متقي: د ټولو شته خنډونو په لرې کولو سره به د ټاپي پروژې ځنډېدلې چارې ډېر ژر پیل شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، چې د ټاپي پروژې د لارې پر سر د ټولو حقوقي خنډونو په لرې کولو سره به د دغې پروژې کار ډېر ژر پیل شي. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې کړې دي.