هغه وویل، چې امریکا د «مصنوعي غربي جوړښت» په پلي کولو سره د افغانستان حکومت د سقوط لامل شو.
رضا پهلوي د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په واشنګټن کې د «ملي محافظه کارۍ» په کنفرانس کې وینا وکړه.
هغه وویل: «یو وخت په افغانستان کې له طالبانو وروسته ۷۰سلنه قومي پارلمان [لویه جرګه] غوښتل چې د ظاهر شاه مشروطه پاچاهۍ بېرته را ګرځول شي. ځکه خلکو هغه ته د زوړ عمر سره - سره د ملي یووالي د سمبول په سترګه کتل؛ خو د امريکا حکومت دغه ملي غوښتنه او د دوی د حاکميت حق رد کړ.»
د ښاغلي پهلوي اشاره د ۱۳۸۱ کال لویې جرکې ته ده، چې د انتقالي حکومت رییس او استازي پکې وټاکل شول.
په دې غونډه کې حامد کرزى چې د امريکا د خوښې کاندید و او د رايو په اکثريت سره وټاکل شو.
د ۱۳۸۱ کال د غبرګولي په ۲۳مه د ګارډین ورځپاڼې په حواله، د لویې جرګې یو شمېر غړو پر امریکا تور ولګاوه چې پر محمد ظاهر شاه یې فشار راوړ چې د انتقالي ادارې مشرۍ ته ځان نوماند نه کړي.
د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله دا خبره رد کړه چې ګواکې پخوانی شاه د امریکا تر فشار لاندې د کرزي پر وړاندې له سیالۍ څخه وتلی دی.
رضا پهلوي د افغانستان د عنعنوي ټولنې په اړه د لويديځوالو نظر او درک تر پوښتنې لاندې راوست او په دغه هېواد کې يې د لويديځ په بڼه د ډيموکراسۍ د نظام پر رامنځته کېدو نيوکه وکړه.
هغه وویل: « په هغه ټولنه کې چې خپل ځانګړي دودونه، نورمونه او د حکومتولۍ بڼې لري، د مصنوعي غربي جوړښت تحمیلول په هېواد کې د فساد، ګډوډۍ او د حکومت د سقوط لامل شو.»
پهلوي وويل، چې د امريکا له خوا پر افغانستان د دا ډول نظام تحمیل «يوه ویجاړونکې تېروتنه وه.»
نوموړي د امريکا حکومت ته په خطاب کې وويل، چې د داسې يوې تګلارې تعقيب نه امريکا ته امنيت راوست او نه هم د هېواد د ارزښتونو په دفاع کې بريالی و.