طالبانو په پنجشېر کې یو کس د خلکو د سترګو په وړاندې په سزا ورساوه

د طالبانو ستره محکمه وايي، په پنجشېر ولایت کې یې یو تورن کس د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلی. د دغې ډلې له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې یاد کس په «غلا» تورن و.

د طالبانو ستره محکمه وايي، په پنجشېر ولایت کې یې یو تورن کس د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلی. د دغې ډلې له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې یاد کس په «غلا» تورن و.
د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې تېره ورځ یې د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ د لومړۍ محکمې په انګړ کې یو کس د نورو د سترګو په وړاندې په سزا رسولی.
په خبرپاڼه کې د یاد کس د پيژندګلوي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې دغه کس یې په عام محضر کې ۲۵ دورې وهلی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر تورن کس یې د یاد ولایت د محکمې مسوولانو، سیمه ییزو طالب چارواکو او ګڼو ولسي خلکو د سترګو په وړاندې په سزا رسولی دی.
تېره ورځ هم د طالبانو سترې محکمې په پروان کې څلور تورن کسان په عام محضر کې په دورو وهلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې نن د روزګان په ولایت کې هم د طالبانو له لوري په عام محضر کې ۱۸ کسانو ته د سزا ورکولو نندارې ته عام خلک وربلل شوي دي.
که څه هم د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه سختي نیوکې کړې، خو دغه ډله وايي، دوی په دې کار سره غواړي په افغانستان کې شرعي احکام پلي کړي.


په روزګان کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې ۱۸ تنه په عام محضر کې په دورو وهي. د طالبانو والي دفتر د خبرپاڼې له مخې دغه کسان په بېلابېلو جرمونو تورن دي.
د روزګان سیمه ییزو طالبانو له خلکو غوښتي چې دغو کسانو ته د سزا ورکولو په ننداره کې ګډون وکړي.
په روزګان کې د طالبانو د والي دفتر زیاتوي چې دغه کسان به د همدې ډلې د سترې محکمې په همغږۍ د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) د ترینکوټ ښار د فوټبال په لوبغالي کې په عام محضر کې په دورو ووهل شي.
دغه دفتر په خپله اېکس پاڼه په یوه خپره شوي خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د دغو کسانو د سزا نندارې ته ورشي.
د طالبانو د والي دفتر ټینګار کړی، چې د دغو کسانو د سزا ورکړې ځای ته د هر ډول ټیلیفون او کامرې وروړل په «جدي توګه منع» دي.
طالبانو په عام محضر کې په دورو وهل او ورته جسمي سزاګانې عامې کړي دي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول پر دغه ډول سزاګانو نیوکې کوي او وايي دا د هر ډول انساني او بشري حقونو خلاف عمل دی.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ له تورنو کسانو سره د چلند پر دې طرحې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د شرعي حدودو پلي کول زیات کړي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، دوه زره او ۴۵۰ کډوال په تېرو دوو ورځو کې افغانستان ته ستانه کړل شوي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن سې شنبه د (چنګاښ ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نیټه د نمیروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۳۲۳ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.
همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځو کې ۱۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۳ تنه کیږي دکندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه شول.
د کډوالو د وزارت د معلوماتو له مخې، ۹۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۴ تنو ته رسېږي د ننګرهار تورخم له لارې راستنې کړل شوې دي.
طالبان وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.
له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د الجزیرې خبري شبکې راپور خپور کړی، چې پاکستان په پام کې لري چې افغانستان ته د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د اختلافي پلان دویم پړاو پیل کړي.
ټاکل شوې، چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو د جون په ۳۰مهپیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.

د افغانستان لپاره د روسیې استازي د طالب ویاند وروستۍ ادعا رد کړې چې ګواکې مسکو او ځینې هېوادونه پر طالبانو د اقتصادي بندیزونو لرې کولو ته ژمن دي. ضمیر کابلوف د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي ته وویل، «روسیې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو هوکړه نه ده کړې.»
تر دې مخکې ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه لیکلي و چې د دوحې په غونډه کې «ژمنه شوې وه چې پر اقتصادي او بانکي برخو کې بندیزونه به لرې شي.»
ښاغلي مجاهد د روسیې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامي همکاریو د سازمان دریځونه د «ستاینې وړ» وبلل.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ډانټي پټېل د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دی نه پوهېږي چې امریکا د دوحې په غونډه کې پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو د ملاتړ ژمنه کړې.
ښاغلي پټېل پر طالبانو باندې د بانکدارۍ بندیزونه د ښځو د حقونو په وړاندې د هغوی د «وحشیانه» کړنو له امله وبلل.
د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند څرګنده کړه چې که څه هم طالبان د بندیزونو په اړه شکایت کوي، خو دوی د امریکا د خزانې وزارت، مرستندویه ادارو او ځینو شرکتونو ته اجازه ورکړې چې د افغانانو د ملاتړ لپاره په خپلواک ډول عمل لري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د یادې ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د خصوصي سکټور کډ پلاوی به په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون د پرانیستنې تر څنګ د «سوداګریز وصل» په کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د یادې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د خصوصي سکټور ګډ پلاوی به د ازبکستان په تاشکند ښار کې له ازبکستاني چارواکو او سوداګرو سره هم د دواړو هیوادونو پر سوداګرۍ خبرې وکړي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو په څلور ورځنې نندارتون کې به د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعتکاران خپل محصولات او تولیدات «غالۍ، لاسي صنایع او وچې میوې» ننداري ته وړاندې کړي.
په پام کې ده چې دغه ننداتون نن سې شنبه پرانیستل شي.
په دغه ننداتون کې د ګډون په موخه تېره ورځ د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په کابل کې د همغږۍ یوه ناسته هم کړې وه.
که څه هم ازبکستان د طالبانو رژیم په رسمیت نه پيژني خو د دغېډلې سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکي پالي.
د طالبانو او ازبکستان ترمنځ تردې وړاندې د ډبرو سکرو په استخراج، کرنه، د سمینټو د فابریکو فعالولو، د افغاني محصولاتو او تولیداتو د نندارتونو جوړولو ترڅنګ نور اقتصادي تړونونه هم شوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د غازي امان الله جام لېسټ اې سیالۍ به یوه اوونۍ وروسته پیل کوي او دغه لوبې به د کندوز په کرېکټ لوبغالي کې ۱۵ ورځې روانې وي. کرېکټ بورډ وايي، په دغو سیالیو کې به څلور لوبډلې برخه ولري.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پانه په کندوز ولایت کې د غازي امان الله جان لېسټ اې سیالیو د پیلېدو خبر ورکړی.
کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، د کلني پلان سره سم اووم پړاو غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ به د روانې جولای میاشتې په لسمه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټي پورې به دوام مومي.
دغه سیالۍ د کندوز ولایت د کرېکټ په لوبغالي کې ترسره کیږي.
په یادو سیالیو کې به څلور لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز ګډون ولري.
د مهال وېش له مخې د جولای په لسمه به لومړی لوبه د میوند اتلان او پامیر لیجنډز لوبډلو تر منځ ترسره شي.
کرېکټ بورډ وايي، په دغو سیالیو کې به هر لوبډله له بلې لوبډلې سره دوه ځلې مخامخ شي، چې هره لوبډله به شپږ لوبې وکړي او له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د جولای په ۲۵ نېټه پایلوبه ترسره کړي.
افغان کرېکټ بورډ وايي، د غازي امان الله جام اووم پړاو سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو تر څنګ د کورني کرېکټ ګڼ شمېر نوموتو او د غوره کارکردګۍ لرونکو لوبغاړو او تر نوولس کلنو کم عمره لوبغاړو ته هم د لوبیدو چانس ورکړل شوی.
کرېکت بورډ وايي، د کورني کرېکټ څانګې له پلان سره سم به له یادو سیالیو وروسته په راتلونکې اګسټ میاشت کې نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ او د روان کال په سپټمبر میاشت کې به اووم پړاو احمد شاه ابدالي لومړۍ درجه کرېکټ سیالۍ ترسره شي.