په لوګر ولایت کې د یوې هاوان مرمۍ د چاودنې له امله څلور تنه ماشومان وژل شوي دي

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ماشومان د جمعې په ورځ هغه مهال ووژل شول چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې یې د یوې هاوان مرمۍ سره لوبې کولې.