• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بایډن: موږ به د رایو په کارولو سره مخالفتونه حل کړو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۴۰ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ له یوه دفتر څخه د ولسمشرۍ په خپله درېیمه وینا کې، جو بایډن د ډونالډ ټرمپ په وړاندې د وژنې هڅې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «په سیاست کې مخالفتونه باید د رایې په کارولو سره حل شي.» امریکايي ولسمشر زیاته کړه: «موږ ګاونډیان یو، دوستان یو، دښمنان نه یو.»

هغه ټینګار وکړ چې سیاست باید هیڅکله د خلکو د وژلو لپاره نه وي.

نوموړي د سیاسي جنجالونو د مخنیوي غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د ولسواکۍ او د قانون له حاکمیت څخه به دفاع ته دوام ورکوي او په وینا یې له یو بل سره له درېدو پرته بل څه مهم نه دي.

هغه دا هم وویل چې د بریدګر انګېزه او دا چې ایا هغه بل ملاتړی او مرسته کوونکی لاره او که نه، لا هم څرګنده نه ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: په خیبرپښتونخوا کې د حسن زیب په نوم یو ځايي خبریال نامعلومو وسله والو وژلی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۲۰ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په نوښار سیمه کې د حسن زیب په نوم یو خبریال د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو. پولیسو ویلي، چې د حسن زیب د قاتلانو د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۴مه) ناوخته د خیبرپښتونخوا ایالت په نوښار سیمه کې د دوو موټرسایکل سپرو له لوري پر سیمه ییز خبریال حسن زیب ډزې وشوې، چې هغه لومړی ټپي او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړه.

برید کوونکي له پيښې وروسته له سیمې په تیښته بریالي شوي.

سیمه ییزو پولیسو ویلي، چې پر حسن زیب د برید کوونکو ویډیو یې ترلاسه کړې او د نوموړي د قاتلانو د نیولو هڅې روانې دي.

د راپورونو له مخې حسن زیب په پيښور کې د (اج نیوز) ورځپاڼې خبریال و.

د‌ پاکستان اج نیوز هم په نوښار کې د نامعلومو وسله والو په برید د خپل خبریال حسن زیب د وژل کېدو پخلی کړی.

تېره میاشت هم د خیبرپښتونخوا په خیبر سیمه کې د خلیل جبران په نوم یو خبریال وسله والو په ډزو وژلی و.

د یادونې وړ ده چې په روان کال کې په پاکستان کې د حسن زیب په ګډون پنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي.

سرچينې: نن سهار د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پوځ پر یو مرکز ځانمرګي او وسله وال بریدونه شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۵۴ GMT+۱

له سیمې څخه سرچینې وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز ځانمرګي او وسله وال بریدونه شوي او لا هم جګړه روانه ده. ویل کیږي، په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او د دوو عسکرو په ګډون نهه تنه ولسي خلک ټپیان دي.

تر اوسه پورې پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) ويلي چې د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټربم دوه ځانمرګي بریدونه وشول او ورپسې نورو وسله والو بریدونه پیل کړل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دې تر څنګ د ورڅېرمه کورونو او بازار کې هم د ښځو په ګډون اووه تنه ټپیان دی.

دا د پیښې لومړۍ شیبې ښايي، د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې شي.

په سیمه کې د پاکستاني پوځ چورلکې هم ګرځي او جګړه روانه ده.

د دغو بریدونو مسوولیت د ټي ټي پي اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی.

د پاریس په اولمپیک کې د کار لپاره لسګونه غوښتونکي له «ترهګرۍ» سره د تړاو په شک رد شول

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۱۵ GMT+۱

فرانسوي چارواکو له «ترهګرۍ» او نورو ګواښونو سره د تړاو له امله د المپیک په لوبو کې له ۳۵۰۰ څخه د زیاتو کسانو غوښتنلیکونه رد کړي دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د هغو غوښتونکو د معلومولو لپاره چې «لوبې او ملي امنیت ته ګواښ» وو، په سلګونو زره څېړنې ترسره شوې دي.

لږ تر لږه ۱۳۰ غوښتونکي د «شکمنو ترهګریزو» فعالیتونو په نوملړ کې وو.

دغه راز په لسګونو نور غوښتونکي له «سخت دریځو اسلامپالو»، کیڼ اړخو او ښي اړخو فرانسوي ډلو سره تړاو لري.

د پاریس د اولمپیک په لوبو کې چې د جولای له ۲۶څخه د اګست تر ۱۱مې نیټې پورې به روانې وي، شاوخوا یو میلیون خلکو ته د لوبغاړو، روزونکو، خبریالانو، داوطلبانو او شخصي امنیت ساتونکو په ګډون په حساسو سیمو کې د ننوتلو لپاره امنیتي سندونه او جوازونه ورکړل شوي دي.

د اوړي د المپیک سیالیو چارواکو د ساتونکو د سخت کمښت په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د فرانسې د ځنګړي امنیت فدراسیون په اپریل کې ویلي و، چې د ۸۰۰۰ کسانو له کموالي سره مخ دي.

خو تېره اوونۍ دغه کمښت ۱۰۰۰ کسانو ته راټیټ شو.

د اولمپیک په روانو لوبو کې به د فرانسې په پلازمینه کې له ۳۰۰ زرو څخه تر ۴۵۰ زرو پورې پولیس د امنیت د ټینګښت لپاره په دندو بوخت وي.

حماس وايي، د اسراییل له بریدونو وروسته یې هم د اوربند خبرې اترې نه دي پرېښي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۴۱ GMT+۱

د حماس یو جګپوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې دغه ډله په غزه کې د دې اونۍ په پای کې له خونړیو بریدونو وروسته چې د اسراییل په وینا؛ د دې ډلې پوځي مشر محمد ضیف یې په نښه کړی و، له اسراییل سره د اوربند له خبرو اترو څخه نه دي وتلي.

خو د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الرشیق پر اسراییل تور ولګاوه، چې د عربي منځګړو او د امریکا متحده ایالتونو هڅې یې د اوربند په برخه کې د خپلو بریدونو په زیاتولو سره له پښو غورځولي دي.

د غزې په خان یونس سیمه کې د شنبې ورځې برید چې د سیمه ییزو روغتیايي چارواکو په وینا لږ تر لږه ۹۰ فلسطینیان په کې ووژل شول، د اوربند خبرې له شک او تردید سره مخامخ کړې دي.

په دې وروستیو ورځو کې داسې هیلې زیاتې شوې چې په غزه کې د جګړې د درولو او د یرغمل شویو بندیانو د بېرته ستنولو لپاره یوه معامله وشي.

د مصر دوو امنیتي سرچینو د سې شنبې په ورځ وویل، په دوحه او قاهره کې د اوربند خبرې له درې ورځو سختو خبرو اترو وروسته ودرول شوې.

تمه کیږي چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د خپلو نږدې وزیرانو غونډه راوبلي چې په دې اړه خبرې وکړي.

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، چې د حماس د پوځي مشر ډیف د وژلو په موخه په شوي برید کې د دغې ډلې د خان یونس لېوا قوماندان رافع سلامه وژل شوی؛ خو ضیف د سرنوشت په اړه لا معلمومات نه دی ترلاسه شوی.

د رفح څخه په خپرو شوو ویډیو کې د کورني امنیت خدماتو مشر وویل: "په خان یونس کې برید د استخباراتو پایله وه." هغه وویل چې د حماس ۲۵ غړي چې د اکټوبر د اوومې په خونړي برید کې یې برخه اخیستې وه په روانه اونۍ کې وژل شوي دي.

د شنبې په ورځ د حماس یو لوړ پوړي چارواکي دا رد کړه چې ضیف وژل شوی او دې ډلې ویلي، چې د اسراییل ادعاوې د برید د توجیه کولو لپاره دي.

د یکشنبې په ورځ، اسراییلي ځواکونو پر غزې ښار هوایي او ځمکني بریدونه کړي دي، چې د ۲.۳ میلیونو خلکو اوسیدو دغه سیمه کې، ډیری خلک د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.

د حماس رسنیو او روغتیایی چارواکو وویل، چې د غزې په تړانګه کې د کډوالو له اتو کمپونو څخه یو په نصیرات کمپ کې د برید په پایله کې ۱۵ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د جرمني په باډن ورتمبرګ ایالت کې د ډزو له امله درې تنه وژل شوي دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د جرمني پولیسو ويلي، چې د باډن ورتمبرګ ایالت په سویل لویدیځ کې یوه سړي خپل ځان او دوه نور کسان په ډزو وژلي دي. په دې پیښه کې چې د یکشنبې په ورځ د لاوتلینګن په کلي کې وشوه لږ تر لږه دوې نورې ښځې سختې ټپیانې شوې دي.

تر اوسه د برید انګېزه معلومه نه ده او د پېښې د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د المان د دويچه ويله رسنۍ د رپوټ له مخې؛ پوليس باور لري، چې دغه پيښه د کورنۍ شخړې له کبله رامنځ ته شوې او په سيمه کې نورو خلکو ته کوم خطر نه شته.

د دغه راپور له مخې؛ د پولیسو ویاند ویلي، چې نن غرمه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې وروسته له هغه، چې د ډزو د غږ له امله بېړنی زنګ ووهل شو، پولیس سیمې ته ورسېدل او هلته یې د مړو او ټپیانو جسدونه ولیدل.