په خیبرپښتونخوا کې سلګونه کسانو «د عزم استحکام» په نامه د پوځي عملیاتو پر ضد لاریون وکړ

دغه لاریون چې په کې د بېلابېلو قومونو مشرانو، مخورو، د سیاسي ګوندونو استازو او غړو برخه لرله، د دغو عملیاتو سره یې مخالفت څرګند کړ او له حکومته یې وغوښتل، چې په دې اړه دې له خپلې کړې پرېکړې لاس په سر شي.