د هند تر ولکې لاندې کشمير کې په یوه برید کې څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

د هند تر واک لاندې کشمير کې پر هندي سرتېرو د ناپېژانده کسانو په برید کې څلور هندي سرتېري وژل شوي دي. په دغه برید کې ۶ نور سرتېري هم ټپیان شوي، چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.