دغه برتانوي سړي افغانستان ته د خپلو رخصتۍ د تیرولو لپاره تللی و او له خپلې دغې پرېکړې دفاع کوي.
هغه وايي، چې طالبان سلانیانو ته ډیر لیوال دي او ور سره ښه چلند کوي.
د بریتانیا حکومت خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر په اړه خبرداری ور کړی او ویلي یې دي، چې ښايي دغه هیواد ته سفر د امنیتي ستونزو سره مل وي.
ښاغلی براون پوره وخت سفر کوي او بلاګر دی. هغه د نړۍ د هر هیواد د لیدو هیله لري.
دغه ۲۹ کلن ګرځندوی تر دې دمه ۹۸ هېوادونو ته تللی او تر ۳۰ کلنۍ پورې پلان لري چې ۱۰۰ هیوادونو ته لاړ شي او دا به د ده په خبره، د هغه لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وي.
ښاغلي براون په دې وروستیو کې په خپله خواله رسنۍ کې یوه ویډیو خپره کړه چې خورا ډیره لاس په لاس شوه.
هغه په دغه ویډیو کې خلک هڅوي چې د خپلې رخصتۍ پرمهال افغانستان ته ولاړ شي، چې هغه اته ورځې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د څو ملګرو سره سفر کړی.
د کرن دغه ویډیو د ځینو لیدونکو له پراخو نیوکو سره مخامخ شوې ده.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسیدو وروسته، طالبانو ځایی خلک او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په زیاتیدونکي ډول تر محدودیتونو لاندې راوستي دي، مګر کیرن پر هغه د نیوکې په ځواک کې ویلي، هغه کسان چې په هغه باندې نیوکه کوي "شاید هیڅکله له خپل کوره بهر نه وي را وتلي ".
د طالبانو له خوا په عام محضر کې حد جاري کیږي او خلک وهل ټکول کیږي، د موسیقي اوریدل محدود شوي، ښځې او نجونې تر هغه څه لاندې ژوند کوي چې د بښنې نړیوال سازمان یې "ظالمانه رژیم" بولي، چې د دوی د تعلیم حق او ازادي په پراخه کچه تر پښو لاندې شوې ده.
نوموړی وايي: "زه فکر کوم طالبان غواړي چې ډیر سیلانیان له افغانستانه لیدنه وکړي او له همدې امله دوی د سیلانیانو سره په ډیر درناوي چلند کوي، که هغه نارینه او که ښځینه وي."
د هغه په خبره،"طالبان د ښځینه سیلانیانو سره د خپل هیواد د اصلي ښځینه اتباعو په پرتله خورا ښه چلند کوي."