د هنګري لومړي وزیر د اروپايي ټولنې د مشرانو د غوښتنې خلاف له پوتین سره وکتل

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د سولې په اړه خبرې اترې کړي دي.

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د سولې په اړه خبرې اترې کړي دي.
اوربان له پوتین سره په داسې حال کې لیدلي چې د اروپايي ټولنې ځینو مشرانو هغه ته خبرداری ورکړی، چې د دغې ټولنې د دوره یي مشر په توګه دې له مسکو سره جوړجاړی نه کوي.د هنګري لومړي وزیر په دې وروستیو کې د اروپايي ټولنې دوره یي مشري په غاړه واخیسته او له هغه وروسته یې د اوکراین له ولسمشر سره وکتل.
ویل کیږي چې نوموړی کییف ته د خپل سفر په دوام د سولې ماموریت لپاره مسکو ته تللی او هلته یې له ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي.
د اروپايي کمېسیون مشرې ورزلا فون در لاین، له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې اوربان باید د اروپايي ټولنې د مشر په توګه مسکو ته سفر ونه کړي. هغې زیاته کړه چې د ۲۷ هېوادونو جوړه اروپايي ټولنه هوډ لري چې په اوکراین کې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي.
همدا راز، ولادیمیر پوتین له ویکتور اوربان سره په لیدنه کې ویلي، چې چمتو دی چې د سولې د وړاندیز په جزییاتو او د دوه نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.
پوتین تیره میاشت وویل، چې روسیه به یوازې هغه وخت جګړه پای ته ورسوي چې کییف خپل د ناټو سره د یو ځای کیدو ارمانونه پریږدي او د هغه پلان سره موافقه وکړي. پوتین له اوکراین څخه وغوښتل چې د جګړې اوسنۍ کرښې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په توګه ومني.
ویکتور اوربان له اوکراین سره د لویدیځ د پوځي مرستو باندې نیوکې کوي او ویل کیږي چې د روسیې له مشر سره تودې اړیکې لري. هغه پوتین سره د لیدنې په تړاو وویل، چې د دغه سفر یې د اروپایي ټولنې د ماموریت برخه نه ده او دا چې سوله «په بروکسل کې راحتې څوکې» څخه نه شي رامینځ ته کیدای.


د محافظه کار ګوند لپاره له یوې بدې شپې وروسته ، رشي سونک وویل، چې هغه د ګوند له مشرۍ استعفا کوي. د جمعې په ورځ په ډاونینګ سټریټ کې ښاغلي سونک د بریتانیا له خلکو بښنه وغوښته او ویې ویل، "زه ستاسو په غوسه پوهیږم."
ښاغلي سونک وویل: "ما خپله هڅه وکړه، مګر تاسو یو روښانه سیګنال لیږلی چې د بریتانیا حکومت بدلون ته اړتیا لري."
هغه زیاته کړه چې "ما ستاسو غوسه، ستاسو انامیدي اوریدلې ده او زه د دې زیان مسولیت په غاړه اخلم."
د محافظه کار ګوند مشر کییر سټارمر به د رشي سوناک له استعفا وروسته له پاچا سره تر لیدو وروسته د بریتانیا نوی لومړی وزیر شي.
کارګر ګوند د بریتانیا عمومي ټاکنې په پرېکند ډول وګټلې او د محافظه کار ګوند ۱۴ کلنه واکمني یې پای ته ورسوله.

د تېر جون میاشتې په ۲۲ په اسلام اباد کې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د «Apex Committee» یا د لوړپوړې کمیټې غونډه دایره شوه، چې پرڅو وزیرانو او ملکي بیوراکراتانو سربیره یو شمیر جنرالانو هم پکې ګډون کړی و.
له غونډې نه وروسته د وزیراعظم د دفتر بیان کې د پاکستان حکومت په هیواد کې د مخ په زیاتبدونکې ترهګرۍ په ضد د عزم استحکام په نوم نوي پوځي عملیات اعلان کړل.
دا خبره څرګنده ده چې دغه عملیات به پښتونخوا کې کیږی، چې د ټيټي پي جنګیالیو په کال ۲۰۲۳ کې دوه نیم ذره شاوخوا حملې کړې وې او یا به هم پوځيعملیات په بلوچستان کې کیږي، ځکه چې هلته له بلوچ ملتپالو جنګیالیو سره د پاکستان د پوځ جنګ روان دی.
پاکستان کې عجیبه خبره دا ده چې هسې خو د اساسی قانون سره سم مرکزي، ایالتي او محلي حکومتونه شته، خو چې کله خبره دغسې اساسي او حساسو تصمیمونو ته راشي، نو بیا فیصلې په پارلمان یا په کابینه کې نه کیږي، بلکې جنرالان فیصله کوي او حکومتونه بغیر د کوم چون یا چرا نهد دغو تصمیمونو په منلو مجبور وي.
دغه تش په نوم لوړپوړې کمیټه په اساسي قانون کې ذکر شوی اورګان یا موسسه نه ده. دا تشه د حکومت د ملکي او نظاميڅانګو کې د هم هنګۍ راوستو یوه عادي کمیټه ده، نو د پوځي عملیاتو فیصله د دغې عادي کمیټې تر پردې لاندې جنرالانو وکړه او کابینه او پارلمان به صرف په دې ګوته لګوي.
د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو په باره کې د بیان له مخې، په پاکستان کې د چینایانو د ژغورنې لپاره د لازمو ترتیباتو نیولو اراده هم څرګنده شوې ده.
داسې ښکاري چې تیره میاشت چې وزیراعظم شهبازشریف او د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د چین په سفر تللی وو، نو هلته د چینايي دولت او حکومت مشرتابه پاکستان کې د ترهګرو په بریدونو کې د چینايي اتباعو په وژل کیدو خواشیني او تشویش څرګند کړی واو د پاکستان حکومت نه یې د دغو بریدونو د مخنیويلپاره د اغیزمنو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان په مرکزي حکومت او پنجاب، سند او بلوچستانکې واکمن ګوندونه لکه مسلم لیګ، پیپلز پارټي او متحده قومي مومنټ د عزم استحکام عملیات تاییدوي، خو په پښتونخوا کې د سیاسيګوندونو او خلکو مطلق اکثریت د دغو عملیاتو مخالفت کړی دی.
په دې کې په پښتونخوا کې واکمن ګوند پی ټی ای،مخالف ګوندونه لکه جمیعت العلمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، پي ټي ایم، این ډي ایم، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي شاملې دي. البته د پوځي عملیاتو په مخالفت کې د دغو ګوندونو انګیزې د یوه بل نه مختلفې دي.
که څه هم مرکزي حکومت وايي چې د پښتونخوا د صوبايي حکومت وزیر علي امین ګنډاپور، چې د عمران خان د پي ټي ای ګوند غړی دی، هم د لوړپوړې کمیټې په غونډه کې ناست و او د عزم استحکام د عملیاتو د تصمیم مرسته یې کړې وه، خو علي امین ګنډه پور د راولپنډۍ په محبس کې د عمران خان سره لیدلو نه وروسته وویل چې عمران خان هغه ته د دې پوځي عملیاتو د مخالفت لارښودنه کړې ده.

عمران خان او د هغه ګوند تل له ټي ټي پي سره ښې اړیکې لرلې او د هغوی په ضد یې د پوځي عملیاتو مخالفت همیش کړی دی.
په ۲۰۱۴ کې چې کله ټي ټي پي د پاکستان حکومت سره خبرو لپاره خپل نمایندکان ټاکلي وو، نو په هغو کې یې پر ځینی ملایانو سربیره د عمران خان نوم هم د خپل نماینده په توګه اعلان کړی و.
ځینې سیاسي شنونکي په دې نظر دي چې طالبان او د عمران خان ګوند دواړه د پوځ پروژې دي، یوه څانګه یې نظامي چارې پرمخ بیايي او بله څانګه یې د سیاسي چارو مسولیت په غاړه لري.
مولانا فضل الرحمان او د هغه ګوند جمیعت العلمای اسلام ځکه د عزم استحکام د عملیاتو مخالفت کوي چې هغه د پاکستان په پوځ د فرورۍ په اتمه ټول ټاکنو کې د درغلۍ تور پورې کوي او وايي چې په پښتونخوا کې د پي ټي ای واکمني د پوځ د درغلۍ په نتیجه کې منځ ته راغلې ده.
فضل الرحمان دغه عملیات عزم عدم استحکام بللي او وايي، چې د پخوانو پوځي عملیاتو غوندې به د دغو عملیاتو په نتیجه کې ترهګري خو له منځه ولاړه نه شي، بلکې په پښتونخوا کې به بې ثباتي لا پسې زیاته شي.
فضل الرحمان د جنرالانو څخه دا ګیله هم لري چې د هغه د ګوند غړي د داعش له خوا شویو بریدونو کې له منځه وړل کیږي، خو حکومت د دوی په ژغورنه کې پاتې راغلی دی.

د پښتونخوا ملتپال تل د پاکستان په دولت تور پورې کوي چې هغه د ابر قدرتونو نه پیسې لاس ته راوړلو لپاره د افغان/پښتون په خاوره او وینه نیابتي جګړې کوي او دا هم چې د خپل د هویت د بحران له ویرې افغانستان کې جنګونو ته لمن وهي ترڅو چې افغانستان مضبوط نه شي.
خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د پښتونخوا ولس د پاکستان د حکومت له خوا د ترهګرو د پاللو او میشته کولو په ضد خورا ډیرې مظاهرې او لاریونونه کړي وو.
ولس د ترهګرو او د پوځ د عملیاتو دواړوپه ضد شعارونه ورکول. پښتونخوا کې په تیرو دوه نیمو لسیزو کې د پاکستان حکومت طالبان او د نړۍ د نورو سیمو نه راغلي ترهګر پهافغانستان کې جګړې لپاره پښتونخوا کې میشت کړي وو.
کله کله به یې د نړیوالو سترګو ته د خټې اچولو په موخه د ترهګرو په ضد تش په نوم پوځي عملیات و کړل چې په حقیقت کې به دوی عام پښتون ولس قتلاوه، د هغوی کورونه به یې ورانول او هغوی به یې په کډه کولو او بې کوره کیدو مجبورول او بیا به یې په میډیا کې په دغو مظلومو خلکو د ترهګرۍ تور هم پورې کاوه.
د پښتونخوا خلک اندیښمن دي چې پاکستاني جنرالان به یو ځل بیا د ترهګرۍ په ضد په یوه نوې جګړه کې د ډالرو په بدل کې د پخوا غوندې د دوی وینه خرڅه کړي او د دوی کورونه به تالا ترغه کړي.

پښتون ولس وايي چې د ۲۰۱۴ د ضرب عضب په نوم عملیاتو کې د پښتنو ورانو کورونو کې یو شمیر کورونه لا جوړ شوي نه دي او ځینې بې کوره شوي خلک لا بیرته ستانه شوي همنه دي، خو پاکستانی جنرالان د ابر قدرتونو تر منځه د محلی قراردادیانو په توګه د نیابتي جنګ اور د افغان/پښتون په کور کې بیا تودوي.
هغوی پوښتنه کوي چې پاکستاني جنرالان څنګه د ډیورنډ په کرښه د ترهګرو د تګ راتګ مخه نه شي نیولي خو په چمن، غلام خان، انګور اډه ، خرلاڅي او په سوونو نورو ځایونو کې دپښتنو د پیړیو په تګ راتګ او محلي تجارت باندې ناروا بندیزونه لګوي ؟
د پښتون ولس پیشنهاد دادی چې پاکستاني جنرالان دې په خپل ملک کې اول د افراطګرۍ او ترهګرۍ فابریکې وتړي، تر هغه وروسته دې بیا د ترهګرۍ د مخ نیوي خبرې کوي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

په خیبر پښتونخوا کې پولیس چارواکي وايي، چې د مردان ولسوالۍ په تخت بهایي سيمه کې د جلاله پل سره نږدې په ننۍ چاودنه کې درې کسه وژل شوي او اته نور ژوبلېدلي دي.
پولیس وايي، چې مړه شوي او ژوبلیدلي کسان یې په بېړه روغتون ته لېږدولي دي چې د ځینو ژوبلو شویو کسانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
تر اوسه د دغې چاودنې په اړه زیات جزییات نه دي ورکړل شوي؛ خو ځايي چارواکي وايي چې په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.
تر دې مهاله کومې ډلې د دغې پېښې پړه چا نه ده منلې.
په خیبر پښتونخوا او په نورو سیمو کې د محرم په رارسېدو سره کلک امنیتي ګامونه اخیستل شوي؛ خو بیا هم له ځینو سیمو د ورته پېښو رپوټونه رارسېږي.

حزب الله د اسراییل پر پوځي اډو تر ۲۰۰ ډېر توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي. حزب الله د اسراييلو په بريد کې د دغې ډلې د جګپوړي قوماندان محمد ناصر تر وژل کېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ پر اسراييل توغندیز او ډرون بريدونه ترسره کړل.
حزب الله وايي، چې دوی د اسراییل پر لسو پوځي اډو ۲۰۰ توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.
اسراییل د حزب الله بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې دغه بریدونه پولې ته څېرمه شوي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې په دغو بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی او څو نور سخت ټپیان شوي دي.
اسراییلي رسنیو ویلي، چې د امنیتي وضعیت له کبله له حیفا څخه تر نهاریه پورې د اورګاډي تګ راتګ ځنډول شوی دی.
د حزب الله او اسراییل ترمنځ حالت له هغه وروسته ترینګلی شو، چې پر غزې د اسراییل له بریدونو وروسته یې حزب الله د ملاتړ غږ اوچت کړ.
حزب الله وخت نا وخته په سره سمندرګي کې د اسراییل او د هغه هېواد د متحدینو بېړۍ هم په نښه کوي.
له بل پلوه په پام کې ده، چې د اسراییل د موساد ادارې مشر به په غزه کې د خونړۍ جګړې درولو او د اوربند په تړاو خبرو لپاره د مرکچي پلاوي په مشرۍ دوحې ته سفر وکړي.
د الجزیرې شبکې د سرچینو په خبره، د اسراییل د استخباراتو مشر ډیویډ برنیه به د پلاوي مشري وکړي او د خبرو اترو د نوي پړاو له پیل مخکې به د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره وګوري.

د پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د راپور له مخې، په لومړي ځل د اېبټ اباد او ګوادر څخه په اخیستل شویو چاپېریالي بېلګو کې د ګوزڼ ناروغۍ ویروس تایید شوی دی. د پاکستاني چارواکو په وينا، په ټول پاکستان کې د دغه ويروس د خپرېدو لړۍ روانه ده.
دغه چارواکي وایي، چې په کراچۍ، سند، بلوچستان او اسلام اباد کې هم د پوليو ويروس لیدل شوی دی.
چارواکو ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د اېبټ اباد په کلا پل شیخ البندي او د ګوادر جي ډي اې پلانټ کې په چاپېریالي بېلګو کې هم د ګوزڼ ویروس تایید شوی دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا، تر اوسه د دغه هېواد د ۴۹ ولسوالیو په ۲۱۱ چاپېریالي بېلګو کې د پولیو ویروس موندل شوی او تر اوسه ۸ ماشومان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم په کې په ګوزڼ ناروغۍ ماشومان اخته کېږي؛ که څه هم چې د روغتیا نړۍوال سازمان او نور مرستندویه بنسټونه د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په دواړو هېوادونو کې د واکسین کمپاینونه ترسره کوي؛ خو په ځینو سیمو کې یو شمېر خلک په دودیزه توګه لا هم د دغه واکسین سره مخالفت کوي او وخت ناوخته د پولیو د واکسین پلي کوونکي د وسلهوالو ډلو لهخوا په نښه کېږي.