• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرن ډېکر: نړۍ د طالبانو پر وړاندې له خپل دریځ څخه یوه ذره هم نه ده په شا شوې

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافېره وايي، نړۍوالې ټولنې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانانو له حقونو دفاع وکړه او له دې ناستې وروسته هم د طالبانو پر وړاندې له خپل دریځه په شا نه شول. کرن ډېکر وویل، چې طالبان د خپل حکومت په رسميت پېژندلو په څېر لویې غوښتنې لري.

مېرمن ډېکر د دوشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ) له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د بندیزونو لرې کول او د افغانستان د اسعارو د زېرمو خلاصول د طالبانو له نورو غوښتنو څخه دي.

خو نړۍوالې ټولنې دغو غوښتنو ته هیڅ مثبت ځواب نه دی ویلی.

دغې امريکایي ډېپلوماتې د افغانستان انټرنشنل د خبريال د پوښتنې په جواب کې چې د افغانستان خلک وایي؛ امريکا او نړۍواله ټولنه ولې د افغانستان د وضعت د بدلون لپاره فشار نه اچوي؟ وويل: «دا مهال هم پر طالبانو فشار ډېر دی».

کرن ډېکر وویل: «موږ د طالبانو غوښتنو ته غاړه نه ده ایښې، طالبان داسې غوښتنې لري، چې نه دي پوره شوي، دوی غواړي چې د اسعارو زیرمې خلاصې شي، بندیزونه باید لرې شي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید طالبانو ته ورکړل شي؛ خو داسې هېڅ هم نه دي شوي.»

اغلې ډېکر زیاته کړه، چې موږ تل په بېلابېلو غونډو کې د طالبانو د بشري حقونو تر سره کړې کړنې په ګوته کړي او ویلي مو دي تر څو چې طالبانو خپل نړۍوال مکلفیتونه نه وي ترسره کړي افغانستان نړۍوالې ټولنې ته نه شي راتلی.

هغې یو له دغو مکلفیتونو څخه د نجونو او مېرمنو ښوونځیو ته د تګ او د کار حق ته د لاسرسي یادونه وکړه.

د امریکا د سفارت شارژدافېرې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د استولو په اړه د انتقادونو په ځواب کې وویل: «امریکا نه غواړي خوراکي توکي د وسلې په توګه وکاروي».

طالبانو ویلي، چې افغانان غواړي ښځې محدودې شي

کرن ډیکر د دوحې په غونډه کې د ۲۵ هېوادونو او درېیو سیمه ییزو سازمانونو استازو ته وویل، چې لومړۍ مهمه موضوع د افغان ښځو او نجونو حقوق دي.

اغلې ډیکر وویل، چې طالبانو د نړۍ استازو ته ویلي؛ په افغانستان کې وضعیت هغه ډول جوړ شوی، چې د افغانستان خلک یې غواړي.

هغې زیاته کړه؛ د افغانستان خلک باید روښانه کړي، چې د طالبانو رژیم هغه څه دي، چې دوی یې غواړي او که نه.

هغې زياته کړه، چې د دوحې په غونډه کې د ښځو موضوع د بحثونو محور و او ټولو استازو خبرداری ورکړ، چې افغانستان به د خپل نيمايي نفوس په ليري کولو بريا تر لاسه نه کړي.

د دې امریکايي دیپلوماتې په وینا، د طالبانو د مشر باوري ویاند ذبیح الله مجاهد چې له کندهار څخه کار کوي «په خپلو غوږونو له ټولو استازو اوریدلي، چې افغانستان د خپل نیمايي نفوس په له منځه وړلو بريا نه شي ترلاسه کولی.»

په دې غونډه کې د امریکا د سفارت شارژدافېرې ذبیح الله مجاهد د طالبانو په حکومت کې د «یو ډېر مهم کس» په توګه یاد کړ.

په دې ناسته کې طالبانو د بندیزونو پر لرې کولو او د پراختیايي مرستو پر لېږلو ټینګار وکړ.

مېرمن ډیکر د دوحې په درېیمه غونډه کې د ۲۵ استازو له قوله ویلي، چې ټولو سفیرانو طالبانو ته ویلي، چې د افغانستان ستونزه څو اړخیزه ده او د بندیزونو له لرې کېدو سره به هم د دغه هېواد وضعیت ښه نه شي.

هغې وویل، چې ټولو استازو په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو سفیرانو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو، روڼتیا او د بشري حقونو پر تامین ټینګار وکړ.

په دوحه کې څلورمه غونډه راتلونکې ده

د امریکا د سفارت شارژدافېره وايي، چې د دوحې د پروسې څلورمه غونډه را روانه ده؛ خو تر دې مخکې باید د یوې لویې غونډې د ترسره کولو لپاره ډېرې خبرې وشي.

اغلې ډېکر وویل، چې نړۍ د طالبانو د کړونو په اړه قضاوت کوي، نه د هغه د خبرو له مخې.

هغې وویل، چې په عمل کې داسې څه نه دي شوي، چې بندیزونه لرې شي او یا دا چې د طالبانو اداره به نړۍوال نظم ته ننوځي.

د غونډې په پای کې مېرمن ډېکر وویل، چې د افغانستان ستونزې ډېرې پېچلې او تړلې دي او د حل لپاره یې ملګري ملتونه غواړي چې خپل ځانګړی استازی وټاکي.

هغې ټینګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي به ډېر ژر اعلان شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

سیګار: افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو نېږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر ورک دي

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو اداره "سیګار" وايي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته د انتقال شویو ۲.۸ میلیارده ډالرو له جملې، نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر لا درکه دي.

د سیګار په خپل وروستي راپور له مخې؛ له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو ۲۹۳ میلیونه ډالره ښايي د طالبانو لاس ته رسیدلي وي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي مفتش "سیګار" راپور یادونه کړې، چې په افغانستان کې د امریکا د مرستو شویو پیسو تر لاسه کوونکو پنځه دفترونو څخه یوازې درېیو یې اړین اسناد وړاندې کړې دي.‌

په دغه راپور کې راغلي: "د بهرنیو چارو وزارت باید د دې مرستو واقعي تر لاسه کوونکي معلوم کړي، تر څو د دې مخه ونیول شي چې دا مرستې د طالبانو یا نورو منع شویو ادارو لاس ته ونه لویږي."

دغه رپوټ خبرداری ورکړی، چې "ښايي طالبانو د متحده ایالاتو د بشري مرستو څخه ناوړه ګټه پورته کړې وي او ښايي دا کار یې د نا دولتي ادارو په جوړولو او په دغه توګه د مرستو د تر لاسه کولو له لارې کړی او هغه پیسې یې بیا د خپلو اهدافو لپاره کارولي وي."

سیګار د بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د مرستې د سپارولو سرچینې ومومي او دا اسناد ترلاسه کړي، چې د امریکا مرستې چا ته رسیدلي دي.

راپور یادونه کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور له موندنو سره موافقه کړې او "د څېړنې اړتیا یې منلې ده."

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته واشنګټن دغه هېواد ته په ټولیز ډول ۲،۸ میلیارده ډالره بشري مرستې استولې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګواکې طالبانو د امریکا مرستې اختلاس کړي دي.

هغه وايي: "د متحده ایالاتو په ګډون مرستندویه هېوادونو د مرستو د وېش لپاره خپل معیاري کړنلارې او پالیسي جوړه کړې ده. هر ډول مرستې چې له دې هېوادونو څخه تر لاسه کیږي هغه نادولتي موسسو ته سپارل کیږي چې د اړوندو مرستندویه هېوادونو له خوا اداره کیږي. دا نادولتي موسسې د خپلو پالیسیو له لارې مرستې وېشي. موږ په دې پروسه کې مداخله نه کوو. "

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له بشري مرستو دې پر افغانستان د فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.

افغان او ایراني غره ختونکي ۵۱۴۰ متره لوړ د بامیانو «شاه فولادي» څوکې ته وختل

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د هرات او بامیان ولایتونو غره ختونکو د ایراني غره ختونکي رسول جعفر دهباشي سره یو ځای د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) نېټه د بامیان په ولایت کې د «شاه فولادي» ۵۱۴۰ متره لوړې څوکې ته پورته شول.

شاه فولادي د بامیانو یوه له لوړو څوکو څخه ده، چې سختې لارې لري او د لوبغاړو لپاره دې څوکې ته ختل سخت دي.

د هرات او باميانو د لوبغاړو تر څنګ د يوه ايراني غره ختونکي په ګډون د شاه فولادي څوکې ته پورته کېدل د غلام علي رضايي تر څار لاندې تر سره شول.

دا په روان کال کې دې څوکې ته د غره ختونکو دویم ځل دی.

د باميانو د ورزش ادارې ليکلي، چې د بشپړو وسايلو د نشتوالي له امله درې تنه غره ختونکي نه شي کولى، چې له پنځه زره مترو څخه پورته ولاړ شي.

طالب ورزشي مسولين وايي، چې د شاه فولادي څوکې ته د لوبغاړو د تګ څخه يې موخه د افغانستان طبيعي جاذبه ښودل او په کور دننه او بهر د لوبغاړو ترمنځ د اړيکو پراخوالی ښودل شوی.

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله د مړو شمېر ۵۸ ته ورسېد

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۴۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا اعلان وکړ، چې د چنګاښ په ۲۵مه او ۲۶مه په پنځو ولایتونو کې د سېلابونو او توپانونو له امله ۵۸ تنه مړه او ۳۸۰ نور ټپیان شوي دي. اوچا وايي، چې د دغو پېښو له کبله په بدخشان، بغلان، کونړ، لغمان او ننګرهار کې نږدې دوه زره کورونه نړېدلي دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ «د زمري لومړۍ» نېټه په اېکس پاڼه په يوه ياداښت کې ليکلي، چې سختو توپانونو د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې ۲۹ ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر اوچا زیاته کړې، چې د دغو پېښو په پایله کې ډېورنډ کرښې ته نږدې په تورخم کې د کډوالو په کمپ کې ۵۵۰ خیمې هم ویجاړې شوې دي.

د اوچا د راپور له مخې؛ د ټولو سېلاب ځپلو ولسواليو او سيمو کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو په ګډون خوراکي توکو، سرپناه، روغتيايي خدمتونو او پاکو توکو ته اړتيا لري.

اوچا ټینګار کوي؛ د هغو کسانو لپاره چې په خلاص او لنډ مهاله سرپناه کې ژوند کوي خونديتوب او روغتیا لپاره يې ګواښونه د اندېښنې وړ دي.

د اقلیم بدلون، وچکالي او سخت ورښتونه په یو شمېر ولایتونو کې د ویجاړونکو سېلابونو لامل شوی دی، چې ډېر شمېر خلکو ته یې ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.

د راپورونو له مخې؛ زیانمنې کورنۍ سرپناه، خوړو او روغتیایي خدمتونو ته په بېړني توګه اړتیا لري.

ملګرو ملتونو د غويي په میاشت کې اعلان وکړ، چې په بغلان کې لږ تر لږه ۶۰ زره کسان د سېلاب له امله اغېزمن شوي دي.

د یوه ایراني وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې ایرانیانو ۳ افغانان وژلي

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۵۰ GMT+۱

د تهران له ختیځې سرچینې وایي، چې د یوه ایراني وګړي د وژل کېدو په بدل کې ایرانیانو د یوې امېندوارې مېرمنې په ګډون ۳ افغانان وژلي دي. سرچېنو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دغه ایراني وګړی تېره جمعه له درېو افغانانو سره تر لفظي شخړې وروسته په یوه پارک کې وژل شوی دی.

د سرچینې په خبره، یادو درېو افغانانو چې ایراني وګړی وژلی د هرات ولایت اصلي اوسېدونکي دي.
له دې پېښې وروسته یو شمېر ایرانیانو د یاد ځوان د وژل کېدو په غبرګون کې پر یوې افغانې کورنۍ برید کړی، چې له امله یې د یوې امېندوارې افغانې ښځې په ګډون د هغې د کورنۍ ۳ تنه نور وژلي دي.

تر اوسه د دغو درېو افغانانو د وژل کېدو په اړه ایراني چارواکو او رسنیو څه نه دي ویلي.
تېره اونۍ ایراني رسنیو بیا راپور ورکړی و، چې د یوه ایراني وګړي د وژلو په تور درې افغانان چې وروڼه دي د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
له تهران څخه سرچینې همداراز زیاته کړه، چې تر دې پېښې وروسته د پارک په شاوخوا کې د ایرانیانو له خوا یو بنر هم لګول شوی، چې پرې لیکل شوي: «ټول افغانان دې له دې سیمې څخه ووځي کنه له جدي چلند سره به مخ شي.»

100%


د نوموړي په وینا، ایراني پولیسو هم د دغه هېواد وګړو ته اجازه ورکړې، چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي او دوی خپله د افغانانو پروړاندې اقدام وکړي.
سرچینې په خپلو خبرو کې وویل، چې د ایراني وګړو او د پولیسو له وېرې څخه ان په ډوډۍ اخیستو پسې هم له کور څخه وتلی نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل ته یوې افغانې کډوالې د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي و، چې د تهران په مېټرو کې یو شمېر ایرانیانو له یوې افغانې کډوالې سره تریخ چلند کړی دی.
سره له دې چې په ایران کې افغان کډوال له کلونو راهیسې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو ورته امنیتي پېښې بیا ددې لامل کیږي، چې دغه هېواد پر ټولو افغان کډوالو فشارونه او ځورونې زیاتې کړي.

طالبانو د درېیم ځل لپاره د ښځو له حضور پرته د افغان وکیلانو ازموینه واخیسته

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، چې د مدافع وکیلانو د کار د جواز د اخیستو درېیم پړاو په کابل کې ترسره شو. د دغه وزارت چارواکي وايي، چې په دې ازموینه کې له ۵۰۰ زیاتو کسانو ګډون کړی و. په دې ازموینه کې هیڅ یوې ښځې ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

وروسته له هغه چې طالبانو د کابل واک تر لاسه کړ، دا درېیم کال دی چې د ښځو له حضور پرته د مدافع وکیلانو څخه ازموینه اخیستل کېږي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د مسلکي مرستیال عبدالکریم حیدر په خبره: «د ازموینې له پاسه او د وکالت د جواز له ترلاسه کولو وروسته، مدافع وکیلان د دغه وزارت استازیتوب کوي. نو د هغوی څېره باید له اسلامي شریعت سره سمه وي.»

مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن شي، د مدافع وکیلانو لپاره د کار جواز ورکولو ازموینه د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې له خوا په لاره اچول شوې وه. طالبانو په کابل کې د دغې اتحادیې مرکزي دفتر وتاړه او په ۱۴۰۰ کې یې فعالیت بند کړ.

طالبانو د مدافع وکیلانو په ازموینه کې د ښځو د ګډون لامل نه دی روښانه کړی.