• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو پوهنې وزارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانېستو راپور ناسم بولي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت په يوې اعلاميه کې د يو شمېر رسنيو هغه راپورونه ناسم بللي، چې د شپږم ټولګي لوړ د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه خپاره شوي وو. وزارت له رسنيو غوښتي، چې د ناسمو راپورونو د خپورولو پر ځای دې د افغانستان بيارغونې ته لومړيتوب ورکړي.

د طالبانو پوهنې وزارت د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دوی هېڅ ښځینه ښوونځي ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړې.

اعلاميه زياتوي: « ځینو وګړو او رسنیو په خپلو غیر حقیقي راپورونو کې ادعا کړې، چې د پوهنې وزارت د ښځینه و ۴۷ بابه هغو ښوونځیو ته تر شپږم ټولګي پورته د فعالیت اجازه ورکړې، چې د یاد وزارت معیارونه یې پوره کړي دي، دا حقیقت نه لري.»

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او د لوړو زده کړو مرکزونه بند کړي او له شاوخو درېيو کلونو تېرېدو وروسته يې لا هم پرانيستلو ته هيلې نه شته.

وزارت په دې اعلاميه کې له دې سره - سره د شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو او لوړو زده کړو د مرکزونو د پرانيستلو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د پوهنې وزارت له رسنيو غوښتې، چې د ژورناليزم اصول مراعت او د خلکو د ذهنیت په روښانولو کې برخه واخلي.

د طالبانو دغه وزارت همدا ډول له ټولو رسنيو غوښتنه کړې، چې د افغانستان د بيارغونې، سوکالۍ او پرمختګ برخو ته لومړيتوب ورکړي.

طالبان تر ډېره هڅه کوي، چې په رسنيو کې پر دې ډلې د انتقادي راپورونو مخه ونيسي او يوازي د دوی لاسته راوڼې نشر کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په بلخ کې طالبانو یوه ښځه په عام محضر کې په دورو وهلې ده

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په بلخ ولایت کې یې یوه ښځه په عام محضر کې »له واده پرته د جنسي اړیکو لرلو» په تور په دورو وهلې ده. دغې محکمې (د چنګاښ ١٧مه) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې دې مېرمنې ته یې د ٣٥ دورو وهلو سزا ورکړې ده.

طالبانو د دې ښځې د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د دې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې ښځې ته د بلخ په ولایتي محکمه کې د طالب چارواکو، د محکمې د مراجعینو او د بلخ د ګڼو اوسېدونکو په حضور کې سزا ورکړل شوې.

یوازې په تېره یوه اونۍ کې طالبانو په بادغېس، روزګان، پکتیکا، کندهار، غزني او پروان ولایتونو کې تر ۳۰ ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په دورو وهلي دي.

د طالبانو له خوا خلکو ته د جسمي سزا ورکول د هېوادونو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

دبشري حقونو نړۍوالو سازمانونو دا ډول سزا غندلې او د لغوه کولو غوښتنه يې کړې ده.

له دې اندېښنو سره سره د طالبانو ډلې په ټول افغانستان کې د دورو وهلو سزا ته دوام ورکړی دی.

طالبانو د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې د صرافۍ مارکېټ ډېری هټۍ بندې کړې دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۱ GMT+۱

سرچينې وایي، چې طالبانو نن سهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د صرافۍ مارکېټ هغه هټۍ بندې کړي، چې جوازونه یې نه درلودل او وروسته ټولو د اعتراض په ډول خپلې هټۍ بندې کړې دي. سرچینه زياتوي، چې د هټیو شمېر تر ۴۰۰ رسیږي، چې د اعتراض په ډول يې خپلې چارې بندې کړې دي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د یکشنبې په ورځ وویل، چې د سپین بولدک ولسوالۍ په وېش بازار کې د صرافۍ لوی مارکېټ وروسته تر هغه په بشپړ ډول وتړل شو، کله چې طالبانو د جوازونو د نه درولودلو له امله ډېری هټۍ بندې کړې.

د دې مارکېټ د هټیو يو شمېر خاوندان زياتوي، چې د طالبانو د افغانستان بانک د جواز جوړولو لپاره شرایط سخت کړي او دوی توان نه لري، چې دغه شرایط پوره کړي.

د سرچینو په خبره؛ اوس طالبان په زور غواړي پر ټولو دغه اصول پلي کړي.

سرچينې وايي، چې نن سهار طالبانو له وسلو سره د دوی هټیو ته ننوتلي دي او خلک يې ګواښلي دي.

صرافان وايي، چې افغانستان بانک د جواز اخیستلو لپاره لوړ قیمت ورته ټاکلی او دا د ډېرو کسانو تر توان لوړه خبره ده.

تېره مياشت په کندهار کې د صرافۍ تر ټولو لوی مارکېت کاروباريانو ويلي وو، چې افغانستان بانک صرافان مجبوره کړي، څو «د زر لکه افغانۍ د سرمايې په درلودلو سره باید په سل لکه افغانۍ د فعالیت جواز» تر لاسه کړي.

د صرافۍ په دې مارکيټ کې په سلګونه کسان په خپلو شخصي کارونو بوخت دي.

د دې مارکېت د صرافانو تازه اندېښنې دا دي، چې که دا شرایط اسانه نه شي مجبور دي، چي صرافۍ پرېږدي او زرګونه کسان به بې روزګاره شي.

ځايي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کرېکټ بورډ د "لېست اې" سیالیو له خبرپاڼو څخه د غازي امان الله خان نوم لېرې کړی دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۵۱ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د "لېست اې" سیالیو له خبرپاڼو څخه د غازي امان الله خان نوم لېرې کړی دی. د لېست اې سیالیو ټورنمنټ چې د چهارشنبې په ورځ په کندز کې پیلیږي، رسمي نوم یې غازي امان الله خان جام لېست اې سیالۍ دي، خو کرېکټ بورډ ددې سیالیو رسمي نوم بدل کړی دی.

دا سیالۍ له ۲۰۱۷ کال راهیسې د غازي امان الله خان لېست اې سیالیو په نوم ترسره کیږي او په همدې نوم د کرېکټ له نړۍوالې شورا سره هم ثبت دی.
افغان خبریال جعفر هاند په خپل اېکس کې د کرېکټ بورډ پر دې پرېکړې په نیوکې سره لیکلي: «هیله ده د افغان کرېکټ بورډ مسوولین او مطبوعاتي همکاران په خپلو اعلامیو او خبرپاڼو کې د دغو سیالیو رسمي او بشپړ نوم ولیکي. په ځینو اعلامیو کې یې نوم پوره لیکل شوی نه دی. کرېکټ همداسې د ولس محبوبه لوبه پرېږدئ.»
له دې سره، یوه بل افغان خبریال وحید فیضي هم په نیوکې سره په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: «د افغانستان کرېکټ بورډ هم د نورو په پل قدم کیښود او د سترو کورنیو لېست اې سیالیو په اړه یې د خبرونو او خبرپاڼو څخه د غازي امان الله خان نوم اېستلی دی.»

100%


د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې اووم پړاو اتصالات لېسټ اې یو ورځینۍ سیالۍ د څلورو پیاوړو لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د کندوز ولایت د کرېکټ په لویغالي کې د چنګاښ له ۲۰مې د زمري تر ۴مې پورې ترسره کیږي.
په دغو سیالیو کې څلور بېلابېلې لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز ګډون لري، چې په لومړۍ لوبه کې به یې د میوند اتلان لوبډله د پامیر لیجېنډز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټول ګډون کوونکې لوبډلې له یو بل سره دوه ځلې مخامخ شي او هره لوبډله به ۶ لوبې ترسره کوي.

طالبان د شاه امان خان له نوم او انځور سره ځانګړی حساسیت ښيي.
دغې ډلې نږدې دوه اونۍ وړاندې په تورخم کې د شاه امان الله خان غازي او باچا خان پر انځورونو تور رنګ موښلی و.
دا پېښه تر هغه وروسته چې رسنیزه شوه، وړمه ورځ څو ځوانانو له دغه انځور څخه تور رنګ پاک او بېرته یې سپین کړ، خو طالبانو بیا د شاه غازي امان الله خان انځور لېرې او پر ځای یې خپل بیرغ ځای پر ځای کړ.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان له ملي راډیو ټلوېزون او تېر کال په پکتیا ولایت کې هم له پوهنتون څخه د نوموړي انځورونه لېرې کړل شوي وو، چې د افغانانو له پراخو غبرګونو سره مخ شوی و.

د افغان خبریالانو مرکز: طالبانو په لغمان کې د یوې سیمه ییزې راډیو نشرات بند کړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکوی، چې په لغمان ولایت کې د طالبانو استخباراتو له درېیو اونیو راهیسې د «کاوون غږ» خصوصي راډیو خپرونې بندې کړې دي. د مرکز د خبرپاڼې له مخې، طالبان ادعا کوي چې د دې راډیو ودانۍ او وسایل دولتي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) له طالبانو وغوښتل، چې دغه رسنۍ دې ژر تر ژره له کوم شرط پرته پرانیزي.

د دغه مرکز د اعلامیې له مخې، په لغمان کې د طالبانو استخبارات او د دغې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین شاوخوا درې اونۍ مخکې (د غبرګولي ۱۴مه) په مهترلام ښار کې د دغې راډیو ودانۍ ته ننوتل او د راډيو نشرات یې بند کړل.

ځايي سرچينو د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ويلي، چې په دې اونۍ کې به د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو کمېسيون دغه موضوع وڅېړي.

د دغې سيمه ييزې راډيو مسوول انقلابي يوسفزى وايي، چې د کاوون غږ راډيو د يوې بهرنۍ موسسې له خوا جوړه شوې او د دې رسنۍ ټول وسايل هم د همدې ادارې له خوا اخيستل شوي دي.

د کاوون غږ راډیو په ۱۳۸۴ کال کې د «انټر نیوز» په مالي مرسته د لغمان په مهترلام کې جوړه شوه.

په ۱۳۹۵ کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په صادر شوي جواز کې د لغمان علمي او فرهنګي ټولنه د دغې رسنۍ د جواز د خاوند په توګه پېژندل شوې ده.

له انټرنیوز سره په لاسلیک شوي یادداشت کې ویل شوي، چې «که ټولنه لغوه شي، راډیو به د هغو کسانو پورې اړه ولري چې کار کوي.»

د دې راډيو مسوول وويل، چې د لغمان د علمي او فرهنګي ټولنې فعاليتونه د جواز د نه تمديد له امله لغوه شوي دي.

یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل: «په لغمان کې د طالبانو سیمه ییزه اداره وايي، چې د استخباراتو له خوا د راډیو بندول یو موقت اقدام دی او دا راډیو په حکومت پورې اړه لري او د چلولو لپاره به يې په اړه ډېر ژر پرېکړه وشي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د دغه سیمه ییزې رسنۍ د بیا پرانېستلو لپاره زمینه برابره کړي.

باوري سرچینې: ننګرهار کې طالبانو پر داعش وسله والې ډلې عملیاتو کې یو کس وژلی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

باوري سرچینې وايي، طالبانو نن غرمه مهال د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې د داعش سره تړلي د یوه کس پر کور عملیات کړي او دغه کس یې وژلی. سرچینې وايي، په دغې جګړه کې د طالبانو پنځه تنه هم ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي.

ويل کیږي، طالبانو مومندره کې د یوه کس په کور برید کړی، چې لا هم په سیمه کې ډزې روانې دي او ښايي مرګژوبله تر دې ډیره وي.

له سیمې څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل نن یکشنبه د (چنګاښ ۱۷مه) طالبانو په ننګرهار کې د داعش ډلې پورې تړلي د یوه کس پر کور برید کړی او د دغه کور څښتن یې وژلی.

د طالبانو په استخباراتو پورې تړلې المرصاد رسنۍ هم ويلي، چې په مومندره ولسوالۍ کې یې د ذاکر الله په نوم چې مشهور په ابو شېر دی برید کړی او هغه یې وژلی.

طالبان تل ادعا کوي چې د داعش وسله واله ډله یې له پښو غورځولې او دا مهال په افغانستان کې نه شته، خو بل پلو بیا وايي چې د داعش پر پټنخایونو یې عملیات کړي.

پر طالبانو شک دی چې دوی خپل سیاسي او پوځي مخالفان د داعش په نوم له بندخونو بهر په کورونو او شاړو کې وژني او د داعش نوم پرې ږدي.

له تېرو نږدې دریو کلو راهیسې په کابل او ځینو ولایتونو کې طالبانو د داعش په ضد عملیات کړي او ډېر شمېر کسان یې په کې وژلي خو یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبان له بندخونو خپل سیاسي او پوځي مخالفان د داعش په نوم جوړو شویو عملیاتو کې وژني او په دې سره د بهرنیانو له نیوکو ځانونه خلاصوي.