نعماني: که سرمایه لرونکي خپله سرمایه راوباسي یو سړی به هم بې کاره پاتې نه شي

د طالبانو د ښار جوړولو وزیر وایي، چې سرمایه لرونکو خپلې سرمایې ذخیره کړي او که سرمایه دار پیسه راوباسي په افغانستان کې به یو سړی هم بې کاره پاتې نه شي.

د طالبانو د ښار جوړولو وزیر وایي، چې سرمایه لرونکو خپلې سرمایې ذخیره کړي او که سرمایه دار پیسه راوباسي په افغانستان کې به یو سړی هم بې کاره پاتې نه شي.
حمد الله نعماني دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د صادراتو ملي ورځې په نمانځغونډه کې کړي دي.
ښاغلي نعماني وویل؛ د صادراتو ملي ورځ هغه وخت نمانځو چې د صادراتو کچه ټیټه او د وارداتو کچه لوړه شي.
هغه زیاته کړه، چې اسلام د اقتصاد دروازه خلاصه پریښې ځکه هره ټولنه چې راځي د خپلې ټولنې په امراضو او ستونزو ښه پوهیږي او دغه دروازه باید خپله ورسره برابره کړي.
همدا راز، ښاغلي نعماني له اقتصادي بورډونو او کادرونو غوښتي، چې د صادراتو کچې زياتوالي ته کار وکړي.


د سعودي عربستان سفیر له یو نیم کال وروسته بیا کابل ته ستون شو. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره کتلي دي.
امیر خان متقي په دې کتنه کې هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیک ماموریت کچه زیاته شي.
سعودي عربستان د ۱۴۰۱ د سلواغې په ۱۳مه په کابل کې خپل سفارت تړلی و.
رویټرز خبري اژانس په هغه وخت کې د سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د سعودي عربستان ډیپلوماټانو په کابل کې د ترهګریزو بریدونو د وېرې له امله کابل پرېښی او پاکستان کې مېشت شوي و.
په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دوحه کې د سعودي عربستان له ډیپلوماټانو سره تر لیدنې وروسته وویل، چې دغه هېواد غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیځي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیر خان متقي د سعودي له سفیر سره په کتنه کې د سعودي عربستان له خلکو سره د افغانانو پر کلتوري، تاریخي او دیني مشترکاتو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې له ریاض سره د اړیکو پراخولو ته لېواله دي.
ښاغلي متقي هیله څرګنده کړه، چې د ښاغلي فیصل البقمي د ماموریت پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې شي.
له دې سره، د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر هم د دواړو هېوادونو ترمنخ تاریخي اړیکو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې به بشردوستانه او په نورو برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې البقمي د امنیت د ټینګښت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو هڅې ستایلې دي.
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ویلي و، چې سعودي عربستان مهم هېواد دی او له دې هېواد سره اړیکې د ارزښت وړ دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د ګیله من وزیر د مړینې په غبرګون ویلي: «زموږ د خلکو برحقه غږ به په تهدید، تاوتریخوالي، او ترهګرۍ غلی نه شي.» حنیف اتمر په خپل اېکس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د ګیله من وزیر ملګرو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی له برحقې مبارزې ملاتړ کوي.
نوموړي همداراز زیاته کړې ده، چې د پاکستان حکومت د خلکو او نړیوالې ټولنې په وړاندې مسوولیت لري، څو د دې جنایت په اړه وضاحت ورکړي.
ښاغلي اتمر د پاکستان له حکومته غوښتي، څو د ګیله من وزیر د وژل کېدو په اړه د یوې خپلواکې څېړنې ملاتړ وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وایي: «د ازادۍ د لارې د دغه ګران اتل، ګیلهمن وزیر، شهادت هغه ستره قرباني ده، چې پر ازادۍ مين ولس یې د خپلو حقه غوښتنو په خاطر ورکوي.»
د پښتون ژغونې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی او شاعر ګیله من وزیر د روانې اونۍ د یکشنبې په شپه د یوه برید په پایله کې په سر وهل شوی و او تېره شپه یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه ناوخته بیا په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې ګیله من وزیر له درېیو ورځو درملنې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
ګیله من وزیر په دې وروستیو کې د پاکستاني استخباراتو له خوا په بندخونه کې ورسره د شويو شکنجو په اړه د «یویشتمې پېړۍ دوزخ» په نوم کتاب چاپ ته چمتو کړی و.
نوموړي په خپله یوه مرکه کې ویلي و، چې د پاکستان په بندخونه کې ورته د پاکستاني څارګرې ادارې مامورینو ویل، چې افغانستان د دوی دوښمن دی او ګیله من د دوښمن پلوي کوي.
د ګیله من وزیر مړینه د افغانستان د مخکینیو ولسمشرانو په ګډون د حنیف اتمر، امرالله صالح، فضل محمود فضلي او لسګونو نورو پخوانیو چارواکو او د افغانستان د کرېکټ د نامتو لوبغاړو له خوا په کلکو ټکو غندل شوې ده

د شانګهای همکاریو سازمان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانکړي استازي بختیار حکیموف خبر ورکړی، چې د شانګهای همکاریو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب خبره لانده څېړل شوې.
د حکیموف په وینا، اوسمهال په دغه سازمان کې د افغانستان د غړیتوب غوښتنه په کاري اجنډا کې شامله شوې نه ده.
د داریو خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي حکیموف ویلي، چې افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د شانګهای همکاریو سازمان لپاره د غړیتوب غوښتنه وړاندې کړې وه.
هغه ټینکار کړی، چې د افغانستان وضعیت لاهم د شانګهای همکاریو سازمان په اډانه کې یوه مهمه موضوع ده.
ښاغلي حکیموف ویلي، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او هر یو د خپلو قوانینو، ګټو او لارښوونو پر بنسټ پرمخ ځي.
افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای همکاریو سازمان د څارونکي په توګه پاتې شوی؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغه سازمان ناستو ته هیچا ته هم د افغانستان په استازیتوب د تګ اجازه نهده ورکړل شوې.

شنبههای ارغواني غورځنګ وایي، چې د طالبانو امربالمعروف نږدې درې کاله د بشري حقونو ضد او د بنسټیزو ازادیو ترټولو سرغړوونکې اداره وه. دغه غورځنګ وایي، دغې ادارې د شریعت د تطبیق په نامه د خلکو په ځپلو او د هغوی په شخصي ژوند کې د مداخلې لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
د دغه غورځنګ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې طالبان د مارینا سادات په نوم د یوې ۲۳ کلنې پېغلې په وژنه تورن کړي دي.
خبرپاڼه کې د مارینا د ورور له خولې راغلي، چې نوموړې د طالبانو د امربالمعرړف وزارت د محتسبینو لهخوا په دشت برچي کې د هغوی د منلو وړ جامو د نه اغستلو په تور نیول شوې وه، چې له ۲۳ ورځو وروسته یې مړی د کابل په پغمان ولسوالۍ کې وموندل شو.
هغه وایي، له هغه وروسته طالبانو یې مور او پلار هم نیولي دي چې له ۱۴۷ ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو له بنده د خپلې مور او پلار د خلاصون او د خپلې خور مارینا سره د شوي ظلم په برخه کې د عدالت غوښتونکی دی.
دغه غورځنګ پر یوناما د نیوکې سره ویلي، که څه هم د مارینا سادات ورور دغه موضوع له یوناما سره شریکه کړې وه؛ خو هغو دغه خبره په راپور کې نه وه یاده کړې.
دوی له ملګرو ملتونو، له بښنې نړۍوال سازمان او د بشري حقونو له څار بنسټه غواړي، چې د مارینا سادات د مور او پلار د سملاسي خلاصون لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
دوی په افغانستان کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت لهخوا د جنایتونو په برخه کې د یوناما د راپور هرکلی کړی.
دوی له یوناما غواړي، چې په داسې راپورونو کې دې تمرکز یوازې د امربالمعروف په وزارت نه کوي؛ بلکې د طالبانو د حکومت نورې کړنې او جنایتونه دې هم په پام کې ونیسي.
دوی وایي، د امربالمعروف اداره د ځپلو په برخه کې د طالبانو یوه وړه دستګاه ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ملګري ملتونه له نږدې درېیو کلونو راهیسې د طالبانو د جنایتونه شاهدان دي؛ خو د دې پر ځای چې په دغې ډلې فشار راوړي، دوی ته باج ورکوي او د دوی د رسمیت پېژندلو لپاره فضا برابروي.
دوی له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دغې ډلې سره دې له تعامله ډډه وکړي، دوی دې نور په واک کې نه ساتي او پر دوی دې فشار راوړي چې د امربالمعروف ځپونکې اداره ړنګه کړي.

د ایران د پوځ د همغږۍ مرستیال وايي، چې د ایران او افغانستان د پولو د بندولو یو له مهمو هدفونو څخه د افغانانو د ناقانونه ننوتو مخنیوی دی. حبیب الله سیاري د چهارشنبې په ورځ د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله د دیوال جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې حبیب الله سیاري ویلي، د ختیځو پولو تړل او د ایران او افغانستان پر پوله د دیوال د جوړولو ملي او ستراتیژیک پلان به په ایران کې د امن د ټینګښت لامل شي.
د ایران د پوځ د دغه جګپوړي چارواکي په وینا، د سرحدي دیوال د بندولو د پروژې تخنیکي عملیات او د جوړولو چارې د ډیزاین شوې انجینرۍ له معیارونو سره سمې ترسره کېږي.
د هغه لهخوا د ورکړل شویو تفصیلاتو له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د انجنیرۍ ۴۴۴ ډله په سختو موسمي حالاتو کې د دغه پلان مسلکي عملیات ترسره کوي.
د ایراني پوځ د همغږۍ مرستيال د دغې پروژې د وخت په اړه څه ونه ويل؛ خو هيله يې څرګنده کړه، چې دغه ستره پروژه به په ډېر لنډ وخت کې بشپړه شي.
د ایران او افغانستان پوله به د څلور مترو په لوړوالي سره د دیوال په بڼه وتړل شي.