د طالبانو ټولګټو چارو وزات نن دوشنبه د (زمري لومړۍ نېټه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د سالنګ تونل اصلي لاره دا مهال تر کار لاندې ده او د مساپرو د تګ راتګ لپاره یې بله بدیله لاره پرانیستله چې د روانې زمري میاشتې له څلورمې نېټې به پرې تګ راتګ پیل شي.
د وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس زیاتوي چې کوچني مساپر وړونکي ګاډي به په دغې لارې تګ راتګ کوي خو لوی ګاډي او مساپر وړونکي بسونه به په نوبتي ډول یوه شپه له شمال څخه سوېل لورته او بله شپه د سوېل څخه شمال لورته سفر کوي چې په دې سره به په لاره کې د زیاتې ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون دوه میاشتې وړاندې د ټولګټو وزارت په حواله خبر ورکړی، چې د سالنګ لویې لارې د بیارغونې قرارداد له دریو شرکتونو سره نوی شوی او چارې به ژر پیل شي.
طالبانو تېر کال ویلي وو، چې د سالنګ لویه لاره یې رغولې ده.
لوړپوړو طالب چارواکو د سالنګ لاره د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیسته.
له هغه وروسته يو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته د يوې ويډيو په لېږلو سره وويل. چې طالبانو د سالنګ لويې لارې د بيارغونې چارې نه دې بشپړې کړې.
د سالنګ لویه لاره چې شمالي، شمال ختیځ او شمال لویدیځ ولایتونه له پلازمینې کابل سره نښلوي، پخوا د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې بیارغول شوې وه؛ خو په دې ورستيو کې دغه لویه لاره د زياتو موټرونو په ځانګړې توګه د بار وړونکو لاریو د تګ راتګ له امله د نورو لارو په څېر ويجاړه شوې ده.
د سالنګ لاره د منځنۍ اسیا او د پاکستان د کراچۍ بندر تر منځ یو له لنډو لارو څخه ده، چې اوسمهال پاکستاني سوداګر د خپلو مالونو د لېږد رالېږد لپاره ترې کار اخلي.