• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بنو اوسېدونکي: په بنو کې پر پوځي مرکز له برید وروسته پوځیانو اووه عام وګړي وژلي دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۵۳ GMT+۱

د پښتونخوا د بنو یو شمېر اوسېدونکو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ په بنو کې د پوځیانو پر یوه مرکز له برید وروسته پاکستاني پوځیانو پر عامو وګړو ډزې کړي او اووه کسان یې وژلي دي. د پاکستان پوځ بیا ویلي، چې ټي ټي پي عام خلک وژلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د بنو د یو شمېر اوسېدونکو هغه ویډیوګانې خپرې شوي، چې پکې د پاکستاني پوځیانو ډزې ښودل کیږي.

د بنو یوه اوسېدونکي د پاکستاني پوځیانو له دغه برید وروسته یوه ویډیو خپره کړې او پکې یې ویلي، چې پاکستاني پوځیان ورسره زیاتی کوي.

هغه وویل: "شهباز شریف ستا زوی دې مړ شي، علي امین کنډاپور ستا کورنۍ دې مړه شي، چې زموږ پوښتنه نه کوئ او دا پنجابي ظالمان مو پر موږ مسلط کړي دي".

د بنو یوه بل اوسېدونکي اسماعیل بیا ویلي، چې پاکستانۍ رسنۍ د دوی خبرونه نه خپروي او که د بنو په اړه کوم خبر خپروي د پوځ په ګټه یې خپروي.

هغه زیاته کړه: "موږ دلته سوځیږو، بچي یې را ووژل، کورنۍ یې راتباه کړې او هېڅوک زموږ په کیسه کې نه دي، دا نن یې اووه کسان په بازار کې په ډزو بې ګناه او بې خطا را ووژل، موږ چېرې لاړ شو؟"

خو بل خوا د پاکستان پوځ وايي، په ډېره اسماعیل خان کې پر یوه ځايي روغتون د پاکستاني طالبانو په برید کې د دوو سرتېرو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

دوی زیاتوي، په دې نښته کې درې وسله وال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې پاکستاني طالبانو د دوشنبې په شپه د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ په کري شموزۍ سیمه کې پر یوه سیمه ییز روغتون برید وکړ.

پوځ وايي، چې په بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي او دوه د اردو سرتېري وژل شوي دي.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو دویم برید دی.

د یو تن وژل شوي کس انځور چې په بازار کې یې دوکان لاره
100%
د یو تن وژل شوي کس انځور چې په بازار کې یې دوکان لاره

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال: پر پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنديز پرېکړه لا نهایي نه ده

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۴۹ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر مرستيال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، چې پر پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنديز پرېکړه لا نهایي نه ده.

هغه به د سیاسي ګوندونو او اتحادیو سره د هغه څه په اړه مشوره وکړي، چې پرون د اطلاعاتو وزیر وویل.

اسحاق ډار په لاهور کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې فیصله به سیاسي نه؛ بلکې د اساسي قانون مطابق وي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې اسحاق ډار وويل، چې پي ټي اې هغه ګوند دى، چې د يهودانو او عيسايانو له خوا هم تمويلېږي، په دې اړه ټول ثبوتونه شته چې پي ټي اې له بهر څخه تمويلېږي، بايد قانوني اړخونه په نظر کې ونيول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی ملي امنیت او ثبات ته لومړیتوب ورکوي، هر هغه څوک چې د ملي امنیت خلاف کار کوي باید د اساسي قانون له مخې مجازات شي.

ډار وويل مسلم ليگ(ن) يا پیپلز پارټي د حکومت کولو لیوالتیا نه لرله او که چېرې دوی حکومت نه وى نيولى؛ نو پاکستان به خراب شوى وى.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارر پرون دغه ګوند له هند او اسراییل څخه د مالي مرستو په تر لاسه کولو تورن کړ.

نوموړی وايي، چې د تحریک انصاف ګوند د فعالیتونو د بندېدو په اړه به د دې هېواد کابینه غونډه وکړي.
ښاغلي تارر په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، چې د تحریک انصاف په شتون کې د پاکستان پر مختګ ناممکن دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وایي: «د تحریک انصاف بهرني مالي ملاتړ، د می د نهمې ګډوډیو او په امریکا کې تصویب شوې پرېکړه لیک ته په کتو سره مونږ په دې باور یو، چې ډېر معتبر شواهد شته چې ښيي د یاد ګوند فعالیتونه به منع شي».
عطا تارر ټينګار وکړ، چې د دې هېواد دولت جدي پرېکړه کړې څو د تحریک انصاف ګوند فعالیتونه منع کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اساسي قانون ۱۷مې مادې دا حق دولت ته ورکړی، چې سیاسي ګوندونه ممنوع کړي او دا موضوع به د هېواد عالي دیوان ته هم راجع شي.
د پاکستان د اساسي قانون د ۱۷می مادې دویم بند وایي: «هر هغه کس چې د پاکستان رسمي کارکوونکی نه دی، د یوه سیاسي حزب د جوړېدو او یا پکې د غړیتوب حق لري، مشروط پر دې چې د هېواد د ګټو لپاره یې معقول محدودیتونه وضع کړي دي، لکه د پاکستان ارضي تمامیت او حاکمیت ته زیان رسول.»
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر کارپوهان د پاکستان د حکومت دغه اقدام د دې هېواد په ملي اسمبلۍ کې د عمران خان د ګوند د تر ټولو لوی ګوند د جوړېدو د مخنیوي یوه هڅه بولي.
تارر دغه راز ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند د خپلو سیاسي ګټو لپاره د پاکستان په ضد هوکړه لیک سره هڅه کړې چې ډېپلوماتیکې اړیکې زیانمنې کړي.

په خيبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو په بريد کې اووه تنه وژل شوي دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، په ډېره اسماعیل خان کې پر یوه ځايي روغتون د پاکستاني طالبانو په برید کې د دوو سرتېرو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي. دوی زیاتوي، په دې نښته کې درې وسله وال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې پاکستاني طالبانو د دوشنبې په شپه د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ په کري شموزۍ سیمه کې پر یوه سیمه ییز روغتون برید وکړ.

پوځ وايي، چې په بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي او دوه د اردو سرتېري وژل شوي دي.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو دویم برید دی.

د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو په یوه بل برید کې لږ تر لږه اته پاکستاني پوځیان ووژل شول.

اصف علي زرداري: په پاکستان کې د ترهګرۍ رېښې له منځه وړو

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۳۰ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وایي، چې په دغه هېواد کې به د ترهګرۍ جرړې یا رېښې له منځه یوسي. ښاغلي زرداري دا خبرې په بنو کې د پروني برید له امله د پاکستان د اتو پوځیانو وژل کېدو په غبرګون کې کړې دي.

اصف علي زرداري په یوه بیان کې د بنو په دغه پېښه کې د وژل شویو پوځیانو کورنیو ته ته تسليت ویلی او زياتوي، چې: «ملت د خپلو سرتېرو په قربانيو وياړي.»

د نوموړي په خبره، د بنو په پېښه کې د پاکستاني ځواکونو پر وخت اقدام د يوه لوی زيان مخه ونيوله.

د پاکستان پوځ ومنله، چې تېره ورځ په بنو کې د دوی پر یوه مرکز په موټر بم برید کې اته سرتېري وژل شوي دي؛ خو د ټپیانو په اړه یې څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې په سیمه کې پولیس چارواکو خبریالانو ته ویلي و، چې په پېښه کې څلور ولسي کسان هم وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

د حافظ ګلبهادر په مشرۍ د پاکستاني طالبانو یوې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند وکیل: د ګوند د فعالیت د بندیز په اړه د حکومت پرېکړه نه منو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۶ GMT+۱

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند رسمي وکيل وايي، چې د محکمې په شتون کې د حکومت پرېکړه نه مني. د پاکستان دولت د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند له هند او اسراييل څخه د مالي مرستو په تر لاسه کولو تورن کړی او پرېکړه کړې، چې فعالیتونه يې منع کړي.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند رسمي وکيل علي ظفر د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) جيونيوز ته ويلي، چې د پاکستان په قانون کې د يوه ګوند فعالیت بندول نه شته او په دې برخه کې يوازې د محکمې پرېکړه مني.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارر دغه ګوند له هند او اسراییل څخه د مالي مرستو په تر لاسه کولو تورن کړ او ويلي يې دي، چې د تحریک انصاف په شتون کې د پاکستان پر مختګ ناممکن دی.

د تحريک انصاف ګوند وکيل علي ظفر د پاکستان د اطلاعاتو د وزير خبرو ته په اشارې زياتوي: « که کوم سياسي ګوند له دښمن هېواد سره کار کوي؛ نو د هغه ګوند د بندولو اجازه يوازي د سترې محکمې کار دی.»

ظفر وايي، چې د سياسي ګوندونو د فعاليت بندولو پرېکړه کول ديکتاتوري ده او دا د يو جمهوري حکومت کار نه دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطا تارر وايي، چې د اساسي قانون ۱۷مې مادې دا حق دولت ته ورکړی، چې سیاسي ګوندونه ممنوع کړي او دا موضوع به د هېواد عالي دیوان ته هم راجع شي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر کارپوهان د پاکستان د حکومت دغه اقدام د دې هېواد په ملي اسمبلۍ کې د عمران خان د ګوند د تر ټولو لوی ګوند د جوړېدو د مخنیوي یوه هڅه بولي.
د یادولو ده، چې په پاکستان کې یوې محکمې دوه ورځې وړاندې د واده په مساله کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ته برائت ورکړ.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، نوموړي تر هغه وروسته برائت ترلاسه کړ، چې په پارلمان کې یې د هغه ګوند ډېرې څوکۍ وګټلې او پر دولت یې فشار زیات کړ.

د چمن پرلتوال: له حکومت سره په خبرو بوخت یو که مو غوښتنې ونه منل شي بیا لاریونونه پیلوو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۱

د چمن پرلتوال وايي،‌ په کوټه او اسلام اباد کې د دوی استازي د پاکستان له ایالتي او مرکزي حکومت سره په خبرو بوخت دي، چې د سپین بولدک ـ چمن دروازه د پخوا په شان له پاسپورټ او وېزې پرته د تګ راتګ لپاره خلاصه کړي.

د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د ګڼو چمن مېشتو له لوري له نږدې لس میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ پرمهال د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون پرلت وهلی دی.

دغه پرلت وال وايي، د پاکستان له لوري شوې دغه پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده، ځکه په دې کار سره د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د مېشتو قومونو پر سوداګرۍ او اړیکو یې منفي اغیزې کړې دي.

د یاد پرلت د مرکزي کمېټي غړي عبدالولي تازه رسنیو ته ویلي، چې په کوټه او اسلام اباد کې د پرلت د استازو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دروازې د خلاصولو په اړه خبرې راوانې دي.

نوموړی ګواښ کوي او وايي، که خبرو اترو مثبته پایله ونه لرله یوځل بیا به په چمن ښار کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې پاکستاني ځواکونو د یاد پرلت پر غړو د کوږک په غره کې هغه مهال برید وکړ چې پرلتوالو د دریو اونیو لپاره د چمن ـ کوټې لویه لاره د تګ راتګ پر مخ تړلې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د چمن پرلت د مرکزي کمېټې پنځه غړي د پاکستانحکومت له لوري بندیان دي.