د چین او تاجکستان مشرانو په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

د چین او تاجکستان مشرانو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د پراخ بسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ. د شي جېن پېنګ او امام علي رحمان په ګډې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغوی په افغانستان کې له هغه دولته ملاتړ کوي چې په کې ټول قومونه، مذهبي او سیاسي ډلې ونډه ولري.





