• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز د موټربم او وسله والو بریدونو وروستي جزیات

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۴۹ GMT+۱

له سیمې خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په هغه موټربم او وسله والو بریدونو کې چې نن سهار د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز شوي شپږ عسکر وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. په سیمه کې پولیس چارواکي وايي، په پېښه څلور ولسي کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

ويل کیږي، دغه چاودنه ډېره زوروره وه او ورڅېرمه ولسي خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

100%

تر اوسه پورې پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

له سیمې څخه خپلواک خبریال لال وزیر، افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) ويلي چې د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټربم دوه ځانمرګي بریدونه وشول او ورپسې نورو وسله والو بریدونه پیل کړل چې د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

په سیمه کې پولیس چارواکو خبریالانو ته ويلي، چې په دغو بریدونو کې څلور ولسي کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

ویل کیږي لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده او د جګړې پر سیمه اوس پاکستانۍ چورلکې ګرځي.

د دغو بریدونو مسوولیت د ټي ټي پي اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې منلی او دعوه یې کړې چې په مرکز کې شته ټول پوځي عسکر یې وژلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

بایډن: موږ به د رایو په کارولو سره مخالفتونه حل کړو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۴۰ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ له یوه دفتر څخه د ولسمشرۍ په خپله درېیمه وینا کې، جو بایډن د ډونالډ ټرمپ په وړاندې د وژنې هڅې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «په سیاست کې مخالفتونه باید د رایې په کارولو سره حل شي.» امریکايي ولسمشر زیاته کړه: «موږ ګاونډیان یو، دوستان یو، دښمنان نه یو.»

هغه ټینګار وکړ چې سیاست باید هیڅکله د خلکو د وژلو لپاره نه وي.

نوموړي د سیاسي جنجالونو د مخنیوي غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د ولسواکۍ او د قانون له حاکمیت څخه به دفاع ته دوام ورکوي او په وینا یې له یو بل سره له درېدو پرته بل څه مهم نه دي.

هغه دا هم وویل چې د بریدګر انګېزه او دا چې ایا هغه بل ملاتړی او مرسته کوونکی لاره او که نه، لا هم څرګنده نه ده.

د طالبانو کډوالو وزارت: له یونیم زر ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه کړل شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یو زر او ۶۱۴ کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال تېره ورځ افغانستان ته راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) په خپله ویب پاڼه کې لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۲۴مه نیټه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او هرات اسلام کلا بندر له لارې ۱۴۳۰ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ کې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۴ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستنې شوې.

دغه وزارت وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (جولای تر درېیمې نېټې) له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۳۷۴۲۷ ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

په دغه راپور کې راغلي، د جون له ۲۱مې نېټې څخه د جولای تر درېیمې نیټې پورې له ۱۶۴۴۶ افغانانو له ډلې ۷۳۴۵یې نارینه، ۴۷۳۲ یې ښځې او ۴۳۶۹ یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

دغه کډوال په داسې حال د پاکستان له لوري راستانه کړل شوي چې تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې ۱،۴۵ میلیونه افغان کډوالو د اوسیدو موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

پاکستاني رسنۍ: په خیبرپښتونخوا کې د حسن زیب په نوم یو ځايي خبریال نامعلومو وسله والو وژلی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۲۰ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په نوښار سیمه کې د حسن زیب په نوم یو خبریال د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو. پولیسو ویلي، چې د حسن زیب د قاتلانو د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۴مه) ناوخته د خیبرپښتونخوا ایالت په نوښار سیمه کې د دوو موټرسایکل سپرو له لوري پر سیمه ییز خبریال حسن زیب ډزې وشوې، چې هغه لومړی ټپي او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړه.

برید کوونکي له پيښې وروسته له سیمې په تیښته بریالي شوي.

سیمه ییزو پولیسو ویلي، چې پر حسن زیب د برید کوونکو ویډیو یې ترلاسه کړې او د نوموړي د قاتلانو د نیولو هڅې روانې دي.

د راپورونو له مخې حسن زیب په پيښور کې د (اج نیوز) ورځپاڼې خبریال و.

د‌ پاکستان اج نیوز هم په نوښار کې د نامعلومو وسله والو په برید د خپل خبریال حسن زیب د وژل کېدو پخلی کړی.

تېره میاشت هم د خیبرپښتونخوا په خیبر سیمه کې د خلیل جبران په نوم یو خبریال وسله والو په ډزو وژلی و.

د یادونې وړ ده چې په روان کال کې په پاکستان کې د حسن زیب په ګډون پنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي.

سرچينې: نن سهار د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پوځ پر یو مرکز ځانمرګي او وسله وال بریدونه شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۵۴ GMT+۱

له سیمې څخه سرچینې وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز ځانمرګي او وسله وال بریدونه شوي او لا هم جګړه روانه ده. ویل کیږي، په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او د دوو عسکرو په ګډون نهه تنه ولسي خلک ټپیان دي.

تر اوسه پورې پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) ويلي چې د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټربم دوه ځانمرګي بریدونه وشول او ورپسې نورو وسله والو بریدونه پیل کړل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دې تر څنګ د ورڅېرمه کورونو او بازار کې هم د ښځو په ګډون اووه تنه ټپیان دی.

دا د پیښې لومړۍ شیبې ښايي، د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې شي.

په سیمه کې د پاکستاني پوځ چورلکې هم ګرځي او جګړه روانه ده.

د دغو بریدونو مسوولیت د ټي ټي پي اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی.

د پاریس په اولمپیک کې د کار لپاره لسګونه غوښتونکي له «ترهګرۍ» سره د تړاو په شک رد شول

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۱۵ GMT+۱

فرانسوي چارواکو له «ترهګرۍ» او نورو ګواښونو سره د تړاو له امله د المپیک په لوبو کې له ۳۵۰۰ څخه د زیاتو کسانو غوښتنلیکونه رد کړي دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د هغو غوښتونکو د معلومولو لپاره چې «لوبې او ملي امنیت ته ګواښ» وو، په سلګونو زره څېړنې ترسره شوې دي.

لږ تر لږه ۱۳۰ غوښتونکي د «شکمنو ترهګریزو» فعالیتونو په نوملړ کې وو.

دغه راز په لسګونو نور غوښتونکي له «سخت دریځو اسلامپالو»، کیڼ اړخو او ښي اړخو فرانسوي ډلو سره تړاو لري.

د پاریس د اولمپیک په لوبو کې چې د جولای له ۲۶څخه د اګست تر ۱۱مې نیټې پورې به روانې وي، شاوخوا یو میلیون خلکو ته د لوبغاړو، روزونکو، خبریالانو، داوطلبانو او شخصي امنیت ساتونکو په ګډون په حساسو سیمو کې د ننوتلو لپاره امنیتي سندونه او جوازونه ورکړل شوي دي.

د اوړي د المپیک سیالیو چارواکو د ساتونکو د سخت کمښت په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د فرانسې د ځنګړي امنیت فدراسیون په اپریل کې ویلي و، چې د ۸۰۰۰ کسانو له کموالي سره مخ دي.

خو تېره اوونۍ دغه کمښت ۱۰۰۰ کسانو ته راټیټ شو.

د اولمپیک په روانو لوبو کې به د فرانسې په پلازمینه کې له ۳۰۰ زرو څخه تر ۴۵۰ زرو پورې پولیس د امنیت د ټینګښت لپاره په دندو بوخت وي.