• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لغمان ولایت کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ خبریال له پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۱

سیمه ییزو سرچونو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په لغمان ولایت کې د ارزښت راډیو ټلویزیون خبریال حمیدالله حیران له پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

حمید الله حیران سږ کال په وري میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او لا تر اوسه ورسره بندي دی.

طالبانو په تیرو دریو کلونو کې لسګونه خبریالان د دغې ډلې د پالیسیو نه د سرغړونې په تور نیولي او په میاشتو میاشتو یې بندیان کړي دي.

دغې ډلې د حیران د نیول کیدو په اړه لا څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارۍ لپاره باید یوه ګډه کمېته جوړه شي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب له پاکستان سره د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د يوې ګډې کمېټې د جوړولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي شکیب دغه وړاندیز د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر امیر مقام سره په کتنه کې وکړ.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، چې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) خپره شوه، سردار احمد شکېب د طالبانو، پاکستان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالو اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اړتيا او اهميت ټينګار وکړ.

ښاغلي شکیب وویل، چې دا ډله افغانستان ته د کډوالو په خپله خوښه د راستنیدو غوښتونکې ده. همدا راز، سردار احمد شکیب وویل، چې امنیتي مسایل او سیاسي اړیکې نه باید له افغان کډوالو سره وتړل شي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې زیات شمېر افغان کډوال له دغه هېواده اېستلي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.

د پاکستان حکومت د تېر کال په مني کې په رسمي ډول د بې اسنادو افغانانو د اېستلو لومړی پړاو پیل کړ. د رسمي شمېرو له مخې په دې پړاو کې ۵۴۱زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

د طالب چارواکو د رسمي اعلامیو له مخې، د افغان کډوالو د اېستلو د پروسې په دویم پړاو کې به ۸۰۰زره بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به په دویمه تمریناتي لوبه کې د مراکش په وړاندي ولوبيږي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د افغانستان په وخت د شپې په ۲۲:۳۰ بجو په دوهمه تمريناتي لوبه کې له مراکش لوبډلې سره مخامخ شي. دا سيالۍ د مراکش په رباط ښار کې تر سره کيږي.

د دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ تمریناتي لوبه درې ورځې وړاندې ۱-۴ په پایلې سره د مراکش په ګټه پای ته ورسېده، چې مراکش د فیفا په درجه بندۍ کې شپږم ځای لري.

له لومړۍ لوبې وروسته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضوي د مراکش پر وړاندې، چې د نړۍ یو له پیاوړو لوبډلو څخه ده د خپلو لوبغاړو له سيالۍ څخه خوښي څرګنده کړه او د لوبڅار تېروتنې یې د لوبې پر پايلي اغېزمنې وبللې.

د چهارشنبې د شپې په لوبه کې افغان لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې د مراکش پر وړاندې مقاومت وکړ او لوبه له کوم ګول پرته پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې د افغانستان یوازینی ګول مهران غلامي وکړ.

100%

په نړیوال جام کې له ګډون مخکې د افغانستان لوبډلې لپاره د چمتوالي لوبې مهمي دي.

د چمتووالي په وخت کې تخنیکي کارکوونکي کولای شي له ځواکمنو لوبډلو سره په لوبو کې د لوبډلې کمزورتیاوې او قوتونه په ګوته کړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله، چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د تیاریو په حال کې ده، د مراکش د فوټسال له ملي لوبډلې سره د دوو تمريناتي لوبو لپاره دغه هېواد ته تللې ده.

افغانستان د نړیوال جام په دریم ګروپ کې د ارجنټاین، اوکراین او انګولا له لوبډلو سره سيالۍ لري.

په نړیوال جام کې د افغانستان د لوبو مهال ویش:

افغانستان – انگولا (یکشنبه ٢٥ وږي۱۴۰۳)

افغانستان – ارجنتاین (چهارشنبه ٢٨ وږي۱۴۰۳)

افغانستان – اوکراین (شنبه ۳۱ وږي ۱۴۰۳)

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام به د ازبکستان په کوربه توب د ۲۴ لوبډلو په ګډون د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۴مه د شنبې په ورځ پيل او د تلې مياشتې تر ۱۵ نېټې به دام وکړي.

دا څلورم ځل دی چې د فوټسال نړیوال جام په اسیا او د لومړي ځل لپاره په منځنۍ اسیا کې ترسره کېږي.

100%

حزب التحریر: افغانستان کې د ملګرو ملتونو بنسټونه د جاسوسۍ ځالې دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۴۶ GMT+۱

حزب التحریر وايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ماموریتونه او بنسټونه د غربي قدرتونو جاسوسي ځالې دي او طالبان دې یې مقابل کې جدي دریځ ولري. حزب التحریر پر طالبانو نیوکه کوي او وايي، د امربالمعروف او نهې له منکر وزارت په اړه د یوناما وروستي راپور ته یې غبرګون ډېر کمزوری و.

په افغانستان کې د حزب التحریر ډلې په خپل رسمي اېکس پاڼه کې خبرپاڼه خپره کړې، چې د طالبانو د امربالمعروف په اړه د یوناما پر وروستي راپور پر وړاندې د طالبانو د کمزوري غبرګون په اړه نیوکه کړې ده.

حزب التحریر په اېکس کې لیکلي « یوناما په ډېرې بې‌شرمۍ سره د امربالمعروف حکم ظلم او د بشري حقونو خلاف ګڼي، خو د حکومت دریځ د هغوی پر وړاندې نرمي او مصلحت دی. خو کله چې حزب التحریر د امربالمعروف پر حکم عمل کوي، نو د حزب له دعوتګرانو سره په شدت چلند کېږي او د تفرقې او فتنې خپرولو تر نامه لاندې شکنجه کېږي او زندانونو ته اچول کېږي.»

دوی طالبانو ته خبردارۍ ورکوي چې په افغانستان کې د یوناما او نورو نړیوالو سازمانونو له خطرناکو فعالیتونو څخه د ځینو مادي ګټو په خاطر سترګې پټول یوه لویه سیاسي تېروتنه ده، چې خطرناکې پایلې لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د طالبانو امربالمعروف وزارت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره دغه وزارت د بشري حقونو او د وګړو له اساسي ازادیو څخه سرغړونکی بللی دی.

د یوناما په وینا، د طالبانو امربالمعروف وزارت مامورینو ۱ زرو ۳۳ ځله خپلسري سزاګانې ورکړې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې له دې جملې ۲۰۵ له ښځو او ۸۲۸ د نارینه وو سره د ناوړه چلند پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو ویاند د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت په اړه د یوناما د وروستي راپور په غبرګون د امربالمعروف د پروسیجر په اړه د دغې ادارې نیوکې بې ځایه بللې وې.

ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و: «هغه احکام چې ددې وزارت له خوا توصیه کیږي، اسلامي معلوم او معروف احکام دي.»
ښاغلي مجاهد ویلي، چې د یوناما راپور ورکوونکي هڅه کوي، څو افغانستان د لویدیځ له نظره وڅېړي او دا ښه کار نه دی.
ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د ټولو وګړو شرعي حقوق تامین دي.

د هرات په جبریل ښارګوټي کې یو ځوان د «طالبانو له خوا ووژل شو»

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۱

په هرات کې باوري سرچینو تایید کړه، چې طالبانو د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت په جبریل ښارګوټي کې یو شیعه ځوان وژلی دی. دغه ځوان د عاشورا د مراسمو پر سر د طالبانو او د شعيه ګانو ترمنځ د تاوتريخوالي د رامنځ ته کېدو پر مهال وژل شوی دی.

ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو له خوا وژل شوى ځوان «حبيب» نومېده او له دې پېښې یوه ورځ وړاندې یې هم د هرات په ښار کې د طالبانو له خوا پر ویرجنو د محدودیتونو د وضع کولو په اعتراض کې له طالبانو سره اخ او ډب رامنځته شوی و.

یوې باخبرې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې حبیب د ۲۵ کلونو کم عمر درلود او د سید اباد جبریل سېمې اصلي اوسېدونکی و.

د دې سرچینې په وینا، هغه د طالبانو لخوا د ماتم ( ویر) پرمراسمو د محدودیت له کبله دوه ځله «تور پوستې» ته، چې د هغه د کور او ښار ترمنځ پرته ده ، ورغلی؛ خو د طالبانو سره خبره په تاوتریخوالي واوښتله.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د ځايي خلکو په وینا، طالبان وروسته هغې سېمې ته ورغلل، چې دغه ځوان یې وژلی و او د سیمې له ودانیو یې له سي سي ټي وي کېمرو ویډیوګانې لري کړي.

په تېرو ورځو کې په کابل او هرات کې د افغان شیعه ګانو او طالبانو ترمنځ د عاشورا د مراسمو پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په تېره یوه اوونۍ کې طالبان څو ځلې جبریل ښارګوټي ته ورغلي، د عاشورا بیرغونه او نښانونه یې څيرلي، د کورونو او هټیو له سرونو یې هم ليري کړي دي.

افغانستان انټرنشنل هم له کابل څخه داسې ویډیوګانې ترلاسه کړې، چې ښيي طالبان په شیعه میشتو سیمو کې د عاشورا د نمانځغونډې نښانونه لیري کوي.

تر دې وړاندې هم د عاشورا پر مراسمو د طالبانو بندیزونو څو څو ځله د کابل خلک په غوسه کړي وو.

تر دې مخکې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي د ماتم مراسم یوه «سیاسي او بهرنۍ بدعت» بللی و او ټینګار یې کړی وو، چې باید مخه یې ونیول شي.

د طالبانو سيمه ييزو سرچينو ويلي، چې په تېرو ورځو کې په جبريل ښارګوټي کې اووه لاريون کوونکي د ماتم د مراسمو د ترسره کېدو د مخنيوي په تور نيول شوي دي.

تر اوسه د دغو بندیانو د برخلیک په اړه نوي معلومات نشته.

طالبانو په کونړ کې د داعش پرضد عملیات پیل کړي دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۳۸ GMT+۱

په کونړ کې ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبانو د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې چلس سیمه کې د داعش پرضد عملیات پیل کړي. که څه هم د روانو عملیاتو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ځايي سرچېنې وايي چې په دغو عملیاتو کې د داعش یو قومندان هم وژل شوی.

طالبان په افغانستان کې د داعش حضور ردوي خو سرچینې وايي چې له دوو ورځو راهسې یې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش پر پټڼځیو عملیات پیل کړي دي.

د کونړ امنیه قومندانۍ کې د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې په کونړ کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ د استخباراتو ځانګړې قطعه هم برخه لري.

د طالبانو سرچینې ادعا کوی چې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ دېوه ګل درې په چلس او سپیدار کې په روانو عملیاتو کې داعش ډلې د جلب جذب معاون قاري اسد چې مشهور په حبیب خراساني و، وژل شوی دی.

تر دې دمه د دغو عملیاتو په اړه نه هم د داعش ـ خراسان او نه هم طالبانو په رسمي ډول څه ویلي دي.

څوکۍ ولسوالۍ کې د دېوه دره کې په ځنګلونو پوښلې چلس او سپیدار سیمې د افغانستان درېو ولایتونو ننګرهار، لغمان او نورستان ته د تګ راتګ لارې لري.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته څو سرچینو منلې وه، چې په کونړ کې د طالبانو د غړو کورنیو له هغو سیمو کډه کړې چې د داعش حضور په کې لیدل کیږي.

د ترلاسه شو معلوماتو له مخې داعش-خراسان د کونړ په دریو ولسوالیو کې حضور لري.

د کونړ ماڼوګی ولسوالۍ په چپه او کوړنګل درو ، د څوکۍ ولسوالۍ دېوګل دره او غازي اباد ولسوالۍ کې د داعش-خراسان وسلوال فعالیت لري.

څو میاشتې وړاندې داعش وسله والو په دیوه ګل دره کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له دوو کسانو سرونه غوڅ کړي ول.

طالبانو ته نژدې وېپاڼې المرصاد چې د داعش په اړه راپورونه نشروي، پاکستان د داعش په ملاتړ تورن کړی و او ویلي یې وو چې پاکستان په پټه په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ددغه ډلې مشرانو ته ځای ورکړی دی.