• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بنګله‌دېشي رسنۍ: بنګله‌دېش کې د روانو تاوتریخجنو لاریونونو له امله ګرځبندیز لګیدلی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۱

له هغه وروسته چې په بنګله‌دېش کې لایونونه په تاوتریخوالي واوښتل او په سلګونه کسان په کې ووژل او ټپیان شول، پولیسو په ټول بنګله‌دېش کې ګرځبندیز لګولی. د دغه هيواد پولیسو ته پر سرغړونکو د «ډزو کولو امر» شوی.

د ولسي خلکو پر ګرځبندیز امر د شنبې په ماښام ناوخته ورکړل شو، خو د ورځې له دوو بجو وروسته په دغه امر کې نرمي ولیدل شوه.

د حاکم عوامي ګوند مشر عبیدالقدیر ویلي، تمه ده چې دغه امر به د یکشنبې ورځې تر ۱۰ بجو دوام وکړي، او پولیسو ته یې امر کړی چې ګډوډي جوړونکو باندې ډزې وکړي.

دغه لاریونونه د بنګله‌دېشي زده‌کړیالانو له لوري د حاکم ګوند د هغې پرېکړې په غبرګون کې پیل شول،چې په دولتي دندو کې به ۳۰ سلنه هغو پخوانیو نظامیانو ته ونډه ورکړل کیږي چې د بنګله‌دېش د خپلواکۍ په جګړه کې یې برخه اخیستي وه.

له تاوتریخوالي ډګ لاریونونه بیا د تېرې سه شنبې په ورځ پيل شول، د بنګله‌دېشي رسنیو د راپورونو له مخې تردې مهاله په یادو لاریونونو کې لږ تر لږه ۱۰۳ کسان وژل شوي دي.

ښايي د تېرې جمعې ورځ د دغه لاریونونو تر ټولو خونړۍ وه، ځکه په دې ورځ د بنګله‌دېش (سومي) ټلویزیون د ۴۳ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې د اسوشیېټید پریس اژانس خبریال د ډاکې په پوهنتون او روغتون کې د ۲۳ تنو مړي لیدلي وو، خو دا لا روښانه نه ده چې ایا دوی ټول د جمعې په ورځ وژل شوي.

له جمعې ورځې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د ۲۲ تنو نورو د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي ول، ځکه په یاده ورځ لاریون کوونکو زده‌کړیالانو غوښتل چې ټول هېواد «په بشپړ ډول بند» کړي.

د جمعې په ورځ د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاګه کې د امریکا سفارت وویل، چې «له سلګونو، ممکن تر زرګونه پورې کسان» ټپیان شوي وي.

د امریکا سفارت ویلي، چې وضیعت «خورا بې ثباته دی»

تر دې مهاله بنګله‌دېشي چارواکو په روانو قهرجنو لاریونونو کې د وژل شویو او ټپیانو رسمي شمېرې نه دي شریکې کړې.

بنګله‌دېشي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغه ګرځبندیز یې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هغه مهال اعلان کړ، چې د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ په ډاګه پوهنتون، لارو او کوڅو کې د لاریونونو د کرارولو پر مهال نښتې وشوې.

د راپورونو له مخې، چارواکو د ټیلیفوني شبکو او انټرنیټي خدمتونو په بندلو سره انلاین اړیکې نیول هم بند کړي.

د دې تر څنګ په بنګله‌دېش کې یو شمیر ټلویزیوني خبري چینلونه او سیمه ییزې ورځپاڼې هم بندې شوې دي.

له بنګله‌دېشه داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د دغه هېواد مرکزي بانک او د لومړي وزیر د دفتر په ګډون ځینې مهمې حکومتي ویب‌پاڼې هم هېک شوې دي.

د راپورونو له مخې د قهرجنو لاریونو له امله د بنګله‌دیش د پلازمېنې اړوند نرسینګادي ولسوالۍ زندان هم مات شوی او‌په زندان کې بندي ۸۰۰ بندیان هم له زندانه تښتېدلي دي.

بنګله‌دیشي رسنۍ وايي، ګډوډي د بنګله دیش په حکومتدارۍ او اقتصاد کې درزونه او د هغو ځوانانو مایوسي په ګوته کوي، چې له پوهنتونونو تر فراغت وروسته ښې دندې نه لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: پاکستان کې د پولیو ناروغۍ نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۳۴ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، چې د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ناروغۍ نهه پېښې ثبت شوې. ويل کیږي وروستۍ هغه یې د خیرپښتونخوا په هنګو ولسوالۍ مثبته ثبت شوې.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا په هنګو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د وروستۍ پېښې له ثبتېدو سره د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ ناروغۍ نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه هیواد د روغتیايي چارواکو په وینا د خیبرپښتونخوا په هنګو کې د ګوزڼ د وروستۍ پېښې له ثبتېدو سره، تر اوسه پورې د پاکستان د سیند ایالت د کیماړي ولسوالۍ او حیدراباد په ګډون د ۵۱ ولسوالیو څخه له ۲۱۵ زیات نمونو کې د پولیو ویروس موندل شوی دی.

ويل کیږي، پر دې سربېره د جامشورو، چمن، پښین او لاهور په ځینو نمونو کې هم د پولیو ویروس موندل شوی دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا په دغه هیواد کې تر دې دمه نهه ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي چې تېره ورځ د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې یونیم کلن ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله په پښو شل شوی.

دا مهال په دوو صوبو خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وسله کسان د پولیو کمپاین د مخنیوي هڅې کوي چې ډیری مهال د پولیو واکسین پر امنیتي کسانو د وسله والو له لوري وخت ناوخت بریدونه کیږي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.

د پاکستان حکومت له لوري له تېر نږدې یوه کال راهیسې له دغه هیواد څځه د افغان کډوالو له جبري ایستلو وروسته د افغانستان په ختیځو او سوېلي ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې چې شنوونکي کې لامل افغانستان ته له پاکستان څخه د دغې ناروغۍ لېږد په ګوته کوي.

انټوني بلېنکن: ایران د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ توکو له تولید، لږ لرې دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران ښايي د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د اړینو توکو له تولید څخه «یوه یا دوه اوونۍ» لرې وي. انټوني بلېنکن وویل، امریکا هڅه کوي چې له ډیپلوماتیکو لارو چارو، اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار په جلا جلا توګه د اټومي وسلو لپاره د اړینو توکو د تولید په برخه کې د ایران د زیاتېدونکي وړتیا پر وړاندې خبرداری ورکړ.

د راپورونو له مخې، د اپریل له میاشتې راهیسې ایران د اټومي بم جوړولو د مهمې برخې د پراختیا لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.

جیک سلیوان د جمعې په ورځ یوې امنیتي غونډې ته وویل «که چیرې دغه(ایران) د اټوم بم د جوړولو په لاره (اټوم بم جوړولو) روان شي، دا به له متحده ایالاتو سره ریښتینې ستونزه ولري.»

ایران ادعا کوي چې اټومي پروګرام یې د ملکي موخو لپاره دی.

انټوني بلېنکن د جمعې په ورځ وویل: «هغه څه چې موږ په وروستیو اونیو او میاشتو کې ولیدل دا دي چې ایران د بم جوړولو لپاره د اړتیا وړ توکو په جوړولو کې ریښتینی پرمختګ کوي.»

هغه د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوران کې له تهران سره له اټومي هوکړې د امریکې وتلو ته په اشارې سره وویل: «حالات ښه نه دي.د اټومي هوکړې له پای ته رسیدو سره، د دې پرځای چې ایران لږ تر لږه یو کال د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د فاشیل توکو تولیدولو توان ولري، ایران اوس ښايي د دې کار څخه یوه یا دوه اونۍ لرې وي.»

شاوخوا یو کال مخکې د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي وو چې ایران اوس کولای شي په «۱۲ ورځو کې د بم جوړلو لپاره مواد» تولید کړي.

د بایډن ادارې هڅې چې له ایران سره په غیر مستقیم ډول د (د عمل کولو لوی ګډ پلان) د بیا ژوندي کولو لپاره خبرې وکړي، کوم چې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له هغه څخه وتلی و ، د ۲۰۲۲ په وروستیو کې ناکام شو.

ملګري ملتونه: د هایټي په شمال کې یوې کښتۍ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه شوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۵۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل، چې د هایټي په شمال کې سمندر کې د کډوالو د یوې کښتۍ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۴۰تنه مړه شوي دي. د دې سازمان په وینا، د هایټي ساحلي ساتونکو ۴۱ کسان ژغورلي، چې ۱۱ یې په اورلګیدنه کې ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل، چې دغې کښتۍ د شمالي هایټي له فورټ سن میشل ټاپوګانو څخه ۸۱کډوال د تورکس او کایکوس ټاپوګانو ته لیږدول.

د دغه ادارې په وینا، سږ کال په هایتي کې د ډله ییزو تاوتریخوالو له امله تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي او په سلګونو نور وژل شوي دي.

د هایټي په شمال کې د مدني خوندیتوب د دفتر مشر ژان هنري پیتیت رسنیو ته وویل، چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې کډوالو د "خوندي تګ" مراسمو لپاره شمعې بلې کړې. دغه چارواکي زیاته کړه، چې د شمعې د روښانولو مراسمو د کښتۍ د ګازو په بیلرونو کې د اور او چاودنې لامل شوي.

د هایټي د کډوالو ادارې مشر ګرګویر ګودشتاین وویل: "دغه ویجاړونکې پېښه روښانوي چې د کډوالۍ په لارو د هایټي خلک له څه ستونزو سره مخ دي.» هغه زیاته کړه، چې د هایټي خلک د کډوالۍ خوندي او قانوني لارو ته جدي اړتیا لري.

هایټي د کلونو راهیسې د وسله والو ډلو له تاوتریخوالي څخه اغیزمن شوې چې د واک لپاره جګړه کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې ځینو ډلو د دغه هېواد په پلازمېنه پورټو پرنس کې همغږي بریدونه او پر پولیسو ډزې کړې وې. ویل کېږي چې له دغو بریدونو وروسته زرګونه کسان له دغه هېواده تېښتې ته اړ شوي دي.

همدا راز، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې سږ کال تر ۸۶زرو ډېر هایټي کډوال له ګاونډیو هېوادونو شړل شوي دي.

د يمن پر حديده ښار د يو لوی هوايي بريد خبر ورکړل شوی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د حوثيانو اړوند المسيره شبکې خبر ورکړی، چې په يمن کې د حوثيانو تر کنټرول لاندې سېمه حديده ښار باندي هوايي بريد شوی. د اکسيوس وېبپاڼې خبريال د يو امريکايي چارواکي له خولې ليکلي، چې دغه بريد د اسراييل له خوا شوی دي.

العربیه شبکې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د شنبې په ورځ ۱۲ اسراييلي جګي الوتکو، د يوې اف - ۳۵ الوتکې په ګډون، پر یمن برید کړی دی.

حوثي یاغیانو د جمعې په سهار د اسراييلو په تل ابیب ښار کې پر یو اپارتمان برید کړی و، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي وو.

اسراییلو هم پر یمن د برید مسوولیت منلی دی.

يوه خبرياله د ايټاليا د لومړۍ وزيرې په قد د ریشخند وهلو له امله پنځه زره يورو جريمه شوه

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۱

په ایټالیا کې یوې محکمې یوه خبریاله د دې هېواد د صدراعظمې جورجیا میلوني پر قد د ریشخند وهلو له امله پنځه زره یورو جریمه کړه.

جولیا کورټیس پر اېکس خواله رسنۍ د دوو نورو پیغامونو د خپرولو له امله چې پر نورو ریشخند بلل کیږي، ۱۲۰۰ یورو جریمه شوې ده.

د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې، کله چې اغلې میلوني لا لومړۍ وزیره نه وه او د اپوزیسیون مشري یې کوله، کورټیس د اغلې مالوني یو ایډت شوی انځور پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړی و. په دې عکس کې د اډولف هټلر د متحد او دیکتاتور، بینیتو موسولیني عکس د هغې شاته د کتابونو پر الماری په جعلي ډول اضافه شوی و.

اغلې میلوني دغه کار ته پر فیسبوک خپور شوي پیغام کې ځواب ورکړ، او ویې ویل چې د دغه انځور خپرول به "جدي پایلې" ولري او دا چې به د خبریالې پروړاندې به قانوني چلند وکړي.

وروسته په نورو بحثونو کې کورټیس، میلوني د "کوچنۍ ښځې" په توګه یاده کړه. دغې خبریالي په یو جلا پوسټ کې لیکلي و: "جورجیا میلوني، تاسې ما نه شی ویرولی. په هرصورت، تاسو یوازې ۱.۲ متره قد لری. زه حتا تاسو نه شم لیدلی."

100%

د ایټالوي رسنیو د راپور له مخې، میلوني د ۱.۵۸ تر ۱.۶۳ متره پورې لوړوالی لري، که څه هم هغې هیڅکله په رسمي ډول د خپل د قد په اړه څه ندي ویلي.

د میلوني وکیل ویلي، که د محکمې پریکړه تصویب شي، پنځه زره یورو جریمه به خیریه موسسو ته ورکړي.