډول شي.

په خوست او جلال اباد کې ځینې ښوونکو د دې مکتوب په تایید سره نن وویل، تېره ورځ ورته د پوهنې ریاستونو ورته یوازې تنخا د ځنډېدو خبره کړې خو دندې ته د نه حاضرېدو په اړه څه ورته نه دي ویل شوي.

دغه ښوونکې وايي چې د معاشونو ځنډېدل په دې معنا دي چې دوی خپلې دندې ته حاضرې نشي.

دوی اندېښنه لري، چې د تنخا له ځنډېدو سره به د نجونو ابتدایه ښوونځي هم وتړل شي.

شبانه مستعار نوم چې د خوست په مرکز کې د نجونو په ښوونځي کې ښوونکې ده، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې « د پوهنې ریاست لخوا راته تلفون وشو، چې معاشونه یې تر امرثاني پورې بند شوي دي، دا بد خبر مو چې واورېد نو فکر ته مو دا خبره راغله چې د نجونو پر مخ له شپږمه پورته د زدکړو بندېدل هم تر امرثاني پورې کالونو تېرشول خلاص نشول.»

ښوونکې نیوکه کوي، چې دا یوازې د طالبانو یوه پلمه یا بهانه ده.

په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې ریاست یو مامور افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دوی ته یوازې دومره ویل شوي چې ښوونکو ته د تنخا ځنډېدو خبر ورکړي، خو دا نه دي ویل شوي چې که خپلو دندو راشي، نو ستونزې له حل وروسته به د تېرو میاشتو تنخا هم ور کړل شي که نه.

د طالبانو پوهنې وزارت مکتوب

100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت اړوند یو مکتوب چې ددې ډلې د پوهنې وزیر لاسلیک کړی، پکې لیکل شوي دي چې د ملا هبت الله د وروستي فرمان له مخې د ټولو ښځینه کارکونکو تنخا دې ۵ زره افغانۍ شي.

د طالبانو پوهنې وزارت په دغه مکتوب کې بیا راغلي چې په دغه وزارت کې له پخواني سیستم نوي سیستم ته د بدلون لپاره وخت ته اړتیا ده.

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د دې مکتوب د عملي کېدو امر کړی، چې د پوهنې وزارت مالي او حسابدارۍ ریاست رییس ورته د عملي کېدو لاسلیک کړی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په وروستیو کې یو فرمان ورکړ چې له دې وروسته د ښځینه ډاکترانو په شمول د ټولو دولتي مامورینو معاشونه دې ۵ زره افغان وټاکل شي.

د ملا هبت الله دا پرېکړه په کابل او یو ولایتونو کې د ښځینه کارکوونکو له غبرګون سره مخ شوې او وېره شته چې د طالبانو دې پرېکړې له امله دوی له خپلو دندو لاس په سر شي.

طالبانو په پنجشېر کې یو کس د خلکو د سترګو په وړاندې په سزا ورساوه

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۳۵ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، په پنجشېر ولایت کې یې یو تورن کس د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلی. د دغې ډلې له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې یاد کس په «غلا» تورن و.

د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې تېره ورځ یې د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ د لومړۍ محکمې په انګړ کې یو کس د نورو د سترګو په وړاندې په سزا رسولی.

په خبرپاڼه کې د یاد کس د پيژندګلوي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې دغه کس یې په عام محضر کې ۲۵ دورې وهلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر تورن کس یې د یاد ولایت د محکمې مسوولانو، سیمه ییزو طالب چارواکو او ګڼو ولسي خلکو د سترګو په وړاندې په سزا رسولی دی.

تېره ورځ هم د طالبانو سترې محکمې په پروان کې څلور تورن کسان په عام محضر کې په دورو وهلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې نن د روزګان په ولایت کې هم د طالبانو له لوري په عام محضر کې ۱۸ کسانو ته د سزا ورکولو نندارې ته عام خلک وربلل شوي دي.

که څه هم د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه سختي نیوکې کړې، خو دغه ډله وايي‌، دوی په دې کار سره غواړي په افغانستان کې شرعي احکام پلي کړي.

طالبانو په روزګان کې له خلکو غوښتي چې ۱۸ تنو ته په عام محضر کې د سزا ورکولو نندارې ته ورشي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۱۳ GMT+۱

په روزګان کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې ۱۸ تنه په عام محضر کې په دورو وهي. د طالبانو والي دفتر د خبرپاڼې له مخې دغه کسان په بېلابېلو جرمونو تورن دي.

د روزګان سیمه ییزو طالبانو له خلکو غوښتي چې دغو کسانو ته د سزا ورکولو په ننداره کې ګډون وکړي.

په روزګان کې د طالبانو د والي دفتر زیاتوي چې دغه کسان به د همدې ډلې د سترې محکمې په همغږۍ د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) د ترینکوټ ښار د فوټبال په لوبغالي کې په عام محضر کې په دورو ووهل شي.

دغه دفتر په خپله اېکس پاڼه په یوه خپره شوي خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د دغو کسانو د سزا نندارې ته ورشي.

د طالبانو د والي دفتر ټینګار کړی، چې د دغو کسانو د سزا ورکړې ځای ته د هر ډول ټیلیفون او کامرې وروړل په «جدي توګه منع» دي.

طالبانو په عام محضر کې په دورو وهل او ورته جسمي سزاګانې عامې کړي دي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول پر دغه ډول سزاګانو نیوکې کوي او وايي دا د هر ډول انساني او بشري حقونو خلاف عمل دی.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ له تورنو کسانو سره د چلند پر دې طرحې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د شرعي حدودو پلي کول زیات کړي دي.

طالبان: له دوه زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، دوه زره او ۴۵۰ کډوال په تېرو دوو ورځو کې افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن سې شنبه د (چنګاښ ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نیټه د نمیروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۳۲۳ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځو کې ۱۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۳ تنه کیږي دکندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه شول.

د کډوالو د وزارت د معلوماتو له مخې، ۹۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۴ تنو ته رسېږي د ننګرهار تورخم له لارې راستنې کړل شوې دي.

طالبان وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د الجزیرې خبري شبکې راپور خپور کړی، چې پاکستان په پام کې لري چې افغانستان ته د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د اختلافي پلان دویم پړاو پیل کړي.

ټاکل شوې، چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو د جون په ۳۰مهپیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.

روسیې د طالب ویاند هغه ادعا رد کړه چې ګواکې مسکو پر دغې ډلې د بندیزونو لرې کولو هوکړه کړې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۰۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې استازي د طالب ویاند وروستۍ ادعا رد کړې چې ګواکې مسکو او ځینې هېوادونه پر طالبانو د اقتصادي بندیزونو لرې کولو ته ژمن دي. ضمیر کابلوف د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي ته وویل، «روسیې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو هوکړه نه ده کړې.»

تر دې مخکې ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه لیکلي و چې د دوحې په غونډه کې «ژمنه شوې وه چې پر اقتصادي او بانکي برخو کې بندیزونه به لرې شي.»

ښاغلي مجاهد د روسیې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامي همکاریو د سازمان دریځونه د «ستاینې وړ» وبلل.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ډانټي پټېل ​​د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دی نه پوهېږي چې امریکا د دوحې په غونډه کې پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو د ملاتړ ژمنه کړې.

ښاغلي پټېل ​​پر طالبانو باندې د بانکدارۍ بندیزونه د ښځو د حقونو په وړاندې د هغوی د «وحشیانه» کړنو له امله وبلل.

د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند څرګنده کړه چې که څه هم طالبان د بندیزونو په اړه شکایت کوي، خو دوی د امریکا د خزانې وزارت، مرستندویه ادارو او ځینو شرکتونو ته اجازه ورکړې چې د افغانانو د ملاتړ لپاره په خپلواک ډول عمل لري.