• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوا پوهنې اداره: په ۱۲ ولایتونو کې د باران، تالندې، توپان او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۳۳ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره، په ۱۲ ولایتونو کې د ګڼ باران، تالندې، برېښنا، چټک توپان، خاورو - دوړو او سېلابنونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې نن دوشنبه د (زمري لومړۍ نیټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه اټکل د نن ورځې لپاره د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، او خوست ولایتونو لپاره شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ورېدونکي باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ تر ۳۵ ) ملي مترو پورې وي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، په لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتلو اټکل هم شوی دی.

په خبرپانه کې د دغو چټکو بادونو، خاورو او دوړو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۵۰ تر ۹۰)کیلومټره په ساعت کې اټکل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان په ختیځ کې وروښتونو په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت کې د سېلابونو راتلو، ږلۍ وریدو او چټک توپان له امله څه باندې ۷۰ کسان مړه او له ۴۰۰څخه ډیر نور ټپيان شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

د پخواني مارشال دوستم یو پوځي قوماندان له 'ایرانه تر ایستلو وروسته په سرپل کې ووژل شو'

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۰۸ GMT+۱

د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند منلې، چې د دوی پخوانی قوماندان عزت الله د شنبې په ورځ په سرپل کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی. احسان نیرو وویل، عزت الله هغه مهال ایران ته پناه یوړه چې طالبانو پر افغانستان واک ټینګ کړ خو د ویزې له ختمېدو وروسته بیرته و ایستل شو.

احسان نيرو وويل، چې قوماندان عزت الله سرپل ته له ستنېدو يوه ورځ وروسته د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.

د افغانستان ملي جنبش ګوند باخبره سرچینې وايي، چې قوماندان عزت الله چې په «قوماندان زیل» مشهور و، د دغه ګوند د مشر پخواني مارشال عبدالرشید دوستم ساتونکی و. د سرچينې د معلوماتو له مخې، عزت الله له کلونو راهيسې د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر ضد جګړه کوله.

د ملي جنبش ګوند ویاند له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران حکومت له خوا د دغه ګوند د پوځي قوماندانانو ایستل د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د پوښتنې وړ دي.

احسان نیرو وویل، د افغانستان د ملي جنبش ګوند نه یوازې له ایران سره بلکې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري، خو د ایران حکومت چې د افغانستان وضعیت درک کوي، باید پوځي قوماندانان له هېواده په شړلو سره د مرګ خولې ته ورنه کړي.

د مارشال دوستم پوځي قوماندانان له ترکيې څخه شړل کېږي

تر دې مخکې د چنګاښ په ٢٢مه، د ملي جنبش ګوند ځينو سرچينو تاييد کړې وه، چې د ترکيې حکومت د عبدالرشيد دوستم اړوند پنځه پوځي قوماندانان نيولي او په استانبول کې يې د کډوالو د راستنېدو مرکز ته لېږدولي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي، چې ترکي پولیسو د افغانستان د ملي جنبش څلور پوځي قوماندانان اړ کړي، چې له ترکیې څخه د وتلو لیک لاسلیک کړي.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز، د بشري حقونو د څار ادارې او ملګرو ملتونو په جلا جلا راپورونو کې تایید کړې وه چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د افغان حکومت پخواني عسکر د طالبانو له خوا په نښه شوي او وژل شوي دي.

د طالبانو استخباراتو د محرم په لسمه ۱۳ تنه نیولي

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۲۴ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د عاشورا په لسمه نېټه د هرات په جبریل سیمه کې ۱۳ تنه نیولي، چې برخلیک یې څرګندنه دی. دوی وروسته له هغه ونیول شول چې د طالبانو د استخباراتو له خوا د محرم بیرغونو د ښکته کولو له امر څخه یې سرغړونه وکړه.

لږ تر لږه دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو دغه ځوانان د سه شنبې په ورځ د حج عباس په سیمه او المهدي ښارګوټي کې نیولي دي.

د طالبانو استخباراتو د صمد هزاره په نوم یو کس چې د حاجي عباس سیمې د ​​ځوانانو مشر و، له ۱۳ نورو کسانو سره نیولی چې تر اوسه پورې یې برخلیک معلوم نه دی.

طالبانو تر اوسه پورې د نوموړي د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

د راپورونو له مخې دغې ډلې د محرم په مراسمو کې د امنیت د ټینګښت په پلمه د کابل لوېدیځ ټولې لارې بندې کړې او د عاشورا یو شمېر کسان یې ووهل.

ایراني چارواکي: د افغانستان په ګمرکونو کې د ۴۰۰ ایراني لاریو له بندېدو ۱۵ ورځې تېرېږي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۱

د ایران د ټرانزیت ادارې مشر وايي، د افغانستان په ګمرک کې د ایراني لاریو د بندېدو لامل دا دی، چې طالبانو ویلي چې دوی غواړي د سون توکو نمونه واخلي. جواد هدایتي وویل، چې د دې نمونې اخېستو له امله د ایراني موټر چلوونکو تګ د ۱۵ ورځو راهسې ځنډول شوی دی.

ایلنا خبري اژانس د «جنګاښ ۳۱مه» د جواد هدایتي له قوله ویلي، چې که څه هم له دې نمونې اخېستو څخه له تمې څخه زیات موده تېریږي؛ خو د دې بندېدو لامل د معیارونو نشتوالی دی.

ښاغلي هدایتي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د تیلو د نمونو اخېستو لړۍ دوام لري؛ خو اوس دغې ډلې د تیلو کنټرول ته شدت ورکړی دی.

تر دې مخکې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې غړي حسین محمدیان د دغو لاریو د بندېدو په اړه ویلي وو، چې ۴۱۰ لارۍ چې چلوونکي یې ایرانیان دي، تېل لېږدوي چې د افغانستان خصوصي سکتور له عراقه پېرلي؛ خو طالبانو یې کیفیت نه دی تایید کړی.

کورنی کرېکټ؛ ماهيپر ستورو لوبډلې هندوکش سټرايکرز ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړه

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په ۱۰مه لوبه کې ماهيپر ستورو لوبډلې هندوکش سټرايکرز ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړه. د ماهيپرو ستورو لوبډلې پيليز لوبغاړي نويد عبيد ښه وځليد، لوبډله يې تر بريا ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو د ۱۰مي لوبې پچه د هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټل او لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هندوکش لوبډلې په ۴۸.۴ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۲۶۵ منډې هدف وټاکه.

د هندوکش په لوبډله کې اعجاز احمد ۹۸، شمس الرحمن ۵۲ او افسر ځاځي ۴۴ منډې جوړې کړې.

د ماهيپر ستورو په توپ اچوونکو کې فريد احمد او ګلبدين نايب درې – درې او ظاهر خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دویمه برخه کې د ماهيپر ستورو لوبډلې په ۳۷.۲ اور کې د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او د ۷ ويکټو په توپير يې هندوکش ته ماتې ورکړه.

د ماهيپر ستورو لوبډلې پيليز لوبغاړي نويد عبيد په ۴۲ توپونو د ۱۲ څلوريزو او يوې شپږيزې په مټ ۷۱ چټکې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې لېست اې یو ورځنیو سیالیو کې د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ هندوکش سټرایکرز لوبډلې مخکنۍ څلور لوبې ګټلې او نن يې ماتې وخوړه او ماهیپر ستوري لوبډلې بیا د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ یوازې یوه لوبه بایللې او نورې ټولې لوبې یې ګټلې دي.

د امنیتي ادارو له مشرانو سره د ملا هبت الله د خبرو مهم ټکي څه وو؟

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۳۷ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو مشر هبت الله د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او استخباراتو ریاست له مشرانو او مرستیالانو سره په وروستۍ غونډه کې ويلي، چې د ټي ټي پي د فعالیت مخه باید ونیول شي او په ډېورنډ کرښه باید د داعش د مخنیوي تدابير زیات کړي.

په غونده کې د داعش ډلې د فعاليت پر مخنيوي او خپل منځني جنجالو پر حل هم خبري شوي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د تېرې يکشنبې په ورځ ( د چنګاښ ۲۵مه) نېټه په کندهار کې له څو میاشتو وروسته په لومړی ځل د طالبانو امنیتي مشران ور وبلل، چې د داخلي امنيت د ټينګښت او خپل منځنۍ شخړو د حل په موخه ورسره خبرې وکړي.
په دې غونډه کې د طالبانو کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني، د هغه مرستيال صدر ابراهيم، د دفاع وزير ملایعقوب او مرستيال قیوم ذاکر، د استخباراتو مشر عبدالحق وثيق او د هغه لمړی مرستيال تاجمير جواد ترڅنګ ملافاضل مظلوم، د کندهار، غزني، پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر واليانو هم ګډون درلود.

سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د طالبانو د خپل منځني جنجالونو له کبله د وسله والو ډلو په خاص ډلو د داعش فعالیت د زياتېدو او د پاکستان پوځ له خوا ډېورنډ کرښې ته په نږدې سیمو کې د احتمالي عملياتو په پايله کې د طالبانو مشر اړ شو، چې امنیتي مسوولين ور وبلي.

سرچينه زياتوي، چې په غونډه کې تر ډېره د پاکستاني طالبانو تحريک د فعالیتونو پر مخنيوي خبري شوي او هبت الله اندېښنه څرګنده کړې، که په پاکستان کې پر ټي ټي پي عمليات زياتيږي باید افغانستان ته د دې ډلې د غړو د تګ مخه ونيول شي.

سرچينه وايي؛ په غونډه کې هبت الله اخوندزاده د امنيتي ادارو له مسولينو څخه هم ناخوښي څرګنده، چې د نوموړي اطاعت نه کوي.

د سرچينې په خبره، چې د طالبانو مشر د تصفيې کمېسيون د فعالیتونو څخه هم خوښ نه و او اندېښنه يې څرګنده کړه، چې لا هم په ډېرو سېمو کې يو شمېر کسان د «پرديو کړيو په اشاره وسله وال فعالیتونه» تر سره کوي، چې باید په جدي توګه یې مخه ونيول شي.

هبت الله په دې امنيتي غونډه کې ویلي، چې لا هم وسله والي غلاوې، مرموزې وژنې، انسان تښتونې او ورته نورې پېښې شته دي.

نوموړي خپلو امنيتي مسوولینو ته ویلي که اطاعت ونه کړي پر نويو تغيراتو به غور وکړي.

دوې ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، افغان طالبان دې په پاکستان کې په ترهګريزو پېښو کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې جدي ګام واخلي.
هغې په خپلې اونیزې خبري ناسته کې ویلي، د حافظ ګل بهادر ډلې افغانستان کې پناه اخستې او په پاکستان کې په ترهګرۍ کې لاس لري.

نوموړې ویلي، چې پاکستان د بنو د برید په تړاو له افغانستان سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د طالبانو سفير سردار احمد شکېب د پاکستان د اندېښنو په ځواب کې ویلي وو، چې دوی به په افغانستان کې د پاکستان طالبانو تحريک ډله وځپي.

د طالبانو يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په راتلونکې مياشت کې د پاکستان يو لوړ پوړی پلاوی د طالبانو سره د ليدنې لپاره افغانستان ته راځي او تر ډېره به د دواړو هېوادو د امنيتي وضعت د ښه کېدو په اړه خبري وکړي.

د طالبانو مشر په امنيتي ادارو کې «د فرمانونو او امر نه منلو له کبله داعش ډله پر قوي کېدو ده» او که خپل منځني جنجالونه حل نه شي او امنيتي وضعت کنټرول نه شي د دې ډلې د فعاليت زياتېدو وېره شته.

درې ورځي مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي ويلي وو، چې داعش او یو شمېر ډلو د عاشورا پر مراسمو د برید پلان درلود.
د هغه په خبره، چې له تېر یو کال راهیسې د عاشورا پر مراسمو د برید پلان و؛ خو دغې ډلې یې مخه ونیوله.

د دې سره ترڅنګ د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې په یوه راپور کې ویلي، چې د القاعده شبکه په افغانستان کې «۸۰۰ قوماندانان او شاوخوا ۵۰ زره جنګیالي» لري.
د دې جبهې په وینا؛ د القاعده شاوخوا ۳ زره جنګیالي د پاکستاني طالبانو د غړو په ملاتړ د پاکستان له حکومت سره جنګېږي.

د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د القاعدې ډېری قوماندانان له عراق، سوریې او یمن څخه راغلي او د دې شبکې د ځواکونو په منځ کې په زرګونو روزونکي هم شته چې ډېر ځله افغانستان او بهر ته تګ راتګ کوي.

د طالبانو مشر هبت الله په داسې حال کې د طالبانو حکومت امنیتي ارګانونو سره ناسته کړې، چې ملګرو ملتونو په خپل کلني رپوټ کې افغانستان کې د امنیتي پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي، چې د طالبانو حکومت هڅه کړې سیاسي او اقتصادي ډګرونه پیاوړي کړي؛ خو د حکومتولۍ په اساسي مسلو کې زیاتېدونکو داخلي اختلافاتو سره مخ دي.

بل خوا ملګرو ملتونو دا هم ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعده او داعش په څېر ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی دی.

دېر وخت طالب مشران په افغانستان کې د وسله والو ډلو فعالیت رد کړي او دا يې «پرديو کړيو تبلغات» یاد کړي دي.