ملا برادر: د کابل په ګډون په شپږو ولایتونو کې د صادراتو د پروسس زونونه جوړېږي

ملا عبدالغني برادر وايي، د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوند د حکم په اساس د صادراتو د پروسس زونونه جوړېږي. همدارنګه برادر وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره پر پوله د قاچاقو د مخنیوي په موخه به سکنرونه هم نصب کړي.