له اېبټ اباد او ګوادره په اخیستل شویو چاپېریالي بېلګو کې د پوليو ویروس تایید شوی دی

د پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د راپور له مخې، په لومړي ځل د اېبټ اباد او ګوادر څخه په اخیستل شویو چاپېریالي بېلګو کې د ګوزڼ ناروغۍ ویروس تایید شوی دی. د پاکستاني چارواکو په وينا، په ټول پاکستان کې د دغه ويروس د خپرېدو لړۍ روانه ده.