• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات او بدخشان کې د ټرافیکي پېښو له امله اته تنه مړه شوي دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۱

یاده ټرافیکي پېښه تېره ورځ د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده. په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکو د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د چهار شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۷مه) د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یوه لنډ کروزر موتر د چپه کېدوپه پېښه کې ۵ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، چې د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
له بله پ‍لوه له هراته سرچینې وايي، هلته هم دوه ټرافیکي پېښې شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي او دوه نور ڼپیان دي.

راپورونه وایي، چې په یوه پېښه کې د روغتیا وزارت د پلاوي یو غړی هم مړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په روانه اونۍ کې په هرات، بغلان او کندهار په ګډون د هېواد په شمېر ولایتونو کې د ټرافیکو پېښو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ګڼ خلک یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼي؛ خو موټر چلوونکي بیا د لارو سړکونو خرابوالی په ګوته کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

کورنی کرېکټ؛ هندوکش سټرايکرز لوبډلې په ۸ ويکټو پامير لېجنډز ته ماتې ورکړه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په ۷مه لوبه کې هندوکش سټرايکرز لوبډلې د پامير لېجنډز ته د ۸ ويکټو په توپير ماتې ورکړه. د هندوکش لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي او عبدالمالک د ۲۱۳ منډو د جوړېډو په ملګرتيا لوبډله بريا ته ورسوله.

د غازي امان الله خان د کرېکټ لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د چهارشنبې د روځي د ۷مه لوبې پچه د پامير لېجنډز لوبډلمشر دروېش رسولي وګټله او د هندوکش سټرايکرز پر وړاندي يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

پامير لېجنډز لوبډلې په ۵۰ اورنو کې د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۲۵۵ منډې هدف وټاکه.

د پامير په لوبډله کې رياض حسن ۱۰۱، اکرام علي خېل ۴۵ او ارشاد الدین ساپي ۳۳ منډې جوړي کړې.

د هندوکش سټرايکرز په توپ اچوونکو کې شمس الرحمن درې لوبغاړي وسوځول.

د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ هندوکش سټرايکرز لوبډلې په ۳۶.۵ اور کې د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړه او لوبه یې د ۸ ويکټو په توپير وګټله.

لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي او عبدالمالک په ګډه ۲۱۳ منډې جوړي کړې.

100%

زرمتي په ۸۹ توپونو ۱۰۰ مندې وکړې او عبدالمالک بيا په ۱۱۲ توپونو کې د يوه شپږيزې او ۱۷ څلوريزو په مټ ۱۳۰ نا سوځېدلې منډې جوړي کړی.

د لوبې غوره لوبغاړي هم عبدالمالک وټاکل شو.
په دغو سیالیو کې هندوکش سټرایکز تر ټولو مخکښه لوبډله ده او خپلې ټولې سیالۍ یې ګتلې؛ خو پامیر لېجنډز بیا خپلې تولې لوبې بایللې دي.

100%

بښنې نړۍوال سازمان د المان له حکومته غوښتي چې له ګواښ سره مخ افغانان بې برخلیکه پرې نږدي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۱

په المان کې د بښنې نړۍوال سازمان د ۲۰۲۵ کال د بودیجې تصویب ته په اشارې سره له دوی غوښتي، چې افغانان له برخلیک پرته په خطر کې پرې نه ږدي.

دغه سازمان وایي، په اسلام اباد کې ۳ زره ۷۰۰ افغانان المان ته د تلو په تمه او ۱۵ زره نور په افغانستان کې د دغه هېواد له حکومت سره په تماس کې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د المان څانګې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) د ۲۰۲۵ کال بوديجې تصويب ته په اشارې سره اندېښنه څرګنده کړه، چې د افغانستان لپاره فېدرالي داخلي پروګرام به د بوديجې د کمولو قرباني شي.

دا اندېښنه په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د المان حکومت د افغانانو د منلو په بهير کې د خطر له کبله سخت دریځ نیولی او په ځینو مواردو کې یې د یو شمیر مستحقو کسانو غوښتنې رد کړي دي.

په اسلام اباد کې د بشري او ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د المان فدرالي حکومت د افغانانو ډله ییزې پناه غوښتنې تر منلو وروسته په دې وروستیو کې رد کړي دي.

په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو يوې فعالې افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې په اسلام اباد کې د جرمني سفارت له هغو کسانو، چې دغه هېواد ته یې د تګ شرايط پوره کړي ډېرې اوږدې او سختې مرکې کوي.

د هغې په ​​وينا؛ د مرکې په بهير کې د وړ کانديدانو د عقيدو، نظريو او باورونو، د اسراييل او حماس ترمنځ د جګړې، د ښځو او ماشومانو د ازادۍ په اړه پوښتنې کېږي.

دا اقدامات وروسته له هغه شوي، چې په دې وروستیو کې یوه افغان د المان په منهایم ښار کې د اسلام د منتقدینو پر یوې غونډې برید وکړ، چې یو پولیس یې وواژه او پنځه نور یې ټپیان کړل.

دغه راز په فرانکفورټ کې هم یو افغان پر یوې اوکراینۍ ښځې برید کړی او ټپي کړې يې وه.

پاکستاني امنیتي سرچینې: د افغان طالبانو یو غړی په بنو کې د پوځ پر مرکز برید کې لاس درلود

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د پاکستان امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د عثمان الله کامران په نوم یو افغان طالب جنګیالي د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د پوځ پر مرکز په وروستي برید کې لاس درلود. پاکستان ویلي، دا برید د حافظ ګل بهادر ډلې کړی، چې په افغانستان کې مېشته ده.

د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال چې د پاکستاني طالبانو تحریک اړوند دي، د دوشنبې په ورځ له یوه افغان قوماندان سره يو ځای په بنو کې پر پوځي اډې برید وکړ او له پاکستاني ځواکونو سره په ۲۴ ساعته نښته کې یې ۸ تنه ووژل.

پاکستاني امنیتي سرچینو په دغه برید کې د یو افغان قوماندان د رول پخلی کړی او د هغه تصویر يې هم افغانستان انټرنشنل ته لېږلی.

په دې بريد سره يو ځل بيا پاکستاني چارواکو افغان طالبانو ته د نيوکي ګوته نيولې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غبرګون کې د طالبانو مرستیال سفیر هم احضار کړی و.

د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا برید د حافظ ګل بهادر وسله والو کړی او د دې وسله والو مرکزي دفتر په افغانستان کې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د دغه برید په اړه بشپړه څېړنه وکړي او د عاملینو پر وړاندې دې سمدستي، قوي او اغېزناک اقدامات وکړي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په افغانستان کې یې د پاکستان طالبانو تحریک په څېر د ډلو فعالیت رد کړی دی.

پاکستان د طالبانو د سفير مرستیال د دغه هېواد پر پوځي اډې د وروستي برید له امله احضار کړ

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو تحریک د قوماندان حافظ ګل بهادر د ځواکونو له خوا د وروستي برید له امله احضار کړ. پاکستان له طالبانو وغوښتل، چې دغه برید په بشپړه توګه وڅېړي او سمدستي اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په یوه بیان کې لیکلي: «د افغانستان له موقت حکومت څخه وغوښتل شول، چې د بنو د حملې په اړه په بشپړه توګه څېړنه وکړي او د عاملينو په وړاندي دې ژر تر ژره، قوي او اغیزناک اقدامات وکړي.»

په دې اعلاميه کې يو ځل بيا له طالبانو غوښتل شوي، چې د دا ډول بریدونو په ترسره کولو کې د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي.

په اعلاميه کې راغلي: «پاکستان په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپله جدي اندېښنه، چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي تکرار کړه. دا پېښې د دوو وروڼو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو خلاف دي.»

پاکستان وايي، دا برید د سیمې امنیت ته د ترهګرۍ جدي ګواښ څرګندوي.

په خيبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ پر يوې اډې د پاکستاني طالبانو تحريک د مشر حافظ ګل بهادر د وسله والو د بريد په پايله کې اته سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې د حافظ ګل بهادر ډله په افغانستان کې مېشته ده او پوځ به له افغانستان څخه د ګواښونو پر وړاندې لازم اقدام وکړي.

طالبانو تل د افغانستان له لوري پر ګاونډیو هېوادونو هر ډول برید رد کړی دی.

د ټرمپ مرستیال جي ډي ونس د افغانستان په اړه څه فکر کوي؟

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۲۲ GMT+۱

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د نوماند ډونالډ ټرمپ مرستیال جیمز ډېوېډ ونس د طالبانو د واکمنۍ یوازینی لامل د بایډن «له فاجعې ډک» سیاست او «د امریکا د رژیم د ناکامۍ» له امله بولي.

د دغه جمهوري غوښتونکي سناتور په باور، «هغه افغان کډوال چې حاضر نه شول د خپل ملت لپاره وجنګیږي، باید امریکا ته لېږدول شوي نه وای.»

ونس د افغانستان د دولت د سقوط په لومړیو ورځو کې د یوې تحلیلي مقالې په قالب کې د افغانستان په هکله د بایډن پر سیاست او امریکا ته د افغان کډوالو د لېږدولو پر طرحې نیوکه وکړه.


په افغانستان کې د امریکا حضور

ونس په افغانستان کې د ډیموکراسۍ ماتې تجربې ته په اشاره ویلي و، چې د متحده ایالاتو مشرانو امریکایي ښځې او نارینه افغانستان ته ولېږل، ترڅو یو ناشونی کار وکړي.
جمهوري غوښتونکي سناتور زیاته کړې، چې تر ټولو غوره امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د ډیموکراسي د رامنځته کولو لپاره ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړي د امریکا د لوی درستیز مارک میلي هغو څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د امریکا خلکو ته یې ډاډ ورکړی و، چې افغان ځواکونه په کافي اندازه د خپل هېواد د دفاع لپاره ظرفیت لري.
ونس د میلي د څرګندونو په غبرګون وویل: «د افغانستان پوځ ونشو کړای ان څلور اونۍ هم د طالبانو بریدونه وزغمي.»
نوموړي په دې مقاله کې د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ ته د امریکا د پوځي ځواکونو ناسمو اطلاعاتو ورکړې ته په اشارې سره ویلي: «لوړپوړو امریکایي پوځيانو پخواني ولسمشر ټرمپ ته په منځني ختیځ کې د ځواکونو د وړتیا د کچې په اړه دروغ ویل، چې هلته مو جګړې دوام وکړي.»
ونس زیاته کړه، چې «زمونږ رهبرانو لسیزې مونږ ته وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې جګړې کوو، ترڅو مجبوره نشو چې دلته ورسره وجنګیږو.»
ونس ویلي: «له افغانستانه مودا لوی درس زده کړ، چې کوم کسان ددې هېواد (امریکا) رهبري په لاس کې لري، د دې کار لپاره مناسب نه دي.»
ونس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلوپر ځنډېدو او طالبانو ته د اضافي وخت ورکولو باندې چې د هغوی د ځواکمنتیا لامل شول، نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې د امریکا مشرانو د جګړو په اصلي فصل کې افغانستان پرېښود او اجازه یې ورکړه، چې حیاتي وسلې د دوښمن لاس ته ورشي.
د هغه په خبره، دا پیښې د جوبایډن له فاجعې ډک سیاست پایلې او د امریکا د ټول رژیم ماتې ده.
ونس په خپله دې مقاله کې واضح کړې: «په افغانستان کې مو د رژیم د بدلېدو په اړه هڅې وکړې او بریالي نشوو او دا د دې ښکارندویي کوي، چې یو رژیم په نړۍ کې جدي بدلون ته اړتیا لري.»
نوموړي زیاته کړه: «مونږ هغه هېواد یو چې په دویمه نړیواله جګړه کې مو نازیانو ته ماتې ورکړې وه، خو اوس داسې سطحې ته رسېدلي یو چې له افغانستانه د خپلو وګړو د اېستلو لپاره طالبانو ته عذر کوو.»

افغان کډوال

ونس له افغانستانه د هغو ۳۰۰ زره افغان کډوالو اېستلو ته هم اشاره وکړه، چې د امریکایي وګړو په پرتله امریکا د هغوی اېستلو ته لومړیتوب ورکړ.
ونس وویل: «مونږ له څه باندې یوې لسیزې راهیسې له افغانانو سره مرستې، نه برعکس.»
هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې حاضر نه شول د خپل ملت لپاره وجنګیږي او کابل سقوط وکړ، باید امریکا ته انتقال شوي نه وای.»
نوموړی په ​​هغه وخت کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې له متحده ایالاتو سره یې کار کړی، په هیواد کې د میشتیدو مخالف و«مونږ نه غواړو چې هېواد مو د کډوالو په پنډغالو بدل شي.»
جیمز ډېوېډ ونس ویلي و: «د ۹۰ سلنه کډوالو په اړه نه پوهیږو چې کوم کسان دي، مونږ اسناد او پېژندپاڼې نه لرو، مونږ نه پوهیږو چې کوم کسان زمونږ هېواد ته راځي، مونږ په ډلییزه توګه امریکایان یرغملوو او دا یوه فاجعه ده .»