• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان تر ۲۰کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې په کافا سیالیو کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د افغانستان ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې په کافا سیالیو کې په خپله دریمه لوبه کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې پنځم ځای خپل کړ. دغه لوبه د کافا په سیالیو کې د افغان لوبډلې وروستۍ هغه وه.

ترکمستان لوبډلې سره د افغان لوبډلې لوبه په مساوي توګه پای ته ورسیده خو د اضافي وخت په پینالټیو کې افغان لوبډلې د ۷ ګولونو پر وړاندې د ۸ ګولونو په وهلو سره بریا خپله کړه.‌

له دې وړاندې افغانستان په خپل ګروپ کې د تاجکستان او قرغیزستان لوبډلو ته دوې لوبې بایللې وې.

کافا سیالۍ د قرغیزستان هیواد په جلال اباد ښار کې د جولای پر ۵ مه پیل شوې، او د جولای تر ۱۲ مې به دوام وکړي. د دغو سیالیو پایلوبې ته ایران او قرغیزستان لار پیدا کړې، چې ټاکل شوې سبا ترسره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

لانګ وار ژورنال: القاعده په افغانستان کې خپل روزنیز کمپونه پراخوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۲۸ GMT+۱

د لانګ وار ژورنال د وروستي رپوټ له مخې؛ د ملګرو ملتونو د تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ورکړی، چې القاعده د افغانستان په کندهار او تخار ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري.

دغه کمپونه په ۱۰ نورو ولایتونو کې د هغو نورو کمپونو څخه جلا دي، چې د څارنې ټیم تېر کال پېژندلي وو.

سربېره پردې، د څارنې ټیم یادونه کوي چې القاعده "لا هم افغانستان د یو امن پټنځای په توګه کاروي."

د څارنې ډلې د جولای په لسمه د افغانستان په اړه په خپل وروستي ۱۲۶۷ راپور کې د القاعدې د نویو روزنیزو کمپونو شتون په ډاګه کړی و.

القاعده اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۲ ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري.

د څارنې ډلې په خپلو پخوانیو دوو راپورونو کې ویلي وو، چې القاعده په غزني، لغمان، پروان، ارزګان، هلمند، زابل، ننګرهار، نورستان، بادغېس او کونړ کې کمپونه لري.

د القاعدې مخ پر ودې روزنیز مرکزونه د هغو ادعاو خلاف دي، چې ګواکې طالبان د ترهګرو ډلو مخه نیسي.

د څارنې د ډلې د ادعا سربېره چې "طالبانو د القاعدې او د هغوی د ملګرو د فعالیتونو د محدودولو لپاره ډېر څه کړي. په افغانستان کې د القاعدې ریښې په پراخېدو دي."

د ملګرو ملتونو سازمان بیا داسې ښکاري چې خپلې څرګندونې ردوي.

دغه سازمان په خپل وروستي رپوټ کې ویلي: "د څارنې ډلې غړو هېوادونو یادونه کړې چې د القاعدې بیا تنظیمیدل او د روزنې فعالیتونه، او همدارنګه افغانستان ته د دغې ډلې نوي سفرونه ښيي، چې دغه ډله اوس هم افغانستان د طالبانو تر واک لاندې امن پټنځایونه لري، هغه څه چې د القاعدې د ارادې په اړه پوښتنې راپورته کوي."

د څارنې د دوو پخوانیو ټیمونو راپور یادونه کوي، چې القاعده په افغانستان کې خوندي کورونه، دیني مدرسې، د رسنیو د عملیاتو مرکز، او د وسلو د ذخیره کولو مرکزونه جوړ کړي دي.

د راپور له مخې؛ په فراه، هلمند، هرات او کابل ولایتونو کې د طالبانو له خوا القاعدې ته برابر شوي خوندي ځایونه مشخص شوي وو.

د القاعدې یو بنسټ ایښودونکی او پخوانی مشر ایمن الظواهري، د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې په کابل کې په ورته یو خوندي کور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. دغه خوندي کور د سراج الدین حقاني د یو مرستیال له خوا اداره کېده.

حقاني په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو د مرستیال او اوس د کورنیو چارو په توګه دنده ترسره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سراج الدین ځواکمنه حقاني شبکه له القاعدې سره د نږدې اړیکو له امله د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.

سراج الدین او د هغه ډېری لوړپوړي مرستیالان هم د متحده ایالاتو د خزانې وزارت له خوا په ځانګړي توګه نومول شوي او د نړۍوالو ترهګرو په توګه پېژندل شوي دي.

د څارنې ډلې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې راپور ورکړی و، چې په فراه، هلمند او هرات کې خوندي کورونه د القاعدې له خوا "د افغانستان او ایران د اسلامي جمهوریت تر منځ د دغې ډلې د غړو د سفر د اسانتیا لپاره کارول کیږي."

القاعده په لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان او پروان ولایتونو کې هم مدرسې (دیني مدرسې) لري. القاعدې په پنجشیر په ولایت کې چې د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهې پخوانی مرکز و، د "وسلو د ذخیره کولو" لپاره یو مرکز جوړ کړی دی.

د لانګ وار ژورنال د رپوټ له مخې؛ په افغانستان کې د القاعدې د مخ پر ودې تروریستي بنسټونو سربېره، د القاعدې مشران د طالبانو په حکومت کې کار کوي، طالبان د القاعدې غړو ته پاسپورتونه او تذکرې ورکوي او طالبان په خپل دفاع وزارت کې د القاعدې د روزنې لارښودونه کاروي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې د القاعدې د امیر له خوا افغانستان ته د دوی د پلویانو د ورتلو د غوښتنې یادونه نه ده شوې.

د جون میاشتې په لومړیو کې سیف العدل، د القاعدې مفروضه امیر، د تروریستي ډلې رسمي رسنۍ کې "دا غزه ده: د شتون جګړه، د سرحدونو جګړه نه ده." تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړه.

عادل په دغه مقاله کې وايي: "د امت وفادار خلک [د نړۍ په کچه اسلامي ټولنه] چې د بدلون سره علاقه لري باید افغانستان ته لاړ شي، د دغه هېواد له شرایطو څخه زده کړه وکړي او د هغوی [طالبانو] له تجربو څخه ګټه پورته کړي."

عادل له خپلو ملاتړو څخه غوښتي وو؛ مخکې له دې چې په ټوله نړۍ کې د "صهیونیسټ" او لویدیځ اهدافو باندې بریدونه وکړي، افغانستان ته د روزنې، تجربې او پوهې د ترلاسه کولو لپاره سفر وکړي.

د لانګ وار ژورنال راپور وايي، چې د څارنې ټیم یادونه کوي چې "غړي هېوادونه" "د القاعدې د ارادې په اړه پوښتنې لري."دا هم ارزوي چې د لویو بریدونو د ترسره کولو لپاره د القاعدې ظرفیت لا هم محدود دی، په داسې حال کې چې د هغوی اراده ټینګه ده."

د دغه راپور له مخې؛ ډېر احتمال شته چې القاعده خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او له افغانستان څخه راوتلي پلانونه محدودې کړي؛ تر څو له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتي او خپل خوندي ځای له لاسه ورنه کړي، هغه څه چې د دې دلې له ظرفیت سره کوم ارتباط نه لري.

په کندهار او فاریاب کې په دوو ورته پېښو کې د دوو ښځو په ګډون د ۴ کسانو سرونه پرې شوې دي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د ميرويس مېنې په ساحه کي د دوو ښځو په ګډون درې کسان په خپل کور کې وژل شوي دي. یو شمېر سرچینې وایي، چې دا پېښه تېره شپه د یوولسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې او د دغو کسانو سرونه پرې شوي

خو د کندهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا پېښه د شخصي دوښمنیو له امله رامنځته شوې او د یادو کسانو د سرونو د پرې کېدو خبره یې هم رد کړې ده.
د یو بل خبر له مخې؛ د فاریاب ولایت په بلڅراغ ولسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې د یوه ۱۹ کلن ځوان سر ترې پرې شوی دی.
د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د پېښې په تړاو د یاد ځوان خسر نیول شوی، خو د نوموړي د وژل کېدو علت لا معلوم نه دی.

100%


د یادولو ده، چې دواړو ولایتونو اړوندو چارواکو ویلي، چې د پېښې د پوره جزیاتو او د اصلي عاملینو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

نعماني: که سرمایه لرونکي خپله سرمایه راوباسي یو سړی به هم بې کاره پاتې نه شي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د ښار جوړولو وزیر وایي، چې سرمایه لرونکو خپلې سرمایې ذخیره کړي او که سرمایه دار پیسه راوباسي په افغانستان کې به یو سړی هم بې کاره پاتې نه شي.

حمد الله نعماني دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د صادراتو ملي ورځې په نمانځغونډه کې کړي دي.

ښاغلي نعماني وویل؛ د صادراتو ملي ورځ هغه وخت نمانځو چې د صادراتو کچه ټیټه او د وارداتو کچه لوړه شي.

هغه زیاته کړه، چې اسلام د اقتصاد دروازه خلاصه پریښې ځکه هره ټولنه چې راځي د خپلې ټولنې په امراضو او ستونزو ښه پوهیږي او دغه دروازه باید خپله ورسره برابره کړي.

همدا راز، ښاغلي نعماني له اقتصادي بورډونو او کادرونو غوښتي، چې د صادراتو کچې زياتوالي ته کار وکړي.

علي احمد جلالي: ګیله من وزیر د پښتنو د ارمانونو یو لوړ څلی و، چې راولوېد

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۰:۵۰ GMT+۱

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د ګیله من وزیر پر مړینې خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې هغه د پښتنو د ارمانونو یو لوړ څلی و.

ښاغلي جلالي د ګیله من وزیر له مړینې نېږدې درې ساعته وروسته پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ګیله من وزیر یوازې د پښتو ژبې ولسي شاعر او په ازادۍ میین مبارز نه و، بلکې د پښتنو لپاره د هغوی د هیلو یو څلی و، چې راولوېد.

نوموړی زیاته کړې:"لوی خدای دې د دې لارې نور څلي پایداره لري".

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر د جولای په اوومه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یوه غړي له خوا پر سر ووهل شو او درې ورځې وروسته په روغتون کې مړ شو.

محسن داوړ، شاه محمود میاخېل، راشد خان او داودزي د ګیله من وزیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۵۷ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ، د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل، د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي، راشد خان او یو شمېر سیاستوالو د ګیله من وزیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړه.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی وایي، چې د ګیله من وزیر په څېر لږ کسان کولی شي ظالمانه شرایط بیان کړي.
محسن داور د ګیله من وزیر د مړینې په غبرګون په خپل اېکس کې لیکلي: «د افغان وطن له مينې څخه ډکه خوږه شاعري به دې د تل لپاره زموږ په زړونو کې وي.»

د نوموړي په خبره؛ د ګیله من وزیر شاعري به راتلونکو نسلونو ته الهام ورکوي.
د پښتون ژغونې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی او شاعر ګیله من وزیر چې څو ورځې وړاندې په سر وهل شوی و، څو شېبې وړاندې په روغتون کې مړ شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي، چې هغه له درېیو ورځو درملنې وروسته په روغتون کې مړ شو.
منظور پښتین دغه راز په خپل اېکس کې لیکلي: «ما په ژوند کې تر ټولو ما ته نږدې، خوږ او وفادار ملګری، یو پیاوړی ننګیالی د خپلواکۍ او افغانیت مبارز، د پي ټي ام مخکښ، د پښتون افغان اولس ریښتینی ترجمان شاعر ګیله من پشتین د استعماري جابر ریاست د ظلم پر خلاف او د خپلواکۍ په خاطر مبارزه کې شهادت قبول کړو خو سر یې ټیټ نه کړو.»
د ګیله من وزیر مړینه د زرګونو پښتونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي او د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي هم د ګیله من وزیر په مړینه خواشیني څرګنده کړې.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «په وینو یې د مبارزې لاره روښانه شوه، ‏ګیله من ته د جنت او کورنۍ او ملګرو ته یې د صبر دعا کوم.»
له دې سره؛ د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر او د کرېکټ د نړۍ ستوري راشد خان په خپل فېسبوک کې د ګیله من وزیر د مړینې په اړه خواشیني څرګنده کړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن د شپې ناوخته وویل، چې له ټولو هڅو سره - سره ډاکتران ونه توانېدل چې ګیله من وزیر وژغوري.
هغه زیاته کړه، چې د نوموړي جسد به سبا خپل پلرني ټاټوبي وزیرستان ته انتقال شي.
د غبرګونونو پر دوام د کابل پوهنتون استاد اسماعیل یون ویلي، چې د نړۍ یو ستر پولادي انسان نن له نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: «ما ته تر ټولو دردوونکې خبره دا ده چې نن پر خپله پاڼه د داسې یو ستر انسان د شهادت خبر خپروم، چې خپله ټوله ځواني یې د انسانیت او افغانیت د داعیې د بریا او ځلا لپاره وقف کړې وه.»
نوموړي دغه راز ویلي: «ګیله من وزیر افغان نور زمونږ په منځ کې نه شته، خو د ملت په زړه او د تاریخ په حافظه کې به د تل لپاره ژوندی وي.»

بل خوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست او د جمهوري غوښتونکو د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل هم د ګیله من وزیر د مړېنې په غبرګون ویلي، چې د هدف د ترلاسه کېدو لپاره باید ستراتیژي بدله شي، ځکه ظالم حکمرانان تل هڅه کوي د سر سړي له منځه یوسي.
نوموړی وایي: «د ګیله من وزیر نوم به تر ابده د افغانانو په زړونو کې ځای ولري.»
ښاغلی میاخېل زیاتوي، چې ټول افغانان د ګیله من ارمانونه په متحد کېدو سره پوره کولی شي.
د ولسي جرګې پخواني غړي کمالناصر اصولي هم د ګیله من وزیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړه.
ښاغلي اصولي په خپل اېکس کې لیکلي: «د ګیله من وجود به نه وي، خو ځوانانو ته یې شعور ورکړ، غږ او فکر یې نورو ته لاره وښوده، زه باور لرم چې تر کلونو به ځوانان په همدغه لاره مزل کوي، تر څو منزل ته ورسېږي.»

د یادولو ده، چې ګیله من وزیر د سیاسي مبارزې ترڅنګ شاعري هم کوله، چې د افغان وطن او ولس روانې ستونزې په کې بیان کړي دي.
هغه د شپږو خوېندو او درېیو ورونو کوچنی ورور دی.