نبیل: تاجکستان ته د پاکستاني چارواکو سفر او سیمه ییز بدلونونه هیجان نه، بلکې د خطر زنګ دی

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وایي، چې تاجکستان ته د پاکستاني چارواکو سفر او د سیمې بدلونونه هیجان نه، بلکې د خطر زنګ دی. رحمت الله نبیل وایي، چې د پاکستان ستونزه د افغانستان له اشخاصو، قومونو او رژیمونو سره نه، بلکې د دې هېواد ستونزه د افغانستان په نامه له جغرافیې سره ده.