• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فلسطین کړکېچ؛ فلسطیني ډلو د «ملي یووالي» تړون لاسلیک کړ

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د حماس او فتح په ګډون ۱۴ فلسطیني ډلو د خپل منځي اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره د بېجینګ په منځګړتوب د «ملي یووالي» تر نامه لاندې یوه موافقه لاسلیک کړه. دغه موافقه د سې شنبې په ورځ په بېجينګ کې د درې ورځنيو غونډو په پای کې لاسليک شوه.

د چين بهرنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲مه) نېټه په يوې اعلاميه کې ویلي، چې د جولای په ۲۱مه او ۲۳مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه کې د خبرو اترو په پای کې د ۱۴ فلسطيني ډلو ترمنځ دغه تړون لاسلیک شو.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي حسام بدران وویل: «د بیجینګ د اعلاميې تر ټولو مهم ټکی د فلسطین د چارو د اداره کولو لپاره د فلسطین د ملي يوالي د حکومت جوړول دي.»

د حماس او فتح د پخلاینې او د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د مصر او نورو عربي هېوادونو پخوانۍ هڅې بریالۍ نه وې.

دا غونډه په غزه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره د نړۍوالو منځګړیو د هڅو په ترڅ کې جوړه شوې وه او په دې غونډه کې د اختلاف یو ټکی د «راتلونکې ورځ» په نوم پروګرام دی، چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د غزې اداره څنګه وي.

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، چې د ده موخه د ايران له ملاتړه برخمنه حماس ډله له منځه وړل دي او د غزې تر جګړې وروسته په اداره کې د دې ډلې د هر ډول رول مخالف دی.

د اسراییل بهرنیو چارو وزیر یسرایل کاتز پر اېکس پانه د دې موافقې په غبرګون کې ليکلي: «محمود عباس د دې پر ځای چې ترهګري رد کړي، د حماس قاتلین او تیري کوونکي په غېږ کې نيسي او خپله اصلي څېره په ډاګه کوي.»

هغه زیاته کړه: «په حقیقت کې به دا ونه شي، ځکه چې د حماس حکومت به نسکور شي او عباس به له لرې څخه غزه وګوري، امنیت به یوازې د اسراییل په لاس کې وي»

اوس مهال غزه د حماس ډلې له خوا اداره کیږي او فتح د فلسطین د ادارې د ملا تېر جوړوي، چې په لوېدیځه غاړه کې محدود کنټرول لري.

دغه مخالفو ډلو حماس او فتح د روان کال په اپریل میاشت کې په بیجینګ کې سره وکتل، چې له ۱۷ کلنې شخړې وروسته د پخلاینې په اړه خبرې وکړي.

دا د غزې د جګړې له پیل راهیسې چین ته د حماس د پلاوي لومړی سفر دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د پاسپورټ نوې ارزونه: په نړۍ کې د افغانستان پاسپورټ نور هم بې اعتباره شوی دی

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د هینلي پاسپورټونو د ارزونې ادارې اعلان کړی، چې د افغانستان د پاسپورټ ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او نور هم بې اعتباره شوی دی. د ارزونې له مخې؛ پخوا افغان پاسپورټ لرونکو ۲۷ هېوادونو ته له وېزې پرته تګ راتګ کاوه، خو اوس دا شمېر ۲۶ هېوادونو ته راټیټ شوی دی.

د هینلي ادارې په خپله ارزونه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، یو ځل بیا د افغانستان پاسپورت د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ بللی دی.

د هینلي پاسپورټ ارزونې ادارې ویلي: "افغانستان د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ پاتې شوی او په تېرو شپږو میاشتو کې یې یو بل هېواد ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی."

د هینلي ادارې د راپور له مخې؛ د هغو هېوادونو شمېر چې افغان اتباع یې له وېزې پرته سفر کولای شي ۲۶ هېوادونو ته راټیټ شوي دي.

د ادارې په وینا؛ دا د ارزونې په ۱۹ کلن تاریخ کې تر ټولو ټیټه نومره ده.

سینګاپور یو ځل بیا د نړۍ د قوي پاسپورټ لقب خپل کړ.

د سینګاپور وګړي کولی شي له وېزې پرته ۱۹۵ هېوادونو ته سفر وکړي.

فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او اسپانیا په دویم ځای کې دي، چې هر یو یې ۱۹۲ بې وېزې هېوادونو ته تللی شي.

اتریش، فنلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، هالنډ، سویلي کوریا او سویډن په درېیم ځای کې دي.

انګلستان، بلجیم، ډنمارک، نیوزیلینډ، ناروې او سویس په څلورم ځای کې پاتې دي.

د متحده ایالاتو پاسپورټ د هینلي په لیست کې خپل ښکته تګ ته دوام ورکړ ، چې ۱۸۶ هېوادونو ته د وېزې پرته سفر کولو اجازه ورکوي، اتم ځای ته رسېدلی.

لس کاله وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې برېتانیا او امریکا په ګډه د هینلي په نوملړ کې لومړی ځای درلود.

د وروستیو شمېرو له مخې؛ د متحده عربي اماراتو، چین او اوکراین د پاسپورټ ارزښت زیات شوی او د دغو هېوادونو پاسپورت لرونکي کولای شي له وېزې پرته نورو هېوادونو ته سفر وکړي. سوریه، یمن، بنګله دېش او نایجیریا هم زیات شاته تګ تجربه کړی دی.

د هینلي پاسپورټ ادارې یوه نړۍواله ارزونه ده، چې د پاسپورټونو اعتبار د هغو هېوادونو د شمېر پر اساس درجه بندي کوي چې د هر هېواد وګړي کولی شي پرته له وېزې سفر وکړي.

بريتانیا د ۷۰۰ میلیون پونډو په لګښت یوازې څلور کسان روانډا ته ولېږل

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۰۷ GMT+۱

د بريتانیا د کورنیو چارو وزیره ايوت کوپر وايي، د دغه هېواد پخواني محافظه کاره حکومت روانډا ته د کډوالو د لېږلو پر پلان ۷۰۰ میلیون پونډه یا له ۹۰۰ میلیون ډالرو ډېر لګښت وکړ، خو یوازې په دې وتوانېدل، چې څلور کډوال په خپله خوښه دغه افریقايي هېواد ته ولېږي.

ايوت کوپر، چې د روانډا د جنجالي پلان مخه یې نیولې د بريتانیا پارلمان ته وویل، چې دا پلان د مالیه ورکوونکو لپاره ډیر لګښت درلود، مګر په عمل کې ناکام شوی دی.

د رشي سونک په مشرۍ د بريتانیا محافظه کار حکومت، چې د جولای مياشتي د څلورمې په ټاکنو کې یې د کارګر ګوند لخوا ماتې وخوړه، له تیرو دوو کلونو راهیسې په داسې پلان کار کاوه، چې هغه کډوال، چې په ناقانونه توګه د سمندر له لارې انګلستان ته داخل شوي روانډا ته ولېږي.

دا پلان په بريتانیا او اروپايي ټولنه کې له پراخو قانوني ننګونو سره مخامخ شو، دا پلان په واک کې د پاتې کېدو لپاره د محافظه کار ګوند یو له مهمو تبلیغاتي پروګرامونو څخه و.

جمير کليورلي، چې د بريتانيا په کابينه کې د کورنيو چارو وزير او د محافظه کار ګوند څخه دی، مېرمن کوپر یې د جعلي ارقامو په وړاندي کولو تورنه کړې.

د کیر سټارمر په مشرۍ د بريتانیا اوسنی کیڼ اړخی حکومت هیله لري، چې روانډا ته د غیر قانوني پناه غوښتونکو د لېږلو پر ځای، د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره کار وکړي، چې بریتانیا ته د کوچنیو کښتیو د تګ مخه ونیسي

پښتین: د پاکستان پوځ د پښتنو د روان حرکت شنډولو لپاره سیاستوال او خبریالان په پیسو اخیستي

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۵۸ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ او جنګ خلاف او د سولې په حق کې د پښتنو د روانو هڅو د شنډولو لپاره په دغه هېواد کې ځینې «سیاستوال او خبریالان په پیسو اخیستي دي.» منظور پښتین وايي، «پوځ د پښتنو د روان ملي حرکت پرضد د منفي پروپګنډ لپاره» دا کسان ګومارلي دي.

ښاغلی پښتین که څه هم چا ته اشاره نه کوي، خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي څو ورځې مخکې وویل، پښتونخوا د پاکستان برخه ده او نه غواړي چې پښتانه له پوځ سره په جنګ اخته شي.

د نوموړي دا خبرې له هغه وروسته وې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا د غړي تر وژل کېدو وروسته منظور پښتین وویل، د اکتوبر پر ۱۱ د پښتنو جرګه را غواړي.

د محمود خان اڅکزي پر دې خبرو خواله رسنیو کې پښتنو ملتپالو نیوکې وکړې او د دې جرګې د پیکه کولو لپاره یې وبللې.

د محمود خان اڅکزي تر څرګندونو وروسته تازه پښتونخوا کې یوه خبریال فاروق فراق د پوځ درېشي اغوسې او ور سره یې لیکلي دي: «د آي ايس پي آر د ډائريکټر جنرل ليفټننټ جنرال احمد شريف د پريس بريفنګ اثر.»

که څه هم منظور پښتین د محمود خان اڅکزی یا بل چا نوم نه دی یاد کړی، خو خپل فیسبوک کې یې لیکلي: د ترهګرې او جنګ پر خلاف او د امن په حق کې د پښتنو روان حرکت پر خلاف جي ایچ کیو اوس نوي بله صحافیان ، یوټیوبران او بیله بیل تش په نام سیاست مداران په پیسو اخستي دي.

منظور پښتن زیاتوي، چې د پاکستان پوځ د پښتنو د حقونو لپاره د دوی د مبارزې د مخنیوي هڅه کوي او وايي: «د روان ملي حرکت مشکوک کولو د پاره منفي پروپیګنډو ته تیاري کړې ده او کار ئې هم پرې شروع کړې دې.»

ښاغلی پښتین له پښتنو غواړي چې د پوځ د دې هڅو مقابل کې غلي نه شي او په مقابل کی یې مهذبه مبارزه وکړي: «باید هیڅ یو پښتون په دې غلې پاتې نشی او د پروپیګنډې پرخلاف په دلیل او مهذب الفاظ سره خپله بیانیه وړاندې کړي چې تر څو زمونږ وطن په اور او زمونږ محکوم اولس په مرګونو کې ساتې مونږ دې یو خبرې اوریدو ته هم تیار نه یو.»

د پاکستان ځايي رسنیو کې د پښتنو د حقونو غوښتلو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډو او همدا راز د دوی د ملاتړو نظر څرګندولو ته وخت نه ور کول کېږي.

سره له دې چې د پاکستان پلازمنېه اسلام اباد کې د دې غورځنګ د مرکزي شورا غړي او شاعر ګیلمن وزیر ټپي کېدو او بیا مړه کېدو ته نړیوالو رسنیو کې پراخ پوښښ ور کړل شو، خو پاکستاني رسنیو یې خبر هم خپور نه کړ.

یونان د ترکیې هغه تورونه ردوي چې کډوال یې د ترکیې خاورې ته ورلیږلي دي

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د یونان ساحلي ساتونکو د دوشنبې په ورځ د ترکیې د دفاع وزارت هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د لېسبوس له ټاپو څخه یې کډوال د ترکیې خاورې ته اړولي دي.

تر دې مخکې د ترکیې د دفاع وزارت پر خواله رسنۍ اېکس د ډرون یوه ویډیو خپره کړې کړې وه، چې د یونان د ساحل ساتونکي عملیات ښیي او زیاته یې کړې یې وه، چې د یونان یوه کښتۍ د لېسبوس ټاپو شمال ته د کډوالو کښتۍ د ترکیې اوبو ته ورلیږي.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي: "زموږ د ساحل ساتونکي ځواکونه سمدستي خبر شول او کډوال د ساحل ساتونکو کښتۍ له خوا وژغورل شول."

د یونان د ساحل ساتونکو یو لوړ پوړي چارواکي د ترکیې د دفاع وزارت په ځواب کې وویل: "دا په هېڅ ډول د کډوالو بېرته لېږل نه دي؛ بلکې د یونان اوبو ته د غیرقانوني کډوالو د ورننوتلو کشف او مخنیوی دی."

یونان د منځني ختیځ، اسیا او افریقا څخه د کډوالو لپاره اروپا ته د تللو لار بلل کیږي.

دغه هېواد د مرستندویه ډلو له خوا د سمندر او ځمکني سرحدونو څخه په زوره د کډوالو پر شړلو تورن شوی، هغه څه چې یوغیرقانوني عمل دی.

د ملګرو ملتونو راپور: افغانستان د طالبانو له بندیز سربېره د تاریاکو پراخه زېرمې لري

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یو نوي راپور له مخې؛ د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت باندې د بندیز سربېره، افغانستان لا هم د تریاکو پراخه زېرمې لري، چې د مخدره توکو د قاچاقي شبکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره کارول کېدی شي.

هندي چارواکو هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې هند ته د مخدره موادو لویه برخه له افغانستان څخه راځي، او د پاکستان د استخباراتو (آی ایس آی) اداره هغه شبکه کنټرولوي چې د هند مختلفو سیمو ته د مخدره موادو د قاچاق لپاره کارول کیږي.

د ملګرو ملتونو راپور چې په طالبانو باندې د بندیزونو د څارنې د ټیم له خوا چمتو شوی، وايي: "د پام وړ زیرمو په پایله کې د کوکنارو په کښت باندې د بندیز سربېره د مخدره توکو سوداګرۍ په پراخه کچه دوام لري."

د دغه راپور له مخې؛ په افغانستان کې د تریاکو زیرمې دومره لویې دي چې "د نشه یي توکو په صادراتو کې د پام وړ توپیر نه شي لیدل کېدی. د کوکنارو د ذخیرو د اندازې اټکلونه تفاوت لري؛ مګر ښايي څو کاله وخت ونیسي تر هغه چې پر کوکنارو د بندیز اغیزې په بشپړه توګه و ارزول شي."

د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت باندې د لګیدلي بندیز د اغېزو په اړه قضاوت کول ښايي لا ډېر د وخته مخکې وي.

د طالبانو لوړ پوړي چارواکي او دوی پورې تړلي سوداګر د مخدره موادو له قاچاق څخه ګټه پورته کوي.

راپور کې ویل شوي: " ډېری چارواکي د مخدره توکو له دوامدار سوداګرۍ سره ښکیل دي او ګټه ترې تر لاسه کوي، په داسې حال کې چې حقاني شبکه د هیروینو په قاچاق او د میتامفیتامین ډېر ګټور بازار کې د خپلو ګټو د پراختیا لپاره د اوږدې مودې راهیسې منځګړیتوب کوي."

په راپور کې د بېلګې په توګه ویل شوي، چې د طالبانو د ننګرهار والي د نشه يي توکو د قاچاق ختیځه لاره کنټرولوي، په داسې حال کې چې د بلخ والي یې د شمالي لارې کنټرول لري.

هندي چارواکو چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله ویلي، چې د کراچۍ د حاجي سلیم شبکه چې د ای ایس ای لپاره کار کوي، هند ته د مخدره موادو په قاچاق کې مهم رول لري.

چارواکو ویلي، سلیم په افغانستان کې د نشه يي توکو له پلورونکو سره د خپلو اکمالاتو لپاره همغږي کوي.

د هند تروریزم سره د مبارزې یو چارواکي وویل: "نه یوازې حاجي سلیم د ای اس ای سره کار کوي، بلکې د هند ضد ترهګرې ډلې لکه لشکر طیبه هم د دوی د ترهګریزو بریدونو تمویل لپاره له دغو پیسو کار اخلي. له افغانستان څخه راوړل شوي نشه يي توکي په بلوچستان کې په پټو لابراتوارونو کې د بېلابېلو لیبلونو په کارول سره بسته بندي کیږي."

دغه چارواکي زیاته کړه: "د مخدره توکو پیسې چې د ترهګرو ډلو له خوا کارول کیږي هم د اندېښنې وړ خبره ده."

په داسې حال کې چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې د کوکنارو د کښت د منع کولو له فرمان وروسته د نشه یي توکو د تولید د له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړي دي، لکه د ۸۳۴ لابراتوارونو او ۱۴۰۰۰ هېکټاره فصلونو ویجاړول.

د ملګرو ملتونو راپور وايي، چې د هیروینو د قاچاق او مصنوعي موادو (میتامفیتامین) په محدودولو کې د پام وړ پرمختګ نه دی.