د خیبرپښتونخوا په مردان کې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي

په خیبر پښتونخوا کې پولیس چارواکي وايي، چې د مردان ولسوالۍ په تخت بهایي سيمه کې د جلاله پل سره نږدې په ننۍ چاودنه کې درې کسه وژل شوي او اته نور ژوبلېدلي دي.

په خیبر پښتونخوا کې پولیس چارواکي وايي، چې د مردان ولسوالۍ په تخت بهایي سيمه کې د جلاله پل سره نږدې په ننۍ چاودنه کې درې کسه وژل شوي او اته نور ژوبلېدلي دي.
پولیس وايي، چې مړه شوي او ژوبلیدلي کسان یې په بېړه روغتون ته لېږدولي دي چې د ځینو ژوبلو شویو کسانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
تر اوسه د دغې چاودنې په اړه زیات جزییات نه دي ورکړل شوي؛ خو ځايي چارواکي وايي چې په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.تر دې مهاله کومې ډلې د دغې پېښې پړه چا نه ده منلې.په خیبر پښتونخوا او په نورو سیمو کې د محرم په رارسېدو سره کلک امنیتي ګامونه اخیستل شوي؛ خو بیا هم له ځینو سیمو د ورته پېښو رپوټونه رارسېږي.


حزب الله د اسراییل پر پوځي اډو تر ۲۰۰ ډېر توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي. حزب الله د اسراييلو په بريد کې د دغې ډلې د جګپوړي قوماندان محمد ناصر تر وژل کېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ پر اسراييل توغندیز او ډرون بريدونه ترسره کړل.
حزب الله وايي، چې دوی د اسراییل پر لسو پوځي اډو ۲۰۰ توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.
اسراییل د حزب الله بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې دغه بریدونه پولې ته څېرمه شوي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې په دغو بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی او څو نور سخت ټپیان شوي دي.
اسراییلي رسنیو ویلي، چې د امنیتي وضعیت له کبله له حیفا څخه تر نهاریه پورې د اورګاډي تګ راتګ ځنډول شوی دی.
د حزب الله او اسراییل ترمنځ حالت له هغه وروسته ترینګلی شو، چې پر غزې د اسراییل له بریدونو وروسته یې حزب الله د ملاتړ غږ اوچت کړ.
حزب الله وخت نا وخته په سره سمندرګي کې د اسراییل او د هغه هېواد د متحدینو بېړۍ هم په نښه کوي.
له بل پلوه په پام کې ده، چې د اسراییل د موساد ادارې مشر به په غزه کې د خونړۍ جګړې درولو او د اوربند په تړاو خبرو لپاره د مرکچي پلاوي په مشرۍ دوحې ته سفر وکړي.
د الجزیرې شبکې د سرچینو په خبره، د اسراییل د استخباراتو مشر ډیویډ برنیه به د پلاوي مشري وکړي او د خبرو اترو د نوي پړاو له پیل مخکې به د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره وګوري.

د پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د راپور له مخې، په لومړي ځل د اېبټ اباد او ګوادر څخه په اخیستل شویو چاپېریالي بېلګو کې د ګوزڼ ناروغۍ ویروس تایید شوی دی. د پاکستاني چارواکو په وينا، په ټول پاکستان کې د دغه ويروس د خپرېدو لړۍ روانه ده.
دغه چارواکي وایي، چې په کراچۍ، سند، بلوچستان او اسلام اباد کې هم د پوليو ويروس لیدل شوی دی.
چارواکو ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د اېبټ اباد په کلا پل شیخ البندي او د ګوادر جي ډي اې پلانټ کې په چاپېریالي بېلګو کې هم د ګوزڼ ویروس تایید شوی دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا، تر اوسه د دغه هېواد د ۴۹ ولسوالیو په ۲۱۱ چاپېریالي بېلګو کې د پولیو ویروس موندل شوی او تر اوسه ۸ ماشومان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم په کې په ګوزڼ ناروغۍ ماشومان اخته کېږي؛ که څه هم چې د روغتیا نړۍوال سازمان او نور مرستندویه بنسټونه د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په دواړو هېوادونو کې د واکسین کمپاینونه ترسره کوي؛ خو په ځینو سیمو کې یو شمېر خلک په دودیزه توګه لا هم د دغه واکسین سره مخالفت کوي او وخت ناوخته د پولیو د واکسین پلي کوونکي د وسلهوالو ډلو لهخوا په نښه کېږي.

دغه لاریون چې په کې د بېلابېلو قومونو مشرانو، مخورو، د سیاسي ګوندونو استازو او غړو برخه لرله، د دغو عملیاتو سره یې مخالفت څرګند کړ او له حکومته یې وغوښتل، چې په دې اړه دې له خپلې کړې پرېکړې لاس په سر شي.
د دغه لاریون په ترڅ کې د میرعلي بازار په چورلټ ډول تړل شوی او لویې لارې او سړکونه د هر ډول ټرافیک لپاره تړل شوي وو.
لاریون کوونکو پر حکومتي چارواکو او پوځي مشرانو تور پورې کاوه، چې دوی د دغو عملیاتو په پلمه یو ځلې بیا غواړي له خپلو کلیو بانډو وشړي او د دوی ټوله شتمني لوټ او تالان کړي.
لاریونوالو دا غوښتنه هم کوله، چې د دوی نیول شوي کسان دې ژر تر ژره راخوشې کړای شي او د دوی د سیمې امنیت دې سیمهییزو مشرانو ته وسپارل شي.
دوی دا هم ویل، چې په ۲۰۱۴ کال کې چې کله پوځ د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات ترسره کړي وو، له امله یې د سیمهوالو خلکو ټول کورونه ویجاړ شوي وو او خلکو ته په کې درنه مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
دغو لاریونوالو ادعا کوله، چې له هغو عملیاتو وروسته هم په سیمه کې امن او سم سمکی نه دی راغلی او لا هم د دوی خلک بې کوره او بې وسه په نورو سیمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.
د پاکستان پوځ وايي، چې د شمالي وزیرستان په اړونده سیمو کې د وسلهوالو ډلو پتنځایونه دي او له دغو سیمو څخه د دوی پر ځواکونو وخت ناوخت وسلهوال بریدونه کېږي.
خو د سیمې اوسېدونکی بیا وايي، چې دغه عملیات د دوی د بېکوره کېدو او د دوی د ځپل کېدو لپاره جوړه شوې پلمه ده او په دې توګه پوځ غواړي چې سیمه نا امنه کړي او د دغې سیمې پر وسایلو خپله قبضه ټینګه کړي.
تر دې وړاندې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو هم د دغو عملیاتو سره مخالفت څرګند کړی و او له حکومته یې غوښتي و، چې په دې برخه کې دې د قومي مشرانو سره سلامشورو ته کېني.
بل خوا په سیمه کې بند مساپر وايي، د دغه لاریون له امله ټولې لویې لارې تړل شوي او خلکو ته یې زیاتې ستونزې زېږولې دي.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو نن سهار د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) پیل شو. د رای کارولو څو شیبې وروسته د ایران د اسلامي دولت مشر علي خامنه اي خپله رایه وکاروله.
په دغه پړاو کې مسعود پزشکیان او سعید جلیلي یو له بل سره سیالي کوي.
د ټاکنو په لومړي پړاو کې چې تېره جمعه ترسره شو له ۶۰ سلنې زیاتو کسانو له برخې اخیستنې ډډه وکړه، چې د رای ورکولو په شرایطو برابر وو.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې، ۶۱ مېلیون ۴۵۲ زره او ۳۲۱ تنه په کور د ننه او بهر کې د رای ورکولو په شرایطو برابر وو، له هغې ډلې پزشکیان یوازې ۱۰ مېلیونه، ۴۱۵زره او ۹۹۱ رایې او سعید جلیلي د ۹ مېلیونه ۴۷۳ زره او ۲۹۸ رایو په خپلولو سره وتوانېد چې د ټاکنو دویم پړاو ته لار ومومي، چې ګڼ ایرانیان دغو ټاکنو ته د نمایشي ټاکنو نوم هم ورکوي.
د رسمی شمېرو بر بنسټ، په دغه پړاو کې به د رای ورکولو په شرایطو برابر ۶۱ مېلیونه، ۴۵۲ زره او ۳۲۱ تنه په کور د ننه او بهر کې خپلې رایې وکاروي.

د بریټانیا پارلماني ټاکنې چې تېره ورځ پیل شوې وې، د کارګر ګوند په کې د ډېرو څوکیو په ګټلو سره د دغو ټاکنو ګټونکی شو. د دغه ګوند مشر کېیر سټارمر په رسمي توګه په دغو ټاکنو کې د خپل ګوند بریالیتوب اعلان کړ.
په دغو ټاکنو کې د کارګر ګوند له بریالیتوب سره په بریټانیا کې د محافظه کارانو ۱۴ کلنه واکمني پای ته ورسېده.
د دغو ټاکنو د ګټلو له پاره د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه هر ګوند ته په کار وه، چې ۳۲۶ څوکۍ خپلې کړي چې د کارګر ګوند د ۳۶۴ څوکیو په ګټلو سره د دغو ټاکنو ګټونکی اعلان شو.
د ټاکنو له ګټلو وروسته کېیر سټارمر خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل:« په بریټانیا کې د بدلون وخت راغلی، سیاست باید په خدمت بدل کړو. په سخت کار سره به هېواد له کړکېچونو وباسو.»
ورته مهال ریشي سونک په دغو ټاکنو کې خپله ماته ومنله او سټارمر ته یې د بریا مبارکي ورکړه؛ خو نوموړي بیا په پارلمان کې خپله څوکۍ ساتلې ده.