• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بایډن په اړه برېتانوی تاریخ لیکونکی: د 'طالبانو حکومت قابله' د ناورین په پالیسیو نپوهیږي

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۱۲ GMT+۱

د افغانستان د تاریخ په اړه د کتاب لیکوال ویلیم دایلریمپل له ټاکنو څخه د پر شا کېدو په اړه د بایډن د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي چې د هغه بهرنۍ تګلاره د نړۍ لپاره ناورین جوړونکي وه. دالریمپل لیکلي چې بایډن «د طالبانو وحشتناک رژیم زیږولی دی.»

د شاه شجاع په اړه د «شاه د راستنېدو» کتاب لیکوال لیکلي چې بایډن د ایراني ملایانو د مالي سرچینو د لاسرسي او په غزه کې د«ډله ییزې وژنې» د ملاتړ مسوول دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه به له ټاکنو څخه په شا شي.

نوموړي د خپلې څلور کلنې ادارې د میراث په اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې «امریکا د (نړۍ) رهبري کولو لپاره تر بل هر وخت په ښه ځای کې ده»

ښاغلي دلاریمپل د ټوکو په ډول لیکلي، چې بایډن «په څرګنده نه پوهیږي چې د هغه پالیسۍ د نړۍ د یوې لویې برخې لپاره څومره ناورین جوړونکي وه.»

هغه د امریکا وتل او واک ته د طالبانو راستنېدل د دې «ناورین» بهرنۍ پالیسۍ یوه بیلګه ګڼلې او بایډن یې د «روغتیايي قابلې» سره پرتله کړی چې د طالبانو د حکومت د زیږون مسوول دی.

بایډن په وار وار له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وروستي وتلو دفاع کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال پرېکړه شوې وه او ویلي یې دي چې د امریکا لومړیتوبونو کې بدلون راغلی دی.

ویلیم دالرپیمل په ۲۰۱۴ کال کې «د شاه راستنېدنه په افغانستان کې جګړه» کتاب خپور کړ چې د افغانستان او برتانیې ترمنځ د لومړۍ جګړې په اړه دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

د هوا پوهنې اداره: په ۱۲ ولایتونو کې د باران، تالندې، توپان او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۳۳ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره، په ۱۲ ولایتونو کې د ګڼ باران، تالندې، برېښنا، چټک توپان، خاورو - دوړو او سېلابنونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې نن دوشنبه د (زمري لومړۍ نیټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه اټکل د نن ورځې لپاره د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، او خوست ولایتونو لپاره شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ورېدونکي باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ تر ۳۵ ) ملي مترو پورې وي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، په لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتلو اټکل هم شوی دی.

په خبرپانه کې د دغو چټکو بادونو، خاورو او دوړو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۵۰ تر ۹۰)کیلومټره په ساعت کې اټکل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان په ختیځ کې وروښتونو په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت کې د سېلابونو راتلو، ږلۍ وریدو او چټک توپان له امله څه باندې ۷۰ کسان مړه او له ۴۰۰څخه ډیر نور ټپيان شول.

د پخواني مارشال دوستم یو پوځي قوماندان له 'ایرانه تر ایستلو وروسته په سرپل کې ووژل شو'

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۰۸ GMT+۱

د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند منلې، چې د دوی پخوانی قوماندان عزت الله د شنبې په ورځ په سرپل کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی. احسان نیرو وویل، عزت الله هغه مهال ایران ته پناه یوړه چې طالبانو پر افغانستان واک ټینګ کړ خو د ویزې له ختمېدو وروسته بیرته و ایستل شو.

احسان نيرو وويل، چې قوماندان عزت الله سرپل ته له ستنېدو يوه ورځ وروسته د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.

د افغانستان ملي جنبش ګوند باخبره سرچینې وايي، چې قوماندان عزت الله چې په «قوماندان زیل» مشهور و، د دغه ګوند د مشر پخواني مارشال عبدالرشید دوستم ساتونکی و. د سرچينې د معلوماتو له مخې، عزت الله له کلونو راهيسې د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر ضد جګړه کوله.

د ملي جنبش ګوند ویاند له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران حکومت له خوا د دغه ګوند د پوځي قوماندانانو ایستل د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د پوښتنې وړ دي.

احسان نیرو وویل، د افغانستان د ملي جنبش ګوند نه یوازې له ایران سره بلکې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري، خو د ایران حکومت چې د افغانستان وضعیت درک کوي، باید پوځي قوماندانان له هېواده په شړلو سره د مرګ خولې ته ورنه کړي.

د مارشال دوستم پوځي قوماندانان له ترکيې څخه شړل کېږي

تر دې مخکې د چنګاښ په ٢٢مه، د ملي جنبش ګوند ځينو سرچينو تاييد کړې وه، چې د ترکيې حکومت د عبدالرشيد دوستم اړوند پنځه پوځي قوماندانان نيولي او په استانبول کې يې د کډوالو د راستنېدو مرکز ته لېږدولي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي، چې ترکي پولیسو د افغانستان د ملي جنبش څلور پوځي قوماندانان اړ کړي، چې له ترکیې څخه د وتلو لیک لاسلیک کړي.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز، د بشري حقونو د څار ادارې او ملګرو ملتونو په جلا جلا راپورونو کې تایید کړې وه چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د افغان حکومت پخواني عسکر د طالبانو له خوا په نښه شوي او وژل شوي دي.

د طالبانو استخباراتو د محرم په لسمه ۱۳ تنه نیولي

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۲۴ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د عاشورا په لسمه نېټه د هرات په جبریل سیمه کې ۱۳ تنه نیولي، چې برخلیک یې څرګندنه دی. دوی وروسته له هغه ونیول شول چې د طالبانو د استخباراتو له خوا د محرم بیرغونو د ښکته کولو له امر څخه یې سرغړونه وکړه.

لږ تر لږه دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو دغه ځوانان د سه شنبې په ورځ د حج عباس په سیمه او المهدي ښارګوټي کې نیولي دي.

د طالبانو استخباراتو د صمد هزاره په نوم یو کس چې د حاجي عباس سیمې د ​​ځوانانو مشر و، له ۱۳ نورو کسانو سره نیولی چې تر اوسه پورې یې برخلیک معلوم نه دی.

طالبانو تر اوسه پورې د نوموړي د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

د راپورونو له مخې دغې ډلې د محرم په مراسمو کې د امنیت د ټینګښت په پلمه د کابل لوېدیځ ټولې لارې بندې کړې او د عاشورا یو شمېر کسان یې ووهل.

ایراني چارواکي: د افغانستان په ګمرکونو کې د ۴۰۰ ایراني لاریو له بندېدو ۱۵ ورځې تېرېږي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۱

د ایران د ټرانزیت ادارې مشر وايي، د افغانستان په ګمرک کې د ایراني لاریو د بندېدو لامل دا دی، چې طالبانو ویلي چې دوی غواړي د سون توکو نمونه واخلي. جواد هدایتي وویل، چې د دې نمونې اخېستو له امله د ایراني موټر چلوونکو تګ د ۱۵ ورځو راهسې ځنډول شوی دی.

ایلنا خبري اژانس د «جنګاښ ۳۱مه» د جواد هدایتي له قوله ویلي، چې که څه هم له دې نمونې اخېستو څخه له تمې څخه زیات موده تېریږي؛ خو د دې بندېدو لامل د معیارونو نشتوالی دی.

ښاغلي هدایتي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د تیلو د نمونو اخېستو لړۍ دوام لري؛ خو اوس دغې ډلې د تیلو کنټرول ته شدت ورکړی دی.

تر دې مخکې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې غړي حسین محمدیان د دغو لاریو د بندېدو په اړه ویلي وو، چې ۴۱۰ لارۍ چې چلوونکي یې ایرانیان دي، تېل لېږدوي چې د افغانستان خصوصي سکتور له عراقه پېرلي؛ خو طالبانو یې کیفیت نه دی تایید کړی.

کورنی کرېکټ؛ ماهيپر ستورو لوبډلې هندوکش سټرايکرز ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړه

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په ۱۰مه لوبه کې ماهيپر ستورو لوبډلې هندوکش سټرايکرز ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړه. د ماهيپرو ستورو لوبډلې پيليز لوبغاړي نويد عبيد ښه وځليد، لوبډله يې تر بريا ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو د ۱۰مي لوبې پچه د هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټل او لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هندوکش لوبډلې په ۴۸.۴ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۲۶۵ منډې هدف وټاکه.

د هندوکش په لوبډله کې اعجاز احمد ۹۸، شمس الرحمن ۵۲ او افسر ځاځي ۴۴ منډې جوړې کړې.

د ماهيپر ستورو په توپ اچوونکو کې فريد احمد او ګلبدين نايب درې – درې او ظاهر خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دویمه برخه کې د ماهيپر ستورو لوبډلې په ۳۷.۲ اور کې د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او د ۷ ويکټو په توپير يې هندوکش ته ماتې ورکړه.

د ماهيپر ستورو لوبډلې پيليز لوبغاړي نويد عبيد په ۴۲ توپونو د ۱۲ څلوريزو او يوې شپږيزې په مټ ۷۱ چټکې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې لېست اې یو ورځنیو سیالیو کې د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ هندوکش سټرایکرز لوبډلې مخکنۍ څلور لوبې ګټلې او نن يې ماتې وخوړه او ماهیپر ستوري لوبډلې بیا د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ یوازې یوه لوبه بایللې او نورې ټولې لوبې یې ګټلې دي.